گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » عمــــران خان په پـــاکستان کـــی د پوځی دمـــوکراســـۍ لــوبغـــاړۍ !
عمــــران خان په پـــاکستان کـــی   د پوځی دمـــوکراســـۍ لــوبغـــاړۍ !

عمــــران خان په پـــاکستان کـــی د پوځی دمـــوکراســـۍ لــوبغـــاړۍ !

په  پاکستان کی د پوځیانو دموکراسی !!!

لکه څنګه چی اټکل کیده دادی په لومړی ځل عمران خان نیازی د پاکستان د ۲۲ م لومـــړی وزیــــر (صدراعظم ) په توګه د پاکستان د جمهوررئیس ممنون حسین له لوری د لوړی مراسم ترسره کړل او په رسمی توګه د پاکستان د لومړی وزیر په توګه وټاکل شو .

که څه هم د پاکستان پوځ په ځانګړی توګه د پوځ د اطلاعاتو اداره ISI دپاکستان له جوړیدو تر ننه د هغه هیواد له نوم سره برابر یعنی اسلامی جمهوریه پاکستان د امنیتی استراتیژۍ ساتونکی ځواک په توګه پاته دی او ویلای شو چی ټول حکومتونه ددغه ځواک تر سیوری لاندی راغلی دی .

خوبیاهم د عمران خان او دهغه د تحریک انصاف ګوند ته په کتنه چی هیڅکله هم دیوی روښانه اجندأ او علمی نقشی در لودونکی نه ؤ نو په اوسنی نړی کی د عمران خان په څیر یوه مذهبی سکولاره څیره چی د هغه د صلاحیتونو منبع یوازی پاکستانی پوځ دی وبه نه شی کولای خپل تیر خوبونه رښتیا کاندی .

ځکه په اوسنی نړی کی چی دانسانانو اړتیاوی ورځ ، په ورځ زیاتیږی او انسان شیبه په شیبه د هستی او کائیناتو د تغییر او بدلون په تناسب د خپل ټولنیز او اقتصادی چاپیریال ته په بدلون ورکولو محکوم او مجبوردی نو دداسی بدلون لپاره شعار نه بلکه یوه عملی اجندا ضروری ده .

چی وکولای شی د بهرنی سیاست په ګډون د  ژوند په ټولو اړخونو کی ژور بدلون راوستای شی ،  چی په خواشینی سره عمران خان او دانصاف ګوند یی ددغه اجندا له درلودو محرومه پاته شوی دی . نوځکه خو ویلای شو چی عمران خان به تل په  پاکستان کی دخپل ولی نعمت پوځ د جنرالانو موخی او هدفونه سرته رسوی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا