گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دشاهی کوټ حماسه ،عرب جنګیالی
دشاهی کوټ حماسه ،عرب جنګیالی

دشاهی کوټ حماسه ،عرب جنګیالی

دنواندیشی یادونه : لکه څنګه چی خبر یاست کله چی په افغانستان کی د خلقی او پرچمی بړیڅو په اشاره روسی یرغلګرو ځواکونو افغانستان تر خپلی خونړۍ واکمنی لاندی راؤست نو د افغانستان مظلوم شهید مولوی  نصرالله منصور (رح) چی په دینی او اجتهادی تفکر ولاړی نظریی خاوند ؤ ترټولو لومړی د روسانو او دهغوی د بړیڅو پروړاندی د مقابلی جنډه پورته کړه تر څویی روسان له ګران افغانستان څخه وتو ته مجبور کړل د ویلو وړده چی استعماراو دهغی داخلی انډیوالان  ونه توانیدل ترڅو د افغانستان د جهاد په

ټوله خونړۍ دوره کی د افغانستان مظلوم شهید مولوی نصرالله منصور (رح) چی دحق او عدالت په لاره کی د  کلک عزم خاوند ؤ د خپلی پر حق  مبارزی او جهاد څخه لاس واخلی خو په پای کی د نړیوال ښکیلاک د ګوډګیانو په مرسته یی د شهاد جام وڅکه اوپه بی رحمانه ډول  په شهادت ورسید . انا لله وانا الیه راجعون

که څه هم  نړیوال ښکیلاک او انډیوالانو یی ګمان کاوه چی نور نو په افغانستان کی هیڅوګ نه شی کولای د هغوی د اهدافو پر وړاندی خنډ جوړ شی نو کله چی د امریکا د متحدو ایالاتو هڅی د اسامه بن لادن د نه ور سپارلو په خاطر ناکامه شوی نو پر افغانستان یی یرغل وکړ او ټول افغانستان یی تر خپلی مافیائی واکمنۍ لاندی راؤست خو بیا هم اتل شهید سیف الر حمن منصور (رح) چی د خپل شهید  پلار مولوی نصرالله منصور وینه یی په رګونو کی چلیده په لومړی ځل  له امریکا سره په داسی حال کی جهاد پیل کړ چی لومړی یی ټول هغه عرب جنګیالی چی د روسانو پر وړاندی افغانستان ته راغلی ؤ راټول کړل اود جګړی  په سختو شرائطو کی یی له هغوی څخه په مننه له هغه هیوادونو چی له هغوی څخه دجګړی ډګر ته راوستل شوی ؤرخصت کړل ترڅو په ډاډه زړه له امریکاېی ځواکونو سره جهاد پیل کړی .

همداسی وشول او په تش لاس یی د امریکا اود امریکا له  نړیوالو انډیوالانو سره جهاد پیل کړ خو وروسته یی دجګړی په سره ډګر کی د شهادت جام وڅکه ! د شهید سیف الرحمن منصور له شهادته وروسته د شهید مولوی نصرالله منصور له ټبره د شهید سیف الرحمن منصور پګړی د هغه پرکشر  ورور حاجی عبدالرحمن منصور کیښودل شوه او د کابل ولایت  په ګډون د څو ولایاتو نظامی مسؤلیت ورته وسپارل شو او ترهغی له امریکایی عسکرو سره وجنګید چی امریکایان  د یوی موافقتنامی په لاس لیک کولو له افغانستان څخه وتو ته مجبورشول او کله چی د ۲۰۲۱ کال د  آګست د ۱۵ نیټه راورسیده او د پخوانی  ګوډاګی حکومت مشر اشرف غنی له هیواده وتښتید اتل مجاهد عبدالرحمن منصور د کابل د ولایت  او نظامی کمیسیون چاری پرمخ بیوی چی د اولس په زړونو کی یی له دی کبله چی د دغه ولایت ټولو ملکی او نظامی   ځواکونو په آرام ډول په خپله خوښه او ډاډه زړه ژوند پر مخ بیوه ځانګړی ځای ؤموند . خو هغه مهال چی له  پاکستان څخه  د عمران خان او جنرال حمید په مشری د ځینو ځانګړیوطالبی  کړیو قافله راورسیده  نو اتل مجاهد عبدالرحمن منصور یی چی د آزادی او عدالت غوښتونکی مظلوم شهید مولوی نصرالله منصور (رح) وینه یی په رګو کی جاری وه د کابل ولایت څخه ګوښه کړ اوچیرته لیریی یی په کوم ولایت کی په یوه نظامی کرسۍ وګماره چی هیڅله هم هغه دندی ته ولاړ نه شو. داچی اتل عبدالرحمن منصور دخپل پلارد جهاد د مظلوم شهید نصرالله منصور اود خپل مشر شهید ورور سیف الرحمن منصور  په څیر جهاد یوه داسی فریضه ګڼی  چی دښمن د یوه قوم په برخ لیک او خاوره یرغل کوی نو ددغه خاوری بچیان که ښځینه دی او که نارینه ، په هیواد کی دننه دی او که دباندی ، په اوسنۍ پیړۍ کی ژوند کوی او که په پخوانیو پیړیو کی یی ددغه خاوری دساتلو په موخه د پردیو په وړاندی له مذهبی ، ژبنی ، قومی او هرشانی نسب پورته قربانۍ ورکړی دی دوی ټول ددغه هیواد د برخ لیک یا ( سرنوشت ) د ټاکلو حق لری . نوځکه خو هغه مهال چی دطالبانو اود استاد ربانی په مشری اسلامی حکومت په میدان ښار کی خبری اتری کیدی نو قهرمان شهید احمد شاه مسعود د شهید سیف الرحمن منصور په ډاډ چی مجاهدینو یی د خبرواترو امنیت نیولی ؤ په تش لاس له طالبانو سره مذاکره پر لاره آچولی وه .  او د یوه دوست په قول عجیبه تصادف شروع او پای د یوې جهاد پرورې کورنۍ دوه وروڼه دوه ویاړونه: په شاهي کوټ کې د غرب په وړاندې د جهاد شروع یې یو ورور شهید سیف الرحمن منصور تقبله الله وکړه، کابل چې فتحه کیدلو بل ورور یې عبدالرحمن منصور د کابل والي و.نواندیشی تربیون اتل غازی عبدالرحمن منصورته د لوی خدای له درباره چی د انسانانو د اقتدار چینه او زیرمه بللی شی د لابریالیتوبونو هیله کوی .لکه څنګه چی خبریاست د امریکا د متحده ایالاتو پر افغانستان برید داسی مهال او پردی بهانه ترسره کړچی ګنی په امریکا کی د سپتمبرد یوؤلسمی نیټی په خونړیو پیښواو ناورین کی د عربو افغانانوچی د مشهورعرب جنګیالی اسامه بن لادن په مشرئ دالقاعدی ترنامه لاندی سازمان تورن دی اودغه خونړی بریدونه په افغانستان کی د میشت اسامه بن لادن له لوری رهبری شوی ؤبل لوری ته ټول ځینی عرب مجاهدین جنګیالی چی د شوروی اتحاد په وړاندی د جهاد را په دی خوا په افغانستان کی پاته شوی ؤاودطالبانو په مشری د اسلامی امارت له ړنګیدووروسته دپکتیا ولایت شاهی کوټ ولسوالی ته چی د شهید سیف الرحمن منصورتر قیادت لاندی یی ځانونه د فاعی جهاد ته چمتو کول را مهاجر شول. 

نو شهید قوماندان سیف الرحمن منصورچی د افغانستان د شهیدانو د سالار مظلوم شهید مولوی نصرالله منصور وینه یی په رګو کی چلیده د افغانستان او سیمی و ضعیت ته په کتو هغوی ټول راټول کړل اود روسانو په وړاندی په افغانستان کی دجهادی فریضی په  ترسره کولویی له هغوی مننه وکړه او ټول یی خپلو ، خپلو هیوادونو ته ورورسول . که څه هم د طالبی حاکم قرئت پر بنسټ هغه مهال چی دیوه چا تقوی او فضیلت د تاریخ په یوه ځانګړی مرحله او یوه خاصه جغرافیأ کی پر طالبی قرئت پوره او د منلو وړ وی نو بیا هغه کولای شی هرچیرته او دنړۍ په هرګوټ کی د اولسونو د رهبرې چاری پرمخ بوزی ، خوشهید قوماندان سیف الرحمن منصور (رح) ددغه بی بنسټه اصل پر خلاف اوپه توحیدی اصولو ولاړ نظر افغانستان ته راغلی مجاهدین او مهاجرین خپلو ، خپلو هیوادونو ته ورسول ، ترڅو د جهاد او هجرت مفاهیم په رښتیانی معنی تحقق ومومی . داسلام مقدس دین چی پر شفافیت او له خرافاتو څخه په ډډه د شرک او جهالت پر وړاندی مبارزه کوی او جهاد د ظلم او ستم په وړاندی  د نه ویلو پر یوه عمومی حرکت ولاړدی نو دهرچا په ځانګړی توګه دهغه چا په وینه او وجود کی چی د اسلامی امت او دبشری نړۍ د سرښندونکو مبارزینو اومخورو شهیدانو وینه په رګونو کی را و څرخی نو هغوی هیڅکله هم په هره بیه چی وی د استبداد او ظلم په وړاندی د نه ویلو د توان مرغلره له ځان سره ساتی تر څو په هرنامه او هره بڼه چی وی د کفر، ظلم او استبداد په وړاندی د آزادی نعره اوچته کړی . خواستعمار اودهغوی استبدادی ګوډاګیان تل هڅه کوی په ټولنه کی دداسی شهیدو اتلانو د بی توقع لارویانو پر وړاندی خنډونه را پیدا کړی .

تجربی دا ښودلی ده چی استعمار او استبداد لومړی ترټولو مجربه او په زړه پوری نسخه  چی پر مادی نعائمو او ډالرو پر پاشلو ددغه شانی کسانود سکوت په هیله  استعمالوی خو دالله ج  په فضل او ځانګړی لورینه د هغه د شهید والد شهید مولوی نصرالله منصور په څیر چی د امت مظلوم شهید ؤ د شهید قوماندان سیف الرحمن منصور په وجود کی هم ددغه شانی نسخو په وړاندی د مدافعی کلک سنګرونه جوړ ؤ چی د عقلانی او توحیدی بصیرت په مرسته یی د هغوی ټولی حملی دفع او خنثی کړی .خو افسوس دادی چی په څرګنده سره ګورو چی د افغانانو ددغه تاریخی جهاد عظمتونه او ارزشونه د سیمی او نړۍ په استخباراتی لوبه کی د ماتیدو په حال کی دی او بیا به هم دنړی یرغلګرو ته ماتی ورکوو خو موږ به ماتی خورو او نړیوال ښکیلاک به د خپلی فتحی ډنډوری غږوی !

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا