
لکه څنګه چی خبریاست تیره ورځ د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالي کې دالکترونکي پېژندپاڼو مرکز رسمي پرانيسته وشوه. په دغه مراسمو کی د افغانستان د جهاد د تاریخی یاد ترڅنګ د یوه متمدن اولس دهویت پاڼو پر اهمیت ویناوی واورول شوی اوپه ترځ کی یی د ټولنیزو ناخوالو د اصلاح په موښه وینا والو خپلی ویناوی واورولی پر په يادو مراسمو کې د پکتيا ولايت مرستيال والي شېخ صاحب انعام الله( صلاح الدين)، د افغانستان د جهاد د مظلوم شهید مشر مولوی نصرالله منصور (رح) ځای ناستی محترم مولوي عبدالرحمن منصور د پکتيا ولايت د احصايې او معلوماتو محترم رئيس مولوي سيف الله (منصور)حقاني، لخوا په زړه پوری ویناوی واورول شوی . د پکتيا ولايت د علماوو شورا معاون شيخ صاحب انعام الله، د زرمت ولسوالي مرستيال ولسوال صاحب مولوي علي محمد( حميدي) ، د زرمت ولسوالي امنيه قومندان مولوي فضل محمد(فاتح)، د زرمت ولسوالي د استخباراتو مدېر مولوي علي محمد سليم، د زرمت ولسوالي د پوهني امر قاري صاحب محمد ابراهيم(حسن) او محترمو قومي مشرانو ګډون کړی وو. په يادو مراسمو کې مختلفو مسؤولينو ويناوي وکړې او د الکترونيکي پېژندپاڼو د نوي مرکز مبارکي يې وويله.ددغه مراسمو په یوه برخه کی مرستیال والی شیخ انعام الله داسی وویل : دغه دالکترونیکی تذکرو مرکز چی جوړیږی ، پخوابه کتابونه ؤ او دهر چانوم به پکی ؤ او دپلار نوم او د نیکه نوم او علامی او نښی او بیا به هلته لوی ، لوی کتابونه ؤ چی آلمارۍ به تری ډکی وی خو اوس کمپیوټری سیستم ده د هرچا لپاره یو آسانه سهولت چی زموږ اوتاسو نسبونه سره مخلوط نه شی ، په میراث کی او دشریعت په ډیرو امورو کی دغه زموږ او ستاسو تثبیت دهویت ډیر لازمی شی ده …. ددغه مراسمو په یوه لویه برخه کی د افغانستان د جهاد د مظلوم شهید او دزرمت له غرونو رازیږدلی باز شهید مشر مولوی نصرالله منصور (رح) ځای ناستی محترم مولوي عبدالرحمن منصور هم خپله ارزښتناکه او اغیزمنه وینا واوروله چی له مسنونه کلیماتو له ویلو یی د خپلو خبرو په ترځ کی وویل : درنو خویندو او وروڼو : نن موږ ستاسی دلوی قوم او باعزته اولس او د غیرتی خلکو په مینځ کی دیوه داسی
پیغام لپاره ولاړ یوچی دهر زړه هیله ، دهر کور اړتیا او دهر نسل غوښتنه هغه ده په رښتیا خدمت سیمی او منطقی ته ! ګران اولسه ! موږ باید پوه شو چی قوم یوازی دخلکو مجموعه نه ده قوم هغه ژوندی بدن دی چی زړونه یی مشران دی ، لاسونه یی ځوانان دی اوستونئ یی میندی او خویندی دی که ددی بدن هره برخه سره هم غږی وی قوم بریالی پر مخ تللی او عزتمند وی . که خدای مه کړه که مخالفت پیداشی کینه رامینځ ته شی او حسد ځای ونیسی او دخلکو ترمینځ تفرقه خپره شی نو قوم کمزوری کیږی او دښمنان قوت مومی او نسلونه بی راتلونکی کیږی . له همدی امله نن موږ ستاسوسره ژمنه کوو اوموږ ستاسو په خدمت کی یو او داخدمت یوازی په ژبه نه بلکی انشأالله په عمل کی هم ثابتؤو . موږ دقوم مینځ کی دهر غږ اوریدو ته تیاریو دهرچا دروازی ته ورځو او دهری ستونځی د حل لپاره د لوی خدای ج په مرسته همکاری ته تیاریو . قدرمندو وروڼو : ددی قوم خدمت پر موږ فرض دی ځکه چی دقوم پر مختیا زموږ د عزت راتلونکی ضمانت کوی که زموږ ځوانان تعلیم وکړی قوم به مو پر مختګ وکړی که موږ په خپلو کی سولی ته کار وکړونسلونه به موخوندی وی که د بیوزلیولاسونه ونیسو الله تعالی به موږاوتاسو ته برکت راکوی . که دبی عدالتیو مخه ونیسو عزت به مو لوړ شی خدمت هیڅکله پر څوکۍ ، مقام ، سیاست یا ددنیا په فایده نه محدودیږی ! راځی چی په خپل مینځ کی دا خبری زړونو ته واچوو که توپیرونه شته دخبرو له لاری یی حل کړو ، که اختلاف رامینځ ته شی نو دهمدی مشرانو ، ملکانو په مرسته یی حل کړو که دوه کورنی یوله بل څخه خفه شی د اصلاح لپاره ورشو .
قدرمندو میندو اوخویندو : تاسو زموږ دټولنی ستونی یاست . ستاسو دعا ، ستاسو تربیت ، ستاسو صبر او ستاسو تدبیر دا ټول دیوه قوم او ملت د جوړښت مهم اساسات دی . یو نیک ملت د نیکو میندو په لاس جوړیږی …موږ ستاسو په مینځ کی ولاړ کسان دا ژمنه کوو چی دقوم پر هر غم غمجن یو د قوم پرهر درد درمند یو د قوم دهری ستونزی د حل په لارو پسی ګرځو د قوم دعزت او ناموس دفاع کوو او دقوم دیووالی لپاره هره هڅه کوو ….دامو دزړه خبره ده ، نه سیاست دی او نه شعاردی موږ چی نن دلته ولاړیو یوازی د خدمت او خیر په موخه ولاړیو . درنو حاضرینو : راځی چی ژمنه وکړو چی دیوه اوبل لاس به نیسو له اختلافاتو تیر شو د قوم عزت وساتو د ځوانانو ملاتړ وکړو او دخپل راتلونکی لپاره یوه روښانه لار جوړه کړو 
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید