د تيرو پنځو لسيزو په اوږده موده کې په هېواد باندي د تحميل شويو حاکمانو لخوا د هغوى د ناوړه او ناشولتو پريکړو، دوکو او دسيسو په ګرداب کې د ورک ملت په ژوند کې د مسلسلو ناخوالو او فاجعو په هکله ارزونې او انګيرنې ډير څه را زده کولاى شي خو دَ موږ له تيرو غلطيانو څخه د زده کړو کلتور نه لرو. زموږ په عنعنوي مذهبي ټولنه باندې پرته له دې چې زموږ کلتوري شاخصونه په پام کې ونیسي د ډنډې په زور د اصلاحاتو په نوم پردي کلتورونو او د پرديو په لمسونه د پرديو افکارو او نظريو تپلو انجام مو وليده. له واکمنو ډلو سره د واک د انحصار فکر او د نورو د نفى کولو ذهنيت، د نوښتونو راوستلو په نوم د مشرانو لخوا افراطي اړخ خپلول، له بهر څخه تپل شوي فرمايشات، په ټولنه کې د زده کړو ښکته کچه او پرديو يرغلونو مو هېواد کنډواله او ټولنه وپاشله. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














