هیڅوک نه پوهیږی چی د جناب حنفی صاحب دنده چی ځان شیخ الحدث بولی څه ده او د چا په اجازه په نورستانۍ ښائیسته لهجه د منکراتو پر وړاندی قمچینه په لاس ګرځوی خو ټول پوهیږی له هم هغه ورځی چی دطالبانو په نوم استخباراتی ډلګۍ د سیمی د هیوادونو د امنیتی بلک واتر Black Water په څیر چی یو امریکائی امنیتی ځواک دی د ښځو چارو وزارت نوم بدل او د ” امر بالمعروف و نهی عن المنکر ” یی پری کیښود نو دهغی د سنبالولو په موخه یی په پاکستانی مدرسو کی د ” قمچینی ” او ” قین و فانه ” په برخه کی زده کړی سرته رسؤنکی چی دنورو په څیرشیخ خالد حنفی چه هغه هم ځان شیخ بولی په دغه نیمه استخباراتی ګدئ کینول شو . ترټولو د حیرانتیا وړ داده چی شیخ خالد حنفی له هم هغه لومړی ورځی د افغانستان د لرغونی تاریخ په را سپړلو بوخت شو تر دی چی پر ختیځ مشهور یر غلګر چنګیز خان یی مسلمان او داسلامی حکومت بنسټ ایښودونکی وګاڼه . کتونکی واېی چی که له یوی خوا دچنګیز خان د واکمنی په هکله چی د اسلامی دولت بنسټ یی ایښی ؤ د شیخ صاب خبره نا مستنده بریښی خو دکله څخه چی په افغانستان د اسلام په نوم د طالبی امارت خونړۍ واکمنې را مینځ ته شوی ده نو طالبانو داعمالو په پر تله یی د چنګیز خان حکومت غوره ګڼلی دی .
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید