
یوچا چیرته د بنیادم د هوس په باب لیکلی ؤ چی هوس او آرمان بد شی دی، د سیاحت هوس، د پیسو هوس، د عیاشۍ هوس او د قدرت هوس. خو هوسونه چې روا وي، نو دومره نه چاخوڼیا کېږي، چې انسان بدنام او ناکام کړي او هوسونه دي، چې د ژوند شېبې کله رنګینې او کله هم غمګینې کړي.اوس د پاکستان او طالبانو ترمینځ د زرګری خو خونړۍ جګړی په لوخړو کی چی د طالبی واکمنۍ وروستې انځوروی ددغه واکمنی یوه طالب ملا چی د افغانستان د پولی ددواړه خواؤ پرتو نورزیو او آڅکزو په لهجه یی خبری کولی او خپل یوازینی آرمان یی څرګنده ؤ د جګړی په لومړنیو شیبو کی کله چی د پاکستان پوځی الوتکو پر پکتیکا او ننګرهار ولایت کی ددوی پر ګمان د ترهه ګرو پر مرکزونو برید وکړ نو د طالبانو د عمری قول اردو ۲۱۶ قوا په یوه غونډه کی چی تل په استبدادی او بنسټ پاله رژیمونو کی د خپلو سرتیرو د مورال ساتلو په موخه دا شانی غونډی ترسره کیږی د عبدالهادی همت په نوم یو طالب چارواکی ملا د منبر پر سرپورته شو او خپله له غٌسی ډکه وینا یی داسی پیل کړی وه : که امیرالمؤمنین شیخ صاب « شیخ هیبت الله » موږ ته اجازه وکړی ….زما دی په الله قسم وی که دوهمه شپه په بل ځای کی وکړم بی له کوټی څخه ! په الله می دی قسم وی که دوهمه شپه په بل ځای کی وکړم بی له پیښور څخه ! خو آرمان ، آرمان ….. خو نن شپه چی د طالب چارواکو په قول د شیخ صاب پر قومانده طالبانو د غچ آخیستو په موخه خپل عملیات پیل او پای ته ورسول هیڅوک نه پوهیږی چی هغه د طالبانو د نظامی محکمی رېیس شیخ هادی همت صاب چی په کلکه یی سوګند ( قسم ) یاد کړی ؤ چی دوهمه شپه به په کوټه او پیښور کی تیروی چیرته دی ؟ خو عنایت الله خورازمی چی ځان دطالبانو د دفاع ویاند بولی په خپل ټویټر پاڼه کی ولیکل چی : د نن شپې د انتقامي بریدونو د پایلو په اړه د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه داچې څو ورځې وړاندې د پاکستاني پوځي حلقې لخوا په خورا سپین سترګۍ سره د افغانستان په خاوره تجازو وشو، زموږ حریم یې نقض کړ او دلته یې ښځې او ماشومان په شهادت ورسول، په ځواب کې یې نن شپه د ۱۴۴۷ قمري کال د رمضان المبارک میاشتې په ۹ تاریخ ( چې د ۲۰۲۶ میلادي کال د فبروري میاشتې له ۲۶ سره سمون خوري) د ماخستن په ۸ بجو په شرق او جنوب شرق استقامتونو د دیورندکرښې په هغې غاړه کې د پاکستاني پوځيانو پوستې تر کارنده ګوزارونو لاندې ونیول شوې. په دیورند کرښه د پاکستاني پوځیانو د ځپلو په دغو انتقامي عملیاتو کې مجموعا ۵۵ تنه پاکستاني عسکر وژل شوي، دوه قرارګاوې او ۱۹ پوستې فتحه شوې دي. یاد بریدونه د پکتیکا، پکتیا، خوست، ننګرهار، کنړ او نورستان ولایتونوته څیرمه
د دیورند کرښې په پورې غاړه د پاکستاني پوځي رژيم په عسکرو ترسره شول. په دغو بریدونو کې عملیاتي قطعاتو ته ورکړل شوي هدفونه له پلان سره سم تر لاسه شول او د شپې په ۱۲ بجو د اسلامي امارت د لوی درستیز په امر جګړه ودریده. په دغو انتقامي عملیاتو کې مجاهدینو په لوړ مورال سره د دیورند کرښې په امتداد کې د پاکستاني پوځیانو دوه قرارګاوې، ۱۹ پوستې په هماهنګ ډول له منځه یوړې او له ۴ نورو پوستو څخه یې پخپله عسکر وتښتیدل. د څلورساعته جګړې په جریان کې ۵۵ تنه پاکستاني پوځیان وژل شوي، د ځینو جسدونه د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا افغانستان ته را انتقال شوي، یو شمیر ژوندي هم نیول شوي، او ډیرې نور یې په تيښته بریالي شوي دي. ……..
بل لورته د پاکستان په ظاهره ملکی خو د نظامیانو دګوډاګۍ اداری دفاع وزیر خواجه محمد آصف چی دغه زرګری خو رښتیا ته نږدی جګړه د دمادم دم مست قلندر له هغه مصرع سره پر تله کوی چی د پاکستان د نامتو هنرمند خدای بښلی فتح علی خان په غږ کی په یوه صوفیانه انداز کی ویل شوی ده خو هیڅوګ نه پوهیږی چی د ځواجه آصف دغه ناره د څه په معنا ده ؟
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید