د۱۳۵۱ د ل کال، د قوس د میاشتې په ۱۶ مه ورته د مرحوم محمد ظاهر شاه لخوا په غیر مترقبه توګه د صدراعظمۍ دنده وسپارل شوه او څلورو ورځو کې یې هیواد ته داسې نهه کسیزه اقتصادي او متخصصه کابینه وړاندې کړه، چې ګردواړه یې خپل اړوند وزارت کې تر دکتورا یا ماسترۍ زده کړې درلودې.نهه میاشتې حکومت کې یې د ایران سره د اوبو تاریخي لانجه داسې حل کړه، چې افغان ولس یې نبوغ ته لدې امله ګوته په خوله وو، چې نړیوالو هیئتونو او هیڅ حکومت په یوه پیړۍ کې حل کړای شوې نه وه.د ډیورنډ فرضي کرښه تاریخي ربړې د حل لپاره یې اسلامي نړۍ کې د أغیز پیداکولو لپاره د علامه ابو ریحان البیروني رح نړیوال کنفرانس پدې منظور ونیوه، چې لومړی د پاکستان څخه اسلامي نړۍ کې خپل محبوبیت او وجاهت زیات کړي، بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














