انساني مغز په نړۍ کې له ډیرو پیاوړو ، پیچلیو او پرمخ تللیو وسیلو څخه دی چې انسان پرې مجهز شویدی. موږ له خپلو ماغزو اوماغزه له موږ سره په یوازیتوب او یا له نورو سره په تعاملاتو کې حضور لري. موږ په هر وخت او هر ځای کې له یو بل څخه جلا نه یو بلکې له یو بل سره ډیر نږدې اوسیږو. ماغزه له موږ سره خبرې کوي او موږ له هغو سره خبرې کوو. ماغزه غواړي موږ کنترول کړي او موږ غواړو ماغزه کنترول کړو. آیا موږ کولای شو خپل ماغزه کنترول، اداره او د سمو کارونو یا په سمه توګه د کارونو اجراء لپاره وروزو؟ تاسو کولای شئ یو ځای ته د تللو لپاره خپلو ماغزو ته خبر ورکړئ او له هغو سره مشوره وکړئ چې څنګه او څه وخت هلته په کومو لارو حرکت وکړئ او څنګه هلته ورسیږئ؟ ستاسو ماغزه له تاسو نوموړي ځای ته رسیدو کې مرسته کوي. تاسو خپلو ماغزو ته واییئ چې نوي شیان زده کړئ او هلته یې وساتئ. د ستاسو ماغزه په دې کار کې له تاسو سره مرسته کوي او معلومات ساتي . د اړتیا او ګټې اخیستنې په وخت کې نوموړي مالومات د تاسو په واک کیږدي. تاسو کولای شئ د خپلو ماغزو په واسطه د ځان ، نورو او چاپریال او یا له نویو حالاتو ( د بدن له دننه او دباندې چاپیریال ) څخه خبرتیا حاصله کړي. د خطرونو یا زیانونو پیژندنه وکړئ او ځان خوندي وضعیت ته ورسوئ… اونور.د موږ د ژوند ټول حالات او وضعیتونه له ماغزو سره مستقیما تړاو لري او هر وخت ماغزه زموږ په خدمت کې دي. ماغزه او اړونده غړي یې د الله تعالی له لویو نعمتونو څخه دي چې په هغو سره ځان، نړۍ او د خپل مهربان رب العالمین پیژنده شونتیا مومي. د مهربان رب العالمین د لارښوونو سره سم ژوند کولو کې زموږ مرسته کوي.
له دې کبله په مناسبه توګه یې پیژندنه ، ساتنه او روزنه زموږ د مهمو مسولیتونو څخه شمیرل کیږي. إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُوْلَئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا ( الإسراء:36)