


تر کله چې ژوندی و، د هغه پوه دښمنانو او ناپوه مخالفانو پر هغه پسی سخت تبلیغات او نیوکی کولی چې ګواکې مسلمان نه دی، ماویست او شعلهیي دی؛ ځکه چې په چریکي جګړو کې یې د کیڼ اړخو مبارزینو او چریکانو لکه چه ګوارا، ماو تسه دونګ او جنرال جیاپ له تجربو څخه ګټه اخیسته او د ماو «شپږ پوځي آثار» یې لوستل. وروسته یې ویل چې د لوېدیځ سړی دی او له فرانسې سره اړیکې لري، ځکه فرانسوي ژبه خبرې کوي! ویل یې چې دا لوېدیځې رسنۍ دي چې هغه یې نړۍ ته ورپېژندلی، کنه په افغانستان کې د هغه په څېر سلګونه قوماندانان او د پنجشېر په څېر سلګونه جبهې شته..د ۱۳۶۳ کال په وروستیو کې یو عرب (لیبیایی)ځوان پنجشېر ته راغلی و او له پېښوره یې له ځان سره یو کیسټ یا فیته هم راوړې وه. هغه مهال زه هم تر یوه حده په عربي ژبه پوهېدم. فیته مو واورېده ؛ یو مشهور جهادي مشر خپلو عربو مخاطبانو ته له مقدمې وروسته وویل: «… موږ په افغانستان کې د مسعود په څېر سلګونه قوماندانان او د پنجشېر په څېر سلګونه جبهې لرو.
زه له تاسو پوښتم: نو بیا ولې تل د بي بي سي، امریکا غږ او نورو لوېدیځو رسنیو او مطبوعاتو کې د مسعود نوم او د پنجشېر د جبهې خبرونه اورو؟! حقیقت دا دی چې مسعود د فرانسې سړی دی. زه دقیق معلومات لرم چې په پنجشېر کې فرانسوۍ ښځې د ډاکټرانو، نرسانو او خبریالانو په نوم موجودې دي، او مسعود په پنجشېر کې د لامبو حوض جوړ کړی او له فرانسوۍ نجونو سره یوځای لامبو وهي!»هو، دغه جهادي مشر دا خبرې هغه وخت د احمد شاه مسعود په اړه کولې چې په ۱۳۶۳ کال کې پر پنجشېر د شوروي ځواکونو اووم او اتم ستر بریدونه شوي وو. پنجشېر هره ورځ بمبارېده. باور وکړئ، مسعود د اوسېدو ځای او د خوړلو ډوډۍ نه لرله. آن د پنجشېر په ځینو قرارګاوو لکه چمالورده کې یوازې توت او کچالو موندل کېدل چې مجاهدینو به د ژوندي پاتې کېدو لپاره خوړل. خو هغه انځور چې دغه محترم جهادي مشر عربو ته وړاندې کاوه، مسعود یې د یوه فریبکار او عیاش انسان په توګه معرفي کاوه چې ګواکې له فرانسوۍ ښکلو نجونو سره په خوشګذارۍ بوخت دی!

د ۱۳۶۹ کال په اوړي کې لومړی ځل حج ته تللی وم. د مسجد الحرام پر چت مې څو عرب ځوانان ولیدل چې د افغانستان په اړه یې خبرې کولې. کله چې ورنږدې شوم، وا مې ورېدل چې د احمد شاه مسعود په اړه بدې خبرې کوي. ما ورته وویل: له خدایه ووېرېږئ! تاسو په دې مقدس ځای کې ناست یاست او د یوه مجاهد غیبت کوئ؟ همدومره مې وویل او ترې لیرې شوم. هغوی حیران پاتې شول چې دا څوک و چې زموږ خبرې یې واورېدې او ځواب یې راکړ.یو بل تور چې د مسعود سیاسي سیالانو، په ځانګړي ډول د حکمتیار اسلامي ګوند، په عربو کې پرې تبلیغات کول، دا و چې ګواکې مسعود شیعه دی. د دوی دلیل دا و چې هغه فارسي ژبی (تاجک) دی او فارسي ژبي ټول شیعه او د ایران پلویان دي!
په همدې اړه د ۱۳۶۹ کال د حج یوه بله خاطره لرم. د ذوالحجې په اتمه حاجیان منی ته ځي. هلته د یوه عرب (ښايي سوری یا اردني) تر څنګ پروت وم. د خبرو پر مهال یې په ډاډه زړه وویل: «احمد شاه مسعود شیعه دی!» ما ورته وویل: زه یې پېژنم، ځکه له یوه سیمې یو؛ هغه سني حنفي دی. خو عرب ځوان پر خپل دریځ ټینګ ولاړ و. بالاخره مې ورته وویل: وروره! ته وینې چې ما احرام اغوستی دی ؛ په داسې حال کې نه اړتیا لرم او نه مصلحت چې په دې مقدس ځای کې دروغ ووایم او سبا د خدای پر وړاندې حساب ورکړم؛

احمد شاه مسعود سني حنفي دی.هو، تر هغه چې ژوندی و، سیالانو او مخالفانو یې هغه د اسلامي احکامو او عقایدو په نه مراعاتولو تورناوه (او ځینې لا هم له دې بدخویۍ لاس نه اخلي)، خو ملګرو او مینه والو یې هڅه کوله چې هغه هماغسې معرفي کړي لکه څنګه چې و. البته د مخالفانو تبلیغاتو پر هغو کسانو ډېر اغېز درلود چې هغه یې له نږدې نه و لیدلی او نه یې پېژانده.اوس، د آمر صاحب له شهادت وروسته، ځینې مینه وال یې هڅه کوي چې هغه د لوېدیځوالو د ذوق او سلیقې مطابق معرفي کړي. یو یې دیموکرات بولي، بل سیکولر، ځینې یې فیمینست ګڼي او نور یې د هغه دیني التزام کم رنګوي. ښايي نیت یې بد نه وي، بلکې فکر کوي چې په دې توګه به هغه د ننني نسل او لوېدیځې نړۍ لپاره د منلو وړ وښيي.
خو وروره! هغوی دا ټول شیان تر تاسو مخکې او تر تاسو ډېر پوهېږي. له ۱۳۵۹ کال وروسته ګڼ شمېر ژورنالیستان (او ښايي استخباراتي کسان هم) افغانستان او پنجشېر ته تلل راتلل. هغوی له مشرانو، قوماندانانو او عامو خلکو سره خبرې کولې راپورونه یې جوړول او اړوندو مراجعو ته یې لېږل. هغوی داسې احساساتي او له نړۍ ناخبره عرب ځوانان نه وو چې د چا دږیری اوږدوالی یا د لونګۍ کچه د حق او باطل معیار وګڼي.ملی اتل مسعود ۲۳ کاله د خلکو په منځ کې ژوند کړی و. هغه په کونړ، نورستان، پروان، کاپیسا، بغلان، کندز، تخار، بدخشان او نورو ولایتونو کې ژوند او مبارزه کړې وه. د خلکو له دردونو، لوږې، بېځایه کېدو او ستونزو سره شریک و. نه د پردیو استخباراتو په اشاره جوړ شوی و او نه یې د هغوی په مشوره کار کاوه. د خلکو له سترګو پټ ژوند یې نه درلود او نه یې په مبهم حالت کې ژوند پای ته رسولی و.نو ځکه پرېږدئ چې خلک هغه د ده له خپلو خبرو وپېژني؛ ځکه د هغه سلګونه غږیز، تصویري او لیکلي اسناد شته چې له لارې یې د هغه شخصیت او افکار پیژندل کېدای شي.یوه ورځ یوه لوېدیځ خبریال ترې وپوښتل: «ایا تاسو یو فندامنټالیست (بنسټپال) یاست؟» مسعود، چې ښايي له پوښتنې لږ حیران شوی و، وغوښتل چې پوښتنه بیا تکرار شي. خبریال پوښتنه بیا وکړه. مسعود په موسکا وویل: «که موخه مو اسلام وي، نو هو، الحمد لله پخوا هم مسلمان وم، اوس هم مسلمان یم او راتلونکې کې به هم مسلمان یم؛ خو معتدل مسلمان. اسلام د اعتدال دین دی او افراط او تندلاري نه مني.»
هو، د ۲۳ کلونو په اوږدو کې د مسعود ملګرو او همسنګرو هغه د یوه معتقد او د اسلامي شریعت پابند مسلمان په توګه پېژانده. لمونځونه یې نه پرېښودل، زیاتره لمونځونه یې په جماعت کول، هره ورځ به یې قرآن تلاوت کاوه، د شپې به یې تهجد کاوه، له خوب مخکې به یې اودس او دوه رکعته لمونځ ادا کاوه. پاک لاسی او پاک لمن و، خپلو کسانو ته یې د خدای وېره، پاک ژوند، د حرامو مالونو او اخلاقي فساد څخه د ځان ساتلو سپارښتنه کوله، او سرغړوونکي یې مجازاتول. تر پایه یې دیني کتابونه لوستل. که د هغه ټول دیني التزامات وشمېرم، نو «مثنوي اویا منه» به شي.هو، احمد شاه مسعود یو متدین مسلمان و، خو متعصب، تندلاری او افراطي نه و. د معتدل اسلامي حکومت غوښتونکی و، خو د خلکو رأیه یې د ټاکنو له لارې شرط بلله. پر دیموکراسۍ، آزادۍ، بشري حقونو او د ښځو پر حقونو باور درلود او ټولنیز عدالت یې د ملي یووالي بنسټ باله.د دې ټولو موضوعاتو په اړه سلګونه غږیز او تصویري اسناد شته چې اوس یې یوه برخه په مجازي فضا کې هم موندل کېږي.د اسلامي نهضت سره د احمد شاه مسعود اړیکې هم د یادونې وړ دي. ځینې کسان غواړي هغه د نړیوال اخوان المسلمین له جریان سره وتړي او په دې توګه یې ملي بُعد کم رنګه کړي. خو حقیقت دا دی چې هغه د افغانستان د اسلامي نهضت زوی و او په ۱۳۵۲ کال کې دې غورځنګ ته ورګډ شوی و. هغه په یوه مرکه کې ویلي وو: «د ۱۳۵۲ کال د سرطان د ۲۶ کودتا وروسته، چې داود خان د کمونیستانو په مرسته بریالۍ کړې وه، ما په افغانستان کې د کمونیزم خطر احساس کړ. د خپل یوه ملګري صبور په وسیله، چې زموږ ګاونډی و، انجینر حبیب الرحمن ته ور وپېژندل شوم او د هغه له لارې اسلامي نهضت (جوانان مسلمان) ته ورننوتلم»
مسعود له حبیب الرحمن څخه ډېر اغېزمن شوی و او هغه یې «استاد» باله. هغه ویل: که حبیب الرحمن ژوندی وای، اسلامي نهضت به بل سرنوشت درلود. مسعود له پیله د اسلامي نهضت د ځینو ځوانانو له تندلارو افکارو سره مخالف و، په ځانګړي ډول د ۱۳۵۴ کال د ناکام پاڅون وروسته. هغه په پېښور کې د حکمتیار له کودتايي پلانونو سخت انتقاد کاوه او د حکمتیار دښمني هم له هماغه وخته پیل شوه.یوه بله د پام وړ خبره دا ده چې مسعود د جهاد په څوارلس کلنه دوره کې هېڅکله نه ویل چې له افغانستان وروسته به بخارا یا فلسطین آزادوو. یعنې خپله مبارزه یې د افغانستان په جغرافیه کې تعریف کړې وه،

که څه هم د اشغال شوو هېوادونو د آزادۍ ملاتړ یې کاوه. دا په داسې حال کې وه چې ځینو نورو قوماندانانو، چې د هغه د ځواک لس سلنه هم نه درلود، د بخارا او فلسطین د آزادولو دعوې کولې څو زیاتې مرستې ترلاسه کړي.لنډه دا چې، پرېږدئ خلک احمد شاه مسعود د هغه له خپلو خبرو او کړنو وپېژني. اړتیا نشته چې موږ ورته له سره نوی انځور جوړ کړو. ځکه د هغه په اړه له سلو زیات کتابونه، سلګونه مقالې، لسګونه فلمونه، ویناوې او ویډیوګانې شته، او د افغانستان په تاریخ کې د بل هېڅ سیاسي او ټولنیز شخصیت په اړه دومره اسناد نه دي پاتې شوي لکه د احمد شاه مسعود په اړه.