گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » نوردمسلمانانودژونددتیارۍ سورت!
«بَلْ هُوَ خَيْرٌ لَكُمْ» بلکې دا ستاسو په ګټه دی. ولې مو په ګټه دی؟ ځکه له دې لارې، د افرادو دريځ څرګندېږي، د هغوی په اړه یو شناخت، او پېژندنه رامنځته کېږي. دا د هاغو مسلمانانو، د تسل لپاره دی؛ چې په دې موضوع او دې پروپاګند، ورته صدمه رسېدلې وه، او خواشيني شوي ول.ورته وايي: دا تاسو ته ډېره ښه شو. یو خو تاسو د هاغو کسانو واقعي څېره وپېژنده، او بله دا چې دا داسې یو ګواښ او د «تیارسئ» خبر وو، چې مسلمانان ویښ او هوښیار اوسي؛ چې د دښمن له تبلیغاتو څخه، چې منافقین يې د مسلمان په لباس کې کوي، هغوی ته تل هوښیار او تیار اوسي. چې په پایله کې يې، پاک او سپېڅلې مسلمانان د تل لپاره، د چغلګرو او رذیلو خلکو له تور او بهتان څخه، خوندي او وژغورل شول

نوردمسلمانانودژونددتیارۍ سورت!

«بَلْ هُوَ خَيْرٌ لَكُمْ» بلکې دا ستاسو په ګټه دی. ولې مو په ګټه دی؟ ځکه له دې لارې، د افرادو دريځ څرګندېږي، د هغوی په اړه یو شناخت، او پېژندنه رامنځته کېږي. دا د هاغو مسلمانانو، د تسل لپاره دی؛ چې په دې موضوع او دې پروپاګند، ورته صدمه رسېدلې وه، او خواشيني شوي ول.ورته وايي: دا تاسو ته ډېره ښه شو. یو خو تاسو د هاغو کسانو واقعي څېره وپېژنده، او بله دا چې دا داسې یو ګواښ او د «تیارسئ» خبر وو، چې مسلمانان ویښ او هوښیار اوسي؛ چې د دښمن له تبلیغاتو څخه، چې منافقین يې د مسلمان په لباس کې کوي، هغوی ته تل هوښیار او تیار اوسي. چې په پایله کې يې، پاک او سپېڅلې مسلمانان د تل لپاره، د چغلګرو او رذیلو خلکو له تور او بهتان څخه، خوندي او وژغورل شول.نو ځکه قرآن، دا داستان خیر ګڼي نه شر. او حال دا چې، هغه داستان ډېر تریخ وو؛ داسې یو داستان چې، پیغمبر ته د ضرر رسولو، او د مسلمانانو د افتضاح لپاره، طرح شوی وو. او له دې وروسته، پر له پسې کابو څلوېښت ورځې تېرې شوې، تر دې چې وحی نازل شوه، او ورو ورو اوضاع روښانه شوه. الله تعالی پوهېږي، چې په دې موده کې، پر پیغمبر اکرم او د هاغه حضـرت په کورنۍ، نژدې خپلوانو او ملګرو څه تېر شول! قرآن په دوو لاملونو وايي چې دا خیر دی: لکه څنګه چې مو وویل؛ یوه دا چې د منافقانو ډله وپېژندل شوه. په هره یوه ټولنه کې یو له سترو خطرونو دادی، چې لیکي څرګندې نه وي. مؤمن افراد او منافق افراد ټول، پر یوه لیکه اوسي. تر هاغې مهاله، چې اوضاع آرامه ده، کوم خطر نه لري؛ یو ټکان چې ټولنې ته ورسېږي، ټولنه د خپلو منافقینو له اړخه، ستره صدمه ویني. نو ځکه په مطلقه توګه، کومې پېښې چې په ټولنه کې، رامنځته کېږي. چې د ازمېښتونو په پایله کې، مخې ته راځي، او پټ وګړي راڅرګندېږي. مؤمنان د مؤمنینو په لیکه کې ځای نیسي. او له منافقانو د نفاق پرده څیرې کېږي. او په هاغه لیکه کې چې له هغوی سره ښاییږي، ځای نیسي. دا د ټولنې لپاره، یو ستر خیر دی. هاغو منافقینو چې، دا د دروغو داستان، جوړ کړی وو. هغه څه چې [د قرآن په تعبیر] هغوی ته پاتې شو، د «اثم» په څېر وو [اثم یعنې تنګ نظري ـ د ګناه داغ] . د ګناه داغ پر دوی پاتې شو،

تر څو ژوندي ول، نور يې اعتبار و نه موند. [او ټولو ویل:] تاسو هماغه منافقان یاست، چې هاغه د دروغو داستان مو جوړ کړ. دا یوه فایده.دویمه فایده: و مو ویل؛ چې د داستان جوړوونکو، دا داستان په آګاهانه توګه، په دروغو جوړ کړ، نه په ناپوهۍ کې. خو عام مسلمانان په ناپوهۍ کې، ددې «عصبه» لپاره وسیله شول. ډېری مسلمانان سره له دې چې مسلمان ول، ایمان والا او مخلص ول، کوم غرض او مرض يې نه درلود، د دې «عصبه» لپاره لوړغږی [لوډ سپيکر] جوړ شول، خو د ناپوهۍ او نه پاملرنې له مخې. چې پخپله قرآن هغه ډېر ښه تشریح کوي.دا د ټولنې لپاره یو ستر خطر دی، چې افراد يې ناپوه او نا آګاه وي. دښمن که ځیرک وي، دوی پخپله، د دوی د خپل ځان پر ضد وسیله کوي: د دروغو یو داستان جوړوي، او بیا دا داستان د دوی خپلو ژبو ته اچوي. چې دوی پخپله، هغه قصه او خبره، چې د دوی دښمنانو، د دوی پر ضد جعلي جوړه کړې ده. بیا ویېنه يې وکړي، او تکرار يې کړي، او په لوړ غږ يې ووايي.یو وايي؛ داسې یوه خبره مې، اورېدلې ده. بل وايي ما هم اورېدلې ده. او همداسې یوه دروغ خبره، په ناپوهۍ کې ژبه په ژبه لېږدوي. دوی نه پوهېږي، کومه خبره چې دښمن جعل کړې ده. د دوی دنده ده، چې هم هلته تر پښو لاندې ښخه کړي. اصلاً دښمن غواړي، دا خبره د خلکو تر منځ خپره شي. تاسو يې باید ښخه کړۍ، او یو نفر ته يې هم و نه وایاست. چې په دې وسیله، له ځیرکتیا سره د دښمن نقشه، د اوبو نقش کړئ.نو دویمه فایده دا وه، چې کومه اشتباه چې مسلمانانو وکړه، [د هغوی د وېښتیا لامل شوه]. مسلمانانو هاغه خبره، چې یوې «عصبه» [یو له بل سره په تړاو کې یوې ډلې] جعل کړه، په ساده ګۍ او ناپوهۍ له هغوی واورېده. او وروسته به بیا هر یو چې، له بل سره مخامخ کېدل، ویل يې: داسې یوه خبره مې اورېدلې؛ هغه بل ویل: نه پوهېږم، خدای عالم دی، ما هم اورېدلې؛ بل ویل: عجیبه ده! زه خو نه پوهېږم رښتیا دي یا درواغ، خدای عالم دی، خو اورېدلي مې دي؛ بیا ده، هغه بل ته نقل کړ. او … پایله دا شوه، چې د مسلمانانو ټولنه، ساده لوحانه او ناآګاهانه، د یوې اوه، اته کسیزې ټلوالې، لوډسپيکر او لوړغږې شوه.دا د «افک» داستان، چې پیدا شو، د ټولو لپاره یو عجیبه «ویښ شئ» وو. ټولو خپلې سترګې ومښلې، او و يې ویل؛ نه یوازې هغوی مو وپېژندل، خپل ځانونه مو هم وپېژندل. موږ ولې د دا ډول سترې اشتباه، ارتکاب وکړ. ولې د دوی د لاس آله، او د دوی لوړغږي شولو؟!نو د [«افک» د داستان] دویمه ګټه، همدا وه. چې مسلمانانو ته يې یوه آګاهي، او هوښیارتیا ورکړه. او دا يې پخپله، په قرآن کې راوړي، چې تلپاتي شي؛ د قرآن آية نازل شو، چې خلک يې د تل لپاره ولولي. او تلاوت يې کړي. او د تل لپاره ترې درس واخلي، چې ای مسلمانه! ناآګاهانه وسیله مه جوړېږه، په ناپوهۍ کې د دښمن لوړغږی [لوډسپیکر] مه اوسه.د دې خیر، درېم اړخ دا دی؛ چې دې پېښې، د ټولنې د اصلاح او تنظیم پورې اړوند، د ډېرو حکمونو او هدایتونو د نزول لپاره، چاپېریال او ځمکه او ډګر برابر کړ. که له دې چاپېریال پرته، دا احکام نازل شوي وای، نو پر ډېریو خلکو به د هغه حقیقي قدر او قیمت، څرګند شوی نه وای.    نو دا چې قرآن وايي؛ دا داستان خیر دی [لَا تَحْسَبُوهُ شَرًّا لَكُمْ، بَلْ هُوَ خَيْرٌ لَكُمْ] یو هم له دې کبله دی، چې دا ستاسو لپاره درس دی: ای مسلمانانو! خپل قرآن ولولئ، تلاوت يې کړئ، تفسیر يې کړئ، تدبر پکې وکړئ. او له دې څخه پند واخلئ؛ او بله دا چې، د هاغو شایعاتو، لوړغږي او بلندګو مه کېږئ، چې دښمنان يې، ستاسو لپاره جعل کوي.لکه څنګه چې مو وویل؛ د دې خطاب ټولو مؤمنینو ته دی، او موخه يې د دې پېښې، د شریّت نفي او د خیریت اثبات دی. د صالحو ټولنو له نېمکرغیو یوه دا ده؛ چې د ضلالـت او فساد اهل، په هغو ټولنو کې وپېژندل شي، او ټولنه د هغوی د وضعې په نسبت، بصیرت ومومي. او د فاسده غړو، د اصلاح لپاره لاس په کار شي. په ځانګړې توګه په دیني ټولنو کې، چې سروکار يې له آسماني وحی سره دی. او په هره پېښه کې په دې ټولنه کې، د خدای پر استازي، آسماني وحی نازلېږي. او د ټولنې غړو ته موعظه او تذکر کوي؛ چې څه ډول، له پېښو او واقعاتو ګټه واخلي، او نور د خپلو چارو په اړه غفلت، بې پروايي، او له سره تېرونه او تېروتنه و نه کړي. بلکې د دین په چارو کې، او د ژوندانه په هره موضوع کې، احتیاط وکړي.  ددې معنا لپاره دلیل، د «لِكُلِّ امْرِئٍ مِنْهُمْ مَا اكْتَسَبَ مِنَ الْإِثْمِ» جمله ده، چون اثم عبارت دی، له هاغو بدو آثارو او نښو څخه، چې له ګناه وروسته انسان ته پاتې کېږي. نو د جملې ظاهري معنا دا ده: هغوی چې دا تور لګولی وو، د خپل عمل له بدو نښو او آغېزو پېژندل کېږي. او له نورو يې په همدې توسه توپیر کېږي. او په پای کې ددې پر ځای چې «رسول اکرم(ص)»  ته ضرر ورسوي، او هغه رسوا کړي، پخپله مفتضح او رسوا شول.   نو هر چا چې، په دې اړه، څومره ونډه اخېستي. په هماغه تناسب، د خدای په نزد ګناهکار دی. چون اثم د تنګ نظرۍ په معنا دی، دوی د خپل هر یو د خپل عمل په توسه په مختلفو کچو تنګ نظري څرګنده کړه، او د ګناه داغونه يې پر ځان پرېښوول. یعنې هر چا چې، څومره ونډه، په دې فتنه کې اخېستې، په هماغه کچه ګناه يې د ځان لپاره وګټله. او په همدې کچه د سزا مستحق دي.مثلاً؛ ځېنې کسان خوښ شول، او په خوند، خوند يې د دې واهي او چټي خبرو تذکره کوله، ځېنو د افسوس او خواشینۍ، د اظهار په ډول، ځېنو د څېړنې او تفتیش په اصولو ـ هرو مرو، د دغې خبرې په چاپېریال کې يې، ګروېګنې او پلټنې کولې. ځېنې د داسې خبرو له اورېدلو څخه، په تردد او اندېښنه کې لوېدل. ډېر کسان، په دې اړه، چپ او غلي ناست ول. ډېرو کسانو به، د دغو افواهاتو تکذیب کاوه. او دا خبره يې مطلق دروغ ګڼله، چې دا وروستني خلک، الله تعالی غوره او خوښ کړل.«وَالَّذِي تَوَلَّى كِبْرَهُ مِنْهُمْ لَهُ عَذَابٌ عَظِيمٌ» هغه چا چې اصلي نقش لوبولی، «تَوَلَّی» یعنې هغه چا چې ولایت کړی، د «كِبْرَهُ» کلیمه مفسـرینو د تهمت د ستر او معظم  او ددې کار د نقشې جوړوونکي په توګه معنا کړې ده، او د هغه ضمیر يې تهمت ته ورګرځولی او ویلي يې دي معنا يې دا ده:هغه څوک چې د دې «افک» مشـر دی، معظم او ستر يې دی او ډېرتر مسئولیت يې پر غاړه اخېستی وي او د تور لګوونکو له منځه يې تر ټولو زیات د افک د خپرولو لپاره فعالیت کړی وي، یعنې د دې کار رهبری يې کړې، مدیریت يې کړی تر ټولو ستر نقش يې پکې لرلی دی، د الله په نزد ستر عذاب لري. چې غواړي یوه ټولنه له ستونزو سره مخامخ کړي. پرته له دې چې خلک اطلاع ولري، بې خود د هغوی ابرو يې له خطر سره مخامخ کړې ده، او په دروغو تور لګولو سره د خلکو ابرو سره لوبې کوي. په دې آیة کې يې دا پېښه بیان کړې ورپسې د خلکو نقش په دې پېښه کې توضیح کوي:لَوْلَا إِذْ سَمِعْتُمُوهُ ظَنَّ الْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بِأَنْفُسِهِمْ خَيْرًا وَقَالُوا هَذَا إِفْكٌ مُبِينٌ ﴿۱۲﴾هغه مهال مو چې هغه [بې بنسټه افواه] واورېدله، ولې مؤمنان نارينه او مؤمنانې ښځې په خپلو کې یو بل ته ښه او خوش بین نه ول  او ويې نه ویل دا خو څرګند درواغ دي؟ (۸ )۸ – «اِفک» د لغت پوهانو په وینا هر هغه څیز چې له خپل حقیقته اړول شوی وي. دا کلمه یو ډول د اند او کړنو سرچپه والی ښیئ. درواغ يي هم له دې امله «اِفک» نومولي دي چې واقعیت اړوي. «لَوْلَا إِذْ سَمِعْتُمُوهُ» کله مو چې دا خبر واورېد، ولې مؤمنو نارینو او مؤمنو ښځو، یو پر بل ښه ګومان ونکړ، او یو بل ته خوشبین نه ول. او ويې نه ویل، دا یو څرګند او ښکاره «اِفک» دی، ښکاره دروغ دي. یعنې ولې مو دې خبر ته، هرکلی او استقبال وکړ. ولې په لېوالتیا او تمایل، دې خبر پسې لاړئ. یعنې ولې مو ومنه، جذب مو کړ. یعنې یوه اسلامي ټولنه باید، په خپل منځ کې یو بل ته، خوشبین اوسي. دوی خو دلیل نه دی راوړی، دوی خو څلور شاهدان، هم نه دي راوړي. «لَوْلَا إِذْ سَمِعْتُمُوهُ» کله مو چې واورېد، «لَوْلَا»، «لا» ورګرځي «ظَنَّ الْمُؤْمِنُونَ» ته، ظن یعنې ګومان، فکر، انګېرنه. ولې يې د خیر په اړه، انګېرنه او اندنه نه درلوده، یو بل ته خوشبین نه ول. دا «لا» قالو ته، هم ورګرځي «لا قالو» و یې نه ویل «هَذَا إِفْكٌ مُبِينٌ» دا خو ښکاره دروغ دي. یعنې؛ تاسو مؤمنینو او مؤمناتو چې د «افک» اورېدونکي واست، ولې مو ونویل؟ چې دا وینا «افک» او یو ښکاره دروغ دي. له دې سره چې د دیني قاعدې پر بنسټ، هاغه خبر چې مخبر يې پر هغې علم نه لري، او هغه ادعا چې مدعي يې پرې کوم شاهد نه لري، پر کذب محکوم دی. څه دا که په واقعیت کې دروغ هم وي، یا دا که رښتیا وي. دا معنا چې موږ وکړه، دلیل يې دا جمله ده؛ «… فَإِذْ لَمْ يَأْتُوا بِالشُّهَدَاءِ فَأُولَئِكَ عِنْدَ اللَّهِ هُمُ الْكَاذِبُونَ…» [نور۱۳(۲۴:۱۳)] . فرمايي: کله چې مدعي شاهد نه راوړي، د خدای په نزد – شرعاً – په دروغ ویلو محکوم دی.دا یوه روحیه ده، یو فکر دی، لګیا دی، په خلکو نیوکه کوي. څه خبره ده ولې؟ ـ یو څوک راغی، یو خبر يې راوړ، او و یې ویل؛ ولې تاسو ورته پرته له تحقیقه غوږ ونېو، او لمن مو ورته ووهله، او خپور مو کړ. د «…ظَنَّ الْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بِأَنْفُسِهِمْ…» جمله، د ضمیر پر ځای د ظاهر اسم د کارولو له بابه دی، او اصل يې «و لو لا ظننتم بانفسکم» وو، او که داسې يې نه دي فرمایلي، او هغسې يې وفرمایل؛ ددې لپاره وو، چې د حکم پر علت دلالت وکړي، او و پوهوي، چې د ایمان صفت طبعاً مؤمن ته له عملي او ژبني فحشاء، او منکراتو څخه رادع او مانع دی [= ایساروونکی او منع کوونکی دی]. او  هغه څوک چې، په ایمان متصف دی. باید نورو وګړو ته، چې د هغه په څېر متصف په ایمان دي. د خیر او ښېګڼې ظن، ګومان او انګېرنه ولري. او د هغوی په اړه، له علم پرته خبره ونکړي. ځکه ټول د ایمان اهل، لکه د واحد وجود په څېر دي. چې متصف په ایمان، او د هغه په آثارو متصف دي. پر دې بنا، د آیة معنا داسې کېږي؛ ولې؟ کله چې مو «افک» واورېد، د دې پر ځای چې د متهمو مؤمنینو په نسبت، حسن ظن ولرئ. د «افک» په توږونکو مو، حسن ظن پیدا کړ. او له علم پرته مو، د ایمان د اهل په اړه، داسې خبرې وکړې.په اسلامي ټولنه کې، د ټولنې د هر غړي نارینه او ښځینه، دا حق او دنده ده، چې د ټولنې، د نورو غړو په اړه، حسن ظن او نېکه انګېرنه ولري. او تر هاغې د دې حق درناوی وکولی شي، چې مطرح شوی خبر، د یو دلیل په توسه، جوت شوی نه وي. ددې حق اړینه تقاضا دا ده، کله چې د کوم مسلمان په اړه، د بل مسلمان غوږ ته داسې خبره ورسېږي، چې دا حسن ظن او نېکې انګېرني له خطر سره مخامخ کوي، نو هغه دې دا خبره د یوې تحفې په توګه نه ګڼي، چې د هغه نقل او روایت پیل کړي. بلکې دا د مسلمان دنده ده، چې هغه رد کړي. او تر هاغې پرې باور ونکړي، چې هغه خبره په سمه او څرګنده توګه ثابته او جوته شوی نه وي.په دې ډول معاملاتو کې، د بې طرفۍ رویه هم، جائز نه ده. چې سړی هغه پردۍ جګړه وګڼي، او ووايي؛ چې بل بدنامېږي، ما ته يې څه! بلکې تر وسې وسې د خپل ورور، یا خپلې خور، مدافعت اړين دی. دا ځکه چې پر هر مسلمان، د بل مسلمان، د عزت او پت ساتنه، فرض ده.د اسلامي ټولنې، د دې اخلاقي اصولو پر بنسټ، مسلمانان يې متنبه او ځیر کړي، چې کله ستاسو غوږونو ته، داسې یوه خبره ورسېده، نو تاسو ولې یو تر بله له نېک نیتۍ، او حسن ظن څخه کار وانخېست. او په ډاګه مو دا اعلان ونکړ، چې دا ښکاره بهتان، او څرګند تهمت دی.اوس راشئ، خپله ټولنه، د اسلامي ټولنې له دې اخلاقي اصولو سره، پرتله کړئ. نو څرګنده به شي، چې زموږ ټولنه، له دې اخلاقي اصولو سره، څومره ډېر واټن لري. او همدا اوس، زموږ په ټولنه کې، سل په سلو کې، ددې اصولو، سرچپه او پرعکس رویه او کړنې، واکمنې دي.وسمهال زموږ په ټولنه کې، دا نظریه واکمنه ده. چې هر څوک د سـوء ظن او بدګومانۍ، مستحق دی. مـګر دا چـې، له کـوم شـخصـي، یا کوم ډله ایز غرض او سرچینې سره، څوک تړاو ولري. ایمان، په نظر کې نه نېول کېږي، او نه دیني ورورولي. که څوک د شخصي او ډلیز ایز تړاو سره شتون ونلري، د ټولنې هر غړی د بدګومانۍ وړ دی. او هر چا ته د شک په سترګه کتل کېږي، او په دولتي سطحه يې ورته، ادارې جوړې کړي، چې شپه او ورځ د افواه او شک پر بنسټ، پلټنې کوي، چې ګواکې په دې اړوند د اشخاصو په اړه لاسوند ومومي. د نورو په نسبت، هېښنده او حیرانوونکي خبرونه، د شایعاتو او افواه خپرونه، د دې زمانې، ځانګړی او ویاړلی فن دی. او دا عمل تر ټولو بریالۍ دنده جوړه شوې ده. هغوی چې څومره ډېر کولی شي، حیرانوونکي او د خلکو رسوا کوونکي، خبرونه خپاره کړې. داسې کسانو ته په ټولنه کې، او په رسنیزو حلقو کې، خاص مقام ورکول کېږي، او دا کسان د درناوي وړ ګڼي.تاسو به لیدلي وي، چې د ډیریو، د قلم خاوندانو، او د پوهې او علم د اهل، دنده همدا ده. او پر دې ډېر ویاړي، که څوک د داسې مهارت، څښتن وي. او غواړي له دې لارې، خپل اولاد ته هم ویاړ، وګټي. په رسنیو کې، په ځانګړې توګه، د خواله رسنیو له مطالعې، په آسانۍ پوهېدی شئ، چې د داسې افواهاتو د خپرولو له لارې، څومره خلکو، ځانته د روزۍ ګټلو، وسیله برابره کړې ده. او د ډېرو خلکو د پانګو او سپما زیاتولو لپاره، بهترینه ذریعه او وسیله همدا ده. او ډېر تکړه لیکوالان، او خبرلوڅان، په دې اړه ډېر تېز او چابک دي، او په خپل زړه ویاړنې پنځوي.او د ټولنې د مفسد مزاج حال، خو دا دی؛ چې خلک دا ډول څیزونه ډېر زیات لولي، او د «هَذَا إِفْكٌ مُبِينٌ» ویل خو لا پرېږده، بلکې د هغوی پر داسې خبرو،  اَمَنَّا وَ صَدَّقْنَا وايي. او د وحی او الهام په توګه يې انګېري، او په ډېر افتخار او ویاړ، د هغه نقل او روایت کوي.        لَوْلَا جَاءُوا عَلَيْهِ بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاءَ فَإِذْ لَمْ يَأْتُوا بِالشُّهَدَاءِ فَأُولَئِكَ عِنْدَ اللَّهِ هُمُ الْكَاذِبُونَ﴿۱۳﴾لَوْلَا جَاءُوا       عَلَيْهِ    بِأَرْبَعَةِ  شُهَدَاءَولې هغوی نه راوستل  پر هغې څلور   شاهدان ولې [تور لګوونکو] څلور شاهدان پر هغې [باطله ادعا] نه راوستل؟ اوس چې شاهدان يي را نه وستل، د الله په نزد [= د الله تعالی په شریعت کې] درواغجن ګڼل کيږي.(۹ )۹ – هغه څوک چې پر چا، یو تور لګوي، او په خپله ادعا کې، واقعاً رښتينوالی هم ولري، خو د ټولنې سلامت او د خلکو د ابرو ساتنه ایجابوي، تر څو چې څلور شاهدان ونلري، دغه ډول خبر او ګزارش دې ونه منل شي. او ددغه تور مطرح کوونکي، هر څومره که رښتينی هم وي ، باید له اتیا ضربو دُرو سره دې تنبیه شي.دغه حکم ښايي د خبرلوڅ او ګزارشګر، د احتمالي خطا او پرځان د ناپوهۍ د تصوراتو او انګېرنو له لامله وي، یا د کړنو د پټولو له امله، چې د فحشاء د خپرولو اغېز، او دنیوي تنبیه پرې، نه مرتب کيږي. که تر هاغې بریده، علني او څرګند شي، چې څلور کسان پرې شاهدي ورکړي، عمومي عفت او ټولنيز حقوق، د پايلې او کیفر ضرورت ایجابوي. او که داسې نه وي، د بنده او خالق اړیکي او اخروي جزا او پایلې ته، پريښوول کيږي. دغه ټول وړاندیزونه او توصيې، د ستارالعیوب الله له لور د خلکو د آبرو د ساتلو، او د هغوی د عیبونو مستور او پټ پاتې کيدلو، لپاره دي.«لَوْلَا جَاءُوا عَلَيْهِ بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاءَ» دوی ولې څلور شاهدان رانوستل «فَإِذْ لَمْ يَأْتُوا بِالشُّهَدَاءِ» نو څرنګه چې دوی شاهدان را نه وستل «فَأُولَئِكَ عِنْدَ اللَّهِ هُمُ الْكَاذِبُونَ» دوی د خدای په نزد دروغجنان دي. یعنې په هاغه څه کې، چې دوی نسبت ورکوي، او وايي؛ که رښتیني اوسي، باید د خپلې وینا د جوتولو لپاره، شاهدان راولي. او و مو ویل چې، څلورګوني شاهدان، د زنا د عمل د جوتولو لپاره اړین شاهدان دي، چې باید حاضر یې کړي. نو هغه څوک چې پر چا، یو تور لګوي، او په خپله ادعا کې، واقعاً رښتينوالی هم ولري، خو د ټولنې سلامت او د خلکو د ابرو ساتنه ایجابوي، تر څو چې څلور شاهدان ونلري، دغه ډول خبر او ګزارش دې ونه منل شي. او ددغه تور مطرح کوونکي، هر څومره که رښتينی هم وي، باید له اتیا ضربو دُرو سره دې تنبیه شي. نو کله چې شاهدان يې رانوستل، شرعاً په کذب او دروغو محکوم دي، دا ځکه چې په اسلامي قانون کې، له شاهد پرته ادعا، کذب دی او «افک». یعنې د دغو تور لګوونکو او مفتریونو خبره، که د پاملرنې وړ کېدای شوه، په هاغه صورت کې، چې کله د شریعت له لور، د ټاکل شوي قانون سره سم، د خپل الزام د ثبوتولو او جوتولو لپاره، څلور شاهدان وړاندې کړي.څرګنده دې وي، چې د دا ډول الزام د ثبوت، او جوتولو لپاره، د څلورو شاهدانو قانون، له دې څخه ډېر مخکې د نساء سورة په ۱۵ آیة کې، نازل شوی وو. «وَاللَّاتِي يَأْتِينَ الْفَاحِشَةَ مِنْ نِسَائِكُمْ فَاسْتَشْهِدُوا عَلَيْهِنَّ أَرْبَعَةً مِنْكُمْ…».مطلب دا دی؛ کله چې دې مفسدانو دا الزام لګولی وو، نو د هغوی قانوني مسئولیت او ذمه داري وه، چې څلور شاهدان وړاندې کړي. خو څرنګه چې، دوی څلور شاهدان وړاندې نشو کړای، نو د خدای د قانون له مخې همدوی دروغجنان دي. او کومو خلکو چې، د دوی لخوا د ثبوت له وړاندې کېدو پرته، د دوی پر خبره باور وکړ، نو د کوم سند او لاسوند پر بنسټ يې پرې باور وکړ؟ ووینئ؛ کېدی شي، دروغ يې هم نه وي ویلي. د خدای په نزد، یعنې د خدای په قانون کې، خدای تعالی ویلي؛ هغه مهال دا منل کېږي، چې څلور شاهدان راولي. او هغوی باید سل په سلو کې دا پېښه لیدلي وي، او امتحان کړي یې وي، چې دا کار سر ته رسېدلی دی. نه یوازې تش په ظاهره کې، د خدای په حساب کې، اصلاً دا کار باید  تر دې ځایه ونرسېږي. خدای تعالی غواړي چې دا کار ونشي، دا تنبیه ونه شي، مګر هغه مهال چې دا کار د رسوايي تر بریده ورسېږي. الله تعالی غواړي که دا غلطي څوک کوي هم، هغوی باید دومره جرئت ونلري، چې دا ناوړه او ناولی کار د خلکو مخکې په بې شرمۍ سر ته ورسوي.دغه حکم ښايي د خبرلوڅ او ګزارشګر، د احتمالي خطا، او پرځان د ناپوهۍ د تصوراتو او انګېرنو له لامله وي، یا د کړنو د پټولو له امله، چې د فحشاء د خپرولو اغېز، او دنیوي تنبیه پرې، نه مرتب کيږي. که تر دې بریده، علني او څرګند شي، چې څلور کسان پرې شاهدي ورکړي، عمومي عفت او ټولنيز حقوق، د پايلې او کیفر ضرورت ایجابوي، نو باید سل درې ووهل شي.او که داسې نه وي، د بنده او خالق اړیکي او اخروي جزا او پایلې ته، پريښوول کيږي. دغه ټول وړاندیزونه او توصيې، د ستارالعیوب الله له لور د خلکو د آبرو د ساتلو، او د هغوی د عیبونو مستور او پټ پاتې کيدلو، لپاره دي.خو موږ ټول، موږ یعنې؛ هغوی چې د فقاهت او شریعت اهل دي، هغوی غواړي، او د هغوی خوښېږي، او هغوی لېوال دي او بیړه کوي – چې هرومرو د خدای حکم، که شي او که نه شي، اجرا کړي. البته د حکم هاغه بڼه چې د هغوی له خپله ليده ورته سمه برېښېدلې، کوم حکم چې د هغوی خپل نظر ته رسېدلی دی. د هغوی لید دادی، چې  هر څومره چې ډېر وکولی شي، لاسونه غوڅ کړي، او هر څومره چې ډېر وکولی شي، سنګسار وکړي، چې اصلاً په قرآن کې، موږ کوم څیز، د سنګسار په نامه نه لرو. تر ټولو ډیر او سخت حد يې د زنا دی، چې دا هم د هغه چا لپاره دی، چې دنده او شغل یې همدا وي. هغه هم سل دُرې دی، دا یې اکثر حد دی. خو دوی لېوالتیا لري، او دوی په خپل زړه کې انګېري، چې خدای ته ډېر ستر خدمت کوي. او د حد په تطبیق کې، باید تر هر چا مخکې اوسې. تر دې بریده، چې د بدحجابۍ لپاره یې هم، خلکو ته دُرې ټاکلي دي. همدا راز مالي جریمې، او داسې نورې سزاګانې یې، ورته ټاکلې دي. چې ډېرې عجیبې دي؛ که کومې ښځې بالاپوښ اغوستی وي، یا سرپټی یې لږ اخوا شوی وي، دوی ورته هم جزا ورکوي. چې دا یو هم په قرآن کې جزا او کیفر نه لري، او له قرآنه دا یوه جزا هم نه جوتیږي.دا حکم په واقعیت کې، د لااُبالي وګړو لپاره، د مخنېوي او خبردارۍ اړخ لري. تر څو فحشاء خپره نکړي، او خپل اخلاقي رذیلتونه او فسادونه، په څرګنده  توګه، د عام ولس مخکې، سر ته ونه رسوي. چې په دې بڼه کې به په ټولنه کې، د عمومي عفت څخه د دفاع لپاره، له هغوی سره ټکر وکړي.له کومه ځایه چې دا راز کړنې، او ناوړه عملونه، معمولاً د خلکو له سترګو لېرې، او په پټه توګه سرته رسیږي. عملاً د څلورو شاهدانو پیدا کول، چې په سترګو يي دا عمل ليدلی وي، او په څرګنده توګه د دې عمل ناظر وي، محال(او ناشونۍ) ته نژدي یو څيز دی. مګر که ځينو مقدس مآبانو غوښتي وي، له الله او رسول څخه مخکې شي، او په سزا ورکولو کې یو تر بله مسابقه، بیړه او مخکې والی وکړي. او د احکامو له روح څخه، د ناخبرو ځینو فقیهانو د فتواګانو پر بنسټ، له برېښلید او برېښ اورېد [ویډیو – آډیو] او شکنجې څخه په استفادې، د اعتراف اخیستنې په ډول ډول میتودونو، د شلاق وهلو یا رجم [سنګسار] لپاره، خپل اشتیاق ارضاء کړي.  وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ لَمَسَّكُمْ فِي مَا أَفَضْتُمْ فِيهِ عَذَابٌ عَظِيمٌ﴿۱۴﴾او که د الله فضل پر تاسو [ستاسو په ښوونه او روزنه ، وده او لارښوونه کې]  او رحمت يي [ستاسو د ګناه ګانو په نالید نیونې او بښنې سره] په دنیا او آخرت کې نه وای، مسلماً په هغه ماجرا کې چې ټول پکې غوپه شوئ [= وځغلېدئ] (۱۰) په ستر عذاب به اخته شوي وئ.۱۰ ــ « أَفَضْتُمْ» د «فَیضَ»، له ريښې د جاري کېدلو (بهېدلو) او ډکېدلو مفهوم لري. لکه د سېلاب بهير او په دښته کې د هغه خپرېدل، د لوښي ډکېدل له اوبو، يا د سترګو ډکېدل له اوښکو. دا د أَفَضْتُمْ کلیمه په مکه کې هم کارول شوې ده یعنې هغه مهال چې فَإِذَا أَفَضْتُمْ مِنْ عَرَفَاتٍ له عرفات څخه میلیونونه خلک پر لار روانېږي د مشعر صحرا ته یا وايي له مشعره منا ته په ډله ایزه توګه ځي د قربانئ لپاره. وايي؛ بېل، بېل لاړ نشئ، اصل کلیمه چې کارول شوې «أَفَضْتُمْ» یعنې؛ دسته جمعي، عاشقانه او مشتاقانه. [بقره۱۹۸(۲:۱۹۸) او ۱۹۹]. په دې آیت کې هم د ډیریو مسلمانانو کنجکاوانه لېوالتیا د دغې شایعې او تور اوریدلو ته او هغه څه چې يي اوریدل نورو ته نقلول د «ماأَفَضْتُمْ» له فعل سره بیان کړی تر څو  شایعې او تور خپرولو ته د هغوی د ټولیز بهیر او اشتیاق څرګندوونکی اوسي [والله اعلم]. دا دویم ځل دی، چې دا جمله تکرارېږي. «وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ» که د خدای فضل او رحمت نه وای، فضل یعنې همدا زده کړې دي، چې تاسو شناخت او پېژندنه پیدا کړئ. د خدای تعالی رحمت، یعنې همدا د خدای تعالی زړه سوی، او لورینه؛ «فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ» په دنیا او آخرت کې. که د خدای زړه سوی، فضل او رحمت پر تاسو نه وای، لَمَسَّكُمْ یعنی پر تاسو یې تماس پیدا کاوه، «فِي مَا أَفَضْتُمْ فِيهِ» یعنې په هاغه څه کې چې ننوتي یاست. أَفَضْتُمْ یعنې له شوق سره، په ډله ایزه توګه ټول پر دې پروپاګند او تورونو خپرولو پسې لګېدلي واست، یعنې هرکلی مو ترې وکړ.«أَفَضْتُمْ» د «فَیضَ» له ريښې، د جاري کېدلو، (بهېدلو) او ډکېدلو مفهوم لري. لکه د سېلاب بهير، او په دښته کې د هغه خپرېدل، د لوښي ډکېدل له اوبو، يا د سترګو ډکېدل له اوښکو. دا د أَفَضْتُمْ کلیمه په مکه کې هم کارول شوې ده، یعنې هغه مهال چې فَإِذَا أَفَضْتُمْ مِنْ عَرَفَاتٍ له عرفات څخه میلیونونه خلک، پر لار د مشعر صحرا ته روانېږي. یا وايي له مشعره منا ته، په ډله ایزه توګه د قربانئ لپاره ځي. وايي؛ بېل بېل لاړ نشئ، اصل کلیمه چې کارول شوې «أَفَضْتُمْ» یعنې؛ دسته جمعي، عاشقانه او مشتاقانه. «لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَنْ تَبْتَغُوا فَضْلًا مِنْ رَبِّكُمْ فَإِذَا أَفَضْتُمْ مِنْ عَرَفَاتٍ فَاذْكُرُوا اللَّهَ عِنْدَ الْمَشْعَرِ الْحَرَامِ وَاذْكُرُوهُ كَمَا هَدَاكُمْ وَإِنْ كُنْتُمْ مِنْ قَبْلِهِ لَمِنَ الضَّالِّينَ. ثُمَّ أَفِيضُوا مِنْ حَيْثُ أَفَاضَ النَّاسُ وَاسْتَغْفِرُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ.» [بقره۱۹۸(۲:۱۹۸) او ۱۹۹].پر تاسو ګناه نشته چې [د حج په ورځو کې، له عبادته د فراغت پر مهال] د خپل پالونکي څښتن له فضله ولټوئ. [= په تجارت او له نورو مسلمانانو سره د اجناسو او افکارو پر تبادل او د اُمت تر منځ د اړیکو پر ټینګولو پاملرنه وکړي]، نو کله چې له عرفاته [د مشعر پر لور لکه د سېلاو په څېر] روان شوئ، په مشعرالحرام کې خدای یاد کړئ، یاد يې کړئ [ددې نعمت په پاس] چې تاسو يې هدایت کړئ له دې سره چې مخکې له بېلارو واست. وروسته له هماغه ځایه چې خلک [د مِنا د سیمې پر لور، د سېلاو په څېر] روان شوي دي، روان شئ، او [د قلب په دې حال او حضور کې، د ګهیڅ د راختو په درشل کې] له خدای بښنه وغواړئ، چې بېشکه الله لورين بښونکی دی.په دې آیت کې هم، د ډیریو مسلمانانو کنجکاوانه لېوالتیا، د دغې شایعې او تور اوریدلو ته، او هغه څه چې يي اوریدل نورو ته نقلول یې، د «ماأَفَضْتُمْ» له فعل سره بیان کړی. تر څو  شایعې او تور خپرولو ته، د هغوی د ټولیز بهیر او اشتیاق څرګندوونکی، اوسي. [والله اعلم]. وايي څه خبره ده؟ چې په ټولنه کې، ټولو ترې هرکلی، او استقبال وکړ. یو بل ته مو په غوږونو کې وویل؛ اورېدلې دې ده، د پلانکي دا اړیکه. ولې داسې او ولې هغسې. یو بل ته مو په غوږ کې، پس پسک کاوه. تاسو ولې باید، له دې خبرو هرکلی او استقبال وکړئ. او ولې دې خبرونو ته، اهمیت ورکړئ. که د خدای فضل او رحمة نه وای شوی، چې تاسو ته هدایت وکړي. ټولنه به مو، لـه دردمنو او خطرناکو پایلو سره، مخامخ وه. په ټولنه کې ټولو غړو، هاغه مهال چې غوښتل، یو د بل افشاګري وکړي. یعنې «افاضه» په خبرو کې، د اوازو او خبرونو خپرول، او د یو داستان تعقیبول دي. او دا چې و يې فرمایل: «که د خدای فضل نه وای …» عطف دی د «لَوْلَا إِذْ سَمِعْتُمُوهُ» … جملې ته. او تر بحث لاندې جمله کې، یو ځل بیا پر مؤمنینو حمله شوې ده. او که د خدای فضل او رحمت يې، دنیا او آخرت ته مقید کړی. ددې لپاره دی، چې پر دې دلالت وکړي؛ چې کوم عذاب چې تر آیت لاندې راځي، د دنیا او آخرت هر دواړو عذاب دی. او معنا يې دا ده؛ چې که په دنیا او آخرت کې، که د خدای فضل او رحمة پر تاسو نه وای شوی، د دغې لېوالتیا او تعقیب له کبله، چې د «افک» د داستان په اړه مو وکړ، په دنیا او آخرت کې به، ستر او عظیم عذاب تاسو ته دررسېده.له لسم آیة وروسته، دلته یو ځل بیا مسلمانان تنبیه کوي؛ چې په دې معامله کې، چې تاسو په کومه طریقه عمل وکړ. او ټولو له تحقیق او څېړنې پرته، د دې افواه او تور په خپرولو کې، برخه واخېسته. او ټولو نالیدلې په دې ډنډ کې، غوپه وخوړه. نو که په دنیا او آخرت کې، د خدای تعالی فضل او رحمت، پر تاسو نه وای، د دې عمل پایله او تقاضا خو دا وه؛ چې تاسو یو ستر عذاب نیولې واست. نو څرنګه چې، پر تاسو د خدای تعالی فضل او رحمة دی، له دې کبله هغه ستاسو له دې ګناه تېر شو. مطلب دادی؛ چې د الله د دې فضل او رحمة قدر وکړئ. داسې نه چې په دې ډول فتنو کې بیا ځلې اخته شئ. او خپل ځان پخپله دې، عذاب ته برابر کړئ.دا خطاب ټولې ټولنې ته دی، او د اسلامي ټولنې په تسلسل، پر له پسې، د هرې زمانې اسلامي ټولنې ته، خطاب دی؛ حال دا چې په دې معاملې کې ککړ شوي، یا بې پروايي کولو والا، ډېر خلک نه ول. د دې عام خطاب لامل دا دی؛ چې د دا ډول مفاسدو نوعیت، لکه د وبا په څېر دی ـ که د څو محدودو کسانو، په منځ کې هم ښکاره شوې وي. نو هر څوک باید د هغې له خطره آګاه شوی اوسي. داسې نه، چې دا وبا عامه شي. او په پایله کې يې ټوله ټولنه، په عذاب اخته او ککړه شي.          ـ إِذْ تَلَقَّوْنَهُ بِأَلْسِنَتِكُمْ وَتَقُولُونَ بِأَفْوَاهِكُمْ مَا لَيْسَ لَكُمْ بِهِ عِلْمٌ وَتَحْسَبُونَهُ هَيِّنًا وَهُوَ عِنْدَ اللَّهِ عَظِيمٌ﴿۱۵﴾هغه مهال چې د هغې [شایعې او تور] موندنه مو ژبه په ژبه کوله او خوله په خوله به مو یو بل ته ویل داسې څیز چې هیڅ پوهه او علم مو په هغه [او هيڅ ډا‌ډ مو د هغه په سموالي] نه درلود او هغه مو ډېره آسانه ګڼلې وه په داسې حال کې چې[د نورو د ابرو سره لوبې کول] د الله په نزد عظیمه [ګناه] ده.«إِذْ تَلَقَّوْنَهُ بِأَلْسِنَتِكُمْ» د «اذ» ظرف د «افضتم» جملې پورې اړوند دی. او د قول تلقي، د یوې خبرې د اخېستلو او منلو په معنا ده، چې انسان ته يې القاء کوي. او که تلقي يې، «السنه» ته مقید او اړين کړې، د دې لپاره وه، چې دلالت وکړي پر دې، چې د «افک» داستان صرف له یوې ژبې بلې ژبې ته د خبرې لېږد دی، پرته له دې چې، د هغې خبرې په اړه، کوم څېړنه، تدبر او تحقیق وکړي. یعنې وايي: تاسو دا خبر له کوم ځایه، لاسته راوړی دی. تَلَقُوْنَهُ یعنې تلقي؛ موندل، لاسته راوړنه. تاسو دا خبر له کومه پیدا کړ؟ بِأَلْسِنَتِكُمْ له خپلو ژبو سره، زباني، له ژبو. یعنې ژبه په ژبه دا خبر ولېږدېد. پر دې بنا، دا چې و يې فرمایل: «وَتَقُولُونَ بِأَفْوَاهِكُمْ مَا لَيْسَ لَكُمْ بِهِ عِلْمٌ» د تفسیري عطف له ډلې دی، چې هماغه تلقي، تفسیر کوي. او بیا که وینا او ویل يې خولې ته مقید کړل، د دې لپاره اشاره ده، چې دا قول، له تحقیق او قلبي تبین څخه پرته، له هاغو ویناو څخه عبارت ده، چې له خولې پرته بل کوم ظرف او ټاټوبی نه لري. او له فکر او اند او تحقیق او څېړنې څخه يې، سرچینه نه ده نېولې. او معنا يې دا ده؛ چې تاسو د هاغه څه په اړه چې اورېدلي مو دي، پرته له دې، چې کومه څېړنه او تحقیق وکړئ، او کوم علم پرې لاس ته راوړئ، هغه مو ومنل. او د هغه په نشرولو کې داسې غوپه او ډوب شوئ، چې خوله په خوله مو وګرځاوه او خپور مو کړ.په دې آیة کې، د هاغې خبرې د دروندوالي، اظهار دی، کومه چې ځېنو خلکو یوه معمولي خبره وګڼله، او له تکلف پرته يې د هغې نقل او روایت پیل کړ. او هغوی دا فکر ونکړ، کوم خبره چې هغوی، معمولي ګڼي، هغه د الله په نزد، ډېره درنده او د پام وړ خبره ده.د یوې خبرې د منلو او قبلولو، اصلي لار عقل دی، نه چې ژبه او نقل. او هاغه خبره د روایت وړ وي، چې د اعتماد وړ علم پر بنسټ وي، نه پر افواه او هوايي پروپاګنډ. که کوم انسان، خپل عقل معطل کړی وي، او له هغه سره یوازې یو ګز ژبه پاتې وي، نو له نقد او درایت پرته، په دُکان کې د پرتې هرې خبرې روایت پیل کوي. او په دې توګه هغه پخپله هم د شیطان په خپرې شوې فتنې کې، ککړ او مبتلا کېږي، او نور هم اخته کوي.په دې آیت کې يې مسلمانان، له دې خطر څخه آګاه کړي دي، چې په دې معامله کې، ځېنو خلکو د عقل پر ځای، یوازې ژبه د روایت د منلو ذریعه جوړه کړه. او د علم او څېړنې پر ځای يې، محض د یوې افواه روایت پیل کړ. وايي له تاسو ځېنې خلک، هر یو چې هر چا ته ورسېدئ؛ یو بل ته مو وویل: آیا اورېدلې دې ده، خلک وايي داسې یوه پېښه شوې ده، آیا ته په دې پېښه پوهېږي؟ همدا هوايي خبرې مو، خوله په خوله یو بل ته ولېږدولې. حضـرت علي فرمايي: د حق او باطل تر منځ، د څلورو ګوتو په کچه توپیر دی؛ لاس مخ ته وروړي، او د غوږ او سترګې تر منځ فاصلې کې يې ږدي، وايي: حق دا دی چې و مې لید، او باطل دادی چې وا مې ورېد. تر دې کچې، د حق او باطل تر منځ واټن لږ دی. تاسو چرته لیدلی، دا خبر مو له کومې لاسته راوړی؟ اورېدلی مو دی، نو تاسو څه وکړل؛ او دا مو یو بل ته څنګه منتقل کړ؟ وَتَقُولُونَ بِأَفْوَاهِكُمْ دا مو یو بل ته افواهي بیان کړ.ښکاره خبره ده، چې یوه خبره چې یو بل ته څوک کوي، په خوله يې کوي، دا څرګنده ده، چې پخپله «تقولون» د ویلو په معنا دی، او سړی خو خبره په خوله کوي؛ وايي: خوله په خوله مو دا خبره یو بل ته ورسوله، هیڅ سند او لاسوند شتون نه درلود، له ژبې مو اورېدلې، او په خوله مو همداسې یو بل ته لېږدولې، او منتقل کړې ده.مَا لَيْسَ لَكُمْ بِهِ عِلْمٌ داسې یو څیز چې علم پرې نه لرئ، یو مطلب چې هيڅ پوهه او شناخت ترې نه لرئ، زباني مو موندلی دی، او په زباني توګه مو نورو ته همداسې منتقل کړی دی. وَتَحْسَبُونَهُ هَيِّنًا، او تاسو آسانه انګېرلې ده، وَهُوَ عِنْدَ اللَّهِ عَظِيمٌ. او دا د الله په نزد ستره او عظیمه ده. هغوی دا خبره معمولي وګڼله، حال دا چې د خپلو نتیجو او پایلو په اعتبار، دا څیز ډېر خطرناک، او د الله په نزد عظیم او ستر جرم دی.یعنې دا چې و يې فرمایل: «وَتَحْسَبُونَهُ هَيِّنًا وَهُوَ عِنْدَ اللَّهِ عَظِيمٌ» معنا يې دا ده، چې تاسو خپل دا چلن ساده کار انګېرلی، او حال دا چې دا د خدای په نزد، ډېر ستر او عظیم کار دی. چون بهتان، او د دروغو تهمت دی. سربېره پر دې چې، رسول الله(ص) ته بهتان او تور دی، چون د «افک» شایع کېدل، او خپرېدل د هاغه جناب په باره کې، د خلکو تر منځ ددې لامل کېږي، چې هاغه حضرت په ټولنه کې رسوا شي، او د دیني بلنې کار يې ټکنی شي. «هیِّن» یعنې آسان ګڼل، لکه چې څېنې وايي: موږ خو څه نه دي کړي، دا خو هسې یوه خبره ده. نو، موږ خو د چا ګيډه نه ده څیرې کړې، غلا خو مو نه ده کړې، دا خو بس تش خبره ده، دومره مهمه نه ده. دا اصطلاحات په ټولنه کې، ډېر دي چې؛ دا خو تش خبره ده نو، خبره يې په نظر کې هيڅ نه راځي.په قرآن کې د صف په سورت کې فرمايي: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ» [صف۲(۶۱:۲)] اى هغو كسانو چې ایمان مو راوړى دى! تاسو هغه (خبره) ولې وایاست چې عمل پرې نه كوئ! «كَبُرَ مَقْتًا عِنْدَ اللَّهِ أَنْ تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ» [صف۳(۶۱:۳)] دا (خبره) د الله په نزد، د غضب په لحاظ لویه ده، چې تاسو هاغه (خبره) ووایاست چې نه يې كوئ. د قرآن په بل هیڅ ځای کې، داسې سخته خبره نه ده شوې. البته خدای تعالی خو نه غوسه کېږي، دا زموږ د پوهې لپاره وايي. او که نه، نو موږ خو هر یو، د ورځې په زرګونو ځلې، داسې کارونه کوو، او هر یو عمل مو داسې دی، چې له هر یو کار سره به مو، خدای تعالی خشمګین کولی. خدای تعالی خو له هیڅ څیز اغیز نه اخلي. غواړي موږ پوه کړي، او موږ ته ووايي؛ چې دا څومره بد عمل دی. موږ ته ددې عمل، د پایلې ستروالی، څرګندوي وايي: «كَبُرَ مَقْتًا» پخپله «مقت» یعنې شدید خشم دی، د غضب په نسبت، كَبُرَ مَقْتًا یو ستر شدید خشم دی، چې خبره وکړئ او عمل نکوئ. موږ عادت یو، او وایو؛ یوه خبره ده نو، دا خو کومه غټه معامله نه ده. خو آیا د قرآن په بل کوم ځای کې، داسې سخته خبره، د نورو عملونو په اړه شوې ده؟ که پرتله يې کړو، په قرآن کې د بل هيڅ عمل په اړه، دومره سخته خبره نه ده  شوې. آیا ویلي يې دي؟ که څوک بې حجابه وي، دا عمل يې، د الله په نزد د ستر خشم سبب کېږي، یا که شراب وخوري، د ستر خشم سبب کېږي؟البته دا ټول څیزونه ناروا دي، خو د هیڅ یو لپاره، دومره سخت او شدید عبارتونه، نه دي راغلي. تاسو پاملرنه وکړئ؛ په هر ځای کې چې په قرآن کې «وای» راغلی، لکه: «وای پر هاغو کسانو…» له ځمکې تر آسمانه توپیر لري، له هاغه څه سره، چې دا ښاغلي يې وايي؛ هلته چې دوی وايي؛ «وای اسلاما» کفن اغوندي، او واټونو ته راځي، اصلاً عمل او خبرې يې یو تر بله اړیکه نه لري. ددوی دا خبرې د قرآن له خبرو سره هيڅ سمون نلري.قرآن وايي: «وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ»، هلاکت دی د ټولو دروغ ګڼونکو لپاره. «وَيْلٌ لِلْمُطَفِّفِينَ»، وای پر سپک پلورونکو، هلاکت دی پر هغو چې په پیمانه کې کمی کوي. «وَيْلٌ لِكُلِّ هُمَزَةٍ لُمَزَةٍ»، وای پر هغو چې د خلکو د عیب پلټنه کوي، د هغوی  شخصیت کوچنی کوي. «وَيْلٌ لِكُلِّ أَفَّاكٍ أَثِيمٍ» د هر سخت دروغ تړونکي لپاره سخت هلاکت دی، یعنې هاغه څوک چې پر خلکو دروغ تړي، هغوی ته هلاکت او افسوس دی.«فَوَيْلٌ لِلَّذِينَ يَكْتُبُونَ الْكِتَابَ بِأَيْدِيهِمْ…» نو د هاغو كسانو لپاره هلاكت دى چې په خپلو لاسونو (له خپل ځانه) كتاب لیكي، «ثُمَّ يَقُولُونَ هَذَا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ» بیا وايي: دا د الله له جانبه دى، وايي دا دین دی، دا مذهب دی، هماغه ولایت چې الله او رسول يې لري، دوی وايي؛ موږ يې هم لرو، د څه لپاره؟ ددې لپاره چې؛ «لِيَشْتَرُوا بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا» چې یو پُست، مقام او پوړ، مال او جایداد ته په دنیا کې ورسېږي، طبقاتي سلطه او برلاسی ومومي. «فَوَيْلٌ لَهُمْ مِمَّا كَتَبَتْ أَيْدِيهِمْ» نو د دوى لپاره هلاكت دى، په سبب د هغه څه چې د دوى لاسونو لېكلي دي. په خپلو لاسونو يې لیکلي، دا خو څرګند دی، چې په خپلو لاسونو يې لیکلي، خو په ځانګړي توګه پر دې زور راوړي، چې په خپل لاس دې لیکلي، نو ولې وايې دا دین دی «وَوَيْلٌ لَهُمْ مِمَّا يَكْسِبُونَ» او د دوى لپاره هلاكت دى، په سبب د هغه څه چې دوى يې کسب كوي. یعنې وای پر هاغه څه چې لاسته يې راوړي.درې ځلې «وای» په یو آیة کې راغلی، په قرآن کې بل هیڅ یو داسې آیة نشته، چې حتا دوه ځلې «وای» پکې راغلی وي. دا په دې اړه دی، چې یو څوک خپل فکرونه او اندونه، د دین په نامه خلکو ته وړاندې کړي. بدې پېښې، زیان او پایلې يې، موږ همدا اوس په خپل ژوند، او خپله ټولنه کې وینو؛ دا چې له اوږدو کلونو راپدېخوا څه بلاګانې يې، پر خلکو راوړي دي د دین په نامه تشه یو ادعا، چې د اسلام په تاریخ کې هيڅ مخینه نلري، چې د خلکو د مال او ناموس واک، د یو شمېر کسانو په لاس کې وي. وايي؛ موږ پر تاسو حق لرو، او خدای تعالی موږ ته، دا حق راکړی دی. دلته دی چې وینو، څومره د ځمکې او آسمان د واټن په څېر توپیر، ددوی او د قرآن د تعلیماتو تر منځ شتون لري.کوم څیزونه چې په قرآن کې مهم دي؛ دوی يې موږ ته نه وايي. په اصل کې ددوی له لیده، دوی پخپله معیار دي، دوی پخپله د اخلاقو نمونې دي. دوی غواړي موږ ته ووايي؛ چې دوی مهم دي، دوی غواړي د خلکو په منځ کې، د خدای نماینده ګي وکړي، او خپلې خبرې د خدای تعالی د خبرو په نامه په خلکو ومني. او په دې توګه د خلکو له ناموس، پت او ابرو سره لوبې وکړي. او غواړي موږ ته ووايي؛ یوه خبره ده نو! ومو کړه. حال دا چې وینئ؛ «خبره» د خدای په نزد څومره مهمه ده.وَلَوْلَا إِذْ سَمِعْتُمُوهُ قُلْتُمْ مَا يَكُونُ لَنَا أَنْ نَتَكَلَّمَ بِهَذَا سُبْحَانَكَ هَذَا بُهْتَانٌ عَظِيمٌ﴿۱۶﴾او کله مو چې دا [خبره] واورېده ولې مو و نه ویل: مونږ مجاز نه یو [مونږته پکار نه دي] چې په دې [اړه] يوه خبره په ژبه راوړو، سبحان الله  [سپېڅلتیا الله ته ده، الله ته پناه وړو]! دا یو عظيم [او ستر] بهتان دی.(۱۱)۱۱ –  بهتان ، یو اتهام، تهمت یا تور دی چې یو څوک «بهت وهلی» [(هيښ پيښ)] کړي. ته به وايي چې روح يي هم له دې ماجرا او پېښې خبر نلري!«وَلَوْلَا إِذْ سَمِعْتُمُوهُ قُلْتُمْ» او چې دا خبرې مو واورېدې، ولې مو و نه ویل؛ چې موږ حق نلرو، په دې اړه خبرې وکړو. «مَا يَكُونُ لَنَا أَنْ نَتَكَلَّمَ بِهَذَا». موږ ته نه ښايي، دا سمه نه ده، چې یو مؤمن د خلکو د ناموس په اړه، د خلکو د ابرو په اړه، خبرې وکړي. حق نلرو، مجاز نه یو. «سُبْحَانَكَ هَذَا بُهْتَانٌ عَظِيمٌ» ولې مو و نه ویل؛ ای خدایه تاته پناه دروړو، ته سپېڅلی يې، دا ستر بهتان دی.دا آیة د «وَلَوْلَا إِذْ سَمِعْتُمُوهُ …» پر جمله عطف دی «او په هغه کې د درېم ځل لپاره پر مؤمنینو حمله شوې، او هغوی يې رټلي او توبیخ کړي دي چې ولې مو داسې و نه ویل؟ او په دې منځ کې د «سبحانک» کلیمه یوه معترضه کلیمه ده، او دا د قرآنکریم له ادب څخه دی چې هر ځای کې یو څوک له عیبه پاک او منزه معرفي کړي، د ادب د رعایت کولو لپاره لومړی د خدای تعالی منزه والی او سپېڅلتوب بیانوي.دلته د «سبحانک» کلیمه بالکل په هماغه مفهوم کارول شوې، په کوم مفهوم چې موږ «مَعَاذَ اللَّه» وایو. – مطلب دا دی؛ چې کله ستاسو مخې ته یوه داسې خبره راغلې وه، چې د جوتوالي، ثبوت او شهادت څخه پرته او تشه وه، او د بېګناه مؤمنیو په اړه غلیظ بهتان او تور وو، ولې مو و نه ویل؟ چې له ثبوت او شهادت پرته، د مؤمنینو په شان کې موږ ته نه ښايي، او موږ هيڅ حق نه لرو، داسې خبرې په ژبه ووایو. داسې حالت کې مو باید ویلی وای، «معاذ الله» دا خو څرګند بهتان دی.   د «بهتان» کلیمه، د تور او افتراء په معنا ده. او که هغه يې «بهتان» نومولی دی، ځکه د تور او افتراء لاندې راغلي وګړی، مبهوت او هېښ پېښ کوي، ته به وايي چې روح يي هم له دې ماجرا، او پېښې خبر نلري! له ځان سره وايي چې؛ دا خو عجیبه ده! ما کله دا ډول خبره کړې ده، او یا دا ډول کار مې کړی دی؟ او که هغه ته يې ستر بهتان ویلی، له دې لامله دی، چې تهمت د ناموس اړوند، هغه هم د رسول الله(ص) په ناموس پورې اړه درلوده. او بهتان والی يې له دې سببه وو، چې یو خبر له علم پرته، او یوه ادعا پرته له شاهده وه. هاغه شاهد چې شرح يې په لاندې جمله کې تېره شوه. «… فَإِذْ لَمْ يَأْتُوا بِالشُّهَدَاءِ فَأُولَئِكَ عِنْدَ اللَّهِ هُمُ الْكَاذِبُونَ»    يَعِظُكُمُ اللَّهُ أَنْ تَعُودُوا لِمِثْلِهِ أَبَدًا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ﴿۱۷﴾الله تاسو ته وعظ کوي [مشوره او پند درکوي] چې هيڅکله د دې کار مثل ته ونه ګرځئ [= هغه تکرار نه کړئ] که په رښتیا تاسو مؤمنين یاست.وَيُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ﴿۱۸﴾او الله [دغه ډول] څرګند آیتونه تاسو ته بیانوي او الله ډیر پوه حکيم دی.دا دوه آیتونه پند او نصیحت ورکوي، چې د دې په څېر عمل، بېا هيڅکله هم تر ابده تکرار نکړئ. او معنا يې روښانه ده، چې په لاندې توګه توضیح کېږي: «يَعِظُكُمُ اللَّهُ أَنْ تَعُودُوا لِمِثْلِهِ أَبَدًا» خدای تعالی تاسو ته موعظه کوي، تاسو ته نصیحت کوي، چې هیڅکله دا کار نور تکرار نکړئ. د «وَعظٌ» په لفظ کې، د پند او اندرز، جر او نه، مفهوم پخپله پټ او مضمر دی، له همدې لامله له هغې وروسته د «لا» حرف د راوړلو اړتیا نشته، په دې آیة کې هم، د مخکینیو دریو تېرو شوو آیتونو په څېر، تنبیه ده.په دې سورة کې، چې کوم هدایتونه ورکړل شوي دي. هغه د خدای تعالی له قهر او غضب او د ګناه له پایلو څخه د خوندي کېدلو، او ځان ساتلو لپاره، په لوړه کچه اړين دي. له همدې لامله، پر له پسې تنبیهات راروان دي. – مطلب يې دا دی؛ چې خدای تعالی تاسو تنبیه کوي، چې په راتلونکي کې داسې کړنې، کله هم له تاسو صادرې نشـي. – «إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ» که واقعاً مؤمنین یاست، مؤمن له امنیته راځي، د خدای تعالی یو نوم مؤمن دی. المؤمن المهیمن العزیز الجبار. مګر آیا کېدی شي؟ سړی د امن په فضا کې وي، یعنې د ایمان په فضا کې راغلی وي، او خلک د هغه له ژبې امنیت ونلري، بدوېنه وکړي، د خلکو پت او ابرو تویه کړي. یعنې ددې ډول خبرو څخه ځان ساتنه، د ایمان اړینه تقاضا ده. که له داسې خبرو ځان و نه ساتي، نو د ایمان دعوا به بالکل بې معنا پاتې شي.«وَيُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ» او الله تعالی په دې توګه څرګند آیتونه تاسو ته بیانوي، او الله ډېر پوه حکیم دی. وَيُبَيِّنُ اللَّهُ … یعنې الله تعالی خپل هدایتونه، په ښه طریقه واضح او روښانه بیان کړې دي. اوس پر دې هدایتونو عمل کول، ستا دنده او ذمه واري ده. او دا یاد لره، چې الله تعالی د پوهې او حکمت والا دی. له دې لامله هر څه چې هغه ویلي دي، په هغه کې ستا لپاره خیر او برکت دی. – مطلب دا دی؛ چې دا احکام یو علیم او حکیم ذات ویلي او ښوولي دي، هیچا ته نه ښايي، له خدایه زیات د پوهې او حکیم والي په دعوا کولو کې په غلطۍ کې مبتلا شي.إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ﴿۱۹﴾هغه څوک چې خوښوي، فحشاء [او زشتي] د هاغو کسانو په منځ کې خپاره شي، چې ایمان يي راوړی دی. د دوی لپاره ستر دردونکی عذاب، په دنیا او آخرت کې دی. او الله [د داسې تمایلاتو د بدو ټولنیزو اغیزو په پایلو] پوهېږي، او تاسو نه پوهېږئ.د«إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا» هغوی چې خوښوي او لېوالتیا لري، چې دا بدۍ اشاعه ومومي، [خپرې شي] د هاغو خلکو په منځ کې، چې ایمان يې راوړی دی.لکه څنګه چې مخکې مو ورته نغوته وکړه؛ قرآن کریم پر دې مطلب، ډېره زیاته تکیه کړې ده. د اسلامي ټولنې په جو او چاپیریال کې، باید هيڅ ډول تهمت، بهتان او تور لګول نه وي. مسلمان وګړو چې هر مهال، د خپلو مسلمانو وروڼو او خویندو په اړه، يو څه واورېدل، تر هاغه مهاله چې د یقین تر بریده، [نه تش ظّن یا انګېرنه او ګومان،] نه دي رسېدلي، چې نور پکې د شک او شبهې هيڅ ځای نه وي. او یا شرعي دلیلونه او شرعي بیّنات اقامه شوي نه دي، دا يې دنده ده؛ هاغه څه چې اوري، [په اصطلاح په یو غوږ يې واوري، او له بله غوږه يې وباسي.] او یا په بل تعبیر هم هلته يې چې واورېدل، ښخ يې کړي. او حتا په دې بڼه چې [ما واورېدل] هم نقل نکړي؛ نه دا چې یوازې د یو قطعي امر په بڼه يې نقل نکړي، حتا په دې ډول هم باید و نه وايي، چې «ما داسې یو څه اورېدلي دي.» همدا د «وا ومې ورېدل» خبره هم «خپرول» دي. ځکه دا د «ما اوریدلي» لړۍ هم په دروغو جوړه شوې خبره، تر لېرې ځایه رسوي. او اسلام په څرګنده توګه، د داسې په دروغو جوړو شوو ناپاکو او ناولو خبرو، له خپرولو ناراضي دی.وسمهال په ډېرو ځایونو کې، سره له دې چې ټولنې، ایماني ټولنې هم دي، دا عادې دود ګڼي، او وايي؛ څه توپیر کوي؟ لکه زموږ په ټولنه کې چې دا عادي عمل ګڼي، او ډېر خلک پرې روږدي دي. خو کومه ټولنه که داسې خوښ کړي، چې خلک د نورو د شخصي مسئلو او اړیکو په اړه، پلټنې وکړي، او پر دې پوه شي، دا له هغه سره اړیکه لري، هغه له هاغه بل سره. دا د هغه کور ته لاړ، او هغه بل د پلانکي کره. پاملرنه وکړئ، څومره خلک له داسې خبرو سره علاقه لري. که موږ په خپله ټولنه کې، د غیبت موضوع ته پاملرنه وکړو، دا به راته جوته شي، چې د غیبت مسئله زموږ په ټولنه کې څومره زیاته خپره ده. زموږ د ټولنې ډېری وګړي، په ډېره آسانه توګه وايي؛ چې غیبت ونکړو، نو په مجلس کې څه ووایو، وايي غیبت د مجلس نُقُل دي، راځئ چې راټول شو، او يو څه غیبت وکړو. اخوا دیخوا خبرې وکړو، خپله درنه او بل سپکه وکړو، تا ویلی ما ویلی ووایو، چې پام مو غلط شي، او فکر مو لږ څه جوړ شي. همدا یعنې غیبت ته لیوالتیا ده، او خوښوي چې ټولې خبرې، د نورو په اړه وکړي.موږ چې، د نورو په اړه خبرې کوو، هغوی هم زموږ په اړه خبرې کوي. نو څه توپیر کوي، په دې کې خو کومه استثنا، شتون نلري. یعنې د ټولو برخه، نوبت په نوبت کېږي. او دا یو څرخ دی، چې ګرځي، او د څرخ په تاوېدو کې، د هر چا نوبت راځي، چې غیبت يې وشي. لکه څنګه چې دی د نورو غیبت کوي، نور به هم دده غیبت وکړي. او دا څرخ همداسې تاوېږي، او په حقیقت کې ټوله ټولنه، د یو بل غیبت کوي.وايي: هغوی چې خوښوي، دا بدۍ افشاء شي. او لیوال دي، چې نور هم پرې پوه شي. له بدو پایلو سره به، مخامخ شي. او په آخرت کې هم، همدا ډول دی: «لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ» د هغوی لپاره دردناک عذاب، په دنیا او آخرت کې دی. عذاب هم، نه په دې معنا، چې خدای راځي، خلک عذابوي. عذاب د سوکالۍ او راحت، ضد دی. یعنې ټولنه په بدمرغۍ، اخته کېږي. ټولنه عذاب کاږي، د ټولنې د ټولو غړو ابرو توئیږي، او ټول یو بل ته بدبین کېږي. اخلاقیات له منځه ځي، او هر څه بد ښکاره کېږي. په ځانګړې توګه په پای کې، یوه جمله لري، چې فرمايي: «وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ» خدای تعالی پوهېږي، او تاسو نه پوهېږئ.خدای تعالی پوهیږي، چې دا څیزونه درته وايي. تاسو نه پوهېږئ، چې څه عوارض لري. تاسو نه درک کوئ، چې ددې کار، ټولنیزې پایلې آثار او آغېزې، څومره زشتې او ناوړه دي. دا په حقیقت کې، ټولو مسلمانانو ته تنبیه ده. چې د دوی په منځ کې، د پټو مفسدینو د ناپېژاندۍ له کبله، د هغوی له طرفه د راولاړې شوې فتنې، ښکار کېږي. او ناخود آګاه د نورو د سپکولو لپاره، پلټنه او تبلیغات کوي.غواړي ووايي؛ چې تاسو نه پوهېږئ؟ چې دا جنایت څومره ناوړه دی، او څومره بدې پایلې لري. او طبعاً نه پوهېږئ، چې دا جنایت څومره ستر دی. اسلام غواړي چې د اسلامي ټولنې جو او چاپېریال، د متقابلې وېسا او اعتماد پر بنسټ، د حسن ظنّ نېکو انګېرنو او نېکو ویناو پر اساس وي. نه د بې اعتمادۍ، بدګومانۍ او بد ویلو پر اساس. او له همدې لامله اسلام، د قرآن په تعبیر، غیبت ډېر ستر عذاب ګڼلی چې وايي:«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَنْ يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ…» [حجرات۱۲(۱۲:۴۹)] «ای هاغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی، له ډېرو ګومانونو او انګېرنو پرهېز وکړئ چې بې له شکه، ځېنې له [منفي] ګومانونو ګناه ده، او [د خلکو د عیبونو د کشف لپاره] پلټنه مکوئ او یو د بل غیبت مکوئ، آیا له تاسو کوم یو دا خوښوي چې د خپل مړه ورور غوښه وخوري!؟ جوته ده چې دا کار بد ګڼئ! …»د مالک اشتر عهد نامه ولولئ؛ چې پکې کښل شوي دي: حضـرت علي چې کله غوښتل، مالک اشتر، د مصـر د واکمن او حاکم په توګه، مصـر ته ولېږي. هغه مهال خو د مصـر خلک، لا ټول مسلمانان نه ول، حضـرت علي هغه لېږه، چې هلته حکومت وکړي؛ لومړی ورته وايي: «فلا تَكْشِفَنَّ عَمَّا غابَ عنكَ منها» داسې نه چې لاړ شې، هغه څیزونه کشف کړې، چې پرې نه پوهېږې. «إنَّ للنَّاسِ عُيُوبًا» خلک عیبونه لري، «الوالي أحقُّ بسترِها» د والي وظیفه ده، چې پر خلکو پرده واچوي. د حکومت او دولت وظیفه ده، چې د خلکو عیبونه وپوښي. «فلا يَكْشِفَنَّ ما قد أُقِيمَ عنك» هیڅکله هڅه مکوه، چې هغه کشف کړې. [د بېلګې په توګه د موټرو ټول بکس يې خلاص کړې، او و يې پلټې، چې شراب پکې شته که نشته]. «فإنَّما عَلَيْكَ تَطْهِيرُ ما ظَهَرَ لَكَ» ستا یوازینۍ دنده داده؛ هغه ځایونه چې ښکاره شوي دي، پاک يې کړه. «فإنَّ للنَّاسِ عُيُوبًا» خلک عیبونه لري. د دولت دنده ده، چې دا وپوښي. هغوی په داسې نظام کې ول، چې «يُؤتَى على أيديهم عَمْدًا أو خَطَأً» دوی په عمد یا خطا یو لړ کارونه کړي دي، ته حق نلري افشاګري وکړې. داسې نه چې دا افشاء کړې. هغوی هم یو بل افشاء کړې، او ټولنه ټوله په همدې ابرو تویولو کې اخته شې، چې یو تر بله پخپلو کې یو د بل ابرو تویه کړې.ووینئ؛ داسې بریښي، لکه چې همدا اوس، زموږ د ټولنې مسئلې تشـرېح کوي؛ که پاملرنه وکړو، موږ ددې کارونو په توسه کوم ځای ته ورسېدلو. قرآن غواړي، چې موږ ټول یو بل ته خوشبین اوسو. که کوم عیبونه موږ کې موجود دي، الله پرې پوهېږي. البته که د کوم خیانت او جاسوسۍ په اړه موضوع هم وي، هغه د دولت دنده ده. خو بیا هم دا په دې معنا نه ده، چې په ټولنه کې ټول خلک پرې خبري وکړي. او یو او بل ته وویل شي، او افشاء ګري وشي. په ځانګړې توګه، په داسې حالت کې چې لا اثبات شوې هم نه وي. [البته دا یوه استثناء ده] خو که موږ وغواړو، ټول یو د بل په بدیو پوه شو، تاسو په نظر کې ونیسئ، یو کار یا یوه ګناه چې مو کړې، او نور پرې و پوهېږي. که تاسو پخپله د نورو پر ځای واست، آیا له ځان سره به مو دوستي کړې وای، آیا اړیکه به مو برقرار کړې وای.موږ که پخپلو کې، یو د بل په بدیو پوه شو، یو له بله څومره متنفر کېږو. خو پر عکس يې، که د یو د بل په بدیو پوه نشو، او یو د بل په نېکیو پوه شو، څومره به مو اړیکې، صمیمي او صادقانه شي. موږ ته يې څه، یو وخت يې یو لړ کارونه کړي دي، او بیرته يې خپل خدای ته، مراجعه کړې ده، ستانه شوي دي، توبه يې کړې ده. موږ ته څه ضرورت دی، چې ورپسې بېل راواخلو، او بیخ يې راوسپړو، چې څه يې کړي دي. هغه پوهېږي او خدای يې. موږ باید د نورو د بدیو راسپړلو  هڅه ونکړو. او باید په نېکو کارونو کې، یو تر بله مسابقه وکړو. ټولنه باید ټول پخپلو کې، یو بل ته خوشبینه اوسي. نو ځکه وايي چې غیبت مه کوئ. څوک چې غیبت کوي، د خپل ورور له غوښو تغذیه کوي. دا په حقیقت کې، یو ډول ترور دی. نه جسمي ترور، وايي؛ ته د هغه په شخصیتي ترور، لګېا يې، او خپل ځان اوچتوي، خپل ځان پورته وړې. دا چې څوک وايې دا بـد دی، هغه بد دی، که له ځانه تعریف او ستاینه هم ونکړې، په حقیقت کې یې، د نورو په غندلو کې، خپل ځان پورته وړی دی. ددې پر ځای چې، خپل ځان کې وړتیا پیدا کړي، د نورو په غندلو ځان پورته وړي. چې دا په حقیقت کې، د انسان د ودې او تکامل مخه نیسي، او څه چې باید ونکړل شي، هغه کوي.نو ځکه قرآن فرمايي؛ هاغه خلک چې پر نورو تور لګوي، او هغوی چې خوښوي، زشت او ناوړه نسبتونه، د ایمان د اهل په اړه خپاره شي، د هغوی لپاره، ډېر دردناک عذاب دی.سربېره پر دې، چې په آخرت کې، له ستر عذاب سره مخامخ کېږي. په دنیا کې هم، د خپل عمل عقوبت او پایله ویني. نو وايي: «لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ» د دوی لپاره په دنیا او آخرت کې، دردوونکی عذاب دی؛ یعنې خدای تعالی نه یوازې دوی ته، په آخرت کې، دردوونکی عذاب ورکوي، بلکې په دنیا کې هم، له ستر دردوونکي عذاب او پایلې سره، مخامخ کېږي. د مکافات، پایلې او جزا مسئله، د پاملرنې وړ ده. موږ ته يې داسې نه دي ویلي؛ چې هره ګناه په دې دنیا کې، جزا او عقوبت لري. ډېری له ګناه ګانو داسې دي، چې اساساً په دې دنیا کې، جزا او عقوبت نه لري. موږ پوهېږو چې هره ګناه، په آخرت کې عقوبت او عذاب لري، خو خدای تعالی به له ځېنو ګناه ګانو په دې دنیا کې هم تېر نه شي.یوه له هاغو ګناه ګانو، چې په همدې دنیا کې عکس العمل لري، [چې کولی شو هغه تجربه او ازمېښت کړو] هغه پر نورو د تهمت کولو او تور لګولو او آبرو تویولو، ګناه ده. هاغه کسان چې یو تهمت او تور ، په ناحقه يې پر چا لګوي، یوه ورځ به هرو مرو، د هغه په نېواک کې راشي. اوس کېدی شي، نور لکه د ده په څېر، د غیبت پـه څـرخـه کې، د ده غیبتونـه وکـړي. او یا به يې لکه د ځان په څېر، پرده ناحق توراو بهتان ولګوي.او یا به په یوه بڼه، دی پخپله په ټولنه کې، رسوااو مفتضح شي.او په همدې ترتیب به، ټوله ټولنه، یود بل په رسوا کولوکې، په عذاب او بدمرغۍ ککړه شي. ځکه چې د الله په نزد، پر نورو توراو بهتان لګول، ستره ګناه ده.اودا چې الله تاسو ته دا خبري کوي، له دې کبله دی چې هغه پوهېږي،اوتاسو نه پوهېږئ. «وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ» غواړي ووايي دا مطلب ډېر ستر دی. او یوازې الله پوهېږي، چې دا کار څومره ستر ی، خو تاسو نه پوهېږئ!وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ وَأَنَّ اللَّهَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ﴿۲۰﴾او که د الله فضل پر تاسو[په داسې لارښوونو کې]  او رحمت يي [په عفو او مغفرت کې] نه وای، [مسلماً ټول به د داسې اخلاقي بې مسئولیتۍ په لومه کې نښتې واست] او مسلماً الله ډیر رؤف او رحيم دی.وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ وَأَنَّ اللَّهَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ [دا درېم ځل دی چې تکراریږي] که د خدای تعالی فضل او رحمت نه وای، او دا چې خدای تعالی رءُوف او رحیم دی. بعینه آیة پورته تېر شوی دی. «۱۰» آیة ته دې پاملرنه وشي؛ بس توپیر يې دا دی، چې هلته تَوَّابٌ حَكِيمٌ دی، او دلته رَءُوفٌ رَحِيمٌ دی. وايي: که الهي فضل او رحمت نه وای، او که دا نه وای چې خدای تعالی رئوف او رحیم دی، د داسې غفلت په حکم چې سر ته مو رسولی دی، تاسو ته به ستر عذاب رسېده، خو الهي فضل د دې مانع شو؛ یعنې دا غفلت مو چې وکړ، او د منافقینو مبلغین او لوړغږي جوړ شوئ. تاسو به يې، په دنیا کې، د یو ستر عذاب، مستحق کړي واست. او ستاسو ټولنه به، له بېخه شېندل کېدله. خو الهي فضل او رحمت، د ټولنې له دې شېندل کېدو، مانع شو.د «لَوْ» ځواب دلته هم محذوف دی، او دا حذف د تنبیه پر شدت دلالت کوي. مطلب يې دا دی؛ چې دا د الله فضل او رحمة دی، چې هغه، تاسو پر دې سختې او شدیدې غلطۍ و نه نیولئ. او که نه ستاسو له دننه، خپلو کسانو، چې کوم ډول د منافقینو او اسلام دښمنو د موخو پوره کولو لپاره، بشپړ سامان برابر کړی وو، پر دې تاسو ددې وړتیا درلوده، چې د خدای په نېواک کې راغلي واست. ستاسو له دې غلطۍ سره سره يې، تاسو ته د اصلاح او توبې مهلت درکړ. ځواب يې تاسو پخپله وسنجوئ، څه کار به مو کاوه، یو د بل پر سر به مو څه بلا راوړلی. آیا یو بل ته به مو ابرو پرېښوده؟ په دې رقابتونو کې به هرو مرو پرېوتئ، او ټولنه به مو له ګډوډۍ او شېندل کېدو سره، مخامخ کېده.د دې هدایتونه له لامله دی، چې ددې سورة نوم «نور» دی. چون دا سورة ټول احکام دي، یوازې پند او نصیحت نه دی. وايي؛ «و فرضناها» دا خدای فرض کړي دي، دا یوازې اخلاقي مسئلې نه دي، چې ويې لولو او ووايي چې ښه دی، که دا کارونه وکړئ. قرآن وايي؛ دا حکم دی.آیا په دې کتابونو کې چې یو شمېر نوموړو ښاغلو لیکلي دا خبرې شته دي؟؛ څرګنده ده چې نشته، دې ښاغلو خو د فرض او ګناه لپاره له ځانه احکام را ایستلي. او په دې اړه د نوموړو په کتابونو کې هيڅ نه موندل کېږي. خو قرآن په څرګنده توګه وايي دا فرض دي، واجب دي، اړین دي.يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ وَمَنْ يَتَّبِعْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ فَإِنَّهُ يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ مَا زَكَى مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ أَبَدًا، وَلَكِنَّ اللَّهَ يُزَكِّي مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ﴿۲۱﴾ وَلَا يَأْتَلِ أُولُو الْفَضْلِ مِنْكُمْ وَالسَّعَةِ أَنْ يُؤْتُوا أُولِي الْقُرْبَى وَالْمَسَاكِينَ وَالْمُهَاجِرِينَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلْيَعْفُوا وَلْيَصْفَحُوا أَلَا تُحِبُّونَ أَنْ يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۲۲﴾ إِنَّ الَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ الْغَافِلَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ لُعِنُوا فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۲۳﴾ يَوْمَ تَشْهَدُ عَلَيْهِمْ أَلْسِنَتُهُمْ وَأَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُمْ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۲۴﴾ يَوْمَئِذٍ يُوَفِّيهِمُ اللَّهُ دِينَهُمُ الْحَقَّ وَيَعْلَمُونَ أَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ الْمُبِينُ ﴿۲۵﴾ الْخَبِيثَاتُ لِلْخَبِيثِينَ وَالْخَبِيثُونَ لِلْخَبِيثَاتِ وَالطَّيِّبَاتُ لِلطَّيِّبِينَ وَالطَّيِّبُونَ لِلطَّيِّبَاتِ أُولَئِكَ مُبَرَّءُونَ مِمَّا يَقُولُونَ لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ ﴿۲۶﴾    لَا تَتَّبِعُوا = پیروي مه کوئ، پلیوني مکوئ ـ خُطُوَاتِ = ګامونه، قدمونه، پلونه ـ مَا زَكَى = نه پاکيزه کېږي، نه سپېڅلی کېږي، د ګناه ناپاکي یې نه لېرې کېږي ـ يُزَكِّي = پاکیزه کوي، سپېڅلی کوي ـ سَمِيعٌ = تل اورېدونکی ـ لَا يَأْتَلِ = قسم مه خورئ، لنډون مه کوئ، نباید کوتاهي وکړئ، نه ښايي له ورکړې لاس ونیسئ ـ أُولُو الْفَضْلِ …  وَالسَّعَةِ = د برترۍ .. او [مالي] پراختیا خاوندان ـ أَنْ يُؤْتُوا = چې ورکړي ـ أُولِي الْقُرْبَى = خپلوان، نژدې کسان ـ الْمَسَاكِينَ = بېوزلي، بېنوایان ـ وَلْيَعْفُوا = او باید عفو وکړي، او باید بښنه وکړي ـ وَلْيَصْفَحُوا = او باید تېر شي، او باید سترګې پټې کړي ـ أَلَا تُحِبُّونَ  = آیا تاسو نه خوښوئ ـ أَنْ يَغْفِرَ… لَكُمْ = چې تاسو وبښي ـ يَرْمُونَ = د تور په غشو وولي، د زنا نسبت ورکوي ـ الْمُحْصَنَاتِ الْغَافِلَاتِ = [له ګناه] ناخبره پاک لمنې ښځې ـ تَشْهَدُ = ګواهي ورکوي ـ أَلْسِنَتُهُمْ = ژبې د هغوی ـ أَرْجُلُهُمْ = پښې د هغوی ـ يُوَفِّيهِمُ = په کامله توګه ورکوي، په بشپړه توګه ورکوي ـ دِينَهُمُ الْحَقَّ = د هغوی وړجزا ـ الْخَبِيثَاتُ = ناپاکې ښځې ـ الْخَبِيثِينَ = ناپاک نارینه ـالطَّيِّبَاتُ = پاکې ښځې ـ الطَّيِّبُونَ = پاک نارینه ـ أُولَئِكَ مُبَرَّءُونَ = هغوی مبّرا او پاک دي ـ مِمَّا = له هغه څه نه چې ـ يَقُولُونَ = چې وايي ـ مَغْفِرَة = بښنګري ـ رِزْقٌ = روزي ـ كَرِيمٌ = عزتمن، اوچت، غوره ـد سورة ددې برخې آیتونه، هم لکه د تېرو آیتونو په څېر، د هجرت په پنځم کال کې نازل شوي، او د کور او کورنۍ د مسئلو پورې اړوند، ټولنيزو برخو ته نغوته کوي. او همدا راز وايي؛ مؤمنین نباید، د شیطان له پلونو او ګامونو پلیوني وکړي. چې شیطان په ټوله کې، پرله پسې انسان ته په فحشاء او مُنکر، فرمان ورکوي. او خدای تعالی هاغه څوک چې وغواړي، [له عدل او احسان سره] تزکیه کوي.بډایان نباید خپل انفاق او لاس نېوی، له هاغو کسانو قطع کړي، چې د دا ډول خطاګانو ارتکاب یې کړی. [انفاق ډیری د نفس د تزکیې لپاره دی، او فردي اړخ یې، له ټولنیز اړخه، ډېر مهم او ارزښتمن دی].هغه کسان چې پر پاک لمنو، او له لولۍ توبه او کچنیتوبه پر ناخبرو ښځو، تور لګوي، پر هغوی په دنیا او آخرت کې لعنت ویل شوی. او هغوی ته به ستر عذاب وي. په هاغې ورځ کې به پر هغوی، د هغوی ژبې او لاسونه او پښې، پر هاغه څه چې کړي يې دي، ګواهي ورکوي. په هاغې ورځ کې به، هغوی ته، پوره بدله، د هغوی د عمل په مقابل کې، او د کومې بدلې چې حقدار يې دي، پوره ورکول کېږي.  ناپاکې ښځې، د ناپاکو نارینو لپاره وړ دي، او ناپاک نارینه، د ناپاکو ښځو لپاره، وړ دي؛ او پاک لمنې ښځې، د سپېڅلو نارينو لپاره وړ دي. او سپېڅلي نارینه، د پاک لمنو ښځو لپاره، وړ دي؛ دوی له هغه څه چې، د دوی په اړه يي وايي، پاک او سپېڅلي دي.يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ وَمَنْ يَتَّبِعْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ فَإِنَّهُ يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ مَا زَكَى مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ أَبَدًا، وَلَكِنَّ اللَّهَ يُزَكِّي مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ﴿۲۱﴾ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی دی [د ایمان، د فردي او ټولنیز امنیت اړینتیا ده چې] د شیطان له ګامونو [او پلونو] پلیوني ونکړئ [= د شیطاني تحریکاتو فرېب ونه خورئ] او هر څوک چې شیطان پسې ځي [پوه دي شي چې] بې له شکه هغه [بنیادم ته] په فحشاؤ [او زشتیو] او ناسمو [چارو] فرمان ورکوي [امر کوي]، او که پر تاسو د الله فضل او رحمت نه وای(۱۲) هيڅ یو به له تاسو څخه هیڅکله [له داسې اخلاقي ضعفونو څخه] پاک شوی نه وای، خو الله هر چا ته چې وغواړي [د نظامونو پر بنسټ ، وړتیا او د لاس ته راوړي استحقاق سره] پاکوي او الله [ستاسو په ظاهري او باطني دعاګانو او غوښتنو] علیم سمیع [پوه اورېدونکی] دی.(۱۳)
۱۲ـ
دا څلورم ځل دی، چې د «وَ لَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ  وَرَحْمَتُهُ» جمله، په دې سورت کې، تکرارېږي [۱۰، ۱۴، ۲۰ او ۲۱ آیتونه]. دا جمله هر ځل د غیراخلاقي کړنو د یو مورد له ذکر څخه وروسته، د الله تعالی د هدایت او ځانګړي رحمت، یادونه کوي.
۱۳ ـ د «سمیعٌ علیم» د صفتونو ذکر، د وړ او شایسته کسانو، د نفس په تزکیه کې، سره له دې چې په ژبه يي، یوه دعا هم کړې نه وي، د سمع د معنا په عام والي دلالت کوي. چې د الله تعالی په هر ډول اطلاع موندنې، شامل دي. له هاغو اړتیاو چې په ژبه نه دي راغلي، او د ودې او کمال په مسیر کې دننني او ذاتي دي«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ» ای هاغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی؛ یعنې تاسو چې د ایمان په مدرسه کې نوم لیکلی، نوم مو ثبت کړی دی، نو ددې ثبت نام اړینتیا او لزوم امنیت دی. نو د شیطان له ګامونو پلیوني مه کوئ. یعنې خپل پل د شیطان د پل پر ځای مه اېږدئ.که څوک پوښتنه وکړي، چې موږ خو شیطان نه پېژنو، یا هغه نه وینو، له کومه ځایه به پوه شو، چې د شيطان د پل پر ځای پل ږدو؟ په ځواب کې ویل کېږي چې دا خو په سترګو لیدل نه غواړي، شیطان د هغه له وسوسو وپېژنئ. کله چې تاسو وینئ، یوه وسوسه ستاسو په زړه کې پیدا شوه، چې تاسو یو مُنکر، زشت او ناپسند عمل ته بولي، پوه شئ، چې هلته د شیطان پښه په منځ کې ده. شیطان مخکې شوی دی، او تا ته وايي: راځه. همدا وسوسه، د شیطان د «راځه» وسوسه ده. نو اړینه نه ده، شیطان په سترګو ووینې، په زړه يې ووینه. تَتَّبِعُوا؛ تبعیت، یعنې د څه شي پسې تلل، ځېنو ځایونو کې يې په قرآن کې ویلي؛ له شیطانه تبعیت مه کوئ، خو پنځه ځلې يې ویلي، د شیطان له ګامونو او پلونو، پلیوني مه کوئ. ولې وايي له ګامونو[او پلونو]؟ چې دوه ځله يې په همدې سورة کې راوړی دي، په درې نورو ځایونه کې هم، د ګامونو [پلونو] لفظ کارول شوی دی، چې دوه يې د خوراکي څیزونو په اړه دي، او بل يې د دعوو او اختلافونو په اړه دی.«يَا أَيُّهَا النَّاسُ كُلُوا مِمَّا فِي الْأَرْضِ حَلَالًا طَيِّبًا وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ» [بقره۱۶۸(۲:۱۶۸)] ای خلکو، هاغه څه چې په ځمکه کې دي، حـلال او پاکیزه وخـورئ او د شیطان لـه پلونو پلیوني مـه کوئ چې هغه ستاسو لپاره ښکاره دښمن دی.وَمِنَ الْأَنْعَامِ حَمُولَةً وَفَرْشًا كُلُوا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ [انعام۱۴۲(۶:۱۴۲)] او له څارویو يې، ځېنې بار وړونکي او ځېنې يې فرش [= د سورلۍ لپاره یا د هغه له پوستکي او وړیو څخه د استفادې لپاره] وګومارل. هاغه څه چې الله تاسو ته روزي کړې ده وخورئ او [د حلالې روزۍ په حرامولو] د شیطان له پلونو پلیوني مه کوئ چې هغه بې لـه شکه ستاسو لپاره ښکاره دښمن دی.يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ [بقره۲۰۸(۲:۲۰۸)]. ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی، ټول د [الله] تسلیم او اطاعت ته داخل شئ او د شیطان له لیکو او پلونو پليوني مه کوئ، چې بې له شکه هغه تاسو ته ښکاره دښمن دی.دلته ددې سـورة د تنبیهاتو لـه لـړۍ، یوه بلـه تنبیه ده؛ یعـنې هغه چا چې د ایمان په مدرسه کې نوم لېکلی، هغوی ته ګواښنه کوي، هغوی آګاه کوي؛ چې د شیطان له چالونو او پلمو څخه، هوښیار او ويښیار اوسئ. او تاسو ته نه ښايي، چې شيطان پسې، قدم په قدم مخکې لاړ شئ. او له شيطان سره، پل په پل یون وکړئ. یعنې کله چې څوک د شیطان په لومه او چل کې، ایسار شي. د هغه په پلیونۍ کې، هاغه څیزونه کوي، چې ناروا دي. او هغه ګام په ګام مخکې وړي. د شیطان ګامونه، په دې ډول نه دي، چې په يو ځل یو ناڅاپه څوک په بشپړه توګه د شیطان پسې روان شي. بلکې پاټکی په پاټکي ورو، ورو مخکې ځي.که له زنايي څخه وپوښتې چې ولې دې زنا وکړه؟ وايي؛ لومړی مې یوه لیدنه وکړه، بیا ورغلم ورسره مې سلام وکړ، بیا مو یوه وعده کېښوده لاړو، یوه قهوه مو سره وڅښله، بیا نو همداسې پړاو په پړاو مخکې لاړو، له ۱۰، ۱۵ پړاوونو وروسته، پایله يې دا ناروا کار وو.دا هغه ګامونه دي، چې لومړی له یوه ساده څیز سره پیل کېږي. چې همدا ساده څیز، د هاغه ناروا عمل د تعمیل لپاره، د پیل یو ګام دی. مخکیني آیة کې مو، یوه خبره د غیبت په اړه وکړه، باید پاملرنه وکړو، چې غیبت او داسې نور څیزونه، ورو ورو خپل آغېز اچوي. د بېلګې په توګه؛ لومړی د ټوکې په انداز کې، پیل کېږي. چې ټول یو له بل، له داسې خبرو خوند اخلي. بیا پل په پل خبره بې خونده کېږي، خبره جدي کېږي. او بیا پاټکی په پاټکی د سړي بدې راځي، بیا ورپسې، سختې خبري یو بل ته کوي، بېا ورو، ورو اړیکه پرې کېږي. چې اړیکه غوڅه شوه، یو له بله بېلیږي، او یو تر بله نفرت ورو ورو زېاتیږي. اختلافونه او داسې نور موردونه، چې په قرآن کې راغلي دي، وايي؛ چې په پیل کې ستاسو نظر ته نه راځي، او ورو ورو ګام په ګام هغې لور ته کښل کېږئ.«وَمَنْ يَتَّبِعْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ فَإِنَّهُ يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ» او که څوک د شیطان له ګامونو پلیوني وکړي، هغوی چې د شیطان پر ګامونو ګام ږدي، باید پوه شي، چې شیطان څه کوي؟ «فَإِنَّهُ يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ» شيطان زشت او ناوړه کارونو ته بلنه کوي، فحشاء ډېر زشت، بد او رسوا کارونه دي، نو وايي هغه، دې کارونو ته تاسو بولي، او فرمان درکوي. منکر هغه څیزونه دي، چې د انسان نفس يې نه خوښوي، او ترې انکار لري. خو که څوک د شیطان په چال کې راشي، پل په پل ورسره روږدی کېږي. او ورپسې هغه کارونه چې پخوا يې بدې راتلل، اوس ترې خوند اخلي، او عادي کېږي. چې په پایله کې به، پر فحشاو داسې معتاد شي. چې د هغه لپاره به د ځان خلاصول، ترې ناشونتیا ته نژدې شي.«وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ» دا څلورم ځل دی چې دا جمله په دې سورت کې تکرارېږي [۱۰، ۱۴، ۲۰ او ۲۱ آیتونو کې]. دا جمله هر ځل د غیراخلاقي کړنو، د یو مورد له ذکر څخه وروسته، د الله تعالی د هدایت او ځانګړي رحمت، یادونه کوي.وايي: که د خدای فضل او رحمة پر تاسو نه وای، دلته هم هماغه خبره تکراروي، او د هرې دورې مسلمانانو ته اخطار ورکوي. او وايي: ای مسلمانانو! د پیغمبر په زمانه کې یو ځل د کندې او غورځېدا څنډې ته ورسېدئ، که د خدای فضل او رحمة نه وای؛ ټولنې به مو داسې سقوط کړی وای. چې د نجات او ژغورېدا موندل مو، ناشوني ول. دا ټول ددې لپاره دي، که په ورپسې زمانو کې، له داسې پېښې سره مخامخ شوئ، او پخپلو کې مو، یو تر بله د تور لګولو او پروپاګند بازار تود کړ، پوه شئ؛ چې سقوط به وکړئ، او بد مرغه به شئ. [لکه څنګه چې موږ اوس یو].«وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ مَا زَكَى مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ أَبَدًا» که الهي فضل او رحمة نه وای هیڅوک به له تاسو د پاکۍ او سپېڅلتوب پړاو ته رسېدلي نه وئ، یعنې هيڅ یو به له تاسو د ابد لپاره، نه تزکیه کېدای. چون زموږ نفس همداسې کارونو ته تمایل لري، خدای تعالی تاسو ته وايي؛ دا کارونه مه کوئ، یو د بل شخصیت تر پښو لاندې مه کوئ، توهین مه کوئ، یو پر بل تور مه لګوئ.که د خدای فضل او رحمة نه وای؛ «مَا زَكَى مِنْكُمْ» نه تزکیه کېده له تاسو «مِنْ أَحَدٍ أَبَدًا» هيڅ یو، د تل لپاره، د ابد لپاره. «وَلَكِنَّ اللَّهَ يُزَكِّي مَنْ يَشَاءُ» او لیکن خدای تعالی تزکیه کوي، هغه څوک چې وغواړي، [وغواړي نه په دې معنا چې زړه يې وغواړي]، د خدای مشیّت، یعنې د خدای تعالی نظامات او قوانین، یعنې که څوک پخپله وغواړي، چې د نفس تزکیه ومني، یعنې د خدای تعالی له قوانینو او نظاماتو سره سم عمل وکړي. نو خدای تعالی هر هغه چا ته چې وغواړي، او مستحق يې وګڼي، له ګناه يې تزکیه کوي. «وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ» خدای تعالی هم اورېدونکی دی، او هم دانا. ستاسو د دنننیو غوښتنو اوریدونکی، یا هغه غوښتنې چې په ژبه مو راغلي دي، یا نه دې راغلي، او تاسو ته وده او رشد درکوي، او پورته مو راوړي. د «سمیع علیم» د صفتونو ذکر، د وړ او شایسته کسانو د نفس په تزکیه کې، سره له دې چې په ژبه يي یوه دعا هم کړې نه وي، د سمع د معنا په عام والي دلالت کوي. چې د الله په هر ډول اطلاع موندنې شامل دي. له هاغو اړتیاو چې په ژبه نه دي راغلي،او د ودې او کمال په مسیر کې دننني او ذاتي دي.وَلَا يَأْتَلِ أُولُو الْفَضْلِ مِنْكُمْ وَالسَّعَةِ أَنْ يُؤْتُوا أُولِي الْقُرْبَى وَالْمَسَاكِينَ وَالْمُهَاجِرِينَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلْيَعْفُوا وَلْيَصْفَحُوا أَلَا تُحِبُّونَ أَنْ يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ﴿۲۲﴾ستاسو ځواکمن او بډایه[خلک] دې لوړه نکوي [دوی ته نه ښايي] چې د خپلوانو [نژدې کسانو]، مسکینانو او مهاجرینو له مالي مرستې [او لاس نېوي] څخه د الله په لار کې [چې اړ دي، خو د افواه په خپرولو کې يي ګډون درلود] ډډه وکړي، [بلکې] باید عفو وکړي [او ترې تېر شي] او سترګې پرې پټې کړي، مګر آیا [تاسو پخپله] نه خوښوئ چې الله ستاسو [خطاګانې] وبښي؟ او الله بښونکی مهربان دی.(۱۴)۱۴ – دغه توصیه، د دې حقیقت بیانوونکې ده، چې له نورو سره مالي مرسته، د هغوی د نمونځ کولو یا نه کولو پورې، او د هغوی په ایمان او اعتقاداتو پورې، الزاماً تړاو نه لري. همدا چې اړ او محتاج وي، کفایت کوي. موږ ګومارل شوي نه یو، چې په دنیا کې د چا د ایمان مزد ورکړو، دغه چارې الله ته ځانګړي دي.ورپسې آیة هم چې لولو، لومړی توضیح ورکوي، چې دا آیة په کومې موضوع کې خبره کوي. هاغه پېښه چې په اسلامي ټولنې کې، رامنځته شوه، یو شمېر کسانو، چې ددې شایعې په خپرولو او هغه ته په لمن وهلو پیل وکړ، په دې حساب چې په تاریخ کې ویل شوي، د پیغمبر مېرمن وه، ځېنې له تور او تهمت لګوونکو هم د ټولنې له اړمنو کسانو څخه ول. ځېنو له مؤمنانو چې، له هاغو اړمنو سره يې، له دې مخکې، مالي مرستې کولې، خو کله چې ویني، ځېنو له هغوی په دې پېښه کې رول درلود، تصمیم نیسي، او وايي چې نور موږ له هغوی سره مرسته نه کوو. هغوی چې د پیغمبر ناموس يې رټن او خدشه دارکړ، او پیغمبر ته يې هم و نه کتل، او سپکاوی يې ورته وکړ، نو په دې توګه پرهغوی، مرسته کوونکي مؤمنین غوسه کېږي، او له هغوی سره له مرستې کولو څخه لاس نیسي.دلته قرآن ورته وايي؛ تاسو پورې څه اړه لري، آیا تاسو د وګړو د ایمان مزد ورکوئ؟ که اړمن دي، خو باید مرسته ورسره وشي. له اړمنو سره مرسته کول، له دې موضوع سره څه اړیکه لري؟ که ستاسو د پیغمبر مېرمن ته يې، داسې تهمت او تور لګولی دی، دا خو تاسو پورې، په دې مورد کې، هیڅ اړه نلري. که هغوی د مرستې مستحق دي باید مرسته ورسره وشي، او له هيڅ اړمن څخه، باید مرسته و نه سپمول شي، ځکه چې دا دواړه موضوع ګاني، یوه تر بلې جلا دي. له هغوی سره مرسته کول، د هغوی له عمل سره هيڅ تړاو نه لري. [انفاق ډیری، د نفس د تزکیې لپاره دی. او فردي اړخ یې. له ټولنیز اړخه. ډېر مهم او ارزښتمن دی].چې دا پخپله زموږ لپاره، یو تلپاتې ستر او مهم درس دی.«وَلَا يَأْتَلِ أُولُو الْفَضْلِ مِنْكُمْ وَالسَّعَةِ» – لَا يَأْتَلِ، یعنې کوتاهي مه کوئ، مه سپموئ. أُولُو الْفَضْلِ، هغوی چې خاوندان د فضل دي. هغوی چې زیات لري، هغوی چې بډایان دي. السَّعَةِ هغوی چې پراختیا لري، لاس او پښې يې خـلاصـې دي، سپمول دې نـه کـوي. «أَنْ يُؤْتُوا أُولـِي الْقُـرْبَى وَالْمَسَـاكِينَ وَالْمُهَـاجِـرِينَ فـِي سَبِيلِ اللَّهِ» چې ورکـړي «أُولـِي الْقُـرْبَى» تـه، خپلوانو ته، خپلو نژدې کسـانو ته او مسکینانو ته، بېوزلو ته، بېنوایانو ته او د خدای په لار کې هجرت کـوونکو ته. «وَلْيَعْفُوا» او عفـو کـړئ، نالیدلي ونیسئ. «وَلْيَصْفَحُوا» او ترې تېر شئ، سترګې پرې پټې کړئ. «أَلَا تُحِبُّونَ أَنْ يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ»، آیا تاسو نه خوښوئ، چې خدای تعالی تاسو وبښي. «وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ» او خدای تعالی، بښونکی مهربان دی.یعنې له تاسو ځېنو کسانو ته، چې الله تعالی وسه او پراختیا ورکړې ده، دوی ته نه ښايي، چې داسې قسمـونه وخوري! او د اړمنو له مرستو او لاس نیوي څخه، ددې په بدل کې، چې هغوی د «افک» په ناوړه عمل کې ونډه اخېستې، کوتاهي او سپماوی وکړئ.وايي: لکه څنګه چې تاسو هم، خلاف او خطاګانې کړي دي. او تاسو هیله من یاست، چې خدای تعالی تاسو وبښي، نو ولې تاسو خلک نه بښئ، هر کار يې چې کړی، د بښنې له دریځه ورسره لوری ونیسئ. دا آیة یو جریان ته، تصریح او نغوته کوي. او هغه دا دی، چې ځېنې له مسلمینو، چې د قرآن په تعبیر «اولواالفضل» یعنې د فضل خاوندان ول، [دلته له «فضل» څخه مقصد د مال، شتمنۍ او ثروت درلودل دي، یعنې شتمن والی دی.] چې دوی هاغه وګړو ته، له انفاق او مرستې څخه لاس نېولی وو، چې په تور لګولو او د هغې په خپرولو کې يې ونډه اخېستې وه.د «فضل» کلیمه زموږ په ورځنۍ اصطلاح کې، علمي فضل ته ویل کېږي. وسمهال که موږ ووایو؛ پلانکی سړی فاضل دی، یعنې عالم سړی دی. «هغه له فاضلانو دی» یعنې له عالمانو دی، د معلوماتو او فضل خاوند دی. خو په قرآن کې هاغه مال، ثروت او شتمنۍ ته، چې له مشروع لارې، لاس ته راوړل شوې وي، د «فضل» کلیمه اطلاق شوې ده.لکه د جمعه په سورة کې فرمايي: «… فَإِذَا قُضِيَتِ الصَّلَاةُ فَانْتَشِرُوا فِي الْأَرْضِ وَابْتَغُوا مِنْ فَضْلِ اللَّهِ…» «…نو کله چې نمونځ پای ته ورسېد، په ځمکه کې [ = په خپل ښار او ټاټوبي کې] خپاره شئ. او د خدای فضل [=کسب او کار او د ژوندانه نورو چارې] ولټوئ…» یعنې د کسب او کار او تجارت، او له مشروعې لارې، د پانګې او شتمنیو لاسته راوړلو، پسې لاړ شئ.قرآن فرمايي: هاغه ثروتمندان او شتمن خلک، چې د مشروع لارې د مال او ثروت خاوندان شوې، او د سعه (تمکن) او شتمنۍ خاوندان دي، [د مرستو د بندولو لپاره دې قسم نه خوري.]ځېنې له مسلمینو، چې متمکّن او شتمن ول، ځېنو نورو ته چې یا له مهاجرینو یا له مسکینانو، او یا د هغوی له خپلو بېوزلو خپلوانو څخه ول، مالي مرستې کولې. بیا په یو بهیر کې يې [چې ظاهراً همدا د افک جریان وو] له دوی، بدي ولیدله. نو ځکه ترې خوابدي شول. او ويې ویل: عجب! موږ د خدای تعالی د رضا لپاره، له دوی سره مرسته کوو، او دوی پروپاګنډ کوي، او دروغ خبرې خپروي. هوډ يې وکړ، هاغه څه چې په پر له پسې توګه، په مېاشتینۍ یا کلنۍ بڼه يې، دغو بېوزلو او مسکینانو ته ورکول، قطع کړل، [چې د «افک» په پېښه کې يې، شرکت کړی وو]. قسم يې وخوړ، او لوړه يې وکړه، چې موږ به نور له دوی سره، مرسته ونکړو.خو قرآن چې، د مسلمینو وحدت او یووالي ته، له هر څیزه زیات اهمیت ورکوي. سره له دې چې، دلته د «افک» قضیه او ستر تهمت رامخته شو، او ډېریو مسلمانانو هم اشتباه وکړه، یوازې د تېرې اشتباه په مقام کې دی. عامه مسلمینو ته وايي؛ تاسو ډېره اشتباه وکړه، چې د یوې منظمې تړلې ډلګۍ لوړغږي شوئ، او ورپسې چې ځېنې هوډ نیسي، خپلې مالي مرستې قطع کړي. چون ددوی د مالي مرستو قطع کېدل ددې سبب کېږي چې هاغه بېله شوې ډله د تل لپاره بېله شوې وي، فرمايي: په عین حال کې تېرېدنه او ګذشت ولرئ، او له دوی تېر شئ، او دوی ته عفو وکړئ. او بله دا چې اړمنو سره مرسته کول، د اړمنو له عقېدې او عمل سره، هيڅ اړیکه او تړاو نه لري. څکه اړمن که هر څوک وي، او که مرستې ته اړتیا ولري، باید مرسته ورسره وشي.: «وَلَا يَأْتَلِ أُولُو الْفَضْلِ مِنْكُمْ وَالسَّعَةِ…» قسم ونخوري، ستاسو متمکّنان او شتمنان، چې خپل کومکونه او مرستې، له مهاجرینو یا مسکینانو او بېوزلو، او د خپلو خپلوانو له هاغې ډلې سره، چې تر اوسه مو له هغوی سره مالي مرستې کولې، او هغه غواړئ قطع کړئ، نو دا مرستې مه بندوئ، او  بیا هم له دوی سره مرستې جاري وساتئ.«…وَلْيَعْفُوا وَلْيَصْفَحُوا أَلَا تُحِبُّونَ أَنْ يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ …» عفو وکړي، تېر شي، ګذشت ولري، آیا تاسو نه خوښوئ خدای تعالی له تاسو تېر شي؟ دا آیة چې نازل شو، هاغې ډلې چې هوډ کړی وو، خپلې مرستې او کومکونه قطع کړي، و یې ویل نور خپل کومکونه نه قطع کوو. «…وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ.» او الله بښونکی رحیم دی.دلته يې څلور پړاوونه بیان کړي دي چې د قرآن په نورو سورتونو کې هم تکرارېږي: ۱– عفو ۲– صفح ۳– غفر ۴– رحم دی چې په ځلونو په نورو سورتونو کې توضیح کېږي، دلته په لنډه توګه ورته نغوته کوو: که چا له تاسو سره بدي وکړه نو؛«…وَلْيَعْفُوا وَلْيَصْفَحُوا أَلَا تُحِبُّونَ أَنْ يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ.».۱ – عفو ده. عفو، یعنې نالیدلی نېول، صرفنظر کول. یو څیز چې زموږ په زمانه کې، ډېر معمول او دود دی. وايي چې ما بښلی، خو نه يې هېروم. دا ډېره عامه خبره ده، او له ډېرو مهمو او سترو شخصیتونو به مو اورېدلي وي، او په ډېریو ځایونو کې داسې شوی دي. چې وايي؛ بښم دې خو له یاده يې نه وباسم. خو چې نه يې هېروې، معنا دا چې ستا په آرشیف او زیرمتون کې خو پاتې کېږي، هلته خو شته دی، او یوه ورځ به سر راوباسي، او خپل ځان څرګندوي، او دا به د غچ په بڼه یوه ورځ څرګندېږي. دویم دا چې؛ قرآن وايي: باید هېر يې هم کړئ. وَلْيَصْفَحُوا، «یصفحوا» له صفح اخېستل شوی؛ ځېنو ویلي، یعنې د مخ صفحه، په دې معنا چې، ځېنی بښل کوي، خو ورسره یو آخ هم کوي، په غوسه ناک انداز کې، په کږو سترګو مقابل لور ته ګوري. خپله خواشيني او غوسه په لفظ کې نه، بلکې په څېره کې څرګندوي. چې دا هم په حقیقت کې، د زړه صفحې ته وړل دي.وایې؛ د زړه صفحې ته يې مه وړه؛ یعنې په خپل مخ دې يې مه راوړه، اصلاً نالیدلې يې ونیسه. خدای تعالی خو پوهېږي بسنه کوي، زه يې ولې زېرمه کړم، وايي اصلاً مه يې ساته. د اروا پېژندنې له لیده هم، دا یو اصل دی. چې وايي؛ دا مه ساته. ځکه چې دا یو بار دی، چې پر ځان دې اوچت کړی دی، او پر اوږو دې ساتلی دی. دا بار له ځانه لېرې کړه، او خپل ځان ترې هوسا کړه. ولې پر ځان هسې بار وساتو، ولې يې زېرمه کړو.درېم يې غفران دی. وايي خدای غفور او رحیم دی. «وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ». غفران، يعنې د بدۍ جبران په نېکۍ سره وکړي، مثلاً له یو چا دې څه وغوښتل، در يې نکړل، اوس چې هغه له تا څه غواړي، ور يې کړه. له دې ولې خواشینی يې؟ چې کله تا ضرورت درلود، در يې نکړ. اوس چې هغه ضرورت لري، نو ته يې ورکړه. یا یو چا ستا په اړه ناسمه خبره کړې ده، اوس چې تا ته موقع په لاس درغلې، ته د هغه په اړه سمه خبره وکړه. درناوی يې وکړه، ولې باید غچ او انتقام واخلي.څلورم پړاو؛ له نورو پړاوونو لا هم ډېر سختتر دی. رحم یعنې زړه سوی، او لورینه ده. یعنې اصلاً د طبیب په سترګو، بیمار ته وګوره. زړه دې باید وسوځېږي. دوکتور خو له ناروغ سره، کینه نه پیدا کوي. دا ډېر بشپړ او کاملتر دی. دا پنځه، شپږ ځلې په قرآن کې راغلی، د کورنیو د اړیکو په هکله هم راغلی، وايي: «…إِنَّ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ وَأَوْلَادِكُمْ عَدُوًّا لَكُمْ» کېدی شې ستاسو د ښځو او اولاد تر منځ، تاسو ته دښمنې رامخې ته شي. «فَاحْذَرُوهُمْ وَإِنْ تَعْفُوا وَتَصْفَحُوا وَتَغْفِرُوا» که ترې تېر شئ، او عفو وکړئ، اصلاً په خپل مخ يې را نه وړئ، د بدیو عوض په نېکیو ورکړئ. «فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ» پوه شئ چې الله غفور او رحیم دی. [تغابن۱۴(۶۴:۱۴)]وايې: تاسو هم خدايي صفتونه پیدا کړئ، تاسو هم باید وکولی شئ؛ بدي په نیکیو جبران کړئ، او په واقعیت کې هغوی ته، زړه سواندي اوسئ. او له خپله منځه دا کینې، بدخواهۍ او نفرتونه په ټولیزه توګه پاک کړئ. دا ډېر سخت چار دی، خو موخه داده، چې دې پړاو ته، وکولی شو ورسېږو.دلته د پاملرنې وړ، په زړه پورې خبره شته. هاغه کسان، چې د اسلام له منطق سره، آشنا نه دي، او پرې نه پوهېږي، له دې غافل دي، چې اسلام د محبت منطق، په خپل ځای کې، په لوړه کچه کارولی دی. سره له دې چې د اسلام مخالفینو، په دې اړه چې اسلام د خشونت دين دی، ډېر زیات تبلیغات کړي دي. چې دا پخپله ستره اشتباه ده.اسلام، هم د تورې او شمشېر دين دی، او هم د مینې او محبت دين.  هم د سختۍ دين دی، او هم د نرمۍ دين. سختي په خپل ځای کې تجویز کوي، او نرمي په خپل ځای کې، او د اسلام ستروالی، عظمت او اهمیت، په همدې کې دی. اسلام داسې یو دی، چې وايي: «زور ته له زور سره، او منطق ته له منطق سره، ځواب ورکړئ. د محبت په اړه محبت وکړئ. او حتا په ځېنو ځایونو کې وايي؛ د بدیو په مقابل کې هم محبت وکړئ». اسلام کله هم نه وايي  چې که یو قلدر او زورواکی په یو مخ څپېړه درکړي، بل مخ دې ورته ونيسه؛ بلکې وايي: «… فَمَنِ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ …» هغه چې پر تاسو تېری کوي، په هماغه کچه حق لرئ، د هغه تېري ته ځواب ورکړئ.همدا راز قرآن د فصلت په سورة کې فرمايي: «وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِمَّنْ دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ» [فصّلت۳۳«۴۱:۳۳)] او [داسې نعمتونو ته د رسېدلو لپاره] څوک تر هاغه چا، د نېکې وینا لرونکی دی، چې د خدای لور ته بلنه کوي، او صالح [او وړ] عمل وکړي، او وايي زه له تسلیم شوو یم. [ = له ځانه پیل کړي او د اصلاح پیلوونکی اوسي]. دلته خبره د خدای لور ته، له بلنې څخه ده.ورپسې فرمايي:«وَلَا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلَا السَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ» [فصلت۳۴(۴۱:۳۴)] او نیکي او بدي کله هم سره نه برابرېږي؛ ته په بهترینه طریقه [بدي له خپله ځانه] دفع کړه، په دې صورت کې [به ووینې] هاغه څوک چې ستا او د هغه تر منځ دښمني ده، لکه د ګرمې [او صمیمي] دوستۍ په څېر به وګرځي.خدای تعالی پیغمبر ته، په خطاب کې فرمايي: ای پیغمبره [چې ستا دنده د خدای لارې ته بلنه ده] پوه شه، چې نېکي او بدي یو وزن نه لري. حتا بدي ګانې هم هموزن نه دي، او نیکي ګانې هم، یو شان وزن نه لري. ته بدۍ، د بهترینو نېکیو په توسه، دفع کړه: «… ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ …» که نور بدي هم کوي، ته نیکي وکړه. ورپسې، اروايي خصلت ذکر کوي، وايي؛ هغه مهال چې دښمن، بدي کوي. او ته د هغه د بدۍ په مقابل کې نیکي کوې، و به ویني چې د نېکۍ کولو خاصیت د بدۍ په اړه د کیمیا خاصیت دی، یعنې ماهیت یې اووښتی دی: «…فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ» یو مهال وينې، هماغه چې ستا سرسخت دښمن وو، ماهیت يې واوښت او په یو مهربانه دوست تبدیل شو.نو ځکه قرآن وايي: چې قسم مه خورئ، له دې چې وایاست، نور تور لګوونکو سره مرسته نه کوو. دا سمه نه ده، خپل غیرت په ځوښ مه راولئ. سره له دې چې هغوی بدي وکړه، خو تاسو بېا هم نېکي وکړئ؛ «وَلَا يَأْتَلِ أُولُو الْفَضْلِ مِنْكُمْ وَالسَّعَةِ …»  قسم مه خورئ، چې د خپلو خپلوانو یا مسکینانو یا مهاجرینو، [هغوی چې د خدای په لار کې يې لومړی مهاجرت کړی] [صرفنظر کوي،]  ددې بد کار له کبله چې کړی يې دی، او په دې تهمت کې يې برخه اخېستې ده؛  ورته وايي: وَلْيَعْفُوا او عفو يې کړئ. وَلْيَصْفَحُوا او ترې تېر شئ، سترګې پرې پټې کړئ.  أَلَا تُحِبُّونَ أَنْ يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ، آیا ستاسو نه خوښېږي، چې خدای تعالی تاسو وبښي؟ (څه عجیبه تعبیر دی!) ای انسانانو، په خپلو کې یو تر بله له ګناه تېر شئ، ځکه تاسو پخپله ګنهګار یاست، او هیله من یاست، خدای تعالی ستاسو له ګناه ګانو تېر شي.هاغه څه چې تاسو انتظار لرئ، خدای تعالی ستاسو په اړه چلن وکړي، د خدای د بندګانو په اړه هماغسې چلن وکړئ؛ سخت نیواکي مه اوسئ، چې کېدی شي ګنهګاران د ښه کولو، له لارې معالجه کړئ؛ تاسو نشئ کولی، د مجازاتو او سختګیرۍ له لارې، وارد شئ. خدای تعالی بښونکی او مهربان دی، تاسو هم مهربان او تېروونکي اوسئ.إِنَّ الَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ الْغَافِلَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ لُعِنُوا فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ﴿۲۳﴾هغه کسان چې په پاک لمنو [او له لولۍتوب او هوسرانۍ څخه په] ناخبرو او مؤمنو ښځو [د فساد او فحشاء] تور لګوي،(۱۵) په دنیا او آخرت کې د الله له رحمته محروم دي او د دوی لپاره سزا، [ستر او] عظیم عذاب دی.۱۵ – غفلت، نه پاملرنه او یو څیز ته رغبت نه درلودل اونه لېوالتیا ده، غوښتي یا نا غوښتې له هغه څخه بې خبري ده. غافلات د هغو ښځو وصف دی چې فحشاء او اخلاقي بې بند او بارۍ ته بې رغبته، بې اعتنا او بې پامه دي او هيڅ تمایل او لېوالتیا هوسرانۍ ته نه لري ځینو يي ژباړه بې خبري کړي ده چې یو خنثی وصف دی،خو فحشاء اوفساد ته رغبت نه درلودل فضیلت ګڼل کيږي.کومې موضوع ته، چې په تېرو آیتونو کې، نغوته وشوه. په اسلامي ټولنې کې، چې په هاغې زمانه کې، پېښه شوې وه. د یو تور او تهمت په اړه، د شایعې خپرونه وه. چې د دا ډول ټولنیزې، بې مسئولیتۍ په اړه یې،اړینې توصیې اونصیحتونه درلودل. په ځانګړي توګه، د دا ډول جرمونو او تهمتونه، د جوتولو لپاره، چې څلور شاهدان ونلري، یو لړ جزاګانې هم ټاکل شوې دي. زه فکر نه کوم، په قرآن کې، په دې کچه چې د تهمت په اړه، [په ځانګړې توګه پر ښځو دتهمت په اړه] ټینګار شوی، د کومې بلې موضوع په اړه ټینګار شوی وي. ددې سورة په «۲۳» آیة کې، د هغه اخلاقي او اخروي جنبې مطرح کوي: «إِنَّ الَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ الْغَافِلَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ لُعِنُوا فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ» هغوی چې پر عفیفو او پاک لمنو غافلو مؤمنو ښځو تهمت لګوي، په دنیا او آخرت کې په الهي لعنت کې شامل دي او د دوی لپاره ستر عذاب دی.[غافله ښځه یعنې هغه چې هوسرانۍ اوکچنیتوب ته هیڅ میل اورغبت نلري؛ یعنې له بدو کارونو او کچنیتوب سره يې هيڅ اړیکه نه وي].«إِنَّ الَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ الْغَافِلَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ» هغوی چې يَرْمُونَ یعنې د تهمت غشي خوشې کوي الْمُحْصَنَاتِ محصنات ته، یعنې پاک لمنو ښځو ته، حصن یعنې قلعه، یعنې هغه کسان چې عفت لري، پت او عزت لري، پاک لمنې دي، پر هغوی تهمت لګوي.«الْمُحْصَنَاتِ الْغَافِلَاتِ» هغوی چې غافلې دي، ناخبرې دي.اصلاً دې مسئلې ته پاملرنه او لېوالتیا نه لري، له دې خبرو يې لمن پاکه ده، روح یې هم لا له دې موضوع خبرنه لري الْمُؤْمِنَاتِ دوی مؤمنانې هم دي. او په ټولیزه توګه عفتناکې دي، اړینه نه ده چې هرومرو ټولې مؤمنانې وي کومې ښځې چې پتیالې او پاک لمنې وي. ځکه ډېري ښځې شته چې ایمان هم نلري، خو پاک لمنې دي. اودوی خولاهم پاک لمنې دې، هم بې خبرې دي او هم مؤمنې دي، دا درېواړو شرطونو پکې شتون درلود، او دا درې واړه يې په ترتیب مخکې راوړي دي.«لُعِنُوا فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ» لعنت یعنې له رحمته محرومیت، دلته هم لُعِنُوا مجهول فعل دی، نه يې دي ویلي چې خدای دې يې لعنت کړي، لعنت یعنې په دنیا اوآخرت کې، د خدای له رحمته لېرې شوی دي. د قرآن په ځېنو ځایونو کې دي، چې وايي:«أُولَئِكَ جَزَاؤُهُمْ أَنَّ عَلَيْهِمْ لَعْنَةَ اللَّهِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ» دغه خلک، د دوى جزا دا ده؛ چې یقینًا پر دوى باندې د الله لعنت دى، او د ملائكو او د خلکو، دټولو (لعنت دى).ځېنې موردونه دي چې سړی د خدای، ملائکو او خلکو تر لعنت لاندې راځي، مطلب يې یوازې لفظ نه دی، یعنې کله چې په یوه ټولنه کې یو شمېر کسان ووینې، چې د خلکو پر ناموس تعرض کوي، خلکو پسې بدې خبرې کوي، طبیعي چې دوی د چا نه خوښېږي، د ټولنې لخوا طرد کېږي، د هغوی په اړه د خلکو قضاوت او نیاو تغییر کوي، دا پخپله لعنت دی.یعنې هم په خدایي نظام کې دوی د خدای له رحمته محرومېږي، چون یو زشت کار يې سر ته رسولی دی، او هم هاغه ځواکونه چې په طبیعت کې دي، پرښتې او هم خلک، دوی له ځانه طرد او دفع کوي. او سربیره پر دې وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ  په قیامت کې به ستر او عظیم عذاب ولري.يَوْمَ تَشْهَدُ عَلَيْهِمْ أَلْسِنَتُهُمْ وَأَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُمْ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ﴿۲۴﴾هغه ورځ چې د دوي ژبې، لاسونه او پښې پر هغه څه چې کول يي د دوي پر ضد شاهدي ورکوي.(۱۶)۱۶ – په ۱۵(۲۴:۱۵) آیة کې په ژبنۍ توګه، د شایعې میندنه [إِذْ تَلَقَّوْنَهُ بِأَلْسِنَتِكُمْ] او نورو ته يي، د لېږدونې خبره، په افواهي توګه شوې ده. او په دې آیة کې، د قیامت په ورځ د ژبو، لاسونو او پښو د شهادت خبره ده. د ژبې نقش په دې شایعې خپرولو کې، څرګند دی. خو د لاس او پښو نقش، د غور او تأمل وړ دی! آیا تګونو راتګونو او افشاګرانه تحرکاتو ته، اشاره لري، یا د کومې بلې نکتې پر لور پام اړوي؟ [والله اعلم«يَوْمَ تَشْهَدُ عَلَيْهِمْ أَلْسِنَتُهُمْ وَأَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُمْ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ» هاغه ورځ، چې د هغوی ژبې او لاسونه او پښې به، د هغوی پر هاغو عملونو، چې مرتکب شوي دي. شهادت ورکړي. يَوْمَ په هغه ورځ کې د قیامت به تَشْهَدُ عَلَيْهِمْ أَلْسِنَتُهُمْ پر هغوی د هغوی ژبې ګواهي ورکوي وَأَيْدِيهِمْ او لاسونه يې وَأَرْجُلُهُمْ او پښې يې بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ پر هاغه څه چې، عمل يې کاوه. یعنې مجرم به په خپله خوښه، په خوله او ژبه د هغو ویل او اظهار کول، نه غواړي. مګر د ده ژبه، لاسونه او پښې، به د الله په اذن په وینا راځي، او له هغو څخه هر غړی به، هر هغه عمل څرګندوي، چې د هغوی په توسه شوی دی.قرآن په بشپړه څرګنده بڼه وايي: چې د آخرت عالم، ژوندی عالم دی. د آخرت د عالم هر څیز، ژوندی دی. او په هاغې دنیا کې هر څيز او هر غړی پر هاغه عمل، چې مرتکب شوی دی، ګواهي ورکوي: لاسونه ګواهي ورکوي، ما څه کړي دي، پښې ګواهي ورکوي، چې ما څه کړي دي، سترګې او غوږونه، هر یو ګواهي ورکوي، چې ما څه کړي دي، د بدن پوټکی ګواهي ورکوي، چې ما څه کړي دي؛ حتا په ژبه مهر وهي: ای ژبې! ته ساکت اوسه، پرېږده، پخپله غړي او ارګانونه خبري وکړي؛ ژبه هم [یوازې] په هاغو ګناهګانو چې پخپله مرتکب شوې ده، ګواهي ورکوي.په ۱۵(۲۴:۱۵) آیة کې په ژبنۍ توګه، د شایعې میندنه [إِذْ تَلَقَّوْنَهُ بِأَلْسِنَتِكُمْ] او نورو ته يي د خبرې لېږدونه، په افواهي توګه شوې ده. او په دې آیة کې، د قیامت په ورځ د ژبو، لاسونو او پښو، د شهادت خبره ده. د ژبې نقش په دې شایعې خپرولو کې، څرګند دی.خو د لاسونو او پښو نقش د غور او تأمل وړ دی! آیا تګونو راتګونو او افشاګرانه تحرکاتو ته اشاره لري، یا د کومې بلې نکتې پر لور پام اړوي؟ [والله اعلم].قرآن فرمايي: په هاغه ورځ کې، د دې وګړو ژبې [چون د دوی ګناه د ژبې ګناه وه] او لاسونه او پښې يې، د دوی پر هماغو اعمالو، چې مرتکب شوي دي، ګواهي ورکړي. داسې بریښي؛ چې ګواکې کومه نغوته چې، ژبې او لاسونو او پښو ته شوې؛ ښايي له دې امله وي، چې د قاذف د ژبې رول خو، د دې تور او تهمت په لګولو کې څرګند دی، او دا تور يې د ژبې په توسه خپور کړی وو، او د جوتولو لپاره، ترې د څلورو شاهدانو غوښتنه شوې وه، چې هغه يې پوره نشوه کړای. بالمقابل د هغه دلته د پنځو شیانو ذکر وشو، ژبه چې د قذف اصلي اله ده، او څلور نور لاسونه او پښې، چې د هغه پر شرارت، او دې ناوړه عمل باندې، شاهدي وايي.د قرآن په نورو ځایونو کې هم، دا مطلب بیان شوی. له هغې جملې د فصلت په سورة کې دی، چې وايي؛ د قیامت په ورځ چې کله انسانان راشي: «حَتَّى إِذَا مَا جَاءُوهَا شَهِدَ عَلَيْهِمْ سَمْعُهُمْ وَأَبْصَارُهُمْ وَجُلُودُهُمْ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ» [فصلت۲۰(۴۱:۲۰)] تر دې چې كله دوى ده ته (څنګه) راشي، (نو) پر دوى باندې به، د دوى غوږونه په هاغه څه چې يې اورېدلي، او د دوى سترګې پر هاغه څه چې لیدلي يې دي، او د دوى پوټکي پر هاغه څه چې لمس کړي يې دي، ګواهي وركړي، د هاغو كارونو په اړه چې دوى به كول. [او دوی هم تعجب کوي!] «وَقَالُوا لِجُلُودِهِمْ او خپلو پوټکو ته به وايي لِمَ شَهِدْتُمْ عَلَيْنَا تاسو ولې پر موږ شاهدي ورکوئ قَالُوا أَنْطَقَنَا اللَّهُ الَّذِي أَنْطَقَ كُلَّ شَيْءٍ [پوټکي وايي] هغه الله چې هر څیز يې په خبرو راوړی، موږ يې هم په خبرو راوړي یو. نه دا چې پوټکی انسان سره خبري کوي، یعنې دا په واقعیت کې زموږ د پوهې په ژبه دي. یعنې وايي ستاسو ټولې کړنې او چلن ستاسو د وجود په سلولونو کې ثبتېږي. ستاسو سترګو هاغه څه چې لیدلي، ستاسو غوږونه چې هاغه څه اورېدلي دي، ټول د هغوی د سلولونو په زیرمتون کې شته، همدا راز ستاسو پوټکی چې وايي، پر تاسو شهادت ورکوي، یعنې مدرک يې ستاسو په خپل وجود کې دی.همدا راز په قیامت کې، داسې نه دی، چې څوک راشي، او شاهدي ورکړي، چې ومې لیدل؛ چې داسې شایعه يې خپروله. په حقیقت کې، د انسان مسئولیت، د هاغو شاهدانو پر وړاندې، چې په خپل ځان کې يې دي، څرګندوي.يَوْمَئِذٍ يُوَفِّيهِمُ اللَّهُ دِينَهُمُ الْحَقَّ وَيَعْلَمُونَ أَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ الْمُبِينُ﴿۲۵﴾په هغه ورځ کې الله د هغوی [له عملونو سره] متناسبه جزا ټوله بشپړه ورکوي او [هغه مهال] به پوه شي چې الله، هماغه څرګند او ښکاره حقیقت دی.

«يَوْمَئِذٍ يُوَفِّيهِمُ اللَّهُ دِينَهُمُ الْحَقَّ» په هاغه ورځ کې به خدای تعالی د دوی دین او د دوی جزاء، هغه څه چې د دوی حق وي او د دوی وړ وي پوره ورکړي [دلته دین، نه د شریعت په معنا، بلکې د دين مطلب جزا او پاداش دی]، یعنې مطلب يې د دين ریشه يي معنا یعنې جزا ده، د هر هیواد اساسي قانون ته هم دین وايي، د یوسف په سورة کې دي، چې وايي:د فرعون په دین کې شونې نه وه چې یوسف خپل ورور له ځان سره وساتي؛ «…كَذَلِكَ كِدْنَا لِيُوسُفَ مَا كَانَ لِيَأْخُذَ أَخَاهُ فِي دِينِ الْمَلِكِ…»، د مَلِک په دين کې شوني نه وه، چې یوسف خپل ورور له ځان سره وساتي. «دین الملک» یعنې هماغه قوانین چې د هاغه پر اساس خلک تشویق کېږي، یا تنبیه کېږي، د خدای تعالی دین هم هغه نظامونه او مقررې دي، چې د هغه پر اساس د خلکو نیاو او قضاوت کېږي. [د موټروانۍ له لیده هم د ټرافیکو دین همدا د ټرافیکو قوانین کېږي].وايي: د قیامت په ورځ کې «يُوَفِّيهِمُ» وفا یعنې کامل، بشپړ؛ پر عهد وفا یعنې سل په سلو کې سړی یو کار ته رسیدګي وکړي  «يُوَفِّيهِمُ اللَّهُ دِينَهُمُ الْحَقَّ» یعنې هغه حق جزاء، واقعي جزاء، تحقق موندې جزاء يې په بشپړه، کامله توګه، سل په سلو کې د خدای تعالی لخوا هغوی ته ورکول کېږي. «وَيَعْلَمُونَ أَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ الْمُبِينُ» او هلته به پوه شي چې الله تعالی ښکاره او څرګند حق دی، چې له هر څه يې خبر درلود او هر څیز د هغه په نزد تحقق مومي. هغه ذات چې د یوې ذرې په کچه د هر چا د عمل حساب کتاب په روڼ او څرګند ډول هغه ته په صافه بڼه ښکاره کوي، او د هغه په دربار کې ظلم او تعدّي نه کېږي، دغه مضمون به د قیامت په ورځ کې ګردو ته مکشوف او بربنډ وي.چون دا بحث د هاغه تهمت او تور په اړه دی چې لګولی يې وو، شأن نزول ته مو مخکې اشاره کړې، ویلې مو ول دا مسئله د حضرت عاېشې(رض) په اړه وه، دوی لیدلي ول چې له یو ځوان سره، چې نوم يې غالباً صفوان وو، یو ځای راروان ول، دې ته مو هم اشاره کړې وه چې کله به له ښاره بیرون د جنګ لپاره تلل، په صحرا کې د شپې تېرولو وروسته به ګهيځ د وخته له خوبه پاڅېدل او حرکت به يې کاوه، ظاهراً لکه څنګه چې وايي چې عایشه(رض) وه نو ویده پاتې شوې وه، او هغه څوک چې پیغمبر لېږلی وو، ددې لپاره چې وویني که کوم څیز پاتې شوی وي یا دا چې کوم څوک ویده پاتې شوی وي راویښ يې کړي، هغه ځوان د ورسپارل شوې دندې پر بنسټ حضرت عایشه(رض) راوېښوي او راروانېږي، نو پرته له دې چې ددې دواړو تر منځ دا ډول کومه سابقه موجوده وي دا تهمت او تور پرې لګوي، چې ګواکې دوی د کومې خطا ارتکاب کړی دی؛ چې په تېرو آیتونو کې يې په تفصیل ورته نغوته وکړه. دا موضوع په جوته توګه ثابته شوه چې دا برېښنده او څرګند «افک» دی، او د تور لګوونکو دروغ ټولې ټولنې ته څرګند شول. دا څرګنده شوه چې دا لګول شوی تور يې یو څرګند بهتان وو. او هغوی دواړه مؤمنان ول او پرته له دې چې داسې کارونو ته لېوالتیا ولري، پاک لمنې ول. ورپسې آیة کې الله تعالی فرمايي: ناپاکې ښځې، د ناپاکو نارینو لپاره وړ دي. او ناپاکه نارینه د ناپاکو ښځو لپاره وړ دي؛ او پاک لمنې ښځې، د سپېڅلو نارينو لپاره وړ دي او سپېڅلي نارینه، د پاک لمنو ښځو لپاره وړ دي؛ دوی له هغه څه څخه چې، د دوی په اړه يي وايي، پاک او جلا دي. په پای کې وايي چې؛ د دوی لپاره بښنه او نیک رزق چمتو دی.

الْخَبِيثَاتُ لِلْخَبِيثِينَ وَالْخَبِيثُونَ لِلْخَبِيثَاتِ وَالطَّيِّبَاتُ لِلطَّيِّبِينَ وَالطَّيِّبُونَ لِلطَّيِّبَاتِ أُولَئِكَ مُبَرَّءُونَ مِمَّا يَقُولُونَ لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ﴿۲۶﴾ناپاکې ښځې، د ناپاکو نارینو لپاره [وړ] او ناپاکه نارینه د ناپاکو ښځو لپاره [وړ] دي؛ او پاک لمنې ښځې، د سپېڅلو نارينو لپاره [وړ] او سپېڅلي نارینه، د پاک لمنو ښځو لپاره [وړ] دي؛ دوی له هغه څه څخه چې، د دوی په اړه يي وايي، مبّرا او جلا دي، د دوی لپاره بښنه او نیک رزق چمتو دی.«الْخَبِيثَاتُ لِلْخَبِيثِينَ وَالْخَبِيثُونَ لِلْخَبِيثَاتِ» کوم کسان چې ناپاک دي، [خبیث د طیب په مقابل کې دی] هاغه کسان چې اخلاقي مشکل لري، د طینت خبث لري، دوی په خپلو کې یو د بل لپاره وړ دي؛ یعنې ناپاکې ښځې د ناپاکو سړو لپاره، او ناپاک سړي د ناپاکو ښځو لپاره دي. وَالطَّيِّبَاتُ لِلطَّيِّبِينَ او پاک لمنې ښځې، د پاک لمنو سړو لپاره وَالطَّيِّبُونَ لِلطَّيِّبَاتِ او پاک سړي، د پاک لمنو ښځو پورې اړه لري.که کومه ښځه [خدای مکړه] پاک لمنې نه وي، او لمن يې ککړه وي. د نارینه شرافت رټن، او لکه دار کېږي. خو موږ د خپلو ټولنیزو اړیکو پر بنسټ، پوهېږو که کوم نارینه ککړ وي، د ښځې شرافت ته دومره صدمه نه رسوي، بلکې اصلاً صدمه نه رسوي. دا پخپله یو ځانګړی اروايي رمز لري.د اسلام ډېری دستورونه، د همدې مطلب، پر بنسټ دي. که ښځه آلوده او ککړه وي، سړی نشي کولی، د شرافت ادعا وکړي. خو ډېری پاکې ښځې دي، چې مېړونه يې آلوده او ککړ دي؛ هېڅکله خلک هغه ښځه، آلوده او ناپاکه نه ګڼي. وايي مېړه يې ناپاکه او ککړ دی، هغې ته يې څه؟ دا د موضوع یو اړخ. د موضوع بل اړخ دا دی؛ چې ښځه په عفتي او پتمني اړخ کې، د نارینه ناموس دی. خو  په شخصي او فردي اړخونو کې، نارینه سره اړینتیا نه لري؛ یعنې که کومه ښځه [خدای مکړه] د پت او ناموس ککړتیا ولري، د نارینه لمن ورسره ککړېږي. خو که په کومه ښځه کې، له ایماني نظره نقص وي، دا، د نارینه نقص نه دی. مثلاً که کومه ښځه مؤمنه نه وي، او په باطن کې کافره یا منافقه وي، دا په نارینه پورې اړیکه نه لري؛ نو ځکه قرآن د نوح ښځې، او د لوط ښځې ته، مثال ذکر کوي، چې نوح او لوط دوه پیغمبران ول. په داسې حال کې، چې د دوی ښځې، مؤمنې نه وې. او د فکر او عقیدې له نظره، د دوی مخالفینو پورې تړلې وې.دلته چې قرآن وايي: «الْخَبِيثَاتُ لِلْخَبِيثِينَ وَالْخَبِيثُونَ لِلْخَبِيثَاتِ». ناپاکې ښځې، د ناپاکو سړو لپاره دي. او ناپاک سړي، د ناپاکو ښځو لپاره دي. او همدا راز پاکې ښځې، د پاکو سړو لپاره دي. دا د ناموسي سپېڅلتیا له لیده دی؛ یعنې ناپاک سړی، چې غیرت له لاسه ورکوي، او ناپاکه ښځه غوره کوي او مني، او له دې خواشینی هم نه دی، چې ښځه يې ناپاکه ده. خو ناشوني ده، چې پاک سړی، ناپاکه ښځه ومني. همدا ځای دی، چې طبعاً یو انتخاب او غوراوی، بڼه نیسي. دا د شرعي حکم بیان نه دی، بلکې قرآن یو طبیعي قانون بیانوي: طبعاً داسې دی، چې پاکان، پاکانو پسې ځي، او ناپاکان، ناپاکانو پسې. تاسو خپل چاپېریال کې ووینئ؛ پاک ځوانان، هاغو نجونو پسې ځي، چې پاکې وي. او پاکې نجونې هم پاک مېړونه غوره کوي. خو یو کثیف او آلوده ځوان، هیڅ اهمیت نه ورکوي، چې له یوې داسې نجلۍ واده وکړي. چې لسګونو نورو ځوانانو [د هغوی په خپلې اصطلاح] هغه تجربه کړې وي. د یو کثیف سړي کثیف روح، یوه کثیفه ښځه خوښوي، او د یوې کثیفې ښځې کثیف روح، یو کثیف سړی خوښوي. خو د یو پاک سړي پاک روح، پاکه ښځه د ځان لپاره غوره کوي. او د یوې پاکې ښځې پاک روح، پاک نارینه غوره کوي.هغوی چې «ناري» دي، «اوروالا» دي، اوروالا ته جذب کېږي. طبیعتاً کوتره له کوترې، باز له بازه، هر یو خپل هم جنس پسې ځي. پاکان، پاکانو پسې دي، او ناپاکان ناپاکانو پسې. [قرآن د پیغمبر د زمانې خلکو ته فرمايي:] تاسو د پیغمبر او د پیغمبر د ناموس په اړه، دا څه خبرې کوئ؟ دا ناشونی او محال دی، چې دا ډول ناپاکۍ، د یوه پیغمبر په کور کې لار ومومي. کفر کېدی شي، د یو پیغمبر په کور کې لار پیدا کړي. یا د کوم پیغمبر زوی کافر شي، خو فسق محال دی. خپله د خدای تعالی پیغمبر(ص) له حضـرت عایشې(رض) سره، ډېره مینه کوله، او هغه ورته ډېره ګرانه وه. دا شوني نه ده؛ چې خدای تعالی حضـرت عایشه، د خپل معصوم او سپیڅلي پیغمبر لپاره محبوبه ګرځولي وي، او هغه پاک لمنې، او سپیڅلې نه وه، او د دغې ستر محبت لپاره به يې، وړتیا نه درلودلی.  یعنې هغوی ته وايي؛ دا دوه کسان هر دواړه پاک ول، په څه دلیل مو دا ناوړه او ناسم نسبت دوی ته ورکړی دی، ناپاک سړی ناپاکې ښځې پسې ځي، نه په پاکې پسې. او ددې پرعکس، هم همداسې دی. هغه پاک سړي او پاک لمنې ښځې، له هاغه څه چې، دوی ورپورې تور او تهمت تړي سپېڅلي او جلا دي.«أُولَئِكَ مُبَرَّءُونَ مِمَّا يَقُولُونَ» هغوی له دغو ناموسي ناروا نسبتونو، چې هغوی ته نسبت ورکوي، مبرا او جلا دي. پاک خلک که نارینه وي، که ښځینه، سپېڅلي او پاک دي، له هاغه څه چې، دا خلک يې ددوی په اړه وايي. هغوی د پاک فطرت لرونکي دي، او دا تورونه د هغوی په پاکو لمنو پورې، نه نښلي، او نه د پاکۍ ګومان پر هغوی کېدی شي.«لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ» د هغوی لپاره مغفرت دی، [مغفرت یعنې بښنه او لـه نقصونو پاکول]  او کریم رزق  دخدای له لورې دی. دوی له الهي مغفرت او بښنې څخه، برخمن دي. او د ارزښتمنې روزۍ لرونکي دي. [چې تلپاتې جنت او له تصوره اوچت نعمتونه دي]. مغفرت او بښنه د هاغو تېروتنو او اشتباه ګانو لپاره، شاملېږي، چې ترې کېږي. اوچته او ارزښتمنه روزي يې په برخه کېږي، چې د پالونکي څښتن په درشل کې، دهغوی د اوچتوالي او ارزښتمنوالي بیانوونکی دی.یعنې په یو ډول بیا هاغه کسان محکوموي، چې دې شایعې ته يې لمن وهلې. پرته له دې، چې د ناپاکۍ یوه کوچنۍ نښه او اثر، په یو له هغو دواړو اړخونو کې، چې دا نسبت يې هغوی ته ورکړی دی، شتون ولري. او دوی پرته له پوهې او څېړنې، دې تور او بهتان ته لمن وهلې ده.يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَى أَهْلِهَا ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ﴿۲۷﴾ فَإِنْ لَمْ تَجِدُوا فِيهَا أَحَدًا فَلَا تَدْخُلُوهَا حَتَّى يُؤْذَنَ لَكُمْ وَإِنْ قِيلَ لَكُمُ ارْجِعُوا فَارْجِعُوا هُوَ أَزْكَى لَكُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ ﴿۲۸﴾ لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَنْ تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ مَسْكُونَةٍ فِيهَا مَتَاعٌ لَكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا تَكْتُمُونَ ﴿۲۹﴾ قُلْ لِـلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَـهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ ﴿۳۰﴾ وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْـرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ الـتَّابِعِينَ غَيْرِ أُولِي الْإِرْبَةِ مِنَ الـرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّـذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاءِ وَلَايَضْـرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِنْ زِينَتِهِنَّ وَتُوبُـوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿۳۱﴾ وَأَنْكـِحُوا الْأَيَامَى مِنْكُمْ وَالصَّالِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَائِكُمْ إِنْ يَكُونُوا فُقَرَاءَ يُغْنِهِمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ﴿۳۲﴾ وَلْيَسْتَعْفِفِ الَّذِينَ لَا يَجِدُونَ نِكَـاحًا حَتَّى يُغْنِيَهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ وَالَّذِينَ يَبْتَغُونَ الْكِتَابَ مِمَّا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ فَكَاتِبُوهُمْ إِنْ عَلِمْتُمْ فِيهِمْ خَيْرًا وَآتُوهُمْ مِنْ مَالِ اللَّهِ الَّذِي آتَاكُمْ وَلَا تُكْرِهُوا فَتَيَاتِكُمْ عَلَى الْبِغَاءِ إِنْ أَرَدْنَ تَحَصُّنًا لِتَبْتَغُوا عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَمَنْ يُكْرِهْهُنَّ فَإِنَّ اللَّهَ مِنْ بَعْدِ إِكْرَاهِهِنَّ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۳۳﴾ وَلَقَدْ أَنْزَلْنَا إِلَيْكُمْ آيَاتٍ مُبَيِّنَاتٍ وَمَثَلًا مِنَ الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ وَمَوْعِظَةً لِلْـمُتَّقِينَ ﴿۳۴﴾      لَا تَدْخُلُوا = مه داخلېږئ ـ بُيُوتًا = کورونو ته ـ حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا = تر هغې چې اذن او اجازه واخلئ، پېژندنه وکړئ ـ وَتُسَلِّمُوا = سلام وکړئ ـ أَهْلِهَا = د هغې [کور] اهل ته، د هغې [کور] اوسېدونکو ته ـ خَيْرٌ = ښېګڼه، بهتروالی ـ تَذَكَّرُونَ = متذکر شئ [پند واخلئ]، په یاد راولئ ـ إِنْ لَمْ تَجِدُوا = که تاسو و نه مومند ـ  حَتَّى يُؤْذَنَ = تر هاغې چې اجازه در کړل شي ـ  إِنْ قِيلَ = که وویل شي ـ ارْجِعُوا = بېرته وګرځئ، ستانه شئ ـ أَزْكَى = ډېر سپېڅلی، پاکیزه تر ـ أَزْكَى لَكُمْ = تاسو ته پاکیزه تر دی ـ جُنَاحٌ = کومه ګناه ـ بُيُوتًا = کورونو ته ـ غَيْرَ مَسْكُونَةٍ = غیر مسکوني، عمومي ودانۍ ـ مَتَاعٌ = ګټه، برخمنتیا ـ مَتَاعٌ لَكُمْ = تاسو ته ګټه او مصلحت دی ـ تُبْدُونَ = ښکاره کوئ، څرګندوئ، کمې کړي ـ تَكْتُمُونَ = پټوئ ـ يَغُضُّوا = ښکته واچوي، ټيټې کړي ـ  يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ = [د نامحرمانو] د کتلو پرمهال په سترګو کې ټيټوالی وکړي، سترګې ټیټې واچوي ـ غُضّ = راټولول، پټول، ټیټ نیول ـ يَحْفَظُوا = وساتئ، پټ کړئ، وپوښوئ ـ فُرُوجَهُمْ = عورت خپل، شرمځایونه خپل ـ خَبِيرٌ = آګاه، پوه، باخبر ـ  يَصْنَعُونَ = په چل ول سر ته رسوي، په ماهرانه توګه کوي، په مصنوعي توګه کوي، د نورو له سترګو په غلا سر ته رسوي، د لوبغاړي په توګه سر ته رسوي ـ  لَا يُبْدِينَ = ښکاره نکړي، څرګند نکړي ـ ظَهَرَ = ښکاره دي، څرګند دي ـ وَلْيَضْـرِبْنَ = او باید واچوي، او باید خپور کړي ـ وَلْيَضْـرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ = او باید سرپټي یې واچوي ـ عَلَى جُيُوبِهِنَّ = د هغې پر ځایونو [سینې او غاړې] واچوي ـ جُيُوبِهِنَّ = سینې يې، ټټرونه يې ـ بُعُولَتِهِنَّ = د بعل جمع –  مېړونه يې، همسران يې ـ أَبْنَائِهِنَّ = زامن يې ـ إِخْوَانِهِنَّ = ورونه يې ـ بَنِي = زامن ـ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ = د خویندو زامن، خورېیونه ـ نِسَائِهِنَّ = خپلې [هم دینه خپلوانې] ښځې ـ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ = وینځې يې،  هغوی چې تر ملکیت لاندې يې دي ـ التَّابِعِينَ … مِنَ الرِّجَالِ = کورنئ ته تابع [وروسته پاتې] نارینه ـ  غَيْرِ أُولِي الْإِرْبَةِ = له جنسي شهوت پرته، هغه کسان چې جنسي شهوت نه لري، هغوی چې ښځې ته اړتیا نلري ـ لَمْ يَظْهَرُوا = آګاهي نه لري، نه ښکاره کوي ـ عَوْرَاتِ = د عورت جمع –  شرمځایونه، [د جنسي مسئلو] ناوړتیا ـ لَا يَضْرِبْنَ = [پر مځکه] و نه وهي، [پر مځکه] و نه ټکوي ـ بِأَرْجُلِهِنَّ = له خپلو پښو سره يې ـ  يُخْفِينَ = پټوي ـ تُوبُوا = توبه وکړئ ـ تُفْلِحُونَ = نجات ومومئ، بری ومومئ، غوړېدا ته ورسېږئ ـ  وَأَنْكِحُوا = په همسرۍ ورکړئ، نکاح ورته وکړئ ـ الْأَيَامَى = د أیّم جمع –   ناواده کړي، جره ګان، جره ښځې او نارینه ـ الصَّالِحِينَ = صالحين، وړ کسان ـ عِبَادِكُمْ = غلامان خپل ـ إِمَائِكُمْ = وېنځې خپلې ـ إِمَائِـ = د أمه جمع – وینځې ـ يُغْنِهِمُ = هغوی غني کوي، هغوی نااړمن کوي، هغوی بې نیازه کوي ـ وَاسِعٌ = پراختیا ورکوونکی، پراختیا بښونکی ـ وَلْيَسْتَعْفِفِ = او باید ځان وساتي، او باید پاک لمني خپله کړي ـ لَا يَجِدُونَ = نه مومي، نه پیدا کوي ـ نِكَاحًا  = [د] نکاح [شوني کېدل] ـ يَبْتَغُونَ الْكِتَابَ = [د آزادۍ لپاره] د تړون غوښتونکي دي ـ مِمَّا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ = وینځې او غلامان خپل ـ فَكَاتِبُوهُمْ = له هغوی سره قرار داد وتړئ،  له هغوی سره تړون ولیکئ ـ خَيْرًا = وړتیا ـ آتُوهُمْ = هغوی ته ورکړئ ـ تُكْرِهُوا = مه مجبوروئ، مجبور نکړئ ـ فَتَيَاتِكُمْ = ستاسو ځوانې وینځې ـ الْبِغَاءِ = زنا، فحشا ـ إِنْ أَرَدْنَ = که وغواړي ـ تَحَصُّنًا = د پاک لمنۍ د رعایت لپاره ـ لِتَبْتَغُوا = چې وغواړئ، غوښتنه وکړئ ـ عَرَضَ = مال، ناڅیزه متاع، بې کچې پانګه ـ خَلَوْا = [د هغوی دوران] تېر شوی دی.تردې ځایه هاغه برخه د تهمت او تور، چې لګول شوی وو. چې په پورته آیتونو کې، مو په تفصیل ورته نغوته وکړه. و مو لیدل چې، تر کومه بریده، ددې افواهي بې بندوبارۍ پر وړاندې، سخت او جدي برخورد لري. په هیڅ لامل او بڼې، هيڅ مؤمن، تر هاغې چې، علم يې پرې نه وي راغلی، او تر هاغې چې څلور شاهدان نه وي، حق نه لري، چې د نورو د ابرو او ناموس په اړه، یوه خبره هم وکړي.ورپسې بحث په واقعیت کې داسې یوه نکته څېړي، چې هغه هم په واقعیت کې، له همداسې پېښو څخه یو ډول مخنیوی دی. مخکې مو وویل؛ چې دا سورة، د کور او کورنۍ په اړه دی، یعنې کورنۍ د لومړني ټولنیز واحد په توګه، چې د ټولنې د ودانۍ یوه خښته تشکیلوي، او کور ددې ټولنیز واحد مرکز او پایګاه ده. ورپسې آیتونه د کور د مقرراتو په اړه دي:

۱۷ –  «تَسْتَأْنِسُوا» د «اُنس» له ريښې، الفت، آسایش غوښتنه او سوکالي ده. يعنې په یو ډول او د وینا په توسه، د آشنائي اظهار او له ښه راغلاست [Welcome] سره، مخامخ کیدل دي. البته اجازه اخيستل کولی شي، پر دې عمل یو مصداق وي. خو د تستأنسوا معنا، ډېره جامع ده. د یا الله، سبحان الله، الحمد لله  او د دې په څېر نور ذکر، هم کولی شي، آرامش او خپلوي وګڼل شي. مور او پلار هم، د خپلو بچيانو لپاره، له رسمي «اجازې» پرته، نور مينه ناک الفاظ کاروي.«يَا أَيُّهَا الَّـذِينَ آمَنُوا» ای هاغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی. «لَا تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ» له خپلو کورونو پرته، هيڅ کور ته، مه ننوځئ. «حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا»، «تَسْتَأْنِسُوا» «د انس د استفعال باب دی.» یعنې تر هاغې چې انس واخلئ، یا انس ومومئ. معمولاً دا ترجمه کوي چې اجازه واخلئ، دلته خو يې نه دي ویلي؛ تستأذنوا، کېدی شي؛ مقابل لوری وډار شي، اجازه هم ورکړي. یعنې لفظي اجازه بسنه نه کوي. مثلاً د یو خپلوان کور ته څوک ځې، د ورور کور ته، یا د خور کور ته ځي، هلته خو اجازه ضروري نه ده. په یو شکل خپله پېژندنه کوي، چې څوک دی یا نوم اخلي، یا يې له غږ پېژني، چې دا پخپله یو خبر هم دی.نو «تَسْتَأْنِسُوا» د «اُنس» له ريښې، الفت، آسایش غوښتنه او سوکالي ده. يعنې په یو ډول مینه ناکې خبرې او د وینا په توسه، د آشنائي اظهار او له ښه راغلاست [Welcome] سره، مخامخ کیدل دي. البته اجازه اخيستل کولی شي، پر دې عمل یو مصداق وي. خو د تستأنسوا معنا، ډېره جامع ده. د یا الله، سبحان الله، الحمد لله  او د دې په څېر نور ذکر، هم کولی شي، آرامش او خپلوي وګڼل شي. مور او پلار هم، د خپلو بچيانو لپاره، له رسمي «اجازې» پرته، نور مينه ناک الفاظ کاروي.«وَتُسَلِّمُوا عَلَى أَهْلِهَا» هر کور ته چې داخلېږئ، د کور اهل ته سلام وکړئ. «ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ» دا طریقه دا مقررات، ستاسو په ګټه دي، ستاسو لپاره خیر دی. ګوندي وي چې متذکر شئ، پند واخلئ.دا ټول څیزونه، د انسان د عقل تقاضا ده، د انسان فطرت کې دا شته، چې کور حرمت لري، نباید د کور حرمت له منځه ولاړ شي. خو کله داسې هم کېږي، چې د انسان له یاده وځي. نو ځکه قرآن وايي؛ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ چې ستاسو لپاره یو تذکر وي، په یاد راوړل دي، که نه نو هسې خو د انسان په توګه ستاسو عقل دې شیانو ته رسېږي.په دې آیة کې، او ورپسې دوو نورو آیتونو کې، سره له دې چې، موضوع يې ښځو ته ځانګړې نه ده، خو زیاتره برخه يې، د ښځو له موضوع سره اړیکه لري. چې دا آیتونه له «اِذْن» سره تړاو لري که کوم سړی غواړي د چا کور ته وارد شي، له مخکینۍ اجازې پرته، د ننوتو حق نلري. «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَى أَهْلِهَا…». ای هغو کسانو، چې ایمان مو راوړی دی! هیڅکله کورونو ته غیر له ستاسو خپله کوره، [خپل کور استثنا دی] او حتا د خپلو مور او پلار او خویندو او ورونو کورونو ته، لکه د خپل کور په څېر مه ننوځئ. مګر دا چې له مخکې «استیناس» وکړئ، او د کور پر اهل سلام وکړئ. [«استیناس وکړئ» او د هغه کور د اهل انس او الفت، سوکالي او آرامتیا جلب کړئ.]دلته یوې روښانه او څرګندې نکتې ته نغوته شوې ده؛ چې د هر چا داخلي او کورنی ژوند هغه ته مخصوص او ځانګړی دی، او هر څوک له بل هر چا له لور، دهغه د ژوند داخل ته، د ننوتو له اړخه، اندېښمن کېږي. او له دې لامله که هر څوک، په خپل سر د بل انسان په ژوند کې داخل شي، انسان د وارخطايي او ترهې یو حالت پیدا کوي. قرآن وايي: دا کار مکوئ، په خپل سر، ناببره سر وهلي، د چا کور ته مه داخلېږئ. له مخکې «استیناس» وکړئ، یعنې داسې یو کار وکړئ، یو عمل سر ته ورسوئ، چې د هغوی وار خطايي او ترهه له منځه ولاړه شي. یعنې یو ډول خبر او اطلاع ورکړئ.په پخوانیو مهالونو کې دا معمول نه وو، چې خلک د کور دړه وتړي. [او همدا اوس هم په ځېنو کلیو کې، همداسې دی]. په ښارونو کې معمول دی، چې د کورونو دړې د شا لخوا تړلې دي، او که څوک هم وغواړي، په خپل سر کور ته ننوځي، دړه پرانېستې  نه ده؛ باید زنګ ووهي، یا ټک ټک وکړي، چې د کور دړه پرانيزي. د جاهلیت په عربو کې هیڅکله دا دود نه وو، چې کوم مهال به يې غوښتل، د چا کور ته داخل شي، اطلاع ورکړي، او اجازه واخلي. او دا اجازه اخېستل يې د خپل ځان لپاره د شان کسر او ټیټوالی ګڼه. اسلام دا دستور راوړ، چې هېڅکله د چا کور ته په خپل سر، ناببره مه ننوځئ. [وسمهال موږ د چا کور ته په خپل سر نه ننوځو، چون اصلاً دړه تړلې ده، وايي: که دړه پرانېستې هم وي مه داخلېږئ.]  «وَتُسَلِّمُوا عَلَى أَهْلِهَا» او د کور پر اهل سلام هم وکړئ، له سلام پرته د چا کور ته مه نننوځئ.د هر وارد دنده ده، چې پر مورود سلام وکړي. او هر څوک چې د چا کور ته ننوځي، باید د کور پر اهل سلام وکړي. پیغمبر اکرم(ص) دا سنت دود کړ، او و يې فرمایل هر څنګه چې وي، کله چې د چا کور ته داخلېږئ، له مخکې خبر ورکړئ. چې هغوی خپل ځانونه جمع او جوړ کړي، او تر هاغې پورې چې اجازه يې نه ده درکړې، او نه يې دي ویلي، «وفرمایاست» کور ته مه داخلېږئ. کېدی شي، کوم مهال چې تاسو غواړئ، کوم کور ته وارد شئ. یو اعلام وکړئ، یو خبر ورکړئ، چې زه غواړم کور ته داخل شم، او په اصطلاح «تَـنَحنُح» یا ټوخی وکړئ، یا غاړه تازه کړئ. خو ولې دا کار وکړئ؟ یوازې دا طریقه نه ده، بله طریق هم غوره کولی شئ، بنسټیزه موخه ستاسو له راتګه، او د هغوی کور ته ستاسو له ننوتو څخه، د هغوی خبرول دي. ددې پر ځای د خدای ذکر وکړئ. مثلاً ووایاست «الله اکبر» او یا «سبحان الله». لکه څنګه چې وسمهال هم زموږ په کلیو کې، او زموږ په منځ کې، دا سنت معمول دی. چې وایو «یا الله»، او دا ښه دود هم دی. سره ددې چې لږ لږ د پرنګي پالو په منځ کې، «یا الله» ویل منسوخ شوی، خو باید پوه شو چې، دا یو اسلامي سنت دی. هم سلام کول [د هغوی تر منځ] منسوخ شوی، او هم «یا الله» ویل، او دا هم، د تعجب وړ، یو څیز دی.د پیغمبر اکرم(ص) دود تل دا وو، چې هیڅ کور ته، له اجازې پرته نه داخلېده. او دا «استیناس» يې ډیری، له هماغې اسلامي طریقې سره، سر ته رسوه. حتا د خپلې لور، حضرت فاطمې(رض) کور ته، له اجازې پرته نه داخلېده؛ د کور د دړې شا ته ودرېده، او په لوړ غږ به يې ویل: اَلسَّلامُ عَلَیْکُمْ یا اَهْلَ الْبَیْتِ. که د سلام ځواب به يې ورکوه او ویل يې: «مهرباني وکړئ» نو حضرت رسول به، هاغه کور ته داخلېده. او که ځواب يې نه ورکوه، دویم ځل يې غږ کوه، ښايي نه يې وي اورېدلي: اَلسَّلامُ عَلَیْکُمْ یا اَهْلَ الْبَیْتِ. او که بیا هم يې ځواب نه مونده، احتیاطاً [چې کېدی شي نه يې وي اورېدلي] درېم ځل يې سلام کوه، او که درېم ځل هم کوم ځواب نه راته، نو ستنېده. ویل يې: یا نشته، یا وضع يې په داسې ډول ده، چې نشي کولی، څوک ومني. او له دې يې بد هم نه وړل.«ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ» دا تاسو ته بهتر دی. او ګوندې وي ستاسو لپاره یو تذکر شي او تاسو متذکر شئ او پند واخلئ. او ستاسو لپاره مصلحت هم همدا دی. کېدی شي وروسته دې کار ته متوجه شئ؛ یعنې کله چې عمل وکړئ، بیا ددې کار په ګټه پوهېږئ.فَإِنْ لَمْ تَجِدُوا فِيهَا أَحَدًا فَلَا تَدْخُلُوهَا حَتَّى يُؤْذَنَ لَكُمْ وَإِنْ قِيلَ لَكُمُ ارْجِعُوا فَارْجِعُوا هُوَ أَزْكَى لَكُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ﴿۲۸﴾نو که څوک مو په کور کې ونه موند، هغه ته مه ننوځئ تر څو [راورسېږي یا ويښ شي او] تاسو ته اجازه درکړي او که تاسو ته وویل شي بیرته وګرځئ [بې له ځنډه] بیرته وګرځئ. دغه [حرمت پېژندنه] تاسو ته ډېره سپېڅلې ده او الله په هغه څه چې تاسو يي کوئ، علیم [(ډیر پوه)] دی.«فَإِنْ لَمْ تَجِدُوا فِيهَا أَحَدًا» که کوم کس مو په کور کې پیدا نکړ [حق نلرئ هلته کېنئ او اخوا دیخوا ګرځېدنه او پلټنه پیل کړئ] «فَلَا تَدْخُلُوهَا» نو مه داخلېږئ «حَتَّى يُؤْذَنَ لَكُمْ» تر هغې چې تاسو ته اجازه درکول شي [کېدی شي په کور کې څوک یا ویده وي، استراحت يې کړی وي، ځواب نه ورکوي، دړه نه خلاصوي، د میلمه هرکلي ته چمتو والی نه لري، نو]«وَإِنْ قِيلَ لَكُمُ ارْجِعُوا» که درته وویل شول ستانه شئ «فَارْجِعُوا» نو [پرته له ځنډه] ستانه شئ. دا خبره ځان پورې مه نیسئ، یعنې تکبر مه کوئ. «هُوَ أَزْكَى لَكُمْ» دا ستاسو لپاره سپېڅلی دی، «أَزْكَى» له تزکیه اخېستل شوی، تزکیه، د سالمیت پر لور وده، رشد او نمو ده، ستاسو شخصیت همداسې جوړېږي، رشد او وده کوي، دا ومنه. ته څه حق لرې، که درته وویل شول؛ ځه بیرون ته لاړ شه، پرته له ځنډه ځه، بیرون ته لاړ شه. «وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ» خدای تعالی، پر هاغه څه چې کوئ، بې کچې، پوه دی.دا په حقیقت کې، یو ډېر متمدن او مترقي، دستور دی؛ که موږ لاړو او څوک هم په کور کې نه وو، او یا ددې پر ځای چې موږ ته ووايي؛ «مهرباني وکړئ»، و يې ویل: «هیله کوم ستانه شئ، فعلاً نشو کولی تاسو ومنو». نو په دې حالت کې، موږ څه وکړو؟ قرآن په څرګنده توګه، په بشپړ صراحت کې وايي: که د کور خاوند تاسو ته وویل؛ «څوک نه منو» ستانه شئ. نو ځان پورې يې مه نیسئ، او تکبر مکوئ. دا داسې یو دستور دی، چې حتا زموږ له اوسني ژوند څخه، هم ډېر مترقي او پرمختللی دی، او موږ ورته متوجه نه یو. قرآن دلته موږ ته وايي: نه له اشخاصو بیځایه شرم او حیا ولرئ، او نه نازک رنځي اوسئ، چې بېخوده يې ځان پورې ونیسئ. که غواړئ د کوم کس کور ته وارد شئ، چې له مخکې يې تاسو ته بلنه درکړې ده، او وخت مو اخېستی، بېا هم له اجازې وروسته يې کور ته داخل شئ.او که له مخکینۍ اطلاع پرته، د چا د کور دړه ټکوئ، معنا يې دا ده؛ چې زه غواړم ستا کور ته داخل شم. اولاً د کور خاوند، [چون له مخکې وخت نه دی، اخېستل شوی.] که واقعاً په داسې شرایطو کې وي، چې نشې کولی، څوک ومني. له شرم او خجالت پرته دې ووايي؛ چې زه په کور کې یم، [نه دا چې نه یم] خو له بده مرغه، اوس کار لرم، او نشم کولی تاسو ومنم. [ډېری داسې پېښېږيؤ چې انسان اړین کار لري. او هغه څوک چې راغلی، چندان اړین کار هم ونلري.] تا چې له ما وخت نه دی اخېستی، اوس لاړ شه، یو بل وخت راشه، او دا ورته په صراحت ووايي. که د کور خاوند يې په صراحت ووايي، هغه بل لوری هم، باید دومره شهامت او شجاعت، او نارینتوب ولري، چې دا صراحت يې بدې رانشي، او له دې ستنولو خوابدی نه شي.خو آیا د کوربه دا صراحت، او د مېلمه دا شهامت او شجاعت، زموږ په ټولنه کې شتون لري؟ کومه بڼه چې، د اسلام له نظره غوره او منلې ده. او هغه دا چې؛ که کوربه وخت نه لري، او نشي کولی [په خپل سر راغلی مېلمه ومني]. په بشپړ صراحت سره ورته ووايي: «ښاغلیه عذر مې ومنه، نشم کولی ستاسو ملاقات ومنم.» او مېلمه هم پرته له دې چې، پر ځان يې ونیسي، او خواشینی شي، ستون شي او لاړ شي.قرآن په همدې بڼه دستور ورکوي، فرمايي: «وَإِنْ قِيلَ لَكُمُ ارْجِعُوا فَارْجِعُوا» او که تاسو ته يې وویل نشو کولی تاسو ومنو، ستانه شئ، «هُوَ أَزْكَى لَكُمْ» دا تاسو ته سپېڅلی او پاکیزه دی «وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ» او الله ستاسو په کړنو پوه او دانا دی. تاسو چې هر عمل کوئ، الله پرې پوهیږي.

لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَنْ تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ مَسْكُونَةٍ فِيهَا مَتَاعٌ لَكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا تَكْتُمُونَ﴿۲۹﴾کومه ګناه پر تاسو نشته، چې غیر مسکوني ودانیو [عمومي مکانونو] ته، چې هلته تاسو کومه ګټه لرئ[کوم کاروبار لرئ]، ننوځئ. او الله پوهېږي، پر هغه څه چې تاسو يي ښکاره یا پټ کوئ [که هر څومره يي د خلکو له سترګو پټ کړئ].

«لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَنْ تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ مَسْكُونَةٍ» پر تاسو هيڅ ګناه نشته، [دلته د جُناح لفظ هماغه د فارسي او پښتو «ګُناه» لفظ دی. چې کېدی شي له فارسي، عربي ته داخل شوی دی. چون عربي «ګ» نلري، د ګ پر ځای «ج» تلفظ کېږي. قرآن کې د لس، پنځلس ژبو لغاتونه وارد شوي دي، قرآن په ټوله کې له عربي ژبې، چې په هغه وخت کې، په عربستان کې معمول وه، او د نورو ژبو لغتونه له مخکې په عربي ژبه کې داخل ول، قرآن هم په هماغو روزمره کلیمو، چې خلکو کې معمولې وې، خبرې کړي دي. ددې لپاره، چې خلک پوه شي، په زړه پورې دا چې، په قرآن کې«۱۵، ۱۶» ځلې «لا جُناح» راغلی، یعنې پر تاسو ګناه نشته. د قرآن په هيڅ ځای کې نه دي راغلي، چې ووايي ګناه ده. یعنې اصلاً قرآن هیڅ څیز ته، ګناه نه ده ویلې. خو قرآن چې کوم کار منع کوي، داسې نه وايي، چې ګناه ده. بلکې داسې لغتونه يې کارولي، چې معنا يې، د هماغه کار تأثیر او آغېز څرګندوي.لکه ځېنې ځایونه چې وايي؛ دا کار مکوئ دا ذنب دی، ذنب یعنې دنباله، لکۍ، غځونه يې،  ورپسې ادامه يې، یعنې دا کار په پایله کې، ورپسې عوارض لري؛ لکه شراب چې خورې، له خوړلو وروسته آثار او عوارض لري. ځېنو ځایونو کې يې ویلي «اثم». اثم یعنې تنګ نظري، ځان غوښتنه، ځان لیدنه، دا کار چې کوې سړی تنګ نظره او خود خواه کېږي. مثلاً «زنا» چې کوې وايي؛ «فَإِنَّهُ آثِمٌ قَلْبُهُ»، زړه يې ګنهکار کېږي، یعنې ډېر خودخواه کېږي، دنیا يې دومره کوچنۍ کېږي، چې د یوې شېبې خوند او لذت لپاره، دومره زشت او ناوړه کار، سر ته ورسوي. یا وايي؛ که د چا په ګټه، رښتینی شاهدي ورکولی شي، او که دا کار ونکړې، دا کار «اثم» دی. خودخواهي او ځان غوښتنه ده. دلته دې هم یوازې خپل ځان لیدلی، یو کس چې بېګناه محکومېږي، تـا تـه مهم نـه دی، او وايي ولې خپل سر په درد کړم.ځېنې ځایونو کې وايي دا کار مکوئ، جرم دی. جرم د غوڅولو او د اړیکې د پرې کولو، په معنا دی. یعنې دا کار کول دې، د خدای او د هغه له مخلوق سره د اړیکو د پرې کولو لامل کېږي، تا له هغوی جلا کوي تا بېلوي. په هاغو هیوادونو کې، چې روغتیا او ورپورې اړوندو څیزونو ته اهمیت ورکوي، خلک آګاه شوي دي، او خوراکي توکي چې، د انسان په وجود کې کوم آغېز پرېږدي، څرګند او معلوم دي. مثلاً تاسو هر څیز چې پيرئ پر مخ يې جدول وي، او په هغه کې يې، په دې غذايي مادې کې شامل، ټول اجزاء او سلنه يې لیکل شوي وي، او هر څوک د خپل وضعیت سره مناسب، خوراکي توکي غوره کوي. ته چې ځانته د خوراک ډول غوره کوي، انتخاب يې ستا په خپل لاس کې دی. که تاته غوړ یا خواږه ښه نه دي، خو بیا هم ته يې د خوند له کبله غوره کوي، دا نو ستا خپل کار دی، باید آغېز او آثارو ته يې منتظر اوسې، ددې پر ځای چې ووايي ګناه ده.همدا راز قرآن آزادي ورکړې، نه وايي چې دا ګناه ده، خو په هر ځای کې يې چې تعریف کوي، آثار او آغېزې يې څرګندوي. وايي: دا ظلم دی، دا اثم دی، دا جرم دی، همدا راز نور اقسام يې، دا ټول تعریف لري؛ مطلب که هر لغت ته يې پاملرنه وکړو، شا ته يې یوه معنا شتون لري. په اصل کې، قرآن زموږ سره متحدالمالی سلوک نه دی کړی، چې ووايي دا کـار ګناه ده دا کـار ثـواب دی. ثـواب هـم د عـمل نتیجه ده، [ثواب خـو یوازې، او هرومـرو مثبته پایله نـه ده، چې له دې هم ناسمه معنا اخېستل شوې.]په هر حال دا چې وايي؛ «لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَنْ تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ مَسْكُونَةٍ» تاسو ته کومه ګناه نشته، که عمومي ودانیو ته چې غیر مسکوني دي داخل شئ. پر تاسو کوم باک نشته، چې له اجازې پرته داخل شئ. په هاغو کورونو کې، [یعنې هاغو ځایونو کې] چې یو شمېر انسانان هلته شته، چې کار او کسب او دنده او ژوند کوي، خو د شـخصي هستوګنې ځایګی نه دی، لاړ شئ. «فِيهَا مَتَاعٌ لَكُمْ» هلته ستاسو لپاره توکي، ګټې او منافع دي. [لکه فروشګاه یا پلورنځي ته چې داخل شئ، یا جمنازیوم ته لاړ شئ، یا روغتون او داسې نور ځایونه خو اجازه نه غواړي].«وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا تَكْتُمُونَ» او الله پوهېږي پر هاغه څه چې ښکاره يې سر ته رسوئ او هاغه څه چې پټوئ. په هر حال په هر نیت چې هر ځای ته وارد شوي یاست، خدای تعالی پرې بشپړ علم لري.ورپسې آیت که څه هم په ظاهر کې داسې برېښي چې له مخکې سره کومه اړیکه نلري، خو په حقیقت کې په هماغه لړۍ کې دی. چون د غیراخلاقي تهمتونو مسئله ده، غوښتې يې دي تر یوې کچې مخنېوی وکړي. نو پر دې بنا پر سترګو او اندامونو مراقبت او څارنه ده چې په راتلونکو آیتونو کې مطرح کېږي.قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ﴿۳۰﴾[ای پیغمبره] مؤمنینو [د ایمان والا نارینو] ته ووایه : په خپلو کتلو کې دې [نامحرمانو ته له هوسه له ډکو پاملرنو پر مهال] کمښت وکړي(۱۸) او خپل شرم ځایونه[او عفت] دې وساتي،(۱۹) دغه [پر نفس واکمني] د هغوی لپاره ډېره سپېڅلې ده، مسلماً الله په هغه څه چې دوی يې [ماهرانه او د نورو له سترګو لیرې] کوي، کاملاً باخبر دی.(۲۰)

۱۸– «غَضّ»، د غږ او یا کتلو راټيټول او لنډول دي. لکه څنګه چې غږ ښکته او پورته ځي، او زیر او زبر [زیر او بم] کيږي، کتل هم د اړتیا پر بنسټ، حالت غوره کوي، او معنا پیدا کوي. له «غَضّ ابصار» څخه مطلب، د سترګو تړل یا د نامحرم نه لیدل نه دي. په عادي توګه په ساده او لنډه کتنه بسنه کول، او په کتلو کې له ډیرو ډوبېدو، له سترګو لاندې کتلو، پټ او په غلا کتلو، او په اصطلاح له سترګو څرولو او سترګکونو څخه ځان ساتنه، او پرهيز کول دي.

۱۹ –  مطلب يي، جنسي اندامونه، او د شهواني غريزو، کنټرول دی.

۲۰ – د «یصنعون» فعل، د یعلمون او یفعلون، له فعلونو سره، ډیر ظریف توپیر لري؛ یصنعون،  چې له صنعت او هرمندانه تصنع سره، مل دی. هغه کړنو او چلن ته، ویل کیږي. چې د خلکو د غولونې، او فريب لپاره، په ښکلي شوي ظاهر، او حق په جانب، او په هنر مندانه ډول، سر ته رسيږي. لکه د دین د دکاندارانو، ظاهري تقدس، تصنع، او ریاکاري. «لَوْلَا يَنْهَاهُمُ الرَّبَّانِيُّونَ وَالْأَحْبَارُ عَنْ قَوْلِهِمُ الْإِثْمَ وَأَكْلِهِمُ السُّحْتَ لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَصْنَعُونَ» [مائده۶۳(۵:۶۳)]. په دې ځای کې يې منظور؛ په غلچکیو کتنو، او په پټه د خلکو له سترګو څخه چپ، او لېرې اړيکو کې، له ځیرکتوب څخه دی.دا آية، او ورپسې آیة، مسلمانو نارینه او ښځو ته، د کتلو او د پوښښ حد جوتوي؛ «قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ» مؤمنانو ته ووایه؛ خپلې سترګې دې، نامحرمانو ته د کتلو پر مهال ټیټې کړي، او په خپلو کتلو کې دې، کمښت وکړي. او د خپلو کتلو ساحه دې، د ناروا تر بریده نه غځوي. او خپله پاک لمني دې، وساتي. دا د هغوی لپاره، سپېڅلی او پاکیزه تر، دی. [یعنې دا د عفاف او پاک لمنۍ دستورونه، د پاکیزګۍ لپاره، ورکړل شوې دي.] او خدای تعالی پوه دی، پر هاغه څه چې، دوی يې سر ته رسوي.«قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ» ووايه [ای پیغمبره] مؤمنانو ته؛ «يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ» [يَغُضُّوا] په حقیقت کې، «يَغُضُّون» وو. مضارع فعل دی، او چون د یو شرط په ځواب کې راغلی، په دې بڼه اووښتی. دا د امر حالت نه لري. پیغمبر ته وايي؛ خلکو ته ووایه، هغوی يې پخپله عملي کوي؛ «يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ» دلته «مِنْ»، تبعیضي بڼه لري، يعنې ځېنې له کتنو يې، وپوښي. «وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ» فروج یوه اصطلاح ده، یعنې مخصوص اندام يې، جنسي اندام يې، تمایلات يې، جنسي او غریزي تمایلات يې، حفظ کړي. ويې ساتي، مراقبت يې وکړي. پر خپلو غریزو، نظارت او څارنه، ولري. مطلب يي د جنسي اندامونو، او د شهواني غريزو، کنټرول دی. «ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ» دا ددوی په ګټه دی، «أَزْكَى» یعنې رشد او وده، یعنې د دوی، د ډېرې ودې او رشد لامل کېږي، دا کار سپېڅلی دی. «إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ» الله پر هغه څه چې، دوی  يې کوي، خبیر دی.دلته يې نه دي ویلي؛ «عَلیمٌ بِما یَعْمَلُون»، یا «علیم بما یفعلون» ؛ دلته يې د علیم پر ځای، خبیر ویلی، او د یعملون پر ځای يې، ویلی «یصنعون». خبیر، خِبره توب دی، پر جزئیاتو. په ډیټایل خبرېدل دي. یصنعون هم، له صنع اخېستل شوی. یعنې هاغه رفتار او چلن، چې په هنرمندۍ او ځیرکۍ، سر ته رسېږي. یعنې چشم چراني، مقابل جنس ته ځانګړې پاملرنه او لېوالتیا، د سترګو په کنج کتل، د سترګو لاندې پټ پټ کتل، دا کارونه هغه څوک کولی شي، چې په دې ډګر کې هنرمند وي. او کوښښ کوي داسې چلن وکړي، چې بل څوک پرې پوه نه شي. دا یو ډول، د چلن صنعت دی. وايي؛ هاغه کارونـه چې، په هنر او ځیرکۍ کوي، او څوک پرې نه پوهیږي، خدای ترې خبر دی. «يَغُضُّوا» یعنې ټیټول، دا لغت هم، د غږ په اړه په قرآن کې، کارول شوی دی، او هم د سترګو په اړه. یعنې د غږ فریکونسي دې، ټيټه کړل شي. دا شونی دی چې، د غږ ټئون راټیټ شي. سترګې هم همدا راز دي، یعنې اړین نه دی، سړی سترګي وټومبي، خیره شي. ځینې له کتنو چې وايي؛ یعنې هاغه کتنې چې، له رېب او دوکې سره مل دي، هغه کتنې چې له شهوت سره وي، له لېوالتیا او تمایل سره وي؛ او که داسې نه وي، دلیل نه شته، چې اصلاً څوک و نه ګوري. مهمه داده؛ کتنه چې کوي، د کومې موخې لپاره ده. دا سترګې ټومبل، او خیره کېدل، په کوم بنسټ دي. کومو دنننیو انګېزو، ورته فرمان ورکړی. کوم خاص مطلب لري، او که نه عادي خبرې کوي. یا دا چې د مقابل لورې، سترګو او وریځو ته يې، پام هم نه دی. دادی چې وايي؛ ځینې له کتنو مو، لنډې کړئ. دلته چې وايي؛ سر دې ټیټ واچوه، سترګې دې ټیټې کړه، مطلب يې ټیټوالی نه دی. یعنې؛ وايي د کفایت تر کچې ګوره، ډېر مه خیره کېږئ. په دې آیة کې ډېرې مسئلې دي، چې باید بحث پرې وشي. مفسرینو د «يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَ يَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ» په اړه ډېر بحث کړی دی. د ځېنو اعتقاد پر دې دی، چې دا دوه جملې عورت پورې اړه لري. چون یو له واجباتو، چې موږ په اسلام کې لرو، دا دی؛ چې هم پر نارینه او هم پر ښځې فرض دي، چې له همسـر پرته له نورو ټولو څخه، خپل عورت وپوښي، او پټ کړي. د عورت ستر پر نارینه او ښځې، هر دواړو فرض دی. غیر له مېړه او ښځې، چې یو د بل د عورتونو په نسبت، محرم دي. نور هېڅوک، د بل چا د عورت په نسبت، محرم نه دی. پلار او مور، د خپل زوی او لور په نسبت، او ورونه او خویندې، د یو او بل په نسبت، په دې اړه محرم نه دي. د عورت پټول او پوښل، فرض دي. او د غیر، عورت ته کتل، او نظر کول، حرام دي. دا د اسلام د مقدس دين، له مسلماتو څخه دي.  قرآن چې په دې آیت کې، د سترګو د کنټرول، او د عورت د ساتلو پسې، سمدلاسه د «ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ» مسئله بیانوي، وايي؛ دا دستور بیا هم، ستاسو د روح، د پاکولو لپاره دی. ددې مطلب فلسفه دا ده، چې اسلام نه غواړي، په خلکو کې له هاغه بریده زیات، چې طبیعت يې د جنسي غریزې له ارضا، اقتضا کوي، په دې اړه، د فکر او ذهن، د اشتغال او بوختېدو، او د شهوت د تهیج او پارېدو، لاملونه او موجبات، رامنځته کړي.هر څیز چې انسان نه ویني، د هغه په اړه، اندنه هم نه کوي. خلک له دې لامله، چې عورت يې، یو له بله پټ دي. [البته په اسلامي او دیني ټولنه کې] هیڅکله داسې نه پېښیږي، چې یو څوک د بل د عورت په اړه، فکر وکړي. اصلاً دا یو څیز دی «مغفولٌ عنه»، یعنې هیڅکله د پاملرنې وړ نه دی. د انسان فکر، د انسان مغز، د انسان زړه، د انسان اندنه، له دې ډېر مقدس او سپېڅلي دي، چې د داسې مسئلو په اړه، اندنه وکړي. او هېڅ اړتیا نشته، چې په دې اړه اندنه وکړي. ددې لپاره، چې ستاسو زړونه، ستاسو فکرونه او ستاسو ماغزه پاک وي، او د داسې مسئلو په اړه اندنه ونکړئ، [چې د پلانکي عورت، دا ډول دی، یا هاغه ډول]. او هيڅکله، داسې یو څیز، شتون ونلري. [چون اسلام، د عورت د ستر، دستور ورکړی دی.] او له دې اړخه، نتیجه او پایله يې، هم تر ډېرې کچې ښه ده. نتیجه يې، همدا ده، چې د خپلو اتباعو، فکر او ذهن، له دې څخه، پاک او لوړ وساتي، چې په دې اړه، فکر وکړي. او هغوی اصلاً، په دې اړه فکر نکوي. د ډېرو ناسمو سنتونو له جملې، چې پر له پسې په غربي نړۍ کې، رواج شوی، او آغېز يې، نورې نړۍ ته، هم ورو ورو خپرېږي. او د «برتراند راسل» غوندې کسانو، دا سنت او طریقه تشویق کړې، او ملاتړ يې کاوه. د عورت د کشف او څرګندوالي مسئله، او له ستر عورت سره مبارزه ده. راسل په خپل کتاب کې، چې د تربیت په اړه يې لیکلي، او د کتاب نوم يې هم، «په تربیت کې» دی. ټینګار لري، چې باید په بنسټیزه توګه، د عورت د ستر مسئله، له منځه ولاړه شي؛ خو قرآن، ټینګار لري، چې باید دا قضیه، محفوظه پاتې شي. او په ځانګړې توګه دا کلمه، چې فرمايي: «ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ» غواړي ووايي؛ موږ بهتر پوهېږو، چې دا مطلب بیانوو.نو ځېنې معتقد دي، چې دا «يَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ» یعنې خپله لمن او عورت دې، له نظرونو وساتي، او پټ کړي. «يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ» خپلې سترګې پټې کړي، او خپل لیدل محدود کړي. له څه څیز؟ ځېنو ویلي له عورت لېدلو. خو په اصل کې، دا آیت عمومي دی. یعنې «يَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ» د عورت پوښل هم دي، خو عورت ته ځانګړتیا نه لري. او له روایتونو هم څرګندېږي، چې دلته په دواړو کې شامل دی. او د «يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ» په اړه، تقریباً جزم لرو، چې عورت ته، د نظر په اړه، ځانګړتیا نه لري. بلکې ښايي، د غیر عورت نظر ته، ډېره پاملرنه لري. و مو ویل چې، «غضّ» یعنې کمول او ټیټول، یعنې د کتلو کمول او محدودول، [لکه د آواز ټيټول]، د سترګو له ټومبلو ځان ساتنه، او لیدل د نه لیدلو لپاره.په اصل کې «غَضّ»، د غږ او یا کتلو، راټيټول او لنډول دي. لکه څنګه چې، غږ ښکته او پورته ځي، او زیر او زبر [زیر او بم] کيږي. کتل هم د اړتیا پر بنسټ حالت غوره کوي، او معنا پیدا کوي. له «غَضّ ابصار» څخه مطلب د سترګو تړل، یا د نامحرم نه لیدل نه دي. په عادي توګه، په ساده او لنډه کتنه، بسنه کول، او په کتلو کې له ډیرو ډوبېدو، له سترګو لاندې کتلو، پټ او په غلا کتلو، او په اصطلاح له سترګو څرولو، او سترګکونو څخه، ځان ساتنه، او پرهيز کول دي.په «إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ» د «یصنعون» فعل، د یعلمون او یفعلون له فعلونو سره، ډیر ظریف توپیر لري؛ یصنعون، چې له صنعت او هرمندانه تصنع سره، مل دی. هغه کړنو او چلن ته ویل کیږي، چې د خلکو د غولونې او فريب لپاره، په ښکلي شوي ظاهر، او حق په جانب، او په هنر مندانه ډول، سر ته رسيږي. لکه د دین د دکاندارانو، ظاهري تقدس، تصنع او ریاکاري، چې د مائده سورة په «۶۳» آیة کې ورة نغوته شوې ده:«لَوْلَا يَنْهَاهُمُ الرَّبَّانِيُّونَ وَالْأَحْبَارُ عَنْ قَوْلِهِمُ الْإِثْمَ وَأَكْلِهِمُ السُّحْتَ لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَصْنَعُونَ» [مائده۶۳(۵:۶۳)]. ولې ربانیّون [= واقعي خدای پېژاندې] او [مذهبي] عالمان هغوی له ګناه ککړو [فردي او قومي ځان ستایونکو] ویناو او له حرام خوړلو [= باړي مارۍ او بډي خورۍ]  څخه نه منع کوي؟ څومره بد ځاندرې [او زشت] دي، ریاکارۍ [مصنوعي ځان جوړونه] چې کوي.په دې ځای کې يې منظور؛ په غلچکیو کتنو او په پټه د خلکو له سترګو څخه پټ او چَپ او په لېرې او په ناسمو اړيکو کې له ځیرکتوب څخه دی.وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُولِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاءِ وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِنْ زِينَتِهِنَّ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ﴿۳۱﴾او مؤمنو ښځو ته ووایه: چې په خپلو سترګو او کتنو کې [د نامحرمانو د لېدلو په وخت کې] د ټیټوالي پر لور کمښت راولي(۲۱) او خپل عفت وساتي او خپل زينت [سینګار او ښکلا] بېله هغه چې [په طبيعي توګه] څرګند دي، ښکاره نه کړي(۲۲) او خپل سرپټی دې پر خپلو ګرېوانونو واچوي(۲۳) او خپله ښکلا دې چاته څرګنده نه کړي پرته له خپلو مېړونو ته يي، پلرونو ته يي، د مېړونو پلرونو [خسـرانو] ته يي، ورونو ته يي، وریرونو ته يي، خوریونو ته يي، خپلو [هم کيشه او هم دینه] ښځو ته يي،(۲۴) تر ولکې لاندې غلامانو ته يي،(۲۵) تر تبعیت لاندې خواجګانو [= نرښځو خدمتګارانو] ته چې ښځو ته بې رغبته وي او هغه ماشومان چې [لا بالغ شوي نه دي او] د ښځو پر شرم ځایونو [= جنسي مسئلو] پوه شوي نه دي او [پر لار د تګ پر مهال ، دا راز] پل پر ځمکه ونه وهي تر څو  هر هغه څه له زینتونو [ښکلا او سینګار] څخه چې پټوي [لکه خلخال، پازېب] څرګند شي.(۲۶) ای مؤمنانو ټول د الله په لور بېرته وګرځئ [توبه وکړئ]،(۲۷)تر څو نجات ومومئ.

۲۱ – معمولاً نارینو ته ویل کيږي، چې سترګي مو وپوښئ. او ښځو ته ویل کيږي، چې اندام مو پټ کړئ! خو په دې دوو آیتونو کې، هر دواړو لورو ته، دا توصیه شوې ده. سره ددې چې، شدّت او ضعف يي، د هر یو د جنسیت پر بنسټ، توپیر لري.

۲۲ – هغه څه چې، په طبیعي توګه څرګند دي، ډیریو مخ او لاسونه[تر مړوندونو] ګڼلي دي. خو د بشپړ پټولو سره هم، د نارینه او ښځې د اندام توپیر له ورایه څرګنديږي.  هغه څه چې ترې نهې شوې ده، د نن ورځې په پرتله بدن لیدې تنګې او شفافې جامې دي.

۲۳ – «خُمُر» د خِمار جمع، له هغه پوښښ څخه عبارت دی،چې په سر به يي اچوه.[د عربستان له تودې اوسوځوونکې هوا، دوړواوخاورو څخه د ساتنې لپاره، یا دعفت د نښې په توګه].د هغې اچول د ګريوان له پاسه دغاړې، ټټراوسينو د پټولو له پاره دي. که د سر د ويښتانو د پټولو په اړه، دقرآني لید له مخې دمتشرعانو له پرله پسې ټینګار سره، ځېنې تردیدونه څرګند شوي دي. خودغاړې او سېنې د پټولو په اړه، په کوم صراحت چې په دې آیت کې راغلي دي، هيڅ شک نه پاتې کيږي. سره له دې چې دې ته، ډیر لږاهميت ورکول کيږي.

۲۴ – له «نِسَائِهِنّ» څخه موخه، هم کيشه ښځې ګڼل شوي دي. داسې هم اټکل کیدای شي، چې موخه يي خپلوانې او آشنا ښځې وي. په دې صورت کې، د خصوصي مسائلو د ساتلو په اړه، پردیو ښځو ته، د هغوی د ژمنتیا د نه شتون له امله، حریم او برید ټاکل شوی دی.

 ۲۵ – «مَا مَلَکَتْ اَیْمَانُهُنَّ» هماغه په جګړه کې، نیول شوي اسیران او یرغمل شوې، ښځې او نارینه دي، ځينو مفسـرینو د «نِسَائِهِنَّ» په قرینه، چې ترې تر مخه راغلې، د وینځو مطلب يې ترې اخيستی، او ځینو هم غلامان، د مملوکوالي او د اختیار د نشتوالي له لامله، چې د هغوی له لوري، د نګرانۍ او د خطر د رفع لامل وو، په دې ځانګړيتوب کې شامل ګڼلي دي.

۲۶ – مفسـرینو خالخالونو ته اشاره کړې ده چې پخوا به يي په پښو پورې تړل او په مځکه د پښوپه وهلو به يي [لکه داوسنيودجګپوندو بوټانو په څير] راکښونکی غږ کاوه، نن ورځ هم کېدی شي پرلارې دتګ په ډول کې داندام د ښکلا او سینګار توکو د نندارې شاهدان اوسو.

۲۷ – د آیت په پایله کې، ټولو مؤمنانو ته توصیه، د دې ښکارنـدوی ده؛ چې ډیر لږ خلک داسې موندل کيږي، چې په خپل عمر کې د سترګو خیانت، یا د جنسـي غریزو لغزش، ترې نه وي سرته شوی!په مخکیني آیة کې، لکه څنکه چې په عمومي توګه، ټولو مؤمنینو ته، د سَترْ او پوښښ د برید او حد په اړه، خطاب وو. په دې آیة کې، د موضوع د اهمیت، ټینګار او توپیر د جوتولو لپاره، مؤمنو ښځو ته په ځانګړې توګه، خطاب کوي: «وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ» او مؤمنو ښځو ته [هم] ووایه، «يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ» [هغوی دې هم،] خپلې سترګې وپوښې، او د خپل پت مراقبت وکړي.دا زموږ په ټولنه کې، معمول دی،

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا