کیدای شی ځینی کسان به چی په آماتوری ډول یی د سیاست پر ډګر وردانګلی دی په امریکا کی د یوه افغان ټباره سوداګر چی په پخوانی یونوکال Unocalد تیلو او ګازو په خصوصی شرکت کی پانګه وال دی او د امریکا د متحدو ایالاتو د قانون پر بنسټ هغوی چی د لوی شتمنېوخاوندان دی کولای شی د امریکا په سیاست کی هم لویه ونډه ترسره کړی نوځکه خو د افغان جهاد په کالونو کی په امریکا کی رونالد ریګن د امریکا ؤلسمشری په غاړه درلوده نوموړی زلمی خلیلزاد د امریکا د بهرنیو چاروپه وزارت کی مأموریت پیل کړ لومړنی دنده یی سپینی ماڼی ته د مجاهدینو دمشرانو لیږدول او د سپینی ماڼی له لوری د یوه ژباړونکی دنده په غاړه وه
خو ددی ترڅنګ یی له یوی اطریشی ټباری میرمن شارل بنارد سره په واده کولو د یونوکال Unocalپه څیر له لویو امریکائی کمپنیو او سوداګریزو شرکتونه سره سوداګریزی اړیکی پیدا کړی دحیرانتیا وړ نده چی همدغه امریکاېی کمپنی د افغانستان په شمول د منځنۍ آسیا په هیوادونو کی د ګازو او تیلو د زیرمو په راایستلو کی لویه پانګه آچولی وه او د زلمی خلیلزاد په ګډون د امریکا د متحدو ایالاتو زیاتره د نفتو اوګازو سوداګر چی د امریکا او سپینی ماڼي په سیاستونو کی یی لویه برخه درلوده د امریکا په جمهوری غوښتونکی ګوند کی ځای پر ځای شوی ؤ چی جورج دبلیو بوش George Walker Bush د امریکا پخوانی ؤلس مشر ، ریچارد چِیْنی Richard Bruce Cheney یی څرګندی بیلګی دی .کیدای شی د امریکا د متحدو ایالاتو حکومت به د زلمی خلیلزاد په څیر یو بهرنۍ وګړی چی د افغانستان یا هغه هیواد په هکله چی د مور حیثیت یی ورته ولری هیڅکله هم نه شول موندلای نو زلمی خلیلزاد چی پلار او نیکونه یی په افغانستان کی زیږیدلی دی دی چمتو شو چی دخپلی مور یعنی افغانستان پر سر هم سودا وکړی چی دهمدی سودا په ترځ کی یی د سپتمبر د یولسمی پیښی وروسته یی د سوداګرې چانس زیاد شو او په افغانستان که د جورج دبلیو بوش George Walker Bush د امریکا ؤلس مشر لخوا د فوق العاده استازی او سفیر په توګه وټاکل شو
له هغه ځایه چی زلمی خلیلزاد دیوه سوداګریز مزاج خاوند دی نو لومړی یی د خپلی اطریشی ټباره امریکائی میرمن شارل بنارد Cheryl Benard په مرسته او دڅو عرب ټباره او امریکائی لیکوالانو په مرسته او دامریکا په دفاع وزارت پوری تړلی د ” رند ” « مؤسسی لـــخوا د « دموکراسی او اسلام د افغانستان په نوی اساسی قانون کی» تر عنوان لاندی یوه رساله خپره کړه چی ګنی دوی په دی توګه د اسلام او په غرب کی د ؤلسواکی ترمینځ اړیکه څیړلی ده چی باید په افغانستان کی د نوی اساسی قانون په جوړولو کی له دغه څیړنو پراخه ګټه واخیستل شی چی له بده مرغه د افغانستان د نوی اساسی قانون مفردات هم له همدغه رسالی څخه آخیستل شوی دی . د زلمی خلیلزاد د مأموریت په همده موده کی د اساسی قانون د تسوید کمیټه او وروسته د اساسی قانوان د تصویب په لویه جرګه کی دغه قانون تصویب او ؤمنل شو . زیات شمیر تلویزیونونه ، بانکونه او د مخابراتو شبکی رامینځ ته شوی . ددغه تلویزیونی چینلونو ، بانکونو او مخابراتی شرکتونه زیاتره په افغانستان کی د امریکا د ؤلس مشر جورج بوش د سفیر او استازی زلمی خلیلزاد په پانګوالئ رامینځ ته شول چی ترټولو زیات یی د د یوه امریکاېی ټباره افغان سوداګر احسان الله بیات په مشرئ د آریانا تلویزیونی چینلونه ، دافغان بی سیم په نوم مخابراتی شبکی چی ویل کیږی په تیرو شلو کالونو کی د افغانستان په ځینو نا امنه سیمو او ولایاتو کی ددغه مخاراتی شرکت د ستنو او پایو د ساتلو په موخه افغان طالبانو ته تنخواوی ورکول کیدی . په بانکی برخه کی یی هم د میرویس عزیزی په نوم سوداګر ته هم پانګه ورکړی وه او د عزیزی بانک په نوم یی یوه مالی شبکه رامینځ کړه
چی تر اوسه هم یعنی د طالبانو په واکمنۍ کی هم د افغانستان په اقتصادی ډګر کی پرمخ روانه پروژه بللی شی . نوځکه خو ویلای شو چی افغانستان ته د زلمی خلیلزاد زیاتره سفرونو موخه سوداګریزه خو مافیاېی بڼه لری او کیدای شی چی ورستنی سفر یی چی دکال په اخیرو که ترسره شو دخپلو سوداګریزو حسابونو د تصفیی په هدف ترسره شوی وی
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید