گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » مرګ حق دی دهمسایه لپاره!
مرګ حق دی دهمسایه لپاره!

مرګ حق دی دهمسایه لپاره!

هیڅوګ هم نه پوهیږی چی طالبانو ولی او کومو موخوته د رسیدو په هیله پرافغانستان د استخباراتی ؤلکی په پایلو کی واک ته درسیدو سره ، سره  چی ټول افغان ؤلس یی یرغمال کړی او له نیمائی زیات نفوس یعنی ښځی او نجونی  یی له زده کړو او کار وبار څخه محرومی کړی دی ، اساسی قانون چی د یوه هیواد دژغورلو او په هیواد کی له هر ډول قومی ، مذهبی ، ژبنی او نژادی  توپیر پرته د ټولو وګړو د ژوند هنداره ګڼلای شی په ډول ، ډول بهانو او پلمو لغو کول

اوپه پښتون قوم کی  له یوی ځانګړی کړۍ پر ته نورو قومونو او مذهبی لږکیو ته د هغوی د برخلیک په ټاکلو کی د ګډون حق نه ورکوی همدا شان د هیواد طبیعی زیرمې او معدنونه یی په بی ساری ډول نیلام کړی دی په سوریه کی چی یو اسلامی اود ځانګړو  شرائطو در لودونکی هیواد دی دوروستیواو په ځانګړی توګه د سوریی ددیکتاتوربشاراسد دراپرځولو په مناسبت یی د ملا امیر خان متقی په مشرې د بهرنیو چارو د وزارت په نوم داسی  پیغام خپور کړی چی ګنی رښتیا هم مرګ حق دی خو دهمسایه لپاره !د حیرانتیا او تعجب وړخو داده چی  د ملا امیر خان متقی په دغه ستاینلیک لیک په یوه برخه کی چی د طالبانو  د باندنیوچارو وزارت پر مهر او ټاپه خپور شوی دی داسی کښلی دی : ……..پلازمینه دمشق دهئیت التحریر الشام په مشرې د سوری اولس ته ولوید دیا د حرکت او ؤلس ته مبارکی وایی او هیله څرګندوی چی د انقلاب پاتی پړاؤنه په داسی ډول مدیریت کړی چی د یوه امن ، متحد اوباثباته هیواد خاوند شی !!! هیله ده د واک لید بهیر په داسی ډول پر مخ ولاړ شی چی پایله کی یی د سوریی ټول اولس له آرمانونو سره سم د یوه خپلواک خدمتګار اسلامی نظام د بنسټ ډبره کیښودل شی چی له هر ډول توپیر او غچ پرته او دعمومی عفوی تګلاری په خپلولو سره ” ملا امیرخان د امیر المؤمنین شیخ الحدیث والقرآن هیبت الله په استازیتوب په سوریه کی د مخالفینو لپاره هم عمومی عفوه اعلان کړه ” د سوریی ټول ؤلس راټول کړی . او دنړی هیوادونو سره دیوه داسی مثبت سیاست په غوره کولو سره پر مخ ولاړشی چی سوریه د بهرنیو لوریو له منفی سیالیو له ګواښ څخه وژغوری او دمیلیونونو مهاجرو د را ستنیدو زمینه مساعده شی . همدا راز د ……..په سوریه کی دټولو ښکیلو بهرنیو لوریو غواړی چی په خپل مینځ کی او هم له نویو واکمنو سره تعامل وکړی ..

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا