پرټول افغانستان په ځانګړی توګه د کابل پر برجونو او د بالا حصار قلعه په تاریخی برم دتحجر او تیارو داسی وریځی را ښوری وی چی زوی له مور او مور له زویه سره ورک ؤ . دلته چی د اولسونو د هیلو تنکۍ غوټۍ د تحجر او افراطیت په تنور کی سوځیدې هلته په کوزه پښتونخوا کی د افغانستان سپیڅلی جنډې ته ددرناوی په موخه دترنم محفلونه جوړیدل .دلته د هیواد د یوه وتلی شاعر او لیکوال په قول د ښار انساني څېره په بل مخ اوښتې وه، مرګونه بېپوښتنې وو او د ژوندانه سلګۍ له ډېرې ناوړه قحطۍ سره لاس او ګرېوان وؤ بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








