گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » له لونګ رادیو څخه لونګین ملاتړ!
له لونګ رادیو څخه لونګین ملاتړ!

له لونګ رادیو څخه لونګین ملاتړ!

دخوست ولایت چی یومهال دخوست لویه ولسوالی په ځانګړی توګه مرکز اوښار یی چی په ورته وخت  کی نه یوازی د ټولنیزو او سیاسی روڼاندو روزنتون  بللې شوو بلکه د تاریخی مذهب  پالو ځاله هم وه او د وخت طالبانو او ملایانو به پکی طالبی بنډارونه تر سره کول او ددوی په قول به یی مذهبی ترانی او نعتونه ویل ! چی تر ټولو مشهوره ترانه یی دا وه : راغلل طالبان طالبان د باغ ګلونه دی !

اوس د همدغه د فرهنګ پال ولایت دیوی سیمه ایزی لونګ نومی رادیو چی د FM په څپو کی به یی دخوست په فرهنګ مین اولس لپاره په داسی حال کی خپرونی کولی چی د طالبانو د دویم ځلی واکمنۍ څخه لږ څه وروسته د طالبانو د امیر المؤمنین شیخ مولوی  هیبت الله د فرمان له مخی ټول تعلیمی بنسټونه په ځانګړی توګه د پیغلو او میرمنو ښوونیز او رونیز مرکزونه  وتړل شول خو داچی دافغانستان په ګوټ ، کوټ کی له ښوونی اوروزنی سره د افغانستان د باتور او زړورملت  مینه چی یوه الهی فریضه ګڼلای شی ددی سبب شوه چی که طالب چارواکو په هره بهانه او پلمه د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازی وتړلی بیاهم ددغه مسلمان ملت ځوانان چی له نوی تکنالوژې سره یی بلدتیا درلوده ددغه فریضی د ترسره کولو په موخه یی په رادیویی خپرونو پیل وکړ
خو د طالبانودواکمنې د خوست ولایت فرهنګی چارواکو  په ځانګړوخو داسلامی شریعت سره په ټکر  دلائیلو او لاملونو د یوه فرمان په ترځ کی دغه لونګین غږ هم چوپ کړ !نوځکه خو نواندیشی تربیون چی د بیان د آزادې او عدالت منبر دی د طالبانو د واکمنی په خوست ولایت کی د لونګ رادیو په وړاندی دغه شانی چال چلند په کلکه غندواوله طالبانو په ډیردرناوی سره غوښتنه کووچی دغه غږ ته دخپریدو اجازه ورکړی ترڅو دلونګ رادیو خپل لونګین غږ تر لونګینو غوږونو ورسوی .

 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا