لکه څنګه چی خبر یاست د افغانستان د چارو تکړه ژورنالیست او څیړونکی ښاغلی ویس ناصری د ” افغانستان در محراق حوادث ” په نوم خپله هغه خپرونه چی په ویدیوی بڼه خپریده د څوکالونو ځنډ وروسته یوځل بیا په هم هغه بڼه پیل کړه اودهیواد له تکړه شنونکو او پوهانو سره یی د مرکو په ترسره کولو نوی رنګ ور بښلۍ دی چی په دی لړۍ کی د هیواد د پښتو ژبی د تکړه لیکوال او شناندی ښاغلی جیلانی ځواک چی په هیواد کی دنورو رسمی دندو تر څنګ د کابل نیوز د تلویزیون مشر هم پاته شوی دی دیوی مرکی په ترځ کی چی ورته په خطاب کی یی وویل….. زموږ د ټولو دنده او مسؤلیت دی چی د افغانستان لپاره باید ووایو ، ولیکو اودغه هیواد ته خدمت وکړو نوپکارده چی د هیواد د ساتلو د هغه د خلاصون په موخه ټوله په ګډه هلی ځلی وکړو ….ښاغلی جیلانی ځواک دمحترم ویس ناصری ددغه خبرو چی له محترم ځواک سره یی د اوږدی مرکی په ترځ کی ترسره کړی وه داسی وویل : یوه خبره چی په آخیرکی یی ویل غواړم هغه داده چی لطفأ په طالبانو باندی د پښتون حساب ونه شی .طالب پښتون نه دی لکه څنګه چی مسلمان نه دی دغه شانی پښتون هم نه دی .هغه څه چی طالب کوی اسلام هغسی نه دی،هغه څه چی طالب کوی پښتون هغسی نه دی .پښتون دغسی دی لکه خان عبدالغفارخان ، پښتون داسی وی لکه منظور پشتین ، لکه امان الله خان پښتون دغسی دی . د ملا عمر او هیبت الله په شانی پښتون نه دی . دده په نوم نه باید اسلام بد نام شی اونه پښتون !
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید