گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دځوانانوپه هڅو ګډ روژه ماتۍ
دځوانانوپه هڅو ګډ روژه ماتۍ

دځوانانوپه هڅو ګډ روژه ماتۍ

د سیف الله افغان او حکیم الله افغان راپور : لکه څنګه چی خبریاست د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ اړوند دسوری پاڼ دسر کلی د ځوانانو د بنسټ په نوښت او مالی مرسته هرکال دروژی په مبارکه میاشت کی د کلیوالی لرغونی فرهنګ د ساتلو په موخه د ګډروژه ماتی تیارۍ نیول کیږی .نوځکه خو سږ کال هم دنوموړی بنسټ په نوښت د مبارکی روژی په لومړنې لسیزه کی د ټولو کلیوالو په ګډون سره ګډ روژه ماتۍ تر سره شو چی د کلی زیاتره اوسیدونکو چی روژه پر خوله وه په دغه روژه ماتی کی ګډون کړی ؤ .
په یاد روژه ماتي کې، دکلي مشرانو، ځوانانو په ټوله کې په زیاته کچه د کلی خلکو ګډون کړی او برخه اخیستې وه.دا ډول پروګرامونه دځوانانو اوپه ټوله کې دسیمې اوسیدونکو لپاره ګټور اودسیمې اوسیدونکو دیووالي سبب ګرځي لکه څنګه چی ټولوته جوته ده د امریکا او اشرف غنی په مشری د تیری شل کلنی واکمنی  یوه لویه په ظاهره لاس ته راوړنه خو په حقیقت کی د یوی ټولنی او مدنیت ورانول د همدغو سنتونو او مثبتو رواجونو له مینځه وړل ؤ چی د ټولنیز ګډ ژوند بنسټ یی جوړاوه . اوس چی په ظاهره  د امریکا هغه مافیائی واکمنی پای ته رسیدلی ده نو پکار ده چی اولسونه او واکمنان په ګډه سره د ملی او تاریخی مثبتو ارزشونو په بیا راژوندی کولو کی ګامونه پورته کړی .دنواندیشی تربیون دځوانانو دا ډول نوښتونه او هلی ځلی ستاېی او د هغی په راژوندی کولو کی له دغه راز هلو ځلو څخه  خپل کلک ملاتړ اعلانوی دنواندیشی تربیون دځوانانو دا ډول نوښتونه او هلی ځلی ستاېی او د هغی په راژوندی کولو کی له دغه راز هلو ځلو څخه  خپل کلک ملاتړ اعلانوی . د لوی خدای له درباره د سوری پاڼ دسرکلی د ځوانانو د بنسټ د دغه شانی هلو ځلو په سرته رسولو کی دلازیاتو ګامونو د اوچتولو توفیق غواړي .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا