گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دطالب متقی صاب کاغذپیچ دروغ!
دطالب متقی صاب کاغذپیچ دروغ!

دطالب متقی صاب کاغذپیچ دروغ!

یو طالب چارواکې چی ځان  امیرخان متقي او د طالبانود حکومت خارجه وزیر بولی هغه تیره ورځ  دطلبانو په یوه مدرسه کی ویلي چی ګنی  د ټول افغانستان پر یوه لوېشت او یوه اېنچ ځمکه مخالفین «تسلط» نه‌لري، بلکې دوی مسلط دي. متقي خبرداری ورکړ، چې د دوی پر وړاندې د مخالفت، بې‌اطاعتۍ او سرکشۍ هېڅ جواز نه‌شته او په ټینګار سره یې ویلي:«هېچاته دا حق نه‌شته چې مخالفت وکړي».

امیرخان متقي د ریاض العلوم مدرسی زده‌کوونکوته  د وینا په ترڅ کې امنیت د یوه نظام د ساتنې او تقویت لپاره مهم شرط وباله او ادعا یې وکړه، چې دمګړۍ ټول افغانستان کې سراسري امنیت تامین دی او په یو اېنج ځمکه هم «مخالفین» ولکه نه‌لري.نوموړي په تونده لهجه خپل مخالفین «ظالمان» وبلل او د پوښتنې په توګه یې مطرح کړل: «له هغوی [مخالفینو] څخه دا پوښتنه باید وشي چې د چیشي لپاره مخالفت کوې، ایا په افغانستان هغه څه چې ته یې د مسلمان په حیث غواړې هغه نه‌دي عملي شوي. د هېواد په ۳۴ ولایتونو او ۴۰۰ ولسوالیو کې شرعي محاکم نه‌دي فعال، حدود نه جارېږي کېږي. په ټول افغانستان کې سود او شراب او همداراز غیر اسلامي ته تبلیغ بند دي».د هغه په باور «مخالفت» او د «وسلې پورته» کول یوازې د «اشغال او بې‌دیني» او له خپل مال او سر څخه د دفاع په مقابل کې جواز لري او څرګندوي: «نو دا چې سر او مال دې محفوظ دي، وطن دې ازاد دی او دین دې حاکم دی بیا د چیشي لپاره څوک باید مخالفت وکړي»؟
طالب ملا امیرخان متقی چی ځان دطالبانو دامارت دخارجه چارو وزیر بولی دخپل استخباراتی  نبوغ په رڼاکی د طالبانو داستخباراتی امارت لاس ته راوړنی داسی بیان کړی . اسلامی (طالبی ) امارت بنیادونه هغه الحمد الله ډیر پاخه دی دمثال په ډول دیوه نظام د تقویت او بقأ او داولس د هوسائی دپاره ترټولو لومړی شرط امنیت دی اوس په ټول افغانستان کی امنیت قائیم دی په ټول افغانستان کی په یوه لویشت ځمکه په یوه انچ خاوره مخالفین تسلط نلری او دا په تیرو څلورو لسیزو کی اول وار دی چی داسی نظام الله تعالی راکړی چی پر ټول افغانستان مسلط دی نو دا برخه کی الحمد الله اطمینان دی دوهم شی چی دنظام بقأ تضمینوی هغه اتفاق او اتحاد دی الحمد الله په ټول افغانستان کی په ټول امارت کی یوفرد یو داسی څوګ نشته چی د مخالفت غږ یی پورته کړی وی !! اتفاق ، اتحاد اطاعت دومره قوی ده د خپل مشرتابه چی تاسو به په ټول نظام کی دهیچا آواز نه وی آوریدلی چی ولی له ما سره داسی وشول ؟ نودابل هغه د اطمینان برخه ده چی الحمد الله امارت پیاوړی ده محکم ده . دریم شی اقتصاد ده نن ټوله دنیا پر څپانده ده په دنیا کی ډیر لوی جنګونه شروع دی یا با لفعل شروع دی یا بالقوه امادګی ورته نیول کیږی په داسی یوه نړۍ کی چی افغانستان له څلویښت کاله جنګ راوتلی یو !افغانستان په وچه کی انحصار هیواد ده بحر ته لارنلری دوه !او بیا نن په ټوله دنیا کی دتیلو د ګازو نرخونه پورته شوی دی چی د هرڅه پر نرخ منفی اثر کوی خوالحمد الله په افغانستان کی هرڅه نارمل دی !…………
امیر خان متقی د خپلی وینا په یوه برخه کی د طالبی امارت د اقتصادی لاس ته راوړنو فضائل داسی بیان کړل : همداسی دصنعت په برخه کی زموږ په لویو ښارو کی په صنعتی پارکو کی د « پاپریکو» یعنی فابریکو لپاره اوس جای یا ځای نه پیداکیږی نن پر موږ باندی ټولی هغه لاری بندی دی چی افغانستان به دهغولارو نه تمویلیدو ! خو بیا هم افغانستان کی ګرانی نه ده راغلی ځکه چی زموږ خپل تولید زیات شوی ده مصنوعات مو زیات شوی دی « پاپریکی » یا فابریکې مو ډیری شوی دی ته څه فکر کوی چی تر شپږ زره زیاتی « پاپریکی » یا فابریکې فعاله شوی وی کار خانی نو په دی کی به څوزره یا څو لکه کسان کار کوی نودابهترین روزګار نه شو په کور دننی ؟ په دی برخه کی هم الحمد الله ډیر ښه روان یو……… د طالب امیرخان په خانخانی بڼه او ځانځانی ټیپ څرګندونو په هلکه باید وویل شی چی تاسو ولی د اسیر شوی او ځپل شوی اولس او په ځانګړی توګه دهغه نسل سترګوته خاوری ور پاشۍ چی د پاک  قرآن په قول صُمٌّۢ بُكْمٌ عُمْىٌۭ فَهُمْ لَا يَرْجِعُونَ دی ؟ څوګ نه پوهیږی چی دامریکا د متحده ایالاتو له لوری په هره اونی کی د څلویښتو میلیونو نغدو استخباراتی ډالرو ترڅنګ چی طالبان یی ترلاسه کوی دسیمی لوی او کوچنی هیوادونه د اساسی قانون په ملغی کولو او نورو فرهنګی بنسټونو په نړولو په ځانګړی توګه د میرمنو او نجونو پر زده کړو او کار بندیز لګولو سره د افغانستان په جغرافیا کی خپلی ګټی ساتی .
او تاسو چی په نړی کی د کومو دیپلوماتیکو لاس ته راوړنو یادونه کوی چی ګنی په څو پنځوسو هیوادونو کی سیاسی استازولی لرې دا ستاسو دفعالی دیپلماسۍ برکت نه دی بلکه دا دهغوګاونډیو او نورو  هیوادونو ګټی دی چی تاسو ته د بلک واټیر BLACK WATER  په څیر  دیوه امنیتی شرکت په بڼه ګوری او د خپلو ګټو مقتضأ درسره چلند کوی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا