
بس مجاهد صاب ته دی خدای انصاف ورروزی کړی له هم هغه ورځی چی داد ګردیز د بلدی طاهرشاه په طالب مولوی ذبیح الله مجاهد آؤښتی دی بیایی نوتل په اوبو کی د اور ډیوی بلیږی !ګمان یی کاوه چی رښتیا هم سیاست پلید او له دروغو ډک فصل دی هرڅومره چی دروغ ووایی همدومره به د”سیأ ” ست په ډګر کی غښتلی کیږی کله به یی په بادام باغ کی د کابل د مظلومو نجونو حسن د امریکائی ډالرو په بیه لیلاموه او بیا به یی نو دخپلی خوښی طالبی شریعت د احکامو په تعمیل ښائیسته پیغلی د وینځی په توګه په نکاح کولی .لنډه داچی همدغه د ګردیز د بلدی کلی طاهر شاه د طالبانو د امارت د ویاند ترنامه لاندی پرته له دی چی وویل شی د امارت ددغه ویاند به د یوی میاشتی تنخواه څومره وی د امریکائی ډالرو پر ګدې کیناست داسی چی په طالبی استخباراتی تیاره او پیچلی فضأ کی یی له مأموره تر وزیره د ډار اوویری په جال کی را ګیر کړل . وروستی څرګندونی یی چی د یوه په ظاهر ه آزاد خبریال او ژورنالیست میرویس افغان سره چی ویل کیږی د طالبانی تیاری واکمنۍ پلوی دی او تازه یوټیوبر شوی او د خبرو او مرکو ډګر ته راوتی دی نوموړی د ذبیح الله مجاهد یا هغه پخوانۍ د ګردیز د بلدی طاهرشاه سره هم یوه اوږده مرکه کړی ده چی موږ یی یوازی د هغه مرکی یوه کوچنی برخه چی نه یوازی د افغانستان تاریخ یی مسخ کړی دی بلکه د سیمی او نړی ملی آزادی غوښتونکو غورځنګونو ته هم پکی سپکاوې شوی دی ستاسو د معلوماتو د زیاتوالی په موخه کټ مټ را آخلو او تر تاسو یی در رسؤو .ښاغلی میرویس افغان له تشریفاتو وروسته له نوموړی ذبیح الله مجاهد څخه داسی ؤپوښتل : که پیل له دی ځایه وکړو چی مجاهد صاحب کله مو داسی انګیرله چی تاسو به له هغه هیواده سره په شخړه کی ښکیل شی چی تاسو تر نورو ډیر ورنږدی واست یا مو دډیرو افغانانو په وینا هلته وخت تیرکړی دی یا مو دجګړی د لسیزو پر مهال باندی له هغه ځایه څخه جګړه کوله آیا داممکنه وه چی داسی پیښه به کیږی له دوی سره به لومړنی هیواد وی چی تاسو به شخړه کی ورسره پریوزې ؟ ….
ښاغلی ذبیح الله مجاهد دطالبانو دائیمی انلائین ویاند داسی ځواب ورکړ : …اول خو زموږ جګړه هیڅکله هم له کوم بل هیواد څخه نه ده ترسره شوی ، دافغانستان دغه تیر شل کلنه مبارزه چی وه دا د افغانستان له خاوری څخه ترسره شوی ده تاسو ددی شاهدان وی چی موږ په هرولایت کی جګړه درلوده په فاریاب کی په کندز کی په بدخشان کی په هرات کی همداشان په کندهار کی په هلمند کی او په هرولایت کی ! ددی معنا داده چی دا جګړه فرا ګیره وه او دخلکو له مینځ نه ترسره شوی ده او دهیڅ یوه هیواد احسان هم الحمد لله په امارت اسلامی باندی نشته چی ګنی موږ دی له کوم هیواده دجګړی لپاره کومه مرسته غوښتی وی . دمجاهد صاب له څرګندونو داسی ښکاری چی ګنی ددوی جګړه او له استعمار سره مخالفت د ملا نصرالدین په تلتکه یا بړستن ؤچی ګنی دوی ته یی باید دیوی پروژی په توګه سپارلی وه ! او دادی ګورو چی همدغه پروژه سرته ورسیده او طالبانو افغانستان داساسی قانون او نورو مدنی او فرهنګی آثارو په له مینځه وړو د سیمی د هیوادونو دګټوپر سر د رقابت پر مرکز واؤښت !
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید