گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ورزش اولوبی دخوست د سوری پاڼ دسرکلی دځوانانو دټولنی هڅی!
ورزش اولوبی دخوست د سوری پاڼ دسرکلی دځوانانو دټولنی هڅی!

ورزش اولوبی دخوست د سوری پاڼ دسرکلی دځوانانو دټولنی هڅی!

دنواندیشی تربیون تکړه همکار او ټولنیز فعال ښاغلې سیف الله افغان دیوه راپور په ترځ کی خبر راکوی چی دخوست ولایت دصبریو ولسوالۍ دسوری پاڼ سرکلی د ځوانانو په نوښت د ځوانانو د یووالی او نشه یی توکو څخه د مخنیوی په موخه  چی د سوری پاڼ سرکلی کرکټ لیګ تر نامه لاندی د کرکټ لیګ په لاره آچول شوی ؤ له نیکه مرغه دغه د کرکټ د لیګ لوبه په ښه شان سره تر سره شو. یاد لیګ چی د ځوانانو د ټولنی په مالی لګښت په لاره آچول شوی ؤ په ټوله کی یی پنځلس لوبی تر سره شوی چی ددغه لوبی د ننداری په موخه دسیمی ګڼ شمیر دلوبو مینه وال راغلی ؤښاغلې سیف الله افغان د سوری پاڼ د کرکټ لیګ په نوم هغه اعلامیه هم رالیزلی ده چی پکی ویل شوی دی  چی دسوري پاڼ سرکلي ځوانانو لخوا دسوري پاڼ سرکلي کریکټ لیګ ترنامه لاندې، دیاد کلي پیاوړ کریکټ لوبغاړو ترمنځ دکریکټ شانداره لیګ په لاره اچول شوی و، چې له نېکمرغه یاد لیګ نن دشانداره مراسمو او ګڼو نندارچیانو په شتون کې ترسره شو.دیاد لیګ فاینل لوبې ته اتلان کریکټ کلب دنصرالله په لوبډلمشری او ینګ سټارکلب دنقیب مراد په لوبډلمشری کې لاره پیدا کړي وه، چې فاینل لوبه داتلان کریکټ کلب په اتلوالۍ پای ته ورسیدله.دیاد لیګ ترټولو زیاتې(۱۴) ویکټې (عبدالصمدرومان) واخیستلې.

دلیګ زیاتې(۳۱۵) منډې (ناصرخان)ترسره کړې.

دلیګ زیاتې (۳۴)شپږیزې (شوکت خان)ترسره کړې.

دلیګ زیاتي (۲۷) څلوریزي (قریب الله احساس)ترسره کړې

دلیګ غوره الراونډر(۱۱ویکټې او۱۴۴منډې) (اصف ذابي) ونومول شو.

دلیګ هیټریک جایزه (سیف افغان)ترلاسه کړه.

دلیګ ترټولو چټکه سلیزه(۳۳بالونو) (نصرالله سمسور) ترسره کړه.

دلیګ ترټولوچټکه پنځوسیزه(۱۱بالونو) (سلیمان مشعل)ترسره کړه.

دلیګ غوره کیچ جایزه ځوان(محمد)ترلاسه کړه.یادونه:یاد لیګ مالي برخه کې له قریب الله احساس، ډاکټرثاقب، صدیق الله صدیقي، معلم شریف الله ځیرک،معلم سمیع الله افتاب، ډاکټرعبدالرحمن،محمدهلال، حفیظ الله له موږ سره مالي همکاري کړي وه.په وروستیو کې دیاد لیګ دښه ترسره کیدو له امله د یادلیګ دکمیټې غړو او همدارنګه په په یادلیګ کې ګډون کوونکو لوبغاړو ته مبارکي وایو.د نواندیشی تربیون ویاړی او ددغه شانی عام المنفعه هڅو په ترسره کیدو د سوری پاڼ د سرکلی د مبارکی د مراتبو د  وړاندی تر څنګ له خدایه ورته د لا زیاتو بریالیتوبونو غوښتنه کوو .  

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا