گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » طوفانونه را روان دي،
طوفانونه را روان دي،

طوفانونه را روان دي،

پـر وطـــن مــو، طـــوفـــانـــونـــه را روان دي

پـرمــســکــن مــو، ســیــلابــونـــه را روان دي

انـسـانـیـت، پــه زورورو کې هـیـڅ نـه شــتــه

دادي بـــیـــا، نـــوي جـــنــګــونــه را روان دي

ګـران هـــیـواد، پـرلابــراتـواربـانـدې بــدل شو

پــرازیــت او مـــېـــکـــروبـــونـــه را روان دي

نـــوي نـــوي تـــجـــربـــې بـــه، دلــتــه کـیـږي

مــور بــمـــونــه، پــلار بـــمـــونــه را روان دي

ترهګر نور څوک وو، مـوږ ئې قــربــانــي شوو

خــراســان، داعــش ګــروپـــونــه، را روان دي

ګـاونــډیـان رابـانـدې زور شول، مـوږکـمـزوري

اوس ئـې بـــل ډول ظــلــمـــونــه، را روان دي

دابــه ګورو چې: نـورڅـه کـیـږي هــیـواد کې؟

کـور پـه کـور جـنـګ، سره اورونـه را روان دي

د اســلام پــرســر ســودا ده، مــوږ تـېـر بـاسي

د ډالــــــرو بـــــــنـــــــډلـــــونـــــه، را روان دي

شـــرق و غـــرب، مـسـابـقــې تــه وو لـویـدلـي

اوس یـې مـنـځ کې، جـوړښـتـونـه را روان دي

نــه د دیــن، نــه د مــذهــب پــرســر جګړه ده

اقـــتـــصـــاد تـــه، ټــول چـلــونــه را روان دي

خپلې زېــرمــې او خپل شــتــه راپسې اور دي

پـر مــــوږ لا ډېــــر عــــذابــــونــــه را روان دي

ټـرمـپ دځــان او امــریـکې ګـټـو تـه، ژمـن دی

یـــوځـــل بــیــا، پــردي پــوځــونـه را روان دي

پـه لـوبـغـاړو کې، کـیـفي بـدلـون محسوس دی

تـــغـــیــیـــرات او بـــدلـــونــــونـــه را روان دي

اوکــرایــن لاړو، غـــزه لاړه، ســـودا وشــــــــوه

د نــــاراضـــو پــــاڅــــونـــــــونــــه را روان دي

اوس به ګورو چې جهـان، کوم مــســیــر ټاکي؟

خـو پـر ټـرمـپ، پوټـیـن، عــیـدونـه را روان دي

بـدمـاشـان، لـه بـدمـاشۍ خـونـــدونــه اخـلــي

خو پـر خــوار غــریـب، غـــمـــونــه را روان دي

مــتــحــدشـئ، مـــتــفــق شـئ، هــیواد والـو!!!

د غـرب، شـرق، نـــوي پـــلانـــونــه را روان دي

بس “مـعـلـمـه” ته د مرګ پر پـولـه نـاست یې!!!

نـــن زړو تـــه، تـــــابـــــوتــــــونـــه را روان دي

ته ئې څه کوې، چې ځي څوک اوراځي څوک؟

 کــه آسـونــه او کــه خــرونــه را روان دي؟؟؟ 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا