دنواندیشی تربیون دروند همکار سیف الله افغان د خوست ولایت اړوند دصبریو دسوری پاڼ د سرکلی د ځوانانو د ټولنی دخیریه بنسټ له لوری د خیریه کارونو د ترسره کولو په لړکی راپور راکوی چی ددغه ټولنی د خیریه بنسټ له لوري، دخپل کلي دمسجد ترڅنګ دچاپیریال دسمسورتیا په موخه نیالګي کېنول شول.دسیمی سمسورتیا ته پاملرنه هغه انسانی اودینی وجیبه ده چی په ځمکه کی ټول نارینه اوښځینه وګړی یی باید ترسره کړی
نوځکه خو ویلای شو چی د پسرلی نمانځلو دود زموږ د دینداره پلرونو او نیکونو څخه را پاته دی . خو شرط یی دادی چی د پسرلی په دغه ښائسته موسم کی له هر ډول لهو لعب څخه ډډه وشی او یوازی د نمانځونکو پام د طبیعت د شنی او تازه هوا څخه په ګډه استفاده وشی . اوپه دی لړ کی دنیالګیو کینول نه یوازې دسیمې دښکلا بلکې دهوا دتصفیې په برخه کې هم ډیر ګټور تمامیږي د یادخیریه بنسټ، چې په دې وروستیو کې یې په کار فعالیت کړی، دنیالګیو ترڅنګ یې په بېلابېلو برخو کې کارونه ترسره کړي او دا کارونه به لا دوام ولري.نواندیشی چی دافغانستان په ځانګړی توګه دخوست د صبریو سیمی د ځوانانو سره ځانګړی مینه لری د سوری پاڼ د ځوانانو د ټولنې خیریه بنسټ دغه اقدام ستائی او ور سره خپل ملاتړ اعلاموی او له خدایه دغو د وطن په مینه مستو ځوانانو ته دلا زیاتو هلو ځلو ددوام توفیق غواړو 
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید