پرون د ۱۴۰۵ هجری لمریز کال دغبرګولی په نهمه کله چی دطالبانو د جنګ او یرغل د وزیر حاجی ملا یعقوب مجاهد دسپرلۍ الوتکه دکابل هوائی ډګرته راورسیدهنو سمد لاسه یی د ددغه د ښاپیریو وطن ته دسفر دکیسو او لاس ته راوړنو په ترځ کی وفرمأیل چی موږ له روسانو سره کوم امنیتی تړون نه لرو د ګاونډیانو اندیښنی په دی هکله بی ځایه دی
که څه هم دافغانستان لپاره دامریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد دطالبانو دغه خبره چی ګنی موږ امریکاته ماته ورکړیده او د برچی پر زور مو دهیواد بشړه خپلواکی لاس ته روړی ده دیوی مرکی په ترځ کی ویلی دی چی د امریکا متحده ایالات د خپل امنیت دساتلو په موخه د افغانستان پر آسمان بشپړکنترول لری اود زلمی خلیلزاد له خولی همدغه تریخ واقیعت د همدی ملایعقوب له لوری هم پری د تائید مهر لګول شوی ؤ نو اوس څنګه همدا ملا یعقوب د روسیی سره دپاکستان پر وړاندی دهوائی دفاع تړون لاسلیک کوی او وایی چی ګنی ډاډه دی پاکستان به په راتلونکی کی پر افغانستان دبرید جرئت ونه کړی ؟ بل لورته د ملا یعقوب آخند دا ګوت څنډنه لا دوخته هغه مهال دافغانستان مسلمان اولس ته څرګنده شوی وه چی لومړی وار دپاکستان یوه نظامی کارپوه ښاغلی حسن عباس هغه مهال چی همدغه ملا یعقوب آخوند چی دطالبانو ددفاع وزیر پر ګدې ناست دی پر افغانستان د پاکستان د پولی په اړه ځینی څرګندونی ترسره کړی وی نو دپاکستان د پوځ دیوه برحاله نظامی جنرال له قوله د یوه افغان خبریال پوښتنو ته په ځواب کی یی د طالبانو ددفاع وزیر تیرو مفتکی شعارونو ته په ځواب کی ویلی ؤ ما یعنی حسن عباس کله می چی د پاکستان د پوځ له یوه برحاله جنرال سره دملا یعقوب مجاهد ددغه شانی ویناؤ په هکله ؤپوښتل نو هغه راته په ځواب کی په خندا سره راته وویل چی دملا یعقوب کورنی دلته په کراچی کی ژوند کوی او تردی چی د کورنی سره دلیدو په خاطر زموږ الوتکی ته اړتیا لری ترڅو سفروکړی او خپله کورنې وګوری . دا ډول څرګدونی ځی او راځی !یعنی داچی دا ډول خبری او لاسلیکونه یوازی دهوا پر څپو پاته کیږی .
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید