کله چی د چهارشنبې په ورځ (د کب ۸مه) د پاکستان په کوربهتوب د دغه هېواد د لاهور ښار په قذافي نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوه نو افغان ملی اتلانو د لوبې ټاس وګاټه او د سیالې انګلېنډۍ ملي لوبډلې پر وړاندې یې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې د ابراهیم ځدراڼ د ښې ځلېدنې پر مټ یې سیالې لوبډلې ته د ۳۲۶ منډو هدف وټاکه.افغان لوبډلې انګلنډ ته د ۳۲۶ منډو هدف کېښود. په دومره لوی هدف کې د ابراهیم ځدراڼ د ۱۷۷ منډو پاڼۍ لوی رول درلود، خو محمد نبي او عظمت الله عمرزي هم ورسره ملګرتیا وکړه.ابراهیم اوس د چمپېنز ټرافي سیالیو په تاریخ کې په تنهايي د ډېرو منډو جوړوونکی لوبغاړی شو.انګلنډ د توپوهنې په پيل کې بریدګر فیل سالټ او جېمي سمیت ژر له لاسه ورکړل، خو منډې یې ونه درولې او جیو روټ خپله پاڼۍ وغځوله بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








