

په افغانستان کې نه ټولګډونه حکومت شته او نه هم ترهګري ختمه شوې، بلکې «دا هېواد د ترهګرو اووسلهوالویاغیانو » پر مرکز بدل شوی. چې شاوخوا ۲۵۰۰ بهرني وسله وال له سوریې نه افغانستان ته رسېدلي دي. دا خبری د پاکستان د دوه مخی او منافق پوځ ویاند تورن جنرال احمد شریف چودری په هغه مطبوعاتی کنفرانس کی وکړی چی نن د ۲۰۲۶ کال د جنوری په شپږمه نیټه یی دهغه په وینا د پاکستان د تیر میلادی ۲۰۲۵ کال سیاسی او امنیتی لاس ته راوړنی بیانولی .تورنجنرال احمد شریف چودري د سې شنبې په ورځ، د مرغومي پر ۱۶مه په یوه خبري ناسته کې وویل، چې ترهګرۍ ضد جګړه د ټول پاکستاني ولس جګړه ده او دا مبارزه له شلو کلونو زیات وخت راهیسې روانه ده، خو تېر کال دده په وینا، د ترهګرۍ ضد هڅو بېساری شدت درلود.دخواشینې او د حیرانتیا ځای دی چی ددغه سامراجی پوځ جنرال ویاند حافظه دومره کمزوری شوی ده چی نه پوهیږی طالبان د پاکستانی جنرالانو پرویز مشرف او جنرال حمید ګل په څیر غلیمو جنرالانو هغه تور میراث دی چی له امریکا سره د زلمی خلیلزاد تر سیوری لاندی د پاکستان د معزول او زندانی شوی صدراعظم عمران خان نیازی او د پاکستان د پوځ زندانی شوی دپوځی استخباراتو ISIد پخوانی مشر جنرال فیض حمید په مستقیمه قومانده پر افغانستان او افغانانو ور وتپل شو .
دخواشینې ځای داهم دی چی ددی سره ، سره چی ددوحی د تړون پر خلاف چی په هوکړه کی یی دپوځی استخباراتو رول چی ځانونه د پاکستان د استرتیژیک تل یا “عمق ” ساتونکی بولی او د هغه هیواد د معزول او زندانی شوی صدراعظم عمران خان اوپه ۱۴ کالونو د زندانی شوی جنرال فیض حمید په تورونو کی د طالبانو دقدرت رسولو او د زیاتره ترهه ګروډلو جنګیالی چی په هندوستان کی د الګولو د جوړیدو اوګاونډیو هیوادونو ته دسرخوږی په موخه تری کار آخستل کیده د طالبانو واک ته درسیدو فقره نه په سترګوکیږی .دا داسی مهال دی چی د پاکستان د سامراجی پوځ او انګریزی ښکیلاک ګرو په افغانستان کی استراتیژیک تل “عمق ” په افغانستان کی د یوه پښتون ټباره مشرپرټاکلو ولاړه وه او تردی چی ددغی استراتیژۍ پر چاړه په افغانستان او سیمه کی خونړې پیښی را مینځ ته کړی او همدا اوس هم د یوڅو ډالرو په ورکولو همدغه لوبه په مجازی نړې کی له کرکی ډکو شعارونو په ورکولو د ” من افغان نیستم ” او نورو راز ، راز شعارونو لاندی په ډیر مهارت سره پر مخ بیول کیږی ! لومړی حاکمی استخباراتی ډلګۍ ته په افغانستان کی د قدرت پر ګدۍ د کینول شوی مشر چی په استخباراتی انګیزه په پښتون ټبار پوری اړه لری د” افغان ” لقب ورکول کیږی اوداد پښتون د ټبار لغت له افغان سره یوشان بللی دی په داسی حال کی چی د پښتون کلمه د افغان له کلیمی سره واټنونه توپیرلری .
ترټولو زیاته دردؤنکی خویی لاداده چی دغه د ” من افغان نیستم ” شعارهغه مهال او زیاتره په بهر کی د میشته افغانانو لخوا تکراریږی چی د افغانستان له جغرافیی سره تړلئ یوه تاریخی او استخباراتی کرکه لری هغه داچی کله هم پر افغانانو باندی تپل شوی واکداران چی په ځانګړی ډول د پاکستانی استخباراتو له لوری ګمارل کیږی او هغوی د اولسونو د چوپړ پرځای د ډالرو دکڅوړو په فکر کی وی بیانو د ” من افغان نیستم ” ناره پورته کوی او د تاریخی افغانستان قباله چی هیڅکله هم یوازی د پښتون ټبر ملکیت نه شی ګڼلای او په دی تاریخی لرغونی جغرافیه کی ټول قومونه ، قبیلی او د راز ، راز مذهبونو پیروان مساوی حقوق لری په خپل لاس او خپل لاسلک نورو ته په واک کی ورکوی. لکه څنګه مو چی پورته یادونه وکړه آیا د پاکستان د پوځ ویاند جنرال شریف چودری په دی نه پوهیږی چی طالبان څنګه راوستل شول ؟ او آیا پرعمران خان نیازی او جنرال فیض حمید ترټولو لوی تور د دوحی دتړون پر خلاف د حقانی شبکی او د کویټی د شوری ترمینځ د نورو ټولو افغان اولس پرته د یوه طالبی حکومت رامینځ ته کول شامل نه دی ؟ داسی بی خونده او ناکاره اداره د هیوادونو په تاریخ کی یی د واکمنۍ د څرنګوالی تور داغ پريښود . اساسی قانون یی د برچی پر زور لغوه اود نجونو پر مخ یی د ښونځیو او پوهنتونونو دروازی وتړلی . موږ کلک باور لرو چی که دغه شانی واکمنی دوام پیداکړی د سپیڅلو طالبانو په ګډون به ټول افغان اولس د همدغو د جنرال شریف چودری په قول له سوریی څخه را وستل شویو په زرګونه جنګیالیو په ؤ لکه او قبضه کی وی .کیدای شی زموږ زیاتره شنونکی او څیړونکی به چی د پاکستان له تاریخ څخه په بی خبری سره د افغانستان او دسیمی د واقعاتو په هکله نظرونه څرګندوی نه پوهیږی چی همدا اوسنی د شهباز شریف د پاکستان د مسلم لیګ د بنسټ ایښودونکی د ورور نوازشریف او د بلاول بوټو په مشری واکمنه ډله کله چی طالبان واک ته رسول شوی ؤ نو د پاکستان لنډ مهاله صدراعظم شهباز شریف په افغانستان کی د طالبانو د واکمنې د برکاتو د ذکر د بیانولو په ترځ کی ویلی ؤ له کله څخه چی په افغانستان کی طالبان واک ته رسیدلی دی پاکستان یوازی د ډبرو سکروپه سوداګری د کال څه دپاسه دوه میلیارده ډالره ګټه ترلاسه کوو او زیار به باسو چی ددغه سکرو دغوره انتقال لپاره ځانګړی اقدامات ترسره شی . اوس پوښتنه داده چی څنګه اوولی د پاکستان د پوځ نیت د طالبانو په هکله تغییر ؤ موند چی د پاکستانی پوځ ویاند طالبان له افغانستان څخه جلابولی ؟بس وایو به چی تشه لاسه ته می دښمن یی !
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید
پاکستان یادیگرکشورهای بیگانه هیچگاه برای افغانهادلسوزنبوده