د افغانستان په هکله د دوحې په د دريمې ناسته کې د ګډون لپاره طالب چارواکو په کابل کې د ملګرو ملتونو او قطر له استازو سره د خبرو پر مهال په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ ورکول، د ملګرو ملتونو لخوا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکل کیدو مسئله ختمول، له طالبانو سره د دوحې د دریمې ناستې اجنډا شريکول دي، د نجونو زده کړه، د ښځو کارکول او د ټول شموله حکومت جوړول د غونډې له اجنډا څخه ايستل د خپلو مهمو شرطونو په توګه مطرح کړي دي. د طالبانو په أند د نشه يي توکو له منځه وړلو، امنيتي وضعیت او د داعش په وړاندې مبارزه باید د ناستې اصلي موضوعات وي.له بلې خوا که څه هم د غونډې په اجندا کې شامل مواد لاهم رسنيز شوي نه دي، خو داسې اټکلونه کيږي چې د ملګرو ملتونو په نوښت د دوحې په درېیمه غونډه کې به د نجونو پر زده کړو، د ښځو پر کارکولو ، د ټول شموله حکومت پر جوړولو، د طالبانو په زندانونو کې د بشري حقونو پر سرغړونو، له القاعده سره د طالبانو پر اړیکو باندي خبري کيږي بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














