گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دپښتنودساتنی پرغورځنګ بندیزاو دخیبرپښتونخوا دمحکمی غبرګون!
دپښتنودساتنی پرغورځنګ بندیزاو دخیبرپښتونخوا دمحکمی غبرګون!

دپښتنودساتنی پرغورځنګ بندیزاو دخیبرپښتونخوا دمحکمی غبرګون!

لکه څرنګه چی خبریاست په دی وروستیو څو کالونو کی د پښتنو ځوانانو لخوا د پښتون ژغورنی د غورځنګ په نامه پراخ لاریونونه پکار واچول شول چی په ترځ کی یی دپښتون ژغورنی غورځنګ یا PTM په نوم له حماسو ډک دریځ خپل کړ. که څه هم دغه غورځنګ په بنیادی توګه د پنجابی ښکیلاک مخه ډوپول په دغه حساس وخت او پړاؤ کی خپله اجنډا نه بولی خو په راتلونکی کی یی هم د هغوی ریښی ایستل نا شونی نه ګڼی .

خو په کوزه پښتونخوا کی د ځینو سود پرسته کړیو له پنجابی سامراج سره داړیکو له درلودو سره سره  دغه غورځنګ وکولای شول په لکنو ځوانان پر ځان راټول کړی او دیوه داسی غورځنګ بڼه خپله کړی چی په سیمه کی د یوی عملی اجندأ درلودونکی وی .دغه غورځنګ د پاکستانی ښکیلاک له لوری  چی زیاتره یی د پنجاب سره اړیکی  لری  په راز ، راز تورونو تورن شو خو دهغی سره سره هم د پاکستان د استبلشمینټ یا پاکستانی پوځ په وړاندی دستر ګو د اغزی حیثیت وساتلو نو ځکه خو یی هم ددوی ځینی په سلګونو د کار کسان بندیان او یا هم په امتیازاتو سره واخیستل شول خوددی سره سره یی هم همت له لاسه ورنکړ

اوتردی چی د پاکستان د حکومت د پوځ پر غوښتنه د هیواد اساسی قانون پر خلاف یی ددوی پر هلو ځلو بندیزونه ولګولااو دغه سوله ایز مدنی جوړښت یی د تروریسم په نام نهاده لست کی شامل کړ .د حیرانتیا وړ داده چی ددغه پریکړه لیک لاندی د عمر حیات چټه (OMAR HAYAT CHTTAH) په نوم د یوه ټیټ رتبه کارکونکی لاسلیک شوی دی چی دا په خپل وار سره د حیرانتیا ځای دی . خو کله چی دغه پریکړه د پاکستان په رسنیو او مطبوعاتو کی خپور شو نو سمد لاسه د خیبر پښتونخوا ستری محکمی ددغه اقدام په هکله فیصله واوروله او له پاکستانی حکومت څخه یی غوښتنه کړی ده چی ددغه پریکړی په هکله محکمی ته خپل دلائیل وړاندی کړی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا