گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » غروال هم دآسمان پرمزل شو!
غروال هم دآسمان پرمزل شو!

غروال هم دآسمان پرمزل شو!

په ډیره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چه دافغانی ټولنی یو رښتینی خدمتګار څیړنوال او پوهاند ه څیره محمد عارف غروال د یوی اوږدی ناروغی له لامله خدای ج وروغوښت او دالله پر لوری نن دجمعه چی د ۱۴۰۵ د غبرګولی د لومړی نیټی سره سمون لری وکوچید . الحاج محمد عارف غروال د رحمت الله خان زوی، پر ١٣٢٤ لمريز لېږدي کال د خوست ولايت د ځاځي ميدان ولسوالۍ د ډيرۍ ميلې په غرني کلي کې زېږېدلی ؤ. په اووه کلنۍ کې يې د کلي له ملا صاحب ارواښاد عابد گل څخه د قران شريف ختم او نورې مسنونه دعاگانې زده کړې. په اته کلنۍ کې د کابل په رحمان بابا لېسه کې له خپل کشر ورور ډاکتر عبدالرحيم غروال سره يوڅای شامل شو. پر ١٣٤٣ لمريز کال له نوموړې ليسې فارغ او د کانکور تر ازموينې وروسته پر ١٣٤٤ ل ل کال د کابل پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي کې شامل شو او د ١٣٤٧ ل ل کال د سلواغې مياشتې پر ٢٧ نېټه يې له پښتو څانگې څخه د ليسانس بری ليک تر لاسه کړ. د ١٣٤٨ ل ل کال له پيلېدو سره يې د پښتو ټولنې د پښتو کورسونو د ښوونکي په توگه رسمي دنده پيل او د دې تر څنگ يې د نرسينگ په عالي ښوونځي او شپې لېسه کې د پښتو د ښوونکي په توگه دنده سرته رسوله. محمد عارف غروال د ١٣٤٩ ل ل کال په اوږدو کې د پښتو ټولنې د سروالۍ (رياست) د علمي چوکاټ په علمي کدر کې د مسلکي غړي په توگ ومنل شو. دا مهال هغه ته د کابل مجلې د مهتمم دنده وسپارل شوه؛

دوه کاله وروسته د ادب او فلکور لوی مديريت ته د مسلکي غړي په توگه بدل او د دې تر څنگ يې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د باختر اژانس په لوي ریاست  کې د پښتو خپرونو د ترجمې او ايډيټ دنده هم پر مخ بیوله.ارواښاد محمد عارف غروال د څېړنوالۍ علمي رتبې ته خپل علمي اثر (د بنگړو شړنگ) وړاندې کړ. خو د ۱۳۵۹ ل ل کال د کب مياشتې په پنځمه نېټه د شوروي پلوه رژيم او روسانو د ظلم او ناروا له لامله هېواد پريښودو ته اړ وت او پاکستان ته ولاړ. يو کال يې د جهاد په وسله وال سنگر کې تېر کړ او د ١٣٦١ ل ل کال په پيل کې د افغانستان د مجاهدينو په اسلامي اتحاد کې د مالي رياست د مشاور په توگه وگمارل شو. د ١٣٦٢ کال په پيل کې، چې اتحاد ړنگ شو د افغانستان د ملي اسلامي محاذ د فرهنگي رياست د مشاور په توگه وگومارل شو. هغه د دې تر څنگ د جهادي څېړنو د مرکز د غړي په توگه د قلم مجلې په چلولو کې برخه درلوده او هم يې د نورو جهادي مطبوعاتو سره لکه( سپيدې مجله)،(خپلواک مجله) او نورو جريدو سره خپله قلمي همکاري درلوده، چې ډېرې ليکنې يې په خپل نامه او يو شمېر په مستعارو نومونو لکه پکتياول، ابو امان او ابو احسان خپرولې.ارواښاد  محمد عارف غروال پر ۱۳۶۷ ل ل کال د امريکا متحده ايالاتو ته سفر کړى دی. پر ۱۳۶۸ ل ل کال يې سعودي عربستان ته د حج فريضې د ادا کولو لپاره ه تللى ؤ ارواښاد غروال له شلو زیات کتابونه او په سلګونو مقالی لیکلی او په مختلفو ورځپاڼو او مجلو کی خپری شوی دی . مرحوم غروال واده کړی او پنځه زامن او څلور لوڼی تری پاته شوی .  ارواښاد نن دجمعی په شپه چی د ۱۴۰۵ لمریز هجری کال  غبرګولی میاشتی له لومړی نیټی سره سمون لری دکابل د بګرامیو پوری تړلی  د اوږدی ناروغی وروسته په خپل کور کی ساه ورکړه او خدای ج ته ورغلو . موږ ټول په ځانګړی توګه د نواندیشی تربیون سرپرست ارواښاد غروال صاحب ته چی نه یوازی د لوړ قلم څښتن ؤ بلکه دهغه په وجود کی دظلم او تیری په وړاندی د نه ویلو توان هم  ارواښاد ته ځانګیړنه وربښلی وه  الله دی هغه ته فردوس جنت ورپه برخه او ټولی غمجنی کورنی او خواخوږو ته جمیل صبر ور نصیب کاندی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا