گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » قرآن د کتاب په توګه !
قرآن د کتاب په توګه !

قرآن د کتاب په توګه !

دنواندیشی یادونه : لکه څنګه چی خبریاست د روان زږیز ۲۰۲۴ کال د آپریل ۲۳ مه ورځ چی د ۱۴۰۳ لمریز هجری کال د غوائی له څلورمی سره سمون لری د ملګرو ملتونو له لوری د کتاب نړیواله ورځ نومول شوی ده نو ځکه خو په همدی مناسبت د لیکوال ، څیړونکی اودروند  فرهنګی شخصیت محترم سید نوید محسنی د  رادیو کتاب د چلوونکی له لوری ددغه بختوری ورځی په مناسبت په مجازی نړی کی د افغان پوهانو او څیړونکو  یوه شانداره غونډه جوړه شوی وه چی په ترځ کی یی افغان پوهانو او څیړونکو د کتاب دارزښت په ځانګړی توګه قرآن پاک چی دهستی ، کائیناتواو انسانی ژوند دلاری داسی کتاب او الهی نقشه بللی شی چی د انسانی فطرت پر بنسټ انسان په ټولنه او انسانی چاپیریال کی دکائیناتو او د خلقت ټولو کړیوته په پام سره د تکامل پرلوری لارښودنه کوی چی په هم دی لړی کی افغان قرآن پوه ، لیکوال او څیړونکی ښاغلی انجنیر  محسن عنایت چی د خپل اصلی مسلک  یعنی انجنیری ترڅنګ یی په قرآن او اسلام پوهنه کی پراخی څیړنی ترسره کړی دی د ” قرآن د کتاب په توگه ” خپله عالمانه څیړنیزه مقاله ولوسته چی له رادیو کتاب او ښاغلی محسن عنایت څخه ځانګړی مننه کوو چی په خپله دغه لیکنه کی یی قران دیوه داسی کتاب په توګه پیژندلی دی چی نه یوازی کائینات او هستی کتاب بولی بلکی د کتاب نوم یی په ماهوی ډول د کائیناتو اوانسان د خلقت هنداره ښودلی ده چی بی له شکه له کتاب څخه پرکلاسیکو او لرغونو تعبیرونو یی چی یوازی د څوپاڼو کاغذ مفهوم رسوی  دبطلان کرښه ایستلی ده نوځکه خو ویلی شو چی له کتاب په ځانګړی توګه له پاک قرآن څخه یی په ټولنه کی ناسمو تعبیرونوته ښکاره بدلون ورکړ. نواندیشی تربیون ویاړی چی زموږ په ټولنه کی د استعمار او د هغی د لاس پوڅو دټولو هڅو سره ، سره د با بصیرته روڼاندو او پوهانو په لاسونو کی د پوهی او عدالت شمع ځلیږی .                                               

   اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ ﴿۱خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ ﴿۲اقْرَأْ وَ رَبُّكَ الْأَكْرَمُ ﴿۳الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ ﴿۴عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ ﴿۵﴾                       
     
د قرآن په اړه د یو کتاب په توګه نظر ورکول ستونزمن کار دی خو د پوهانو او علماو د مطالعو او نظریاتو پر بنسټ او هاغه څه چې ماته هم د منلو وړ دي، کوښښ کوم پخپله د قرآن له یوې دعوې پیل وکړم:په قرآن کې یوه ستره او هېښوونکې دعوه مطرح شوې ده چې له دې دعوې وروسته چې کابو دا ۱۴ پيړۍ تېرې شوي دي که چا ددې دعوې په ابطال کې کوښښ هم کړی دی، ناکام شوي دي، او خبرې يې ځای نه دی نېولی او چا ورته اهمیت نه دی ورکړی! دا عجیبه دعوه چې اصطلاحاً «تحدّي» نومول شوې په لاندې ډول ده:که ټول کسان چې پېژنئ او یا نه يې پېژنئ [د ادبیاتو او عرفان او … ټول پوهان او متخصصان] را یو ځای شي چې وغواړي [یو کتاب] ددې قرآن په څېر وړاندې کړي، و به نشي کولی، حتا که یو له بل سره په ګډه کار وکړي [اسراء ۸۸]       
   
قُلْ لَئِنِ اجْتَمَعَتِ الْإِنْسُ وَالْجِنُّ عَلَى أَنْ يَأْتُوا بِمِثْلِ هَذَا الْقُرْآنِ لَا يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا.د پیغمبر مخالفین مدعیان ول چې محمد (ص) دا خبري له ځانه جوړې کړي دي! قرآن ورته ځواب ورکوي: که پر هاغه څه چې پر خپل رسول مونازل کړي دي شک لرئ، کهرښتیا وایاست، تاسو هم [نه یو کتاب،بلکې] یوسورة دهغه په څېرراوړئ اوهر څوک غیر له خدایه چې کولی شئ [د همکارئ لپاره]دعوت کړئ.[بقره ۲۳     
  په قرآن کې ددې موضوع په اړه نور آیتونه هم شته چې د وخت د کمښت له لامله پر همدې بسنه کوم.   دلته پوښتنه مطرح کېږي چې دا کتاب څنګه یو کتاب دی چې دومره په ډاډ او اطمنان يې دا دعوه کړې او د علومو او ادبیاتو له دومره پرمختګ سره هيچا ونشو کولی دا دعوه باطله کړي.که له ډيریو مسلمانانو څخه ددې چار د لامل په اړه پوښتنه وکړئ؛ ځواب يې یا د قرآن د «هدایتي» اعجاز اړخ ته ورګرځي، چې بشـر ته د پنځګر او خالق د پېژندنې، د پنځ او خلقت د فلسفې درک او پوهه او د غوړېدا او ودې لار ته لارښوونه کوي، او یا دا چې د قرآن پر سجع او قافیه او ادبي اعجاز استناد کوي. خو هيڅ یو له دې دوو دلیلونو قانع کوونکي نه دي؛ لومړی دا چې کېدی شي ډېر عرفاني کتابونه په نسبي توګه هدایت کوونکي اوسي  دوهم دا چې د قرآني آیتونو شعروزمه والی او ادبي اعجاز یوازې قرآن ته ځانګړی نه دی او په نسبي توګه نورې ژبې هم کېدای شي ورته مثالونه ولري.که د قرآن د نزول معاصرو عربو ته، چې د جاهلیت له دورانه د شعر او د شاعرۍ هنر ته لیوال ول، د قرآن آیتونو په ځانګړې توګه مکي آیتونو ډېره جاذبه درلوده خو د ژبې سیالوالي او بهاند والې ته په پاملرنه د اوسني نسل مسلمانانو ته چې د نورو ژبو ویونکي دي د خپلو ژبو شعرونه ورته ډېر کشش لري د بېلګې په توګه پښتو ویونکو ته د رحمان بابا او ددې په څېر د نورو شاعرانو شعرونه ډېر کشش لري او همدا راز د پارسې ژبې ویونکو ته د سعدي، حافظ، بېدل او مولانا شعرونه ډېر کشش لري، په ځانګړې توګه چې  د عربو له ادبیاتو سره آشنايي هم ونلري څه ډول کولی شي دا منطق قانع کوونکی اوسي.حقیقت دا دی چې د قرآن «ادبي اعجاز» د مسلمانانو خپله انګېرنه او تصور دی په قرآن کې کورټ او مطلقاً داسې امتیاز ته اشاره نه ده شوې! د قرآن ادعا داده چې نور د هغه له مثل راوړو څخه عاجز او ناتوانه دي، مګر قرآن څه ډول یو کتاب دی چې انسانان نشي کولی د هغه په څېر او مثل راوړي…؟ داسې برېښي چې کېدی شي دا «اعجاز» کټ مټ هماغه «عیب، ایراد، انتقاد او نیوکه» وي چې ناباوران یا د قرآن نا اشنایان يې د هغه پر ظاهري جوړښت نیسـي!! او همدا د [جُنګ او کچکول] ته ورته والی او ګډوله والی او ګډوډ خپوروالی يې دی چې له آسمان او ځمکې، خدای او انسان، تاریخ او طبیعت، له تیر او حال او راتلونکی یو تر بله په ترکیب کې په ګډوله توګه خبره کوي.  نور کتابونه مو چې تر اوسه لوستي لکه: تاریخ، جغرافیا، فزیک، کیمیا، ریاضیات، ادبیات او … مشخص او ټاکلی نظم او ترتیب لري چې معمولاً له یوې موضوع، په واحد زمان کې له یوه ثابـت او جوت مخاطب سره خبره کوي، خو د قرآن ضمیرونه تل له حاضر غائب ته او په شپږو حالتونو: [زه، ته، هغه، موږ، تاسو، هغوی] کې په نوسان، اووښتون او تغیر کې دی او له ټولو کتابونو سره چې تر اوسه مو لوستي دي توپیر لري، هم «متن» دی او هم «مکالمه»، هم شریعت دی، هم طبیعت! په لنډه توګه ویلی شو؛ لکه د هستۍ او طبیعت په څېر لایتناهي او رنګارنګ دی. پخپله د قرآن په وینا: « موږ د خلکو لپاره په دې قرآن کې له هر څيزه مثال وهلی دی» [اسراء ۸۹] وَلَقَدْ صَرَّفْنَا لِلنَّاسِ فِي هَذَا الْقُرْآنِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ فَأَبَى أَكْثَرُ النَّاسِ إِلَّا كُفُورًا.قرآن یو ژوندی سینمايي فیلم دی د خدای تعالی په هدایت او ډایرکشن چې لوبغاړي يې ټول انسانان، ټولې پرښتې او د هستۍ ټوله نړۍ ده. هدایتکار يې هم د صحنې شا ته دی او هم د صحنې په منځ کې له ټولو لوبغاړو سره دی!! نو همدا ډول دی چې ددې کتاب د داسې جوړښت له لامله ویل شوي دي؛ «که ټول انسانان را یو ځای شي، حتا د هغه مشابه او ورته یو سورة هم نشي کولی راوړي!» چې لا تر اوسه يې نه دی راوړی او بیا به يې هم را نه وړي. په عمومي توګه ویلی شو چې قرآن الهي نامه [الهي لیک] ده چې خطاب يې ناس [خلکو] ته دی په دې عمومي ويشنه کې قرآن له دوو اصلي موضوع ګانو خبره کوي: خدای او خلک، د ارواښاد دوکتور شریعتي په وینا؛ دا کتاب د خدای په نوم [بسم الله] پیل کېږي او د خلکو په نوم [الناس] پای ته رسېږي.اما الهي «ذات» چې د قرآن په تصریح : «اول او آخر او ظاهر او باطن او له هر څیز سره بې شباهته او بې مثله دی» په هيڅ بڼه نه موندل کېدای نشي، خو په عوض کې د هغه نښې چې «آیتونه» نومول شوي دي او دخدای پراسماء اوصفتونو دلالت کوي، کېدی شي وپېژندل شي. داآیتونو په دوو ډګرونو اوبرخو کې د لید وړ دي:
    له داسې فرضي ویشنې سره کولی شو په ټوله کې، قرآن له پنځو اصلي برخو متشکل وګڼو چې هر یو ددې کتاب د سورتونو، په تناسب، له ټولو یا له یوشمېر له دې فصلونو تشکیل شوی دی.
موږ انسانان چې د «زمان او مکان» په زندان کې اسیر یو، ژوند یو بعدي او یو مهالي وینو او طبیعي ده چې زموږ تألیفونه او لېکنې به هم د ژوندانه یو اړخ ته په یو ادبي بهیر کې پاملرنه ولري، خو که د ځان او جهان لپاره په پنځګر او خالق باور ولرو طبیعي ده چې «د زمان او مکان خالق» ددې زندان اسیر نه دی او چارې او امور له هغوی اخوا ویني او څرګندوي. له بل لور، موږ اوسنۍ زمانې پورې نښتي یو، تير مهال زموږ د ډيرو لپاره تیر شوی دی او هغه پورې کار نلرو او راتلونکی هم چون نه دی راغلی زموږ له محاسباتو خارج دی! خو قرآن دا درې واړه زمانې له تېر څخه د عبرت او د راتلونکې د چمتووالي لپاره یو تر بله یو ځای مطرح کوي. موږ که کوم شریعت ته پایبند هم اوسو، د طبیعت حساب له هغه بیلوو او له هغه سره د خپل چلن هيڅ اړیکه نه مومو، ګواکې دوه پنځګران لري او دوه قانونونه په هغوی دواړو کې واکمن دي. له همدې لامله تعجب کوو چې ولې قرآن دا دواړه یو د بل تر څنګه ګومارلي دي؟ او نه پوهيږو که په قرآن کې کابو «۶۰۰» آیتونه د «آیات الاحکام» په اړه شتون لري، له هغه زیات یعنې « ۷۵۰» آیتونه هم طبیعت ته ځانګړي دي! قرآن هم «متن» دی، یعنې یو کتاب دی چې نړۍ ليد [جهان بیني] او انسان پېژندنه [انسان شناسي] او لارلیک، یعنې احکام او دستورالعمل [ایدئولوژي] لري، هم یوه ژوندۍ مکالمه ده د خدای او انسان تر منځ، خدای او پرښتو ترمنځ، خدای له ځمکې او اسمان سره، جنتیانو او دوزخیانو له یو بل سره یا له خدای او ملائکو سره، انسانان له یو بل سره، مؤمنان له مشـرکانو سره، مسلمانان له اهل کتاب [یهودیانو او مسیحیانو] سره او همدا راز نورې بڼې او ډولونه.
له دا ټولو مختلفو موضوع ګانو سره سره چې په قرآن کې مطرح شوي دي د قرآن آیتونه او سورتونه یو تر بله لکه د زنځير د کړیو په څېر یو تر بله په اړیکه او تړاو کې دي او د عددي منظمو رمزونو لرونکي دي چې د یو آیت حتا د یو حرف د ښکته پورته کېدو شونتیا له منځه وړي، نه پرې څوک کوم آیت زیاتولی شي او نه يې ترې کمولی شي. قرآن لکه د شګو د غونډۍ په څېر تپل شوی نه دی چې اجزاء يې یو له بله بېلې یو د بل تر څنګه اېښوول شوي وي، بلکې یو له بل سره په تړاو کې یوه ټولګه ده لکه د انسان د بدن په څېر چې ټولې برخې يي یو له بل سره په یوه ټولګه کې کار کوي او یو تر بله همغږي، اړیکه او تړاو لري. د حضرت علي په تعبیر: «ان القرآن یفسر بعضه بعضاً» د قرآن هره برخه بله برخه تفسیر کوي. نو په دې ترتیب د قرآن د تفسیر بهترینه طریقه، پخپله له قرآن څخه استفاده ده، ددې کتاب عمومي تړاو پخپله په قرآن کې تصریح شوی دی: زمر ۲۳ : اللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدِيثِ كِتَابًامُتَشَابِهًا مَثَانِيَ …. الله هاغه ذات دی چې ډېره غوره بهترینه نوې خبره يې نازله کړه؛ یو همغږی ورته او غبرګ کتاب ….اوس د وخت د کمښت له لامله پر همدې بسنه په دوهمه برخه کې به د هاغو آیتونو په اړه چې د خبرو په پیل کې مې تلاوت کړل او پر پیغمبر تر ټولو ړومبني نازل شوي آیتونه دي توضیح کړم؛ چې تشـریح له دې موضوع [قرآن د کتاب په توګه] سره نژدې تړاو او اړیکه لري ــ مننه

2 نظر

  1. جهانی سپاس از نوشته های روشن و مستند شما

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا