
الحاج سید خان پاد شاه روحانی چی د پکتیاولایت دزرمت سیمی د روحانی بابا د ولسوالۍ یو دروند او روڼاند شخصیت دی ددغه ولسوالی اوسیدونکو د مراسمو په ترځ کی د ولسی مشرتابه پګړۍ ورپه سرکړه .په دغو پرتمینو مراسمو کی دینی عالمانو ، قومی مشرانو ، مخورو ، ځوانانو او ګڼ شمیر د لیرو پرتو سیمو راغلیو میلمانو ګډون کړی ؤ .
د مراسمو په ترځ کی الحاج سید خان پادشاه روحانی ته د مشرتابه پګړی وروتړل شوه او دګډون والو له لوری ورته د لابریاوواو بیالیتوبونو غوښتنه وشوهالحاج سید خان پادشاه روحانی هم په خپلو خبروکی د ګډون والو له باور او ملاتړ څخه مننه وکړه چی د اولس اوسیمی یووالۍ او پرمختګ په لاره کی به خپلی هڅی روانی وساتی .
د مراسمو په پای کی ګډون والو دالحاج سید خان پادشاه روحانی د پګړۍ تړل د یو مهم ټولنیز او معنوی پړاؤ په توګه یاد کړل او د نوموړی لپاره یی د بریالیتوب دعا وکړه
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید