گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » پردیوته نه اوخپلو ته هو دحل لاره!
پردیوته نه اوخپلو ته هو دحل لاره!

پردیوته نه اوخپلو ته هو دحل لاره!

د افغانستان د تېرو پنځو لسیزو سیاسي بحران یوازې په دغه هېواد باندې شوروي او امریکا له يرغلونو، د پاکستان او ايران له لاسوهنو او په کور د ننه جګړو څخه سرجينه نه اخلي او نه هم پرديو ته د پړې ګوته نيول زموږ کورنۍ نيمګړتياوې پټولاى شي. د دغه اوږمهاله بحران ژورې ریښې د داسې سیاسي نظام په جوړولو کې د افغانانو له پاتې راتلو څخه راټوکيږي چې هم کورنى مشروعیت ولري، هم د ټولنې د بېلابېلو پرګنو لپاره د منلو وړ وي،  هم په نړيوالو شاخصونو باندې برابر او هم د هر ډول بهرني فشار په وړاندې د مقاومت او دوام وړتیا ولري.موږ  فکر کوو چې د افغانستان اصلي ستونځه یوازې د واکمنانو بدلون او د بدلون لپاره له پرديو څخه د مرستې ترلاسه کول د هغوى لله فى الله احسان دى او زموږ ټولې ستونځې ختمولاى شي، خو په تکراري توګه ثابته شوه چې د نظامونو نسکوريدل او له پرديو څخه مرسته ترلاسه کول ستونځه لا پيچلتيا ته بيايي. پردي مرسته بلکې زموږ په ملي وقار او خپلواکي باندې پانګونه کوي.موږ په نړيوالو اړيکو کې د انډول ساتلو وړتيا نه لرو.  چا له شورويانو څخه خپل خواخوږي او انترناسيوناليستي مرستندويان جوړول، چا هم پاکستان او ايران انصار ګڼل، چا امریکا ته د اهل کتاب خطاب کاوه، چا هم سوچه او نګه دښمنان ګڼل او د اعتدال لاره خپلول مو په سياسي کلتور کې شتون نه درلوده.

دا زموږ هغه نيمګړتياوې دي چې پرديو ته مو  د ناوړه لاسوهنو لپاره فرصتونه برابر کړل او په افغانستان کې د بې ثباتي رامنځته کولو په برخه کې له بنسټیزو لاملونو څخه ګڼل کیږي.نظامونه مو د پراخې ملي هوکړې او ټولنیز تړون له مخې د رامنځته کيدو پر ځای د کودتا، جګړو یا بهرني ملاتړ له لارې رامنځته شوي دي. کله چې نظام د ولسونو د ملاتړ پر ځای د پرديو د لاسوهنو په پايله کې یوې ډلې، ایدیولوژي یا نظامي بریا پر بنسټ جوړ شي، که په جوړښتي شاخصونو باندي پياوړى هم وي د بقا  لپاره له جدي ستونځو سره مخ کېږي. مشروعیت یوازې ارګ ته له ننوتلو څخه سرچینه نه اخلي، بلکې مشروعیت هغه وخت رامنځته کېږي چې خلک ځان د نظام برخه وګڼي او باور ولري چې د هغوى حقونه، هویت او د هيواد ځمکنۍ بشپړتیا  پکې خوندي دی.په افغانستان کې د نظام جوړولو بله لویه ستونځه د نظام او ټولنې ترمنځ د باور کمزورتیا، د قانون د پلى کولو په برخه کې سليقوى چلن او په عدلي او قضايي سيستم باندي د باور نشتون دى. په مختلفو دورو کې دولتي بنسټونه خلکو ته د چوپړتياوو وړاندی کولو، قانون حاکمیت او عدالت پلى کولو پر ځای فساد ته مخه کوي او د واک ساتلو پر میکانیزمونو ډېر تمرکز کوي. پياوړى نظام یوازې د امنیتي ځواک او اداري جوړښت شتون نه دی؛ بلکې هغه سيستم دی چې خلک یې مشروع، عادلانه او د خپلو ستونځو د حل لپاره د باور وړ بنسټ وګڼي. د بنسټونو کمزورتیا، فساد، شخص محوريت او د قانون د حاکمیت نشتوالي د دې لامل شوي چې نظامونه د کورنيو او بهرنیو فشارونو پر وړاندې د مقاومت وړتیا له لاسه ورکړي.په نظامونو کې د سیاسي مشارکت نشتون هم د افغانستان د بحران یوه اساسي برخه ده. افغانستان متنوع ټولنه ده او ستونځه په تنوع کې نه، بلکې د تنوع د مدیریت او د ټولنيز عدالت د باوري کولو لپاره داسې ټول ګډونه سیاسي میکانیزمونه  نه دي رامنځته شوي چې افغان پرګنې ځان پکې شریک احساس کړي. کله چې یوه ډله د زور او يا هم پردي ملاتړ له ادرس څخه د واک په ترلاسه کولو کې بريا ترلاسه کړي او نور ځانونه محروم احساس کړي، سیاسي اختلافات په اسانه توګه په شخړه بدلېږي.سيمه ييزو رقابتونو هم د افغانستان د نظام جوړولو پر بهیر ژورې اغېزې کړې دي. افغانستان د تېرو څو لسیزو په اوږدو کې د سترو هېوادونو او سیمه ییزو لوبغاړو ترمنځ د سیالیو ډګر پاتې شوی دی. د شوروي یرغل، د مجاهدینو دوره، کورنۍ جګړې، د امریکا تر مشرتابه لاندې يرغل او د سیمې د هېوادونو رقابتونو د افغانستان پر سیاسي مسیر اغېز کړی دی. خو یوازې بهرني عوامل د افغانستان د بحران بشپړ لامل نشي کېدای؛ ځکه بهرنی نفوذ هغه وخت ژور اغېز کوي چې کورنۍ تشې موجودې وي.اصلي واقعیت دا دی چې په کور د ننه ستونځې او بهرني فشارونه یو بل پیاوړي کړي دي.اوږدو کورنيو جګړو د افغانستان سیاسي کلتور هم اغېزمن کړی دی. څو نسلونه د جګړې په چاپېریال کې لوی شوي، چې له امله یې په سياسي ډګراو ولس ته د اړينو چوپړتياوو برابرولو په برخه کې د سیالي کولو پر ځای د زور، افراطي دريزونو، له مخالفينو سره د جوړجاړي پرځاى د هغوى د ختمولو کلتور پیاوړی شوی او سیاسي مخالفین د شریکانو پر ځای دښمن ګڼل کېږي. دغه ذهنیت د جوړجاړي، خبرو اترو او ګډ سیاسي جوړښت رامنځته کول ستونځمنوي.له دغو ټولو ټولو ننګونو، رقابتونو او کورنيو نيمګړتياو سره سره ، افغانستان یوازې د بحرانونو هېواد نه دی؛ بلکې د فرصتونو هېواد هم دی. د افغانستان جغرافیایي موقعیت، د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د اتصال وړتیا، د انرژي، ترانزیټ، کرنې او طبیعي سرچینو په برخه کې پراخ امکانات کولای شي د هېواد د راتلونکي لپاره مهم فرصتونه رامنځته کړي. خو دغه فرصتونه هغه وخت په واقعي پرمختګ بدلېدای شي چې افغانستان یو پياوړى مقننه، اجرائیه او عدلي بنسټونو درلودونکى سیاسي نظام، د قانون حاکمیت، پياوړى عدالتي نظام او د پانګونې لپاره د باور وړ شرایط ولري.د تېرو پنځو لسیزو تجربې یوه مهم درس وړاندې کوي: یوازې نظامي بریا، بهرنی ملاتړ یا د یوې ډلې مطلق واک نشي کولای اوږدمهاله ثبات رامنځته کړي.افغانستان داسې سیاسي تړون ته اړتیا لري چې دواک د ترلاسه کولو پر ځای د واک د مشروع استعمال اصول تعریف کړي. دا تړون باید د خلکو رضایت، سیاسي مشارکت، عدالت او د ټولو مهمو قشرونو د منلو وړتیا ولري.زما ارزونه داده چې د افغانستان تر ټولو لویه ستونزه د نظام مطلق نشتوالی نه دی؛ بلکې د داسې نظام نشتوالی دی چې د خلکو له خوا مشروع او د ټولنې د پراخو برخو لپاره د منلو وړ وي. د افغانستان راتلونکی یوازې هغه وخت باثباته کېدای شي چې د واک د انحصار پر ځای د ګډ مسؤلیت فرهنګ رامنځته شي، قوي ادارې جوړې شي، امنیت د خلکو د هوساینې له مفهوم سره وتړل شي، له ګاونډیانو او نړۍ سره اړیکې، شته رقابتونو اوحساسيتونو ته په پام کولو د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ تنظیم شي.په پای کې، د افغانستان د ستونځو حل د تېرو تراژيديو د تکرار پر ځای د یوه نوي سیاسي تفاهم په جوړولو کې دی. داسې تفاهم چې افغانان د واک د ترلاسه کولو لپاره نه، بلکې د یوه ګډ راتلونکي د جوړولو لپاره سره یوځای کړي. یوازې هغه نظام چې خلک یې خپل وګڼي، دعدالت احساس ورکړي او د راتلونکو نسلونو لپاره د ثبات امکانات برابر کړي،کولای شي د پنځو لسیزو بحران پای ته ورسوي.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا