که څه هم دنړې په زیاتره هیوادونو کی د ۱۴۰۴ کال هجری لمریزکال د کمکی اخترلومړی ورځ چی د ۱۴۴۷ هجری قمری کال د شوال میاشتی له لومړی نیټی د جمعی له ورځی سره سمون لری د کمکی اختر ورځ نمانځل کیږی خوپه افغانستان کی د طالبانو د ستری محکمی د میاشتی لیدلو د کمیټی په فتوی تیره ورځ پنجشنبه د کوچنی اختر ورځ اعلان کړای شوه .چی ددغه فتوی له مخی شیخ هیبت الله آخندزاده چی ځان د مسلمانانو امیر او خلیفه بولی له ځنډ پرته د کندهار په دارالخلافه عیدګاه جومات کې چی زرګونه کسانو پکی ګډون کړی ؤ خپله اختریزه اوږده خطبه په مجعوله او مجهوله توګه واوروله .د شیخ صاب هیبت الله آخندزاده زیاتره د مفرد متکلم پر صیغه خپل قبائیلی هذیانات او سوچونه په لرغونی ترمینالوژی بیان کړی دی ته به وائی چی فرعون را ژوندی شوی او د افغانستان نړول یی په ټیکه آخیستی دی !که تاسو درانه لوستونکی دشیخ صاحب دغه اختریز پیغام او خطبه په غور سره واوری نودا به درته څرګنده شی چی شیخ صاب د پیریانو د زمانی قیصی او نکلونه د ” مفرد متکلم پر صیغه ” د یوی ” سیأ ” سی او استخباراتی خطبی په توګه د اختریزی خطبی په جامه کی وړاندی کوی او په خپله دغه اختریزه خطبه کی ځان د امت امام بولی او د مفرد متکلم پر صیغه ټول اسلامی امت ته په خطاب کی وایی :
چی …زه مجبور یم زه دمسلمانانو مشریم زه به خامخا دوی دالله لاری ته برابروم زه چی یی ووینم چی دغه مصلحت دی په دی کی د مسلماندانو مصلحت دی په دی باره کی به دوی ته هدایت کوم زما غاړی بندیږی خدای ته زه مسؤل یم ټول خلک به په ورځ دقیامت د خپل امام سره را پاڅیږی هغه امام او مشر به یی دمخه وی او اونور خلک به ورپسی وی نو که اوس امام د هدایت ؤ خو ښه دی که امام د ضلالت ؤ بیابه داسی وی هغه به نو دګمراهی خواته یی دوزخ ته به یی بیائی !!!دخواشینۍ ځای دادی چی شیخ صاب نه یوازی د د خپلی دغه اختریزی خطبی په ترځ کی د پاکستان د یرغلګر پوځ په ګډون چی ددغه اونی په درشل کی یی په سلګونو دروانی ناروغیو ناروغان په ډیره بی رحمئ سره ووژل هیڅ شانی څرګندونی ونه کړی بلکه له هم هغه شیبی چی د پاکستان غلام پوځ د امریکائی استعمار
څخه د افغانستان د ورانولو او ویجاړولو پروژه په ټیکه آخیستی ده او پر افغانستان یی خونړی بریدونه پیل کړی دی د افغانستان د مخالفواو موافقو ډلو په ګډون پاکستانی سامراج دغه یرغلونه په کلکه سره غندلی دی خو د شیخ صاب له مبارکی خولی چی ځان د ټولی دنیا د مسلمانانو مشر بولی یو اوف شانی هم راپورته نه شو . همدا ډول د امریکا د استعماری واکمنئ او اسرائیلی صهیونیست رژیم دایران پر اسلامی جمهوریت تروریستی یرغل هم چی اوس یی پوره څه دپاسه دوه لسیزی پرتیریدودی پروړاندی چوپه خوله پاته شو . په داسی حال کی چی ذبیخ الله مجاهد دطالبانو ویاند د جګړی په احتمالی پیل کیدو دایران د اسلامی جمهوریت سره دمرستی ټټر وهلی ؤ . خو ایرانی اولس په ګوښی ځان له امریکا او اسرائیلو سره دجګړی دغه خونړی بار پر سر واخیست .
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید