گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » له ډيلټا نړيوال شرکت سره تړون ؛فرصتـــــونه که اندېښــــنې؟
له ډيلټا نړيوال شرکت سره تړون ؛فرصتـــــونه که اندېښــــنې؟

له ډيلټا نړيوال شرکت سره تړون ؛فرصتـــــونه که اندېښــــنې؟

د سعودي عربستان ډيلټا انترنشنل (Delta International) شرکت لخوا د افغانستان د کشک ـ تېرپل د نفت او ګازو د راسپړلو او را ايستلو د  تړون لاسلیک، د افغانستان د اوسني اقتصادي او نړیوال وضعیت په پام کې نیولو سره، یو مهم اقتصادي پرمختګ بلل کېږي. افغانستان له څو کلونو راهیسې د محدودو نړیوالو تعاملاتو، مالي او بانکي ستونځو، د بهرنۍ پانګونې د کمښت او د خصوصي سکتور د محدود فعالیت له ستونځو سره مخ دی. په داسې شرایطو کې د یوه بهرني شرکت راتګ او د طبیعي سرچینو په یوه مهمه حوزه کې د پانګونې ژمنه یوازې یوه اقتصادي پروژه نه ده؛ بلکې د پانګونې د چاپېریال، نړیوال اقتصادي تعامل او په افغانستان کې د سترو پروژو د امنیت او ثبات په اړه هم نړۍ او سيمې ته مهم پیغام لري.د رسمي معلوماتو له مخې، د کشک ـ تېرپل د اکتشاف او استخراج ۲۵ کلن قرارداد لومړنی مالي ژمنه ۲۰۰ میلیونه ډالر دی چې ډيلټا به یې د اوو ګازي بلاکونو د اکتشاف او پراختیا لپاره په لومړي پړاو کې ولګوي.

له دې سره سره شرکت د افغانستان د انرژي په سکتور کې د راتلونکو لسو کلونو لپاره د نږدې ۶۰ میلیارد ډالرو د پانګونې یو پراخ پروګرام هم مطرح کړی دی. په دغه پروګرام کې د ګازو استخراج او پروسس، د انرژي اړوند زیربناوې او د هرات ـ سپین بولدک ترمنځ د شاوخوا ۷۰۰ کیلومتره  ګاز نل‌لیکې غځول هم شامل دي. البته د ۶۰ میلیارد ډالرو رقم باید له اوسني قرارداد سره یو ځاي ونه ګڼل شي. دا تر اوسه د کشک ـ تېرپل د قرارداد قطعي ارزښت یا حتمي پانګونه نه ده، بلکې یو راتلونکی پروګرام دی چې عملي کېدل یې د اکتشاف پایلو، د زیرمو د تثبیت، تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو او د تمویل او وروستۍ پانګونې په هکله له پرېکړو سره تړاو لري. په همدغه ډول ، ۲۰۰ میلیونه ډالر هم د ګازو د زیرمو ارزښت نه، بلکې د اکتشاف او لومړنیو فعالیتونو لپاره د پانګونې ژمنه ده.افغانستان د نفت، ګاز او نورو طبیعي سرچینو له پلوه د پام وړ بالقوه شتمني لري، خو د پانګې، تخنیکي ظرفیت، زیربناوو او نړیوالو اقتصادي اړیکو په برخه کې د محدودیتونو له امله یې لویه برخه تر اوسه په واقعي اقتصادي شتمنۍ باندي نه ده بدله شوې. که د کشک ـ تېرپل اکتشاف د اقتصادي او سوداګریز استخراج وړ ګازي زیرمې ثابتې کړي، دغه پروژه کولای شي د انرژي په برخه کې د افغانستان د وارداتو اړتیا راکمه، کورنی تولید پیاوړی او د هرات او بادغیس سیمه‌ییز اقتصاد ته نوی خوځښت ورکړي.د قرارداد اهمیت یوازې په خپله پروژه کې نه، بلکې د هغې په بالفعل او بالقوه پانګونې تشویقي اغېز کې هم دی. په افغانستان کې د یوه سعودي شرکت د اوږدمهاله فعالیت بریالیتوب کولای شي نورو سعودي، عربي، اسیایي او نړیوالو شرکتونو ته مثبت سیګنال ورکړي. پانګه‌وال یوازې طبیعي سرچینې نه ارزوي؛ هغوی د امنیت، حقوقي ثبات، د قراردادونو د پلي کېدو او د پانګې د خوندیتوب وضعیت هم سنجوي. له همدې امله د دغې پروژې امنیت او دوام یوازې د Delta اړتیا نه ده، بلکې د افغانستان د راتلونکو پانګونو لپاره هم مهمه ازموينه او په زړه پورې فرصت دی.په هر حال په سيمه ييزه او نړيواله کچه رقابتونه او حساسیتونه هم شته او ممکن په غيرمستقيم ډول ددغې پروژې د سبوتاژ کولو هڅه وشي. که د افغانستان حکومت وکولای شي د پروژې امنیت او د فعالیت دوام خوندي کړي،  به نورو پانګوالو ته به د باور وړ پیغام ورکړي. برعکس، هر ډول جدي امنیتي یا حقوقي بې‌ثباتي کولای شي د دغې پروژې په راتلونکي او د نورو پانګونو په جذب باندي منفي اغېز وکړي. په دې معنا چې د اقتصادي پروژو امنیت یوازې امنیتي موضوع نه، بلکې د  اقتصادي سیاستونو یوه برخه هم ده.خورا اړينه ده چې د تړون ارزونه باید د افغانستان د ګټو په چوکاټ کې وشي. یوازې د بهرنۍ پانګونې لوړه کچه د دې ښکارندویي نه کوي چې تړون د افغانستان لپاره څومره ګټور دی. اساسي پوښتنه دا ده چې د همدغو طبیعي سرچینو له ټول اقتصادي ارزښت څخه، د شرکت د مشروع لګښتونو او عوایدو له محاسبې وروسته، څومره ګټه افغانستان ته پاتې کېږي.
د تړون له سياسي ارزښت او اهمیت څخه انکار نشي کيداى خو مالي او حقوقي اړخ ليې هغه وخت روښانه کيږي چې د تولید له پیل څخه وروسته به د افغانستان عواید څنګه ټاکل کېږي، د شرکت د راسپړلو، پراختیا او تولید لګښتونه به په کوم میکانیزم باندي محاسبه کېږي، د دغو لګښتونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره څه ډول حقوقي چوکاټ شتون لري او د تړون د مالي او تخنیکي اړخونو د څار لپاره څومره اغېزمن نظام او ظرفیت موجود دی. تر هغو چې دغه اساسي اړخونه روښانه نه وي، د قرارداد د اقتصادي ګټو په اړه قطعي قضاوت ستونځمن کار دی.د ۲۵ کلنې مودې په اړه هم باید انډوليز نظر موجود وي. د نفت او ګازو پروژې اوږدمهاله پانګونې ته اړتیا لري او اوږدمهاله قرارداد په خپل ذات کې د انتقاد وړ نه دی. خو په افغانستان کې له بهرنيو اړخونو سره په ځينو تړونونو کې رامنځته شويو نيمګړتياو ته په کتو افغان حکومت دولت باید داسې حقوقي تضمینونه ولري چې د تړون اوږده موده د هېواد او راتلونکو نسلونو پر زیان تمامه نه شي. د تولید مکلفیتونه، د تړون د تعدیل شرایط، چاپېریالي معیارونه، د پروسس بهير، د افغان کارکوونکو استخدام او روزنه او د شخړو د حل میکانیزم باید واضح او د تطبیق وړ وي.د ډيلټا انټرنيشنل شرکت په افغانستان کې یوه تاریخي مخینه هم لري چې د اوسني قرارداد د جیو ـ اکانومیک پس منظر لپاره د یادونې وړ ده. د ۱۹۹۰مو کلونو په منځ کې ډيلټا د امریکايي يونوکال شرکت ترڅنګ د افغانستان له لارې پاکستان او احتمالا هند ته د ترکمنستان د ګازو د ليږد په یوه ستره پروژه کې ګډون درلوده. د همدغې پروژې لپاره د CentGas کنسرسیوم جوړ شو چې يونوکال یې مشري کوله او ډيلټا یې له اصلي شریکانو څخه و. څه وخت وروسته يونوکال په افغانستان کې د ناامنيو له امله له کنسرسیوم څخه ووت د ډيلټا دغه شاليد ښيي چې ياد شرکت له ډېرې پخوا څخه افغانستان او مرکزي آسیا ته د انرژۍ د سیمه‌ییز اتصال له پلوه مهم جغرافیایي اهميت ورکاوه. خو له دغه تاریخي شاليد څخه باید دا نتیجه وانخیستل شي چې د اوسني قرارداد تر شا حتماً کومه پخوانۍ امریکايي کمپنۍ یا پټه شبکه شتون لري. د ننني قرارداد ارزونه باید د اوسنیو اقتصادي، حقوقي اوتجارتي اوځمکنيو شرایطو پر بنسټ وشي.که اقتصادي زیرمې ثابتې شي، نو د پروژې ارزښت بيا یوازې د ګازو په استخراج پورې محدود نه دى. افغانستان باید د ګازو د پروسس، برېښنا تولید، کيمياوي سرې جوړولو او نورو صنعتي فعالیتونو لپاره ارزښتناک روښانه او ځنځيري پلان ولري. د خامې توکو صادرات ممکن محدود عاید رامنځته کړي، خو کورنی استعمال او صنعتي پروسس کولای شي د کارموندنې، تولید او اقتصادي فعالیت له لارې ډېر زیات ارزښت رامنځته کړي او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره ګټور تماميږي.په ټوليز ډول، زه له ډيلټا انترنشنل سره د افغانستان تړون  مثبت ارزوم. د طبیعي سرچینو فعالول، دبهرنۍ پانګونې جذب،دانرژي د تولید امکان، کارموندنه اود افغانستان د اقتصادي انزوا د کمولو فرصتونه، حتى د امنیتي وضعیت ښه کيدل ددغه تړون هغه مثبت اړخونه دي چې باید جدي ونیول شي. خو په ملي اقتصادي لاسته راوړنه باندي د دغو فرصتونو  د بدلېدو لپاره اړينه ده  چې تړون په شفاف اومسلکي ډول مدیریت شي، د افغانستان اقتصادي ګټې خوندي شي، د پروژې امنیت دوام ومومي او له استخراج څخه ور هاخوا د انرژي او صنعت د پراختیا لپاره اوږدمهاله پلان موجود وي.دغه تړون نه  بې‌قید او شرطه بریا وبلل شي اونه د محدودو معلوماتو پر بنسټ په مطلق ډول د اندېښنې وړمعامله.دا یواقتصادي فرصت دی؛ خود دې فرصت حقیقي ارزښت به هغه وخت معلومېږي چې افغانستان له خپلې طبیعي شتمنۍ څخه د بهرنۍ پانګونې ترڅنګ څومره اوږدمهاله اقتصادي ګټه،انرژي، صنعت، کارموندنه او نړیوال اقتصادي باورترلاسه کوي.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا