گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » مشال خان ټکردلراوبراستخباراتی نعــره اودطــالبانــو پلــویتــوب!
مشال خان ټکردلراوبراستخباراتی نعــره اودطــالبانــو پلــویتــوب!

مشال خان ټکردلراوبراستخباراتی نعــره اودطــالبانــو پلــویتــوب!

که څه هم دلر اوبراودلوی افغانستان  نعری اوسوری چی د افغانستان دسیاسی او فرهنګی تاریخ په څپو کی یی په وار ، وار اوریدلای شو خو دپاکستانی سیاست وال او څیړونکی مشال خان ټکر په وجود او  د پاکستان سیاست والو په مینځ کی ددغه سورو او نعرو رنګ بدل دی

ښاغلی مشال خان ټکر چی د افغانستان دسیاست د پاڼی د چلؤونکی محترم حامد ضرابی له لوری را بلل شوی ؤ او په تاریخی مسخه شوی انداز کی یی د افغانستان د لراوبرنعره پورته کړه  د خپلو خبرو لپاره یی یوه اوږده شانی سریزه پکاروله د سیاست افغانستان په ګردی میز کی چی د ښاغلی ضرابی له لوری ترتیب شوی او د هغه دبل همکارمیلمه  ښاغلی ډاکتر یوسفزي په همکاری او نوښت پرمخ بیول کیده د ښاغلی یوسفزی د پوښتنی په ځواب چی ویی پوښتل تاسو د افغانستان د ناامنیو او اوسنیو حالاتو دعواملو او پس منظر په اړه څه نظر لری؟ دخپلی یوی اوږدی خطبی په ادامه داسی وویل : ….پاکستان چی په اخلاقی اوسیاسی طور بالکل دقبر په غاړه ولاړ دی پاکستان چی په مکمله توګه ختم دی یو ځل بیا “جواری ” یعنی قمار وهی هغه اوس بیا دامریکا او د هغوی د نورو اتحادیانو په اشاره په افغانستان کی لاس وهنه کوی ..تاسو نه ګورې چی څنګه په افغانستان کی لاس وهنه کوی ؟ زموږ پر کورونو ، زموږ پر ماشومانو ، زموږ پر پوهنتونونو ، کلینیکونو باندی بمبارې کوی ، خبره داسی ده چی هغه دا “جواری ” یو ځلی بیاکوی خو زما دا ایمان دی چی چی دا ځل به په دی “جواری ” یا قمار کی پاکستان سر خوری .
څومره پوری چی د طالبانو تعلق دی نو هغه داسی ده نو که موږ دافغانستان لنډ تاریخ ته  اوږد تاریخ ته نه ځو لنډ تاریخ ته په ژور نظر وګورو نو چی طالبان په کال ۲۰۰۱ کی دقدرت نه لیری کړای شول نو هغوی هغه مهال داخبره کوله چی موږ غواړو چی کورونو ته ولاړ شو تاسو پوه شی او کارمو پوه شه ! بس سمه ده تاسو وطن چلوی یعنی دوطن مشرتابه پر مخ بیاېی !تردی پوری پر هغه ورځ چی کرزی رئیس جمهورکیده هم هغه مهال هم له هغه (کرزی ) سره دطالبانو یو وفد ناست ؤ او خبری اتری یی ورسره کولی چی په دغه وخت کی د BBC یوی ښځی ژورنالیستی ورته تلفن وکړ چی ته رئیس جمهور وټاکل شوی نوپه دغه وخت کی په دی طالبانو باندی Northern alliance  شمالی ټلوالی ، دافغانستان پوځ او دبهر نه چی راغلی کوم کسان ؤ هغوی پر دوی یعنی طالبانو باندی شروع وکړه او له دوی څخه یی لر اوبر خطاکړل په دغه وخت کی Donald Rumsfeld(دونالد رامسفيلد) هغه ته یعنی کرزی ته تلفن وکړ چی له طالبانو سره به بالکل خبره نه کوې !نو بیا یوکس دی چی په کیبل ملا باندی مشهوردی هغه وایی چی په موږباندی شپه اوورځ یوه شوه نو دوی لاړل نور خو تاسو ته پته ده چی په کانتینرو کی به یی بندول اوپه زرګونو کسان به یی په ګرمی کی وژل او ځینی به یی ژوندی نیول او په سرونو کی به یی میخونه ورټکوهل هغوی ته دپاکستان پرته بله لاره پاتی نه وه …خوچی پاکستان ته لاړل نودری کاله دوی به له یوه او بل سره رابطه هم نه شوای ساتلای ځکه چی یا به یی نیول او پر امریکایانو به یی خرڅول هغوی به ګوانتانامو B ته لیږل یا به یی په پاکستان کی په جیلونو کی آچول خو دری کاله وروسته په ۲۰۰۳ کی کله چی پر عراق وروختل نو پاکستان ته بیا ددوی ضرورت پیداشو چی دوی د افغانستان ددولت خلاف دوی استعمال کړی نو په دی باندی طالبان هم پوه شول که څه هم دوی د فعالیت اجازه ورکړای شوه خو طالبان په دی پوه شول چه تاسو یعنی د پاکستان حکومت زموږ څخه کار آخلی یعنی تاسو موږ استعمالوی نو اوس به موږ تاسو استعمالوو نه ځکه هغوی داګڼله چی طالبان داځل په قدرت کی راغلل نو دهغوی یعنی پاکستان حکومت  دری خبری وی یوخو داده چی د TTP نه به موږ خلاص کړی دوهمه داوه چی له هندوستان سره به دوی خپل تعلق خراب وساتی ، او دریمه داوه چی داد ډیورنډ لائین Durand Line  خبره به راسره ؤمنی نو په دی کی طالبان یوی خبری ته هم تیار نه ؤ خو دطالبانو راتلل د افغانستان په ګټه په دی باندی تمام شول چی دافغانستان نه ددولت (قدرت ) جزیری جوړی شوی وی . عطا نور یی چی د ګورنری ( ولایت ) څخه لیری کړ هغه ویل چی ته خوراشه ! هلته یی ورسره ډزی نه وی کړی چی بیا جانباز لاړ دامریکی سفیرپکی روغه کوله ؟ جنرال رازق ته یی ویلی ؤ چی زه تا لیری کوم ورته یی ویلی ؤ چی ته خو راشه ! دغزنی چی کوم ګورنر ؤ هغی ورته ویلی ؤ چه ته خوراشه ! دهرات اسماعیل ، دافغانستان څخه ددولت (قدرت ) جزیری جوړی شوی وی .وروسته کله چی د مشال خان ټکر ځواب پای ته ورسید نو د میز یوه درنه ګډونکؤنکی محترم رئیس  داسی وویل : لکه چی محترم یوسفزی صاحب له درانه میلمه ټکر صاحب څخه ؤپوښتل چی ستاسو دریځ دطالبانو دسیاستونو په هکله څه دی آیا ستاسو دتائید وړدی اوکه نه ؟ ځکه چی د ټکر صاحب ځواب واضح نه ؤ چی دطالبانو سیاستونه دده د تائید وړ دی او کنه ؟ او دوهم داچی موږ اوتاسو همیشه وایو چی لَراوبَر افغانان ! اوبیا وایو لَراوبَر پښتانه ، ستاسو نظر د افغانانو او پښتنوپه نسبت څه دی او کوم تفاؤتونه په نظر کی نیسې ؟ چی دواړه یوشی دی اوکه په خپلوکی تفاؤت لری ؟ ….. ښاغلی ټکر په قهرجنه  لهجه چی د ګډونکونکی محترم رئیس په وړاندی یی وکاروله داسی ځواب ورکړ :……. ګوره ګرانه زه بیا خپلی خبری ته راځم چی زه دلوی افغانستان داعی یم دافغانستان د ډیورنډ نه واخله تر آباسین او مارګلی تر غرونو پوری یو لک یو څلویښت زره مربع کیلومتره ځمکه د پاکستان په قبضه کی ده چی دا د معدنیاتو د ګاز او دمټورو ځوانانو او د بجلې نه ډکه ده نوآیا له پاکستان نه به کابل ته څوګ تلفن کوی چی راشی خپله ځمکه مو واخلي ؟ دا زما ستاسو نه سوال دی ؟ زه وایم چی نه ! بله داده چی موږ دیوبل نه یعنی لرَ او برَ یوسل اوه اتیا کاله کیږی چی جلاشوی یاستو. او اوه اتیا کاله موږد لرَ کسان د برَ برخه پاتی شوی یو نوموږ په دی دومره موده کی چیرته هم دانه دی ویلی او په دی اوه اتیا کاله هیڅوګ هم دانه ثابتولای چی چا ویلی وی موږ له افغانستان سره نه اوسو موږ وایو چی زموږ وطن افغانستان دی ښاغلی ټکر د احمدشاه بابا د زمانی یوی خاطری ته په اشاره وویل چی دا د لرَاوبرَ مسأله یوازی په جګړه او جنګ پای ته رسیږی بله د حل لاره نه لری او بس ځینی چی دا استدلال کوی چی ګنی ډیورنډ لائین Durand Line  خو یوه بین المللی پیژندل شوی کرښه ده نو دا مشرقی پاکستان چی څومره هم کرښی وی په بین المللی توګه منل شوی وی خو نن مشرقی پاکستان څه شو ؟ وروسته دمیز بل ګډونکونکی او دسیاسی چارو شنونکی محترم عنایت الله طوفان چی د پروګرام د چلؤونکی ښاغلی یوسفزی په بلنه یی میکروفون واخیست د خپلو خبرو په ترځ کی وویل : زموږ مشکل او ستوسنزه داعیه ده دا دلوی افغانستان داعیه د افغانستان د خلکو په ګټه نه ده د ملی منافعو لپاره خطر دی ولی چه موږ حکومت نه لرو ، اردو نه لرو ، اقتصاد نلرو ، اجماع نه لرو او مشروعیت هم نه لرو نوځکه خو افغانستان د نړیوالی ټولنی او مجامعو په انزوا کی ده . دا داعیه دخلکو او اقوامو په مینځ کی نزاع آچوی پدی وخت کی دا داستخباراتو لاره ده . دا داستخباراتو نقشه ده ولی موږ په دغه  نقشه کی داعیه داریو ؟ چی نه حکومت لرو نه اقتصاد لرو اونه هویت ! بیرغ نه لرو او پایتخت هم نلرو، دافغانستان پایتخت چیرته ده ؟ اردوچیرته ده ؟ کوم بیرغ دی؟ مشروعیت چیرته دی ؟ داټول جنجالونه د پاکستان له لوری استراتیژیک عمق ته درسیدو پر لاره کی آچول شوی دی . اوس ټکر صاحب وائی چی موږ دلوی افغانستان داعیه داریو دلوی افغانستان داعیه دار دغه مهال په حقیقت کی د پاکستان همکاری او د پاکستان د استراتیژیک عمق سره تړاؤ دی چی په مطلق ډول د افغانستان د خلکو د ملی منافعو سره په ټکر او خطر کی دی چی اوس دغه خطر روښانه شوی ده . پاکستان نورستان او پ پکتیا ته له اجازی پرته راځی ، همدا شان دا طالبان چی ځینی یی د هیواد اصلی بچیان بولی خو دا ټول یا زیاتره یی د پاکستان زیږنده دی .  دا څنګه د افغانستان اصیل بچیان دی چی شمالی یی سوزولی ، سمنګان یی سوځولی هزاره جات یی  سوزولی دا  دمذهبی نزاع یی آچولی ، قومی نزاع یی رامینځ ته کړی ، د فارسی او پښتو او تاجک او پښتون نزاع یی آچولی ده دا څه ډول منافع دی ؟ دا ټوله د پاکستان د لاری نقشه ده  او دلوی افغانستان شعارونه د نوموړی لاری ضمیمه ګڼلای شی دا جوته ده کله چی پاکستان په افغانستان کی لانجه جوړوی تر څو دافغانستان نوم له مینځه یوسی چه په دی توګه دافغانستان نوم ورک او هویت یی پای ته رسیږی . اوس به هم تاسو خبر یاست چی طالبان وایی چی موږ د ملی کلیمه نه منو وایی چی افغانستان یو قومی نوم دی باید چی په امارت اسلامی واوړی دا هم تقریبأ زمزمه ده آیا TTP یا تحریک طالبان پاکستان د افغانستان په ګټه ده ؟ که نه ده نو ولی دوی داکار کوی ؟ ولی د افغانستان ګټی د هندوستان له ګټو قربانی کوی ! لنډه داچی دا دلوی افغانستان داعیه هغه شعار دی چی پاکستان تحریکوی او آماده کوی چی افغانستان باید ختم شی دا داعیه درسته داعیه نه ده او په مطلقه توګه د افغانستان له ګټوسره په تضاد کی ده دا څنګه داعیه ده چی ټکر صاحب وایی چی موږ لوی افغانستان غواړو په داسی حال کی چه نه دافغانستان په ګټه ده او نه هم افغانستان حکومت لری . اساسی پوښتنه داده چی څنګه یی په دی وخت کی دغه داعیه را ولاړه کړی ده ؟
ښاغلی مشال خان ټکر د ښاغلی طوفان دڅرګندونو په وړاندی چی ویلی یی ؤد افغانستان لومړنی ضرورت دیوه مشروع حکومت رامینځ ته کول دی او باید د افراطی او بی وخته شعارونو څخه ډډه وشی په ډراماتیک او قهرجنه لهجه وویل چی د طوفان صاحب خبری هم دپاکستان خبری دی ځکه افغانستان پر کوم ځای چی ولاړ دی همدلته پاتی شی ده په خپلو خبرو کی وویل او زیاته یی کړه چی دافغانستان تاریخ ددی ګواه دی هغوی چی د لوی افغانستان داعیه یی نه ده منلی زیات کسان یی قبرونو ته تللی دی او اوس هم په افغانستان کی داسی کسان شتون لری چی دلوی افغانستان له داعیی څخه سترګی پټوی ………………….ده په خپلو خبروکی زیاته کړه چی لومړی پښتانه زیات په خپل وطن مین خلک دی دوهم په اسلام ډیر مین خلک دی دریمه داچی کله هم پردیو پر افغانستان یرغل کړی نو هغه یی له هیواد نه شړلی دی نوکله هم چی بهرنیو یرغلګرو د افغانانو په مرسته پر افغانستان یرغل کړی دی نو افغانانو تل داخلی کړیو ته هم داشغالګر په سترګه کتلی دی . بیانو په بهر ملکونو کی کینی او په نورو پسی خبری کوی .طالبانو تاریخ جوړ کړ  زما به له طالبانو سره ډیر اختلاف وی خو طالبانو افغانستان له تجزیی وژغورلو …اودااوس چی په بهرنی نړی کی ناست دی اوهلته خپل پروګرامونه کوی او په پاکستان کی دننه بیا ورته وایی چی موږ ته دلته ځایونه راکړی چی په افغانستان کی لاس وهنه کوودڅه لپاره ؟ که دوی وایی چی افغانستان کی څوګ نشته نودا شل کله چی دلته ناست ؤ او ټولو به ورسره مرسته کوله نو هغه په جرګوباندی  راغلی ؤ ؟ کرزی په جرګه راغلی ؤ ؟ کرزی په ټول ټاکنو راغلی ؤ ؟ ګوره ! که تاریخ ته موږ وګورو نوچی  شاه شجاع راتلو نو اول انګریزانو افغانستان اشغال کړ بیا یی هغه راؤست پر تخت یی کیناوه چی ببرک کارمل راتلو نوافغانستان  اول شوریانو اشغال کړ بیایی په کابل کی پر تخت کیناوه . چی کرزی راتلو او په ارګ کی کیناستو نو اول افغانستان امریکی او ناتو اشغال کړ نوبیا یی په تخت کیناوه خو چی کله افغانان ” طالبان ” راتلل نو مخکی تری د پاکستان پوځ نه ؤروان ، همدغه ساده افغانان ؤ چی په ارګ ورغلل …..ښاغلی مشال خان ټکر له یوی قهرجنی تبصری وروسته یوه جعلی او په دروغو ولاړه  فکاهی ګونه اوله  مسخرو ډکه خاطره د طالبانو د تیری دوری په اړه بیانوی او وایی چی په تیروخت کی چی د طالبانو حکومت ؤ نونصیرالله بابر چه د ملا عمرسره یی خبری کولی په ځمکه ورته ناست ؤ او ورته ویلی ؤ چی امیر المؤمنین صاحب د ا ډیورنډ لائین Durand Line را سره ؤمنه نوری ټولی مسألی حل دی ! هغه یعنی نصیرالله بابر یی له ډوډی نه پورته کړی ؤ …….

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا