په خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړ چی د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې اتل شاپور ځدراڼ له څو میاشتو سختې ناروغۍ او کړاؤ وروسته ساه ورکړه ویل کیږی چی شاپور د جنورۍ پر ۱۸مه نېټه هند ته ولاړ او له هماغه وخت راهیسې په روغتون کې بستر و. شاه پورځدراڼ له سختو عفونتونو سره مخ شوی و او حتا نری رنځ (توبرکلوز) یې مغز ته هم خپور شوی و.
«نن هغه ورځ راورسېده، چې ما هیڅکله نه غوښته خو د هر لوبغاړي په ژوند کې دغه ورځ راځي. زه له ۲۲ کلونو خدمت، قربانۍ او مینې وروسته د افغانستان له نړۍوال کرېکټ څخه استعفا اعلانوم» ویل کیږی چی د کرېکټ د پخواني اتل لوبغاړي خدای بښلی ، شاپور ځدراڼ جنازه به سبا مازیګر ۴ نیمې بجې کابل ته ورسیږی دنواندیشی تربیون ټول همکاران او مشر یی د شاه پور ځدراڼ په مړینه د غمرازی مراتب ټول افغان ؤلس او د خدای بښلی درنی کورنی ته وړاندی کووالله دی هغه ته جنتونه او ټولو خوخوږو اومینه والو ته د زړه صبر ورپه برخه کاندی .دنواندیشی تربیون 
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید
