

ددی سره سره چی د پاکستانی واکمن پوځ په لمسون د پښتنو د ژغورنې د غورځنګ لخوا د اکتوبر میاشتی په یولسمه نیټه د خیبر پښتونخوا په زړه پیښور کی دیوی لوی اعتراضی جرګی د جوړیدو په وړاندی داسی اقدامات تر سره کړل چی ګنی وبه کولای شی دا د پښتنو په سینو کی تاریخی فریاد به خفه کړی او په دی توګه به ددغه محکوم اولس هیلی له خاورو سره خاوری کړی . چی د خپلو نیمګړیو او ناکامو اقداماتو په ترځ کی یی دپاکستان د کورنیو چارو وزارت د یوه ټیټ رتبه چارواکی له لوری PTM یا دپښتنو دتحفظ غورځنګ ممنوع اعلام شو او ددی سره سره یی ددغه غورځنګ ټول فعالیتونه او کړنلاری غیر قانونی ؤبلل شوی .
خو دا تاریخ ثابته کړی ده چی کله هم انسان د جبر او استبداد لاندی شی نو طبیعی ده چی له ظلم څخه د خلاصون په موخه اوهدف به راټولیږی او خپل فریاد به پورته کوی . دا بیله خبره ده چی حاکم ځواک ددغه شانی را پورته شویو غورځنګونو په دهشتګرانه اقداماتو سره نیسی پاکستانی سامراج چی نه یوازی په پاکستان کی د مظلومو میشت اولسونو پرحقونو خیټه آچولی ده بلکه تل یی قومونه او اولسونه له هغه زیرمو څخه چی پکار ده لومړی ددوی د ژوند په لاره کی په کار واچول شی محروم ساتلی دی او په ډیره سپین سترګۍ یی دغه زیرمی لوټلی او د ځان په ګټه کارولی دی .د پښتون قومي جرګې څخه خپاره شویو خبرونو کی داغلی دی نوموړی جرګې د درې ورځو غونډو وروسته یو پرېکړه لیک خپور کړ او په شلو مادو کې یې خپلې غوښتنې د پاکستان حکومت ته وړاندې کړې دي..د دغه پرېکړه لیک په لومړۍ ماده کې راغلي چې پوځ په ګډون ټولی له طالبانو نیولی ترداعش وسله والې ډلې به لهخیبرپښتنوخوا څخه د دوومیاشتو په موده کې وځي. منظورپښتون ددغه غورځنګ مشرددغه پرېکړه لیک د اعلان پرمهال وویل، چې د جرګې د پریکړه لیک له مخې که دغه ځواکونه ونه وځي، جرګه به په دې غورکوي، چې څنګه دغه جګړه مار ځواکونه له خپلې خاورې وباسي دیادې جرګې د پریکړه لیک په دویمه ماده کې ویلي، چې وکیلان دې د دې خاورې د وژل شویو او ورکو شویو کسانو او د پښتنو د ځمکو د بېرته ترلاسه کولو لپاره قضیې پرانیزي او په محکمو کې دې د پښتنو د حقونو ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړي په پښتون ژغورنی د غورځنګ په دی لویه غونډه او جرګه کی د ددغه غورځنګ مخکښو د مشرانو هم ویناوی وکړی او دغورځنګ مخکښ مشراو د پاکستان په پارلمان کی پخوانی استازی محسن داوړهم دسیمی اوافغانستان حالات وڅیړل او دخپلو خبروپه یوه برخه کی یی داسی وویل : پښتانه ددنیا په هر ځای کی چی اوسیږی دعزت ، احترام او دامن ژوند نه شی ترلاسه کولای ترڅو پوری چی زموږ په لوی کور افغانستان کی امن نه وی راغلی .
ترڅو پوری چی د افغانستان خاوره د پاکستان د” ریاست ” ISI له ګوډاګیانو څخه نه وی آزاد کړی ترهغی دلته امنیت نه شی راتلای !دا هم یوحقیقت دی چی د افغانستان له اولس څخه واک او اختیار آخیستل شوی دی . دهغوی واک او اختیار اوس په خپل لاس کی نه دی اوس دپاکستان دریاست یا ISI فورسیز ناست دی هغه اوس د افغانستان فیصلی کوی ! ترڅو چی ددی پاکستان د ادارو لاس پوڅی په واک کی ناست وی په افغانستان کی هم استقراراو امن نه شی راتلای او دلته هم امن نه شی راتلای . زما خپل تجویز دادی چی دا جرګه دی مطالبه وکړی چی د لوی جرګی له لاری په افغانستان کی د جمهوریت یا دموکراسۍ د بیرته بحالولو لپاره داجرګه خپل سفارش وړاندی کړی او دافغانستان د اساسی قانون د برحالولو لپاره باید چی دا جرګه یوجلا قرار داد دلته ” پاس” یعنی تصویب کړی چی دا دافغانستان د تاریخ او دا دافغانستان د هویت او داولس د واک او اختیار د ژوندی ساتلو او دهغی د استقرار د ساتلو وسیله ده چی دهغی پرته پښتانه د دنیا په یوه ګوټ کی هم د عزت او احترام ژوند نه شی کولای !
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید