گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » زرمت درزمونو اوشهادتونویادگار !
زرمت درزمونو اوشهادتونویادگار !

زرمت درزمونو اوشهادتونویادگار !

لکه څنګه چی خبر یاست هرکال دپکتیا ولایت دزرمت ولسوالی اوسیدونکی د جهاد سپیڅلی شهید مشر اودافغانستان په دغه سیمه کی دزیږیدلی نامتو عالم مولوی نصرالله منصور رحمت الله علیه

د ځای ناستی او زوی الحاج عبدالرحمن منصور په نوښت د نیزی وهلو لرغونی لوبه جوړیږی چی سږکال هم دغه لوبه دافغانستان دیوشمیر ولایاتو څخه دراغلیو میلمنو په ګډون په ډیر برم ترسره شوه .خو داچی الحاج مولوی عبدالرحمن منصور څوګ دی نو لازمه بولو چی د حریت په نامه رادیو تلویزیون سره هغه مرکه درته وړاندی کړو چی لږه موده پخوا یی ددغه رسانی له یوه تن خبریال سره ترسره کړی وه .
نوموړی په خپله دغه مرکه کی ویلی دی چی د اشرف غنی په مشری د جمهوری نظام دسقوط په ورځو کی  دطالبانو له لوری د کابل د امنیتی زون د آمردنده درلوده دخپلو ځواکونو سره کابل ښار ته داخل شو او د طالبانو د کابل د لومړنی والی په توګه د ولایت د مقام پر ګدئ کیناست . وروسته د کابل ولایت له څوکی لیری او په کور کینول شو لنډه داچی الحاج عبدالرحمن منصور دتیر په څیر سږکال هم  دپکتیا ولایت دزر مت په سیمه د شاو خوا شپږو ولایاتو د نیزه بازانو په ګډون د نیزی وهلو مراسم  ترسره شول ..
محترم الحاج عبدالرحمن منصور د خپلوخبروپه یوه برخه کی چه ددغه مراسمودپرانستلو په ترځ کی یی تر سره کړی د نیزی وهلولوبه نه یوازی د پښتنود فرهنګ یوه برخه ؤبلله بلکی هغه یی دغلیم په وړاندی دډغرو وهلو د یوه  تاریخی دود په توګه یادکړ . وروسته  راغلیو  نیزه بازانو لوبی ترسره کړی او د الحاج عبدالرحمن منصور اونورو مخورو مشرانو  لخوا د پګړیو په ور په سر کولو ونازول شول .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا