لکه څنګه چی پوهیږی نواندیشی د افغانستان د مسلمان او مظلوم ملت د منبر په توګه په کلکه هوډ کړیدی چی دافغانستان د بقأ او سر لوړۍ په لاره کی به له هیڅ شانی هڅو او قربانیو څخه ډډه ونکړو نو ځکه خو موداځل ؤ پتیله چی دخپلو درنو دوستانو په مرسته ټول هغه خبری او انتشاراتی توکی چی ترموږه رارسیږی وار په وار خپلو درنو لوستونکو او لیدونکو ته ور ورسؤو . دادی په دی برخه کی له طلوع تلویزیونی شبکی څخه د خپور شوی ګردی میز هغو برخو ته راګرځوو چی له بلغاریا هیواد څخه د را انتقال شویو مړو له کورنی سره د همدردۍ په موخه د طالبانو د بهرنیو چارو په وزارت کی د جوړی شوی غونډی ګډونوالو ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست امیر خان متقی خبری کړی وی او د ستونزو پړه یی پر بهرنیو هیوادونو په تیره د امریکا پر متحدو ایالاتو ور واچوله او ځانونه یی سپین بازان وښودل . ددغه بحث ټول جریان چی د دغه ګردی میز د یوه فعال او درنه ګډونکوونکی د افغانستان دؤلسی سیاسی جرګی بنسټ ګر صدیق منصور له لوری دنواندیشی تربیون د سرپرست په پته رالیږل شوی ؤ په داسی حال کی چی ومو نشول کولای ددغه جریان بشپړ راپور خپور کړو بیام هم له دغه موضوع سره تړلی څو لنډی برخی چی ددغه میز ددوه نورو ګډونوالو هریو سیاسی شنونکی فضل الرحمن اوریا ، او له امریکا څخه ګډونوال د نړیوالو چارو کارپوه عبدالواحد فقیری تر تاسو دررسوو بیشتر بخوانید »