دپکتیا ولایت د پاړوخېلو په دنګو غرونو او مسته پسرلنۍ هوا ڪې د کرکټ د پایلوبې نندارې ته په زرګونه نندارچيان راغلي وو. چې پای لوبه د غلېشیرو ټایګر لوبډلې په ورستیو کې د خوندوری شپږیزې په ګټه پای ته ورسېده. دا هغه څه دی چی زموږ ځوان همکار ښاغلی سیف الله افغان او دکرکټ له لوبی سره د بی کچه مینی خاوند ګران عبدارحمن آشنا په مرسته چمتو او موږ ته یی رالیږلی اورارسیدلی دی . دغه لوبی چی یوازی څود ګوتو په شمیر ورځی وړاندی دپکتیا ولایت چی یو مهال دخوست او ارګون په ګډون چی دوه لوی ولسوالې وی مربوط د پاړو خیلو په غرنی سیمه کی تر سره شو .باید وویل شی چی پاړو خیل د پکتیا ولایت اړوند دجانی خیلو له ولسوالۍ سره تړلی هغه سیمه ده چی د خوست ولایت د صبریو په ځانګړی توګه دسوری پاڼ پر لار د منګلو دغیرتی اولس دروازه ګڼلای شی .
سورۍ پاڼ چی د صبریو او باک ولسوالیو ترمینځ یوه ترټولو زیاته شنه سیمه ده ځوانان یی دخپلو غیرتی پلرونو او تاریخی ارښتونود ساتلو او پاللو په موخه د ځوانانو په ټولنه کی د تاریخی سپیڅلیو دودونو او لرغونو سنتونو په موخه راټول شوی دی د صبریو د غیرتی ؤلس تاریخی دودونه او رواجونه را ژوندی کوی
که څه هم دغه سیمه ددی سره ، سره چی اولس یی تل د غلیم په وړاندی د میړانی او سرښندنی په لومړیو کرښو کی حضور درلود خو د راز ، راز کیڼو او مذهب پاله حاکمانو لخوا ورته دپام وړ پاملرنه نه ده شوی خود دغه سیمی د ځوانانو د هلوځلو او هڅو په برکت د پرمختګ او یووالی جنډه د پاړوخیلو پردنګو غرونو هم ورپول شوه . چی ښه بیلګه یی همدا د کرکټ لوبی دی
