په خيبر کې د بښتنو قومي عدالت په نوم د غونډې نوعيت، له ګڼو خنډونو، بريدونو، ګواښونو او ننګونو سره سره په لوړه کچه د خلکو ګډون، د ناستې نوښت او مديريت يقيناً د ولسونو هيلې او ولولې را وپنځولې. د دغې جرګې د دائرولو په په لاره کې له ستونځو سره د مبارزې په هکله د منظور له بېساري قيادت لاندې پښتنو د پياوړي ايمان، متين عزم او راسخې عقيدې د ټولې سيمې عنعنوي او د سياستوالو د ګټو په محور د راڅرخېدونکي سياست بڼه بدله کړه، نوى فکر يې مطرح کړ؛ د مبارزې لپاره يې نوې لارې وکارولې، په پښتنو کې يې نوې ساه واچوله او د سيمې سياست ته يې تازه رنګ ورکړ. دا جدا او د بحث وړ خبره ده چې د پښتون قومي عدالت د جرګې پريکړه ليک عملاً د تطبیق وړ دى که نه دى، په پريکړو کې فکري ژوروالى، کره والى او هراړخيز توب شته که نشته، خو يقيناً د جرګې پريکړه د ولسونو غوښتنه ده. بله دا چې جرګه د پښتنو وياړلى دود، د ستونځو د حل يوازنۍ لاره او دغه غورځنګ لاهم منزل ته د رسيدو په لاره کې د کږليچونو او کنډوونه د شاته پريښودو په سفر کې خپل تکاملي پړاوونه وهي. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








