هم ووژنی په خپله هم په ما باندی ژړا کا !
څه ښه یار دی ښه یی مینه وژل هسی شیون هسی!
لکه څنګه چی خبر یاست د لوی اختر په دریمه د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ پورې اړوند «کلالګو» نومی سیمه کې دولتی ځواکونو په یوه کلی کې د خپلو عملیاتو په مهال «۱۱» تنه ملکی وګړی ووژل،
چې له منځه یې شپږ تنه ښوونکی اود پوهنتونونومحصلین ووپه افغانستان کې دملګری ملتونو مرستندویه ماموریت «یوناما» پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یادې پېښې په تړاوخپله خواشینی څرګنده کړه او ګډ حکومت ته یی ګواښ وکړ چی نور د ملکی خلکو وژل د تحمل وړ نه دی او پکار ده چی د ملی وحدت حکومت ددغه پیښی حساب ورکړی که څه هم ټول پوهیږی افغانستان نن د یوه داسی خونړی ناورین په منګلو کی لویدلی دی چی د افغانستان او نړی په تاریخ کی یی کم سارۍ لیدل کیږی او اوس د
نړی څو څلویښت هیوادونه د افغانستان په دشتو ، کلیو او بانډو کی زموږ د ټولنی مظلوم بچوړی د ډالرو او وینو په غشو نښه کړی دی او هره ورځ یی په خپلو خونړیو لومو کی راکاږی . او په ډیره مظلومانه بڼه یی ښکاروی . نو ځکه خو د پښتو د ستر شاعر دا بیتونه چی وایی :هم ووژنی په خپله هم په ما باندی ژړا کا !
څه ښه یار دی ښه یی مینه وژل هسی شیون هسی !
بل لوری ته هغه مهال چی په افغانستان کی دملګروملتونو مرستندویه مأموریت « یوناما » لا ددغه پیښی په اړوند اعلامیه نه وه خپره کړی چی د افغانستان د ملی امنیت شوری ویاند ، کبیر حقمل وویل چې د ولسمشر د سپارښتنې پر اساس، په زرمت کې د پېښې په اړه جدی څېړنې کېږی.د راپورونو پر اساس، په پکتیا کې د یکشنبې په شپه د افغانستان د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کې ۱۱ ملکی وګړی په شهادت رسول شوی دی.د افغانستان د ملی امنیت ادارې رسنیو ته ویلی و چې په پکتیا کې د اختر په شپو کې۱۱وسلهوال طالبان چې دوهیې د هغوی پېژندل شوی قوماندانان وو،وژل شوی دی.