مظلوم شهید مولوی نصرالله منصور ، دعلم پوهې تقوا سیاسي بصیرت درلودنکی په اسلام او هیواد مین جهادې ستر رهبر داسلام اوانسانیت د معلوم الحاله دښمنانو له خوا له نن څخه ٣٢ کاله مخکې په شهادت ورسیده.بی له شکه چی هغه دظلم ، نړیوال استعمار او استبداد په وړاندی د مبارزی او سپیڅلی جهاد داسی عملی نمونه وه چی د هغه کارنامی او سپیڅلتیا به راتلونکی نسلونه تر پیړیو، پیړیو یادوی . هغه د پردیو د دین او هیواد ددښمنانو د ناولیو موخو په لاره کی داسی د سترګو اغزي ؤ چی یوازی د هغوی په آند باید په فزیکی ډول له مینځه تللی او په شهادت رسول شوی وای . نوځکه خو د اجرتی قاتلانو او د استعمار لاس پوڅو په وسیله په هیواد کی د روسی ښکیلاک له ماتی لږ وروسته دپکتیا ولایت ګردیز او د هغه د خپل ټاټوبی زرمت په لاره کی د یوه موټر بمب د چاودیدو په وسیله د شهادت او ګواهۍ ستر مقام ته ورسید . جبون او زبون دښمن دتل په څیر داسی انګیرله چی شهید مولوی منصور رحمت الله علیه د یو څو کیلو هډوکو او غوښو څخه جوړشوی بدن دی دی چی د هغه په له مینځه تګ به هغوی خپلو تاریخی موخو ته ورسیږی خو نه شهید مولوی منصور رحمت الله علیه د عدالت غوښتنی د مبارزی داسی مور چل او مکتب دی چی د هغه ژوند له شهادت او د انسانیت په لاره کی له ګواهی پیل کیږی . او دا د مبارزی او دانسانیت په لاره کی د ایمان انګازی ګڼلای شی . هغه ژوندی دی خو د مبارزی او جدوجهد پیټي یی زموږ او د راتلونکی ځوان نسل پر اوږو آچولی او د شهادت مړینه یی د تاریخ سپیڅلې باب او د تل پاته ژوند وثیقه ده .
یا الله جلاله شهید منصور صاحب اوورسره ملګري یی په جنت الفردوس ونازوه، معلوم الحاله او اجرتی قاتلین یی ّه دنیا کی ذلیله رسوا او په اخرت کې په درد ناک عذاب اخته کړه.