
په تاریخي لحاظ، د افغانستان ډېر داسې شخصیتونه تېر شوي چې د خپل عصر له سیاسي او فکري چاپېریال سره یې ټکر درلود. علامه سید جمالالدین افغان د همدې لړۍ له مهمو استازو څخه و. نوموړی په خپل وخت کې د اسلامي نړۍ د فکري بیدارۍ او سیاسي خپلواکۍ غږ پورته کړ، خو د ژوند ډېره برخه یې په هجرت، فشارونو او مخالفتونو کې تېره شوه. د تاریخ له مطالعې داسې ښکاري چې ځینې شخصیتونه د خپل وخت له غالبو معادلو سره د نه جوړجاړي له امله تر ډېره د مخالفتونو هدف ګرځي او د هغوی د افکارو ارزونه وروسته نسلونه کوي.
پورته څوکرښی د یوی ” سیأ ” سی غوړه مالۍ یوه برخه ده چی د ۲۰۲۶ کال د روانی میلادی میاشتی په ۲۹ نیټه د افغانستان د تیر جمهوری اسلامی دولت چی نه اسلامی ؤ اونه هم جمهوری د واکمنی د یوی جنجالی غوړه مالی څیری حلیم فداېئ په غوړه مالو ګوتو ښکل شوی او په کابل پاداکست کی خپره شوی ده دښاغلی والی صاب فدائی له دغه شانی د” مع الفارق ” قیاس په اړه دپخوانی شوروی اتحاد د مشرلیونید برژنیف یوه خبره رایادشوه هغه چی ددی پوښتنی په ځواب کی چه ګنی لینینګراد به ځه مهال له مسکو سره برابر شی ؟ ویلی ؤ چی ددی دواړو ښارونو پرمختګ او تاریخی جوړښت ته په کتو دا کار هله ممکن دی چی مسکو ړنګ او د پرمختګ مخه یی ونیول شی !معنی داچی باید د اشرف غنی دبرابری
په موخه د افغان سید جمال الدین چی د استعمار او استبداد پر وړاندی یی نه یوازی افغانان بلکه داسلام دحقیقی روح پر بنسټ په ټول ختیځ او اسلامی هیوادونو کی د غربی استعماراو داخلی استبداد پر وړاندی د اسلامی بیدارې او مقابلی غورځنګونه رامینځ ته کړی ؤ یعنی لومړیی په خپله داسلامی علوم په بنیادی توګه ولوستل او دهغوی له زده کړو یی دا ؤموندله چی مسلمانانو د اسلام ددین حقیقی بڼه پری ایښی او د انګریزی استعمار په لاس د جوړی شوی ” اسلامی بڼی ” ښکار شوی دی نو لومړیی مهاجرت یی هغه مهال ترسره کړ چی پر افغانستان حاکم امیر شیرعلی خان د افغان سید جمال الدین له اصلاحاتو سره مخالفت وکړ بل لورته ترټولو څرګند او انکار نه منونکی واقیعت چی هیڅوګ تری سترګی نه شی پټولای داده که چی ۲۰۰۱ کال په ځانګړی توګه په امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې نېټې د ترهګریز بریدونووروسته د هغه وخت آلمان هیواد په پایتخت بن ښارکی دافغانستان د برخ لیک دټاکلو په موخه چی کومه غونډه جوړه شوی وه په هغی کی د افغانستان د پخوانی تش په نوم ؤلس مشر اشرف غنی چی په افغانستان کی یی د یوه افغان ټباره امریکائی ساتونکی په توګه لومړی د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړی استازی لخضر ابراهیمی د ژباړونکی اووروسته د حامد کرزی په لاس پوڅی واکمنی کی د اقتصادی چارو سلاکار ، دمالیی وزیر، د کابل پوهنتون رئیس او په پای کی د ؤلس مشرې پر څوکی دنده ترسره کوله چی له بده مرغه د ۴ لکه او پنځوسو زرو پوځ ، یو لک او پنځوس زره پولیسو او اویا زره د استخباراتی کارکونکو ، زیات شمیرزغره والو ټانکونو او الوتکو سره سره یی نظام ړنګ او ددوحی له کرغیړنی موافقی په وړاندی د اشرف غنی ، عمران خان او ځینو نورو نا څرګند لجاجت ددی سبب شو چی اشرف غنی په دی له خندا ډکه بهانه چی ګنی که زه به که په افغانستان کی پاته وای د وژل شوی دکتر نجیب له برخلیک سره مخامخ کیدم اوس چی د کم اوزیات پنځو کالونو را په دی خوا د لوی اختر په پیغام کی یی له هغه خوار او ځپل شوی ملت سره چی دهغه په استخباراتی فرار د انسان نما استخباراتی لیوانو ښکار شوی دی په یوه کاذب امید د بدلیدو په تکل کی دی خود علامه سید جمال الدین افغان سره یی پر تله کول چی د لرغونی افغانستان دپتمن تاریخ باب دی که دهرچا او هر مقام له لوری وی نه یوازی خدای بښلی علامه سید جمال الدین افغان ته سپکاوی دی بلکه دتیر په څیرچی اشرف غنی یی دنړی دویم نابغه باله هم په خپله د اشرف غنی لپاره دیوی بلی استخباراتی دروازی پرانیستل دی چی ګمان نه کوو داځل به اشرف غنی دداسی ” مع الفارق ” قیاس تبلیغاتو ښکار شی
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید