د طالبانو ستره محکمه : د خوست ولایت په باک ولسوالۍ کې یوه مېرمن «د غیر اخلاقي » کړنو په جرم په عام محضر کې په دُرو ووهل شوه. د طالبانو ستره محکمه زیاتوي چې دغه ښځه ۲۹ دُرې وهل شوې او په پنځه میاشتې بند محکومه شوې ده. د طالبانو سترې محکمې سه شنبه «د لړم۲۹مه» په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دې ښځې ته د خوست باک ولسوالۍ ابتدايي محکمې له خوا د ځايي طالب چارواکو او ځايي اوسېدونکو په حضور کې سزا ورکړل شوه.
اصلی او اساسی پوښتنه داده چی آیا د کوم مصلحت له مخی په خوست او دباک په څیر یوه کلیواله او پر سنت ولاړه سیمه کی چی لاتر اوسه هم ددغه سیمی زیاتره میرمنی ددی سره سره چی په پټیو او کروندو کی کارونه ترسره کوی خود پوړنی عزت یی ساتلی دی او تل په عنعنوی او سنتی بڼه په کار او کروندو کی دخپلو میړونو سره اوږه پراوږه په کار او کرونده بوختی وی . موږ هیڅکله هم دا نه وایو چی ګنی دباک او په ټوله کی به د خوست په کچه د میرمنو له لوری اخلاقی تیروتنی نه ترسره کیږی
خودا ضرورویلی شوچی دافغانستان په څیر سنتی ټولنه اوهغه هم دباک ولسوالې د نجیب اولس په مینځ کی یوی میرمنی ته سزا ورکول له کرکی اوانسانی تاوتریخوالی ډک عمل بللی شی چی نه یوازی په ټولنه کی د جرمونو د کچی په راکمولو کی هیڅ شانی مرسته نه شی کولای بلکی په قصدی ډول بشری ناورین ته لاره هواروی . د افغانستان تیر تاریخ ددی شاهد او ګواه دی چی له چنګیزه تر انګریزه او بیا تر نن پوری زموږ په سنتی ټولنه کی د جرمونو د مخ نیوی په نوم داسی سرکسونه هیڅکله هم ترسره شوی نه دی او نه یی هم سارې لیدل کیږی .
