

لکه څنګه چی خبریاست پرون د مازدیګر په شاوخوا کی کله چی د اسلام د رښتیانی بڼۍ باتور باز او روڼاندی عالم مولوی منیر شاکر د لمانځه داداکولو په موخه د اور مړو په سیمه کی د جومات پر لور روان ؤ نو هغه شهید ته د اسلام په نامه جعلی نا معلومو ټیکه دارانو لخوا یو بمب پر ځمکه کی ښخ کړل شوی ؤ چی د هغی د چاودنی په نتیجه کی له خپلو دریو ملګرو سره یوځای لومړی ټپی او وروسته د نا علاجه پرهارونو له لامله په لیډی ریډینګ روغتون کی د شهادت او ګواهۍ لوړ مقام ته ورسید اونن یی جنازه دسلګونو او زرګونو پلویانو او خواخوږو له خوا د هغه شهید دزوی عبدالله شاکر په امامت دحیات آباد سره نږدی د ناران په باغ کی ترسره شوه که څه هم تردی مهاله هیچا ددی جرئت نه دی کړی چی د هغه د وژنی پړه په غاړه واخلی خو کره شواهد داښیی چی هغه د خپل اسلامی روڼاندی هوډ چی داسلام مقدس دین یی د انسانی اخلاقو د تکامل پانګه ګڼله اود اسلام مقدس دین یی د هرډول مذهبی ، قبائلی او نورو راز ، راز توکمیزو توپیرونو څخه اوچت باله قربانی شو . او طبیعی ده چی د متحجر قرئت پالونکو ډلو ټپلو په وړاندی د هغه وژل ثواب ګڼل کیږی نو ځکه خو یی په ناځوانۍ سره په شهادت ورساوه .د حیرانتیا وړ خوداده کله چی په افغانستان پوری تړلی د یوی تلویزیونی شبکی مجری او خبریال د مولوی محمد نبی محمدی په نوم دکوم طالب څیړونکی او لیکوال څخه داسی پوښتی چی تاسو څه فکر کوی مولوی منیر شاکر به دچا له لوری وژل شوی وی ؟ نو نوموړی مولوی چی ځان د دین عالم او کارشناس بولی داسی ځواب ورکړ : زما په نظرمولوی شاکر د امت سره زیات مخالفت درلود دهغه نظریه او تیوری نه په قرآن کی موجوده او نه هم د حضرت رسول په نبوی احادیثو کی ثابته وه هغه تل ځینی نظریات د خپل ځانګړی او شخصی دید له مخی دخلکو د ګمراه کولو په موخه بیانول که څه هم موږ یی پر عقیده کار نلرو خو کله چی هغه د لشکر اسلام په نوم د یوی ډلی مشری په غاړه درلوده چی هلته یی هم له ځینو نورو مذهبی ډلو سره مخالفت درلود . د خیبر پښتونخوا د پولیسو د مشر له قوله هغه په پیښور کی دداعش ډلی له لوری وژل شوی دی . ویل کیږی کله چی مولوی شاکر په ځینو رسنیو کی دداعش پر ضد تبلیغات کول نو داعش ډلی هم ورته ګواښ کړی ؤ چی موږ به تا وژنو ! که څه هم دداعش نوم یو استخباراتی داسی نوم دی چی د ځینو هیوادونو د استراتیژیکو موخو په خاطر رامینځ ته شوی دی او په ټوله کی د استخباراتی مسخه شوی بنسټ پاله قرئت څرګنده بیلګه ده او په لومړیو کی ددغه بهیر زیاتره مشران د متحجرانه تفکر په درلودو د طالبانو په لیکو کی هم ګرمه استخباراتی جګړه پر مخ بیوه . او طالبان تر اوسه هم په دی نه دی بریالی شوی چی له داعشی تفکر سره د خپلو نظریاتو پولی اوسرحدونه د اولس پر وړاندی جوتی کاندی . چی ګنی له داعشی تفکر سره دهغو پر دغو بنسټونو اختلاف موجود دی .
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید