گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د اسلام ددین یوروڼاندی عالم مفتی شــاکــر شهیــد کـــړای شـــو!
د اسلام ددین یوروڼاندی عالم مفتی شــاکــر شهیــد کـــړای شـــو!

د اسلام ددین یوروڼاندی عالم مفتی شــاکــر شهیــد کـــړای شـــو!

  د پاکستان ځینو رسنیو او خبری آژانسونو خبر ورکړ چی د خیبر پښتونخوا یو روڼاندی عالم او متبحر شخصیت مفتی شاکر منیر د خپلو اسلامی آو د خرا فاتو پر وړاندی د شیعه او سنی مذهب نه پر اوچت قرئت ولاړو نظریاتو په درلودلو او د هغو نظریاتو پر څرګندولو د خٌرافات پلوه استخباراتی افکارو ددرلودونکو له لوری هغه مهال  لومړی  ټپی او وروسته یی  په روغتون کی ساه ورکړه  کله چی د پیښور پوری تړلی اورمړو په سیمه کی د دغه سیمی یوه جومات ته چی د هغه په پلرنی ټاټوبی اورمړو سیمه کی مؤقیعت لری روان ؤ او د یرغلګرو له خوا د ایښودل شوی بمب په وسیله په شهادت ورسید .
د شهید مولوی منیر شاکر زوی عبدالله شاکر دخپل پلار شهید مولوی منیر شاکرد شهادت  پخلۍ وکړ او د یوی وینا په ترځ کی چی د خدای بښلی منیر شاکر د ځانګړی کانال څخه په داسی حال کی خپره کړه چی یو لستوڼۍ یی د وینو په سره رنګ ککړ ؤ او نوموړی د خپلی وینا په ترځ کی د شهید مولوی منیر شاکر د شهادت مبارکی ورکوله او د شهید له مینه والو یی وغوښتل چی راشی او د شهید د قاتل د معلومولو پوری دی له هغه سره ملګرتیا وکړی .هغه دخپلی وینا په یوه برخه کی وویل چی هغه ته څوځله د خیبر پښتونخوا د پولیسو چارواکو ته په مراجعی سره دا جوته شوه چی د خیبر پشتونخوا د پولیسو مشران په قصدی توګه د خپل شهید پلار مولوی منیر شاکر د له مینځه وړلو په هڅه کی دی . دا ځکه چی د پیښور د پولیسو مشرانو زموږ خبرو او د فکری مخالفینو له لوری د احتمالی دړکو او خبرداری  ته هیڅ شانی ارزښت ورنه کړ ،نو ځکه خو تر څو دشهید مولوی منیر شاکر د وژونکو په وړاندی عملی ګامونه پورته نه شی موږ به د خپل شهید پلار مړی خاورو ته نه سپارو .
د شهید مولوی منیر شاکر نظریات چی له مذهب څخه په پورته شانی انګیرل کیږی او په ډیره خواشینی سره چی دداسی نظریاتو بیانول او څرګندول په پښتنی ټولنه کی له مرګ سره په لوبو تعبیریدا شی نوځکه خو د طالبی فکر خاوندانو او پالونکو لخوا په مرګ محکوم او د شهادت او ګواهۍ لوړ مقام ته ورسول شو
د شهید مولوی منیر شاکر نظریات چی له مذهب څخه په پورته شانی انګیرل کیږی او په ډیره خواشینی سره چی دداسی نظریاتو بیانول او څرګندول په پښتنی ټولنه کی له مرګ سره په لوبو تعبیریدا شی نوځکه خو د طالبی فکر خاوندانو او پالونکو لخوا په مرګ محکوم او د شهادت او ګواهۍ لوړ مقام ته ورسید کیدای شی چی له مذهب څخه وتل اویا هم هغی ته په یوه تاریخی واقیعت کتل د ځینو تنګ نظره ملایانو او د هغوی د تالی څټو له نظره د اسلام د مقدس دین سپکاوی وګڼل شی او د افغانستان او پاکستان په څیر خوارو ټولنو کی یی پالونکی پر مرګ محکومیږی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا