گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دامیرالمؤمنین له فرمان سرغړونه دخدای له احکامو سرغړونه!؟
دامیرالمؤمنین له فرمان سرغړونه دخدای له احکامو سرغړونه!؟

دامیرالمؤمنین له فرمان سرغړونه دخدای له احکامو سرغړونه!؟

موږ ته الله یو اسلامی نظام راکړی دی چی ددی اسلامی نظام په رأس کی قدرمن امیر المؤمنین ضل الله وتعالی دی چی دخدای پر دین باندی ثابت قدم دی او دخدای پاک ددین په مقابل کی دهیچا تسلیمی نه منی اوهوډ یی دادی چی دخدای پاک دین به نافذوم او کوم فرامین او هدایات چی راځی نو ګران فاضله او ګران عالمه زما اوستا خو وخت پروخت داتقاضأ وه او په حجره کی به ناست ؤ دزړه څخه به مو وینی څڅیدلی …..نن داسی امیر الله پاک راکړی دی چی هر حکم یی داسلام تنفیذ دی د اسلام تقویه ده د اسلام نفاذ دی اوس یی حمایه پکار ده دا نده پکار چی د مسلمانانو امیر کوم فرامین تنفذوی د مسلمانانو امیر احکام صادروی …. دمسلمانانو د امیر اهانت خو نا جائز دی ….

دامیر اهانت دادی چی د امیر داحکامو عملی کیدل نه کیږی . …… الله ج د احکامو او د امیر د حکم  په مابین کی فرق څه شی دی ؟ اطیعو الله و اطیعو الرسول واولی لاامر منکم .  صرف فرق یی دادی چی دا موقت دی او هغه دائیمی دی . موږ یی باید په کلکه حمایه وکړو . که زموږ علمأ ، زموږ بزرګان په فرامینو کی غفلت کوو فرامینو ته توجه نه کوو،احکاموته توجه نه کوو نو داعوام مسلمانان خو نورهم مخ ته ځی په هغوی کی جرئت پیدا کیږی چی ګنی که دا فرمان داسی ضروری وای نوعلمأو خوبه پری عمل کولو !نو د امر بالمعروف چی کوم قانون دی ددی په نفاذ کی ددی په عملی کولو کی به په خاص ډول توجه کوو ! د مسلمانانو د امیر اوله تقاضأ هم همدادهدا څو پر سرو زرو لیکل شوی ټکی د هغو خبرو یوه کوچنې بیلګه ده چی د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر  ملا ندا محمد ندیم چه پرقد لنډۍ او ځان شیخ الحدیث بولی د طالبانو د پګړۍ تړلو په یوه غونډه کی چی د لوی جرګی په نوم تالار کی جوړه شوی وه ؤ فرمایلی !خو دا چی ملا ندیم آخند ملا هیبت الله آخندزاده د مسلمانانو امیر المؤمنین و نوماوه نو  ترټولو لویه پوښتنه یی چی رامینځ ته کړه داده چی د ملا ندیم آخند مخاطب کوم کسان او له کوم اسلامی  هیواد سره تړون درلود چی  ګنی هغوی د امیر المؤ منین شیخ هیبت الله آخند زاده له فرمانونو سر غړونه کړی ده ؟
آیا مد ملا ندیم موخه  په سوریه او شام کی د تحریر د غورځنګ مشر احمد شرع دی چی د شیخ هیبت الله آخند زاده د ملا ندیم په قول د نړی د  مسلمانانو امیر المؤمنین دی چی  دهغه د تیاره او خونړیزو فرمانونو پر خلاف یی په سوریه کی د ښځو پر زده کړو او کار بندیز ونه لګاوه ، همد اشان یی د نوی اساسی قانون تر رامینځ ته کیدو پوری په سوریه کی نافذ اساسی قانون د لاری نقشه ؤ بلله ،همدا ډول  یی عمومی ټاکنی د مشروعیت لپاره یو زرین اصل ؤباله او ددی په څیر نور سیاسی او ټولنیزاقدامات ! اوکه نه د ملا ندیم مقصد په افغانستان او په ځانګړی توګه د طالبانو په غورځنګ کی استخباراتی دقدرت جزیری لکه حقانی شبکه او نوری پټی او څرګند  د قدرت اهرمونه او مرکزونه دی چی د یوی تاریخی او استخباراتی سابقی څخه برخمن دی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا