سبا د پنجشنبې ورځ د عرفې ورځ ده، له نړۍ نه په میلیونونو مسلمان وګړي، د عرفات میدان ته د حج فریضې له ټولو ستر رکن کې یو ځای کیږي؛ د حج فریضه چې د لمانځه ( بدني عبادت) زکات (مالي عبادت) او روژې ( روحي عبادت) وروسته د دریواړو ډولو ځان کې لرونکی هغه جامع ټولنیز عبادت دی، چې ورپسې د جها.د فریضې لپاره یو تربیتي کورس او د امت د یووالي مجسم انځور یې ګڼلی شو، چې که له یوې خوا که د توحید مجسم انځور دی؛ ځکه له کعبې طواف یې د بل رکن په توګه د یو الله د پرستش غټ مظهر دی؛ پیغمبر صلی الله علیه وسلم د مکې فتحه کې د فزیکي بتانو ماتولو، او بیا د ورپسې بالترتیب د حنین، موته او تبوک له غټو غزواتو او هم د مکې او مدینې لاره کې د بحر په غاړه د قدید سیمه کې د (منات)، طایف کې د ( لات) او د مکې نه عراق په لوري لاره کې ښي خوا ته د غزی درې نورو مشهورو بتانو د ماموریت ورکولو نتیجه کې ختم کړل او بیا وروسته یې الوداع حج ( چې لومړی هم و) أداء کړ. او د خطبې مرکزي ټکي یې ؛د توحید او رسالت په اړه ایمان د ساتلو لپاره یې وویل ؛۱- ستاسې تر منځه د یو بل وینې توئیول، داسې حرام دي، لکه د دې ورځې، دې ( مکې) ښار او دې میاشتې ( ذې الججې ) میاشتې د حرمت په څیر؛۲- سود نور له منځه ولاړ او له ټولو لومړی د عباس ( رضی الله عنه ) سود مې ختم کړ؛ همداسې جاهلیت کې د توی شوو وینو بدله ( قصاص ) ختم شو، چې د ابن ربیعه بن الحارث بن عبدالمطلب بدل ( قصاص) مې ختم ( معاف) کړ.۳- شیطان نور لدې مأیوس شو چې چې عرب جزیره کې کې د هغه عبادت وشي ۴– د حرمت لرونکو میاشتو حرمت ( د هغې د نقض لپاره ) تأخیرول کفري عمل دی. ۵ـ ستاسو په میرمنو ځینې حقوق دي او د هغوي پر تاسو؛ هغوی باید ستاسو له اجازې ستاسو کورونو ته څوک را داخل نکړي او نه به ناروا ( زنا ) عمل تر سره کوي، همدارنګه د خبرې نه منلو لپاره تدریجي تأدیب ( بسترې جلاکولو او ..) ذکر یې هم وکړ او بیا یې د هغوی په اړه د ښه او نرم سلوک سپارښتنه وکړه، ځکه هغوی لکه کوتک ماتیږي ! ۶– هم یې وفرمایل چې دوه شیان مې تاسو کې پرېښودل، که مو پرې منګولې ولګولې، نو هېڅکله به بېلارې نشئ!همدا رنګه له بلې خوا د حج فریضه د ابراهیمي او اسماعیلي قربانۍ یا د له ځان سره لري؛ چې مونږ او تاسو یې هر کال ترسره کوو، او یو لوی تاریخ دی!اوس راځئ وګورو چې زمونږ د مسلمانانو حجونو او قربانیو کې د هغې حکمتونه او فلسفه څومره ځای لري او څومره مو قرآن او سنت عملي کړی او څومره د واکمنانو سیاستونه د امت د یووالي مظهر او د شیطان پیروي پرېښودلو تګلاره ده ؟!
او ….!د غز.ې بې ګناه ولس په نسل وژنه کې د چا لاس دی چې غاصب صهی.ونستي رژیم دومره ډاډه دا عمل تر سره کوي او د وخت له ټولو ستر شیطان دې خاورې ته څوک وربلي ؟!آیا د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د وینا مطابق (چې د یوه مسلمان په ناحقه وینه توئیول ورته د کعبې له نړیدلو ستره ګناه ښکاره کېده، ) څومره یې په اړه واکمنان او افراد ژمن دي ؟!
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید