لیکوال او څیړونکی ښاغلی انجنیر محسن عنایت چی د خپل اصلی مسلک یعنی انجنیری ترڅنګ یی په قرآن او اسلام پوهنه کی پراخی څیړنی ترسره کړی دی د " قرآن د کتاب په توگه " خپله عالمانه څیړنیزه مقاله ولوسته چی له رادیو کتاب او ښاغلی محسن عنایت څخه ځانګړی مننه کوو چی په خپله دغه لیکنه کی یی قران دیوه داسی کتاب په توګه پیژندلی دی چی نه یوازی کائینات او هستی کتاب بولی بلکی د کتاب نوم یی په ماهوی ډول د کائیناتو اوانسان د خلقت هنداره ښودلی ده چی بی له شکه له کتاب څخه پرکلاسیکو او لرغونو تعبیرونو یی چی یوازی د څوپاڼو کاغذ مفهوم رسوی دبطلان کرښه ایستلی ده نوځکه خو ویلی شو چی له کتاب په ځانګړی توګه له پاک قرآن څخه یی په ټولنه کی ناسمو تعبیرونوته ښکاره بدلون ورکړ. نواندیشی تربیون ویاړی چی زموږ په ټولنه کی د استعمار او د هغی د لاس پوڅو دټولو هڅو سره ، سره د با بصیرته روڼاندو او پوهانو په لاسونو کی د پوهی او عدالت شمع ځلیږی . بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








