گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » حلیم فدائی اوپه خوست کی د سولی ټیکری غونډی پرسر جنجال !
حلیم فدائی اوپه خوست کی د سولی ټیکری غونډی پرسر جنجال !

حلیم فدائی اوپه خوست کی د سولی ټیکری غونډی پرسر جنجال !

 هیڅوګ پوه نه شول چی ولی  اوپه کومه انګیزه محمد حلیم فدائی په خوست ولایت کی د ملی وحدت په نوم اداری استازۍ (والی) چی ویل کیږی پلار یی راز محمد فدائی د ګلبدین حکمتیار په مشری د اسلامی حزب له لویو کدرونو شمیرل کیده چی په ۱۳۴۹ هجری لمریز کال کې د پکتیکا ولایت د سروضې ولسوالۍ په سلطانی کلی کې زېږېدلی دی د حامد کرزی په مشری د لنډمهاله او انتقالی دوری راپه دی خوا تر ننه پوری په غوړو او دچا خبره غوښینو څوکیو کی کارکړی دی او وروستی غوښین ځای د خوست ولایت دی چی د خوست د غیرتمند اولس له میلمه پالنی څخه په ګټه یی آخیستو یی تل پر ظاهری بڼه ددروغو په بدرګه په  لنډمهال ډول  مشکلات او ستونځی ماست مالی کړی یا په بله معنا پری خاوری آچولی دی .وروستی اقدام یی د خوست زرګونه میرمنی او پیغلی په داسی حال کی چی  د افغانستان له   دری رنګه  ملی بیرغ څخه جوړ شوی ټیکری او پوړنی یی پر سر کړی ؤ د هیواد د خپلواکی د سلمی کالیزی په بهانه د سولی غوښتنی  د حرکت په نوم را ټولی کړی وی او په دغه غونډه کی یی له وسله والو مخالفینو په ځانګړی توګه له وسله والو طالبانو غوښتی و چی باید سولی اواور بند ته غاړه کیږدی ،چی ددغه خبر بشپړ راپورد نواندیشی تربیون له لوری خپور شو

خو دمحمد حلیم فدائی دغه کاریعنی د افغانستان ملی بیرغ د زرګونو ښځو له لوری دټیکری په توګه کارول دخوست په سنتی خوفرهنګی ټولنه کی دزیاتوغبرګونونو سبب شول خو شنونکی واېی چی  محمد حلیم فدائی  په ډیره مافیاېی زیرکۍ سره اړ شو چی ددغه غونډی د توجیه  په هکله داسی کوم منبر پیداکړی چی وکولای شی په ډیرماشومانه اومتحجرانه  انداز کی  خپله دغه خندونکی  ډرامه د بی منطقی  اوزورواکۍ په سیورو کی  توجیه کړی  نوځکه خو د یو ( یک )  په نوم  له کابل څخه خپریدونکی تلویزیون سره په مرکه کی چی نن د پنجشنبی په ورځ یی د سکایپ په وسیله خپروله ددغه غونډی درا بللو انګیزه او یا د محترم حلیم فدائی په قول فلسفه داسی بیان کړه :

ددغه غونډی درابللو اصلی فلسفه داوه چی څنګه کولای شو پوړنی ورپه سر کړو نه داچی د جګړی په نتیجه کی دوی سر توری شی ، دوی پښی لوڅی شی ، دوی بی عزته شی او دوی بی پردی شی ،بلکه ددی اصلی پیغام داؤچی که چیرته جګړه موجوده وی هلته سوله نشته ،که چیرته جګړه موجوده وی هلته به داخترو په ځای دنکریزو له لاری د لاسونو دسره کولو په ځای به هلته په وینو باندی لاسونه سره وی . اوکه چیرته سوله نه وی او که چیرته جنګ وی هلته به زموږ دخویندو ټیکری بی عزته وی بی عفته به وی ددغه ټولی برنامی ددی خویندو پیغام هم داؤ چی جګړه موږه سرتوری کوی مونږه کونډی کوی ، مونږه بی عزته کوی نولحاظه زموږ پړونۍ زمونږ د پړونی عزت وساتې زموږ د پړونی خیال وکړی . مونږه کونډی کوی مه مونږه وراری ، بوری مو مه کوی له سوله ائزو لارو که واک ته رسیدل غواړی دا واضیح پیغام یی ورته ورکړ …..

ښاغلی حلیم خان فدائی ددی پوښتنی په ځواب کی چی تر دی وړاندی هم همدا ډول ځینو میرمنو په نورو ولایتونو حتی په پلازمینه کابل کی هم طالبانو ته ټکرۍ ورکړی ؤ چی راشی دسولی له بهیر سره یوځای شی او نور له تاؤ تریخوالی څخه لاس واخلی خو طالبانو ددوی دغه ټیکرۍ هم واری ( غوړولو ) ته هم ونه کتل اوس مهال په خوست کی دمیرمنو ددی ټیکری ته په تړاؤ باندی دطالبانو دغبرګونه په باب څه شته اوکه نه ؟ دخوست والی محمد حلیم فدایی چی نه یی شول کولای پوښتنه ځواب کړی نو یی په ډیره ژوولی لهجه د یوه تلویزیون د پوښتونکی په ځواب کی داسی ؤفرمائیل : خویندو داهم وویل چی په روانه جګړه کی یوازی زموږ د ملی ځواکونو میندی نه سرتوره کیږی ، هغوی یوازی نه بوری کیږی بلکه د طالب مور هم بوره او وراره او هغه هم په جګړه کی بی عزته کیږی ، سرتوری کیږی خو ښه خبره داده دخوست امنیت لکه څنګه چی ددی قومونو ساتلی ، علمای کرامو ساتلی منبر –دفتر – سنګر په ګډه باندی دغه امنیت ساتلی ، تاسو وګوری چی میرمنو له پخوا نه په حیأ او عزت کی زموږ امنیتی ځواکونه یی تشویق کړل ، همدا ډول د ځاځی یو ستر قوم هغوی ډیره لویه قربانی ورکوی چی د خپلی خاوری نه دفاع کوی ، قومونه دفاع کوی هغسی اوس چی زموږ خویندی هم مهمه خبره داده چی په خوست کی په دی حرکتونو سره هم هغه عامه پوهوی رامینځ ته کیږی او دښځو اصلی غږ هغه د حقیقی ښځو هغوی چی واقعأ دجنګ قربانیانی دی په دغه اختریز ټیکری کی هغه ښځی را ټولی شوی وی چی هغوی دجګړی قربانی وی یا یی زوی شهید شوی ؤ یا یی میړه شهید شوی ؤ یا یی ورور شهید شوی ؤ نوله دوی سره واقعأ په جګړه باندی په تاؤ تریخوالی باندی حتی په کورنی خشونت په کمولو باندی دا ډیر مثبت او ډیره قوی آغیزه لری خوزه له دغو خویندو نه او ددوی له کورنیو منندوی یم چی هغوی هم لکه تاسو ګوری زمونږ په خوا کی له غازیانو سره خویندو اوږه په اوږه باندی دخپل هیواد دخپلواکۍ دساتلو لپاره یی قربانی ورکړی ده دا چی زوی جګړی ته لیږی داچی زوی دهیواد لپاره چی طالب ته وایی چی ته هم نور جګړه بس کړه زه فکر کومه تر دی قوی پیغام چی هم سوله الهی امر ده ، هم دملت غوښتنه ده د سوله ایزو لارو قدرت ته رسیدل انسانی غوشتنه ده او هم دا زموږ دمیرمنو حتی د طالبانو دمیندو هم دا غوشتنه ده چی دوی دی دغه جګړه بس کړی که په ملت کی واک لری ملت ته دی مراجعه وکړی ، ملت که ورته رأیه ورکړه درایو په نتیجه کی دی خپل برخلیک وټاکی او نه دزور خشونت چی بالاخیره بیاهم زموږ خویندی دهغه قربانیانی وی . حلیم خان فدائی ددی پوښتنی په ځواب کی چی هلته په خوست کی میرمنی څومره د امنیت له اړخه خوندی دی ؤفرمائیل : الحمد الله زموږ قومونه او دخوست خلک با غیرته ، با شهامته او هغوی یو با ناموسه قوم دی ، با ناموسه اولس دی او هغه له خپل ناموس نه چی هغه ښځی دی هیڅکله دوی په ښځو باندی دغسی خشونت چی هغه دوی دسولی غږ کړی وی دسولی آواز یی اوچت کړی وی بیا ددوی پرخلاف مشکل جوړکړی بلکه دوی یوه خپله انسانی او خپله ملی او خپله عنعنوی تګلاره خپله کړی ده او هغه څه یی ترسره کړی دی چی همدغو قومی مشرانو ، دعلمای کرامو غوشتنه ده چی ښځی باید سرتوری نه شی ، ښځو ته پړونۍ ورپه سرول دافغانستان په ملی بیرغ باندی دپړونی ورپه سرکول او له دوی  سره داختر په ورځ باندی ، نغدی مرسته کول پهد ولایت مقام له لوری پیغام یی داؤ چی موږ باید کونډی راشریکی کړو هغوی چی زامن یی له لاسه ورکړی دی ، هغوی زموږ په دغه خوشحالۍ کی را شریک کړو لکه په تیر کوچنی اختر کی به تاسو خبریاستی چی موږ دیوسلو شلو په شاوخوا کی یتیمان راټول کړی ؤ موږ نه غوښتل یوازی دهغو خلکو کورونو ته ورشو چی هغوی یا مشهور دی یا یوازی د تلویزیون په سکرین باندی را څرګندیږی بلکه موږه هغه خویندو ته هغه کورنیو ته زموږ واضیح پیغام داؤ چی مونږه ددی پرځای چی ښځی په کمکونو پسی دباندی راؤباسو پیغام دا وی چی موږه حکومت وکولای شو دهمدغه مظلومو قربانی شویو ښځو کورونو ته ددوی تر دروازو پوری هم تعلیم ورسوو، هم کمک ورسؤو ، هم روغتیائی سهولتونه ورته برابر کړو .نو لهذا دغه دسولی دټیکری اصلی پیغام دخوینو پر سر باندی د افغانی دود او دستور او ددین هغه لوی اصل چی هغه دښځی سر ورپټول دی په دی معنا چی هغه بی عزته نه شی ، دهغی چی کوم مقام دی….کله چی مو دغه مرکه واوریده په پوره باورسره باید ووایو چی دافغانستان په ځانګړی توګه دخوست په غیرتمنو میرمنو مو دخوابدۍ اوښکی راغلی. دخوست له محترم والی حلیم فدائی څخه په ډیر درناوی غوښتنه کوو چی خپله مرکه یوځل بیا واوری اودخپلی دغه مرکی په تناظر کی دهغه غونډی په هکله قضاوت وکړی چی د« سولی دټکری » ترنامه لاندی یی دخوست غیرتی پیغلی اومیرمنی راغونډی کړی وی . 

4 نظر

  1. سلام.خواستم بابت وبسایت خوبتون ازتون تشکر کنم و
    امیدوارم باعث ایجاد انگیزه براتون بشه

  2. خواجه محمد نعیم قادری

    حلیم فدایی از همان فساد سالاران حکومت کرزی – احمدزی است که در میدان وردگ و لوگر گل های زیای را به آب داده و حالا نوبت خوست است. انسان بی حیا و بی شخصیت است که حرمت مردم لوگر را نگه نه داشت و توهین های زیادی به لوگریان نمود. او هم چنان از ملیشیاهای حکمتتیار است و در تعصب غرق . ه با زبان فارسی و فارسی زبانان کینه و دشمنی دارد. در لوگر تاریخ ننگینی و شرم آلودی را از خود به جا گذاشته است. که لوگریان از آن رنج می برند. و از او به بدی یاد می کنند. او هم چنان آدم زنباره است که مردم شریف خوست باید متوجه باشند.

    • دوست گرامی جناب خواجه صاحب نعیم قادری با سلام ! نکته نظرات شما در باره حلیم فدائی والی و نمائنده حکومت وحدت ملی در خوست عینأ به نشر رسید تربیون نواندیشی نیز در گزارش ابتدایی خود نوشته است که وی فرزند راز محمد فدائی از کدرهای حزب اسلامی در ولایت پکتیکا میباشد . از توجه وابراز نظر تان سپاسگذاریم

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا