گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دخلیفه له ځان وژونکو ستاینه!
دخلیفه له ځان وژونکو ستاینه!

دخلیفه له ځان وژونکو ستاینه!

لیری دی له مخی نن مو د خلیفه صاب سراج الدین حقانی د ځانګړی ویاند چی ځان د خلیفه صاب سراج الدین حقانی په مشری د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند بولی د پخوانی ټویټر او اوسنی ایکس په پاڼه کی داسی خبر ولؤست چی ګنی نن د طالبانو دکورنیوچارو وزیر خلیفه صاب سراج الدین حقانی د غزنی ولایت د ګیلان په ولسوالی کی د « انتحاریانو چی طالبان یی استشهادیان بولی » په یوه غونډه غونډه کی ګډون کړی ؤ او دغزنی ولایت په تیره بیا دګیلان ؤلسوالی د انتحاریانو چی طالبان یی استشهادیان بولی  کارنامی وستایلی او دخپلو صوفیانه وینا په ترځ کی یی وویل چی :

موږ ټول ستاسو دتنیکو ځوانانو د استشهادی مجاهدینو پوره وړی یو او تل به یی ستایو . خلیفه صاحب د خپلی صوفیانه وینا په یوه برخه کی داسی ؤفرمائیل : دګیلان ؤلسوالی څخه ډیر استشهادی ځوانان را ټوکیدلی چی دهیواد د آزادۍ لپاره یی بی ساری قربانۍ ورکړی دی اودګیلان خلکو ته خدای پاک یوامتیازدرکړی دی دا ګیلان ته خدای دومره امتیازدرکړی دی کله چی د ګیلان نام یاد شی استشهاد را بريښی . موږ چی ستاسو دپښوخاوری هم نه یو ستاسو په وجه جګه شمله ګرځو . کوشش به مو داوی چی اوس به بیاهم دغه نظام ساتو . ….دا وطن چی دسر په بیه اسلام ګټلی دی که سل واره زه دخلیفه صاحبه خفه شم ، زه د والی صاحب څخه خفه شم یا دؤلسوال صاحب څخه خفه شم په دی کی زه ورشریک یم د عقیدی په لحاظ زه ورشریک یم اوداسی نوری دخلیفه صاب د مبارکی خولی څخه راووتی……
خلیفه صاب که څه هم دامریکائی نیویارک ټایمزورځپاڼی له لوری یو مینځ لاری طالب چارواکی بلل شوی دی خو هیڅوګ نه پوهیږی چی دادانتحاریانو خلیفه څنګه او پرکوم دلیل مینځ لاری طالب چارواکی ښودل شوی دی؟په داسی حال کی چی د کابل په زړه کی پر انټر کانټی ننتل هوټل برید ، او په کندهارکی دیویغونډی په ترځ پردی خلیفه سراج الدین حقاني اعتراف وکړ چی ګنی له ۱۲۰۰زیات تنکی ځوانان یی انتحار ته استولی دی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا